دوشنبه, ۲۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
یوازې خلافت خلک د پانګوال نظام له غلامۍ او جنایت ژغورلی شي!
بسم الله الرحمن الرحيم
یوازې خلافت خلک د پانګوال نظام له غلامۍ او جنایت ژغورلی شي!

د خلافت کلمې تر شاه لویه محتوا ده. هغه کلمه چې ۱۳ پیړۍ یې لوېدیځ او ختيځ رهبري کړل او د ټولو ملتونو لپاره د عدالت، ځواک، ساتنې او انصاف قبله وه. د خلافت په شتون کې استعمار نه و، چې د خلکو پانګې لوټ کړي، ډېری ښارونه فتح کېدل او د نړۍ په هر کوټ کې خیر او انصاف خور و. کمزوري پکې ځواکمن وو او څوک پکې لارورکي نه وو.

خو څه وشول؟ ولې دغه کلمه د مسلمانانو له فکرونو بهر شوه او ولې ملنډې پرې وهل کېږي؟
ایا لویديځ له مسلمانانو پر دغه کلمه ډېر پوه دي او ولې غربي مشران او سیاستوال په وار وار دغه کلمه زمزمه کوي؟ ایا د اسلامي خاورو له حکامو هغوی ډېر پر دغه کلمه پوهېږي؟
د دغو پوښتنو د ځواب لپاره اړینه ده چې پر واقعیتونو بحث وشي او له تاریخ څخه هغه څه باید پاک شي چې جعل، نیرنګ او دروغ پکې دي. په ځانګړې توګه د کوچنیو مزدورو دولتونو چې له استعمار څخه یې فریب کاري په میراث وړې ده.
په حقیقت کې کله چې اسلامي دولت د فخر کاینات صلی الله علیه وسلم او صحابه وو په وسیله تاسیس شو، وروسته خلفای راشدینو، امویانو، عباسیانو او عثمانیانو پرته له اسلام نور هېڅ څه نه دي پلي کړي او له اسلام پرته یې هېڅ بل قانون نه درلود.
یوازې د عثماني خلافت په وروستیو کې د اسلام فهم د عربي ژبې د لرې والي له امله کمزوری شو او د کافر لوېدیځ د پیل شوې فکرې جګړې په پایله کې مسلمانانو په نظامي ډګر کې هم ماتې وخوړه او په دغه دوره کې ښکاره عیب، د بعیت طریقه وه، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته له راشده خلفاوو د عاض(خاښ نیونکي) حاکمیت په نوم نومولی دی. خو له دې سره سره په ټولو چارو کې سیادت له اسلام سره و. مسلمانانو اسلامي ژوند درلود، ځکه فکري خلا يې نه لرله او ټولې ستونزې یې د اسلامي احکامو او مقرارتو له مخې حل کېدلې؛ همدا اسلامي خلافت و، نه کوم بل څه.
خو ولې دغه لویه بنا له منځه لاړه؟ لویديځ پوه شو، چې د اسلام ځواک د هغه په افکارو او نظامونو کې نغښتی دی، نو فکر يې وکړ، چې څرنګه خلافت له منځه وړلی شي، په داسې حال کې چې فکري ځواک يې په بچیانو کې شته دی؟ دوی د اسلام فهم په افکارو او احکامو کې کمزوری کړ او موخې يې تحریف کړې، خو څرنګه؟ دغه دنده چا باید پر غاړه اخیستې وی؟ مستشرقین یې ولېږل، څو د اسلام په فهم او احکامو کې درز پیدا کړي، ملي او قومي شعارونه ورکړي او د دغه کار لپاره یې باید مزدوران ګومارلي وی، چې مرسته ورسره وکړي. له همدې امله يې له ګڼو جنایتکارانو لکه: شریف حسین، مبارک الصباح، د آل سعود حکام او مصطفی کمال اتاترک څخه ګټه واخیسته. همدارنګه هغه کسان چې دوی مفکرین، لیکونکي، د سوربن پوهنتونو فارغ شوي محصلین او د ماسوني ډلې غړي بلل، له هغوی هم ګټه پورته شوه او د اسلامي دولت د له منځه وړلو لپاره یو اوږدمهاله کار د لویديځ کافر، په ځانګړې توګه د انګلیس لخوا وشو.
دغه راز اسلامي دولت يې کمزوری کړ، تر هغه ځایه چې د ناروغ سړي لقب یې خپل کړ. د دغه حالت
لامل د انګلیس مزدور جنایتکار مصطفی کمال اتاترک و، چې خلافت یې سقوط کړ او سیکولریزم یې اعلان کړ، چې د اسلام پر وړاندې جګړه وکړي.
خو خلافت د مسلمانانو په عقل او ذهنونو کې پاتې شو، ځکه هغوی یې تر سیوري لاندې ژوند کړی و. لویدیځ یوه وحشیانه جګړه، د اسلام د تحریف لپاره پیل کړه او دا جګړه د افکارو پر ضد وه، چې ډېری اسلامي احکام پکې شامل و، لکه: خلافت چې هغوی يې په فکر کې کړي وو.
وروسته له دې چې خلافت له منځه ولاړ، لویدیځ ډېری سیکولر احکام، په ځانګړې توګه د نظامونو اړوند احکام په اسلامي خاورو کې خواره کړل؛ ملي او قومي شخړې یې را پورته کړې، د خپلو غلامانو په وسیله یې د بشر جوړ شوي قوانین وضع کړل، د خلافت د فکر د پوره له منځه وړلو هڅه یې وکړه، خو د الله سبحانه وتعالی مهرباني وه، چې د ډېری علماوو په ځانګړي ډول د شیخ تقي الدین نبهاني رحمه الله په ذهن کې د خلافت قضیه راغله او هغه یې سرنوشت ټاکونکې وبلله. له همدې امله یې حزب تاسیس کړ او د حزب د ځواک یوازینۍ موخه د خلافت د تاسیس لپاره دعوت وو.
حزب، واقعیت د فکر موضوع، مصدر او پیل ګاڼه او د اسلامي امت د ستونزو د حل لپاره یې د اسلامي شریعت پر اساس خپل فعالیت پیل کړ. کله يې چې د دغه فکر لپاره دعوت وکړ، د لویدیځ لیونتوب او جنون لا پیاوړی شو، د حزب او دعوتګرانو د بدنامولو لپاره يې هڅې پیل کړې.
که د خلافت واقعیت د اوسنیو لویو دولتونو لکه: امریکا سره پرتله کړو، چې په نړۍ کې زبر ځواک دی، پوه به شو چې خلافت له دغو دولتونو ډېر په نړۍ حکومت کړی دی. د امریکا تاریخ له ۷۰ کلونو نه اوړي ، خو بیا يې هم په دغه موده کې ډېر جنایتونه ترسره کړي دي. بومي امریکایان یې د سور پوستو پر ککریو درولي، میلتونه یې اشغال کړي، پانګې یې چور کړي او جګړې یې په افغانستان، عراق، فلسطین او نورو خاورو کې پیل کړې دي.
د نورو استعماري دولتونو جنایتونه په سترګو ویني او څه نه کوي. نو له همدې امله خلافت له اوسنیو دولتونو په ځانګړي ډول له امریکا سره د پرتلې وړ نه دی.
د مسلمانانو لپاره لازمه ده، چې د خپل دولت د پېژندلو لپاره هڅه وکړي. په ځانګړي ‌ډول د تحریف شوي تاریخ او کومه ضربه چې غرب کافر د پیسو او رسنیو په وسیله خلافت ته رسولې هغه هم د درباري غلامانو او ځینو مسلمانانو چې په غربي مفکورو کې ډوب دي او قلم یې هم غلام دی.
د لویديځ پوهه د خلافت او د هغو د نظامونو او تاریخي واقعیت په اړه، د دې لامل شوې چې یوه ګړۍ هم غفلت ونه کړي او ټول ځواک پکار واچوي، څو خلافت بیا را ونه ګرځي. لویدیځ له مسلمانانو ډېر د خلافت په اړه پوهېږي، چې څه دی او پوهېږي، چې د خلاقت راتګ د لویدیځ د زوال او پای په مانا دی. له دې سره باید خپلو کورونو ته په تېښته شي؛ خو که کورونه ورته پاتې شي!
کوم عوامل چې د خلافت د بدنامولو لپاره ترسره کېږي، څوک پاملرنه نه ورته کوي؛ خو هغه کسان چې ړانده دي، خپل بصیرت یې له لاسه ورکړي او د دنیا او آخرت ژوند يې پلورلی دی. داسې کسان د لویدیځ له ډلې دي او هغوی ترې خوښ دي.
لویدیځ دغه ډول کسان پر موږ حاکم کړي، چې د خپلو قوانینو او مقرراتو په وسیله پر مسلمانانو حکومت وکړي. د خلافت یادونه د لویدیځ مشرانو او سیاسیونو لخوا، دا مانا لري، چې دوی ځانګړی لید لوری لري او هغه دا دی، چې اسلامي حکومت ونه لري. داسې ورځ نه ده چې لویدیځ له ترهګرو سره جګړه نه یادوي او موخه يې له دې جګړې له اسلام سره جګړه ده.
له تروریزم سره مبارزه هغه څه دي، چې د غلامانو او ملاتړو په اعلامیو او خبرو کې یې تل تکرارېږي. هغوی د اسلام نه حاکم کېدل، خپله برخلیک ټاکونکې قضیه ګرځولې ده. ایا موږ د خلافت بیا تاسیس او د اسلام حاکمیت خپله برخلیک ټاکونکې قضیه ګرځولې ده!؟
مسلمانان له خلافت پرته، تاریخ، عزت او قدر نه لري او له سقوط سره یې مسلمانان لویې کندې ته ولوېدل. اسلام نظام لري، چې باید پلی شي او د داسې نظام په نشت کې، له شک پرته مسلمانان اسلامي ژوند نه لري.
مسلمانان لا هم اسلامي ژوند ته نه دي ورګرځېدلي او پرته له فردي ژوند، په نورو برخو کې نه لېدل کېږي. هغوی د غربي قوانینو، احکامو او نظامونو په وسیله رهبري کېږي او غربي افکار یې پر ژوند حاکم شوي دي.
د خلافت د سقوط د سلمې کالېزې په درشل کې یو. موږ د دغه لویې فریضې د ادا کولو لپاره تاسو رابولو، چې د حزب التحریر د مخلصو فعالینو، ځوانانو او امیر عالم عطا بن خلیل ابوالرشته سره، په ګډه هڅه وکړئ.

لیکوال: نشوان جسار-ولایه یمن
ژباړن: الهام پردېس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې