دوشنبه, ۲۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د خلافت دولت نړېدو عوامل
بسم الله الرحمن الرحيم
د خلافت دولت نړېدو عوامل

(ژباړه)

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي:

«حَق عَلی الله اَن لا یَرتفعَ شیء مِنَ الدنیا اِلا وضعه»

ژباړه: پر الله سبحانه وتعالی حق ده، چې کوم څه په دنیا کې لوړېدو ته نه پرېږدي او هغه ټیټوي. (الهی سنت دا دی چې که د یو شي د باعظمته او با هیبته کېدو لپاره اسباب برابر کړي، په پایله کې به یې د ماتې او ټیټېدو اسباب هم پیدا کړي.)

رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې دولت تاسیس کړ چې اسلام او د دغه دین پیراوان د هغه تر واکمنۍ لاندې عزت‌مند وو. دې قافلې تر ۱۳۰۰ هـ.ق کاله دوام وکړ چې په هغه وخت کې سیندونه مست بهېدل. بیا هغه و چې د ناسمو دولتونو له برخلیک سره مخ شو، په پایله کې سقوط شو او د ژوند له صحنې لېرې شو. د یادولو وړ ده چې اسلامي دولت پخپل وخت کې له ډېرو دهشتونو او نظامي ماتو سره مخ شو؛ خو بیا هم په دغه اوږد تاریخ کې پر ټولو ستونزو سر بېره پر ځای پاتې شو، تر دې چې نوی وخت راغی او پایله یې د یاد دولت د نړېدو لامل شوه.

د خلافت دولت د سقوط عوامل یوازې بهرني او نظامي نه وو، بلکې حقیقي عوامل یې کورني وو، چې د دولت جسد یې په غاښ وچیچ او له دننه څخه یې د ورانولو هڅې پیل شوې، تر دې چې د ژغورلو لاره یې پاتې نه شوه. تر هغه وروسته بهرني عوامل هم پیدا شول چې د مسلمانانو د سیاسي شتون د پایته رسېدو لامل شي. همدارنګه مسلمانان پر عثماني خلافت له منګولو لګولو څخه وګرځوي او بدیل ورته وړاندې کړي. که پر کورنیو کمزورو عوامل بحث وکړو، له ډېرو سره به مخ شو. له همدې امله دلته د خلافت دولت د سقوط پر مهمو عواملو خبرې کوو، چې زموږ هدف له دې ناروغۍ څخه خلاصون او د درملنې لپاره یې نسخه ده، څو د راشده ثاني خلافت د بیا راتګ لپاره ځینو ټکو ته پام وکړو او له تېرو پایلو سره مخ نه شو. ان شاء الله!

لومړی لامل: د اسلامي دولت د سقوط لومړی لامل د ارثي حکومت مبدا ته د خلیفه په ټاکنه کې د مبدا بدلون و. دغه پړاو د معاویه بن ابي سفیان واک ته په رسېدو سره په دوکې او چل سره پیل شو او کله چې نوموړي خپل زوی د خلکو له مشورې پرته ولیعهد وټاکه، حالت ډېر ناوړه شو چې وروسته علي بن ابي طالب رضي الله عنهم د زوی سید حسین د وژل کېدو لامل شو. وژل شوی تن د جنت څښتن سید الشباب دی چې همدا لامل پر مدینه منوره د برید او د یادې سیمې د خلکو وینې تویدنې او حلال بللو سبب شو. دا واقعه ډېره مشهوره ده. تر هغه وروسته مکه کلابنده شوه او په نننۍ اصطلاح پر هغې توغندویي برید وشو.

دویم لامل: له خلافت څخه د والیانو د خپلواکۍ غوښتنه او تر خپلې واکمنۍ لاندې د ولایت بېلول او دا کار هغه وخت ترسره شو چې د خلافت مرکز بغداد کمزوری شو او نور یې دا وس نه درلود چې په لودیځ او ختیځ کې خپله واکمني اداره کړي. اندلس لومړنۍ سیمه وه چې د خلافت له واکمنۍ څخه یې خپلواکي واخیسته او خپل ځان یې ازاد کړ. تر دې سیمې وروسته نور ولایتونه هم یو پر بل پسې خپلواکۍ واخیستې چې په پایله کې یې خلافت دولت ډېر وپاشل شو او دښمن ته د یادو سیمو نیول ډېر اسانه شول.

درېیم لامل: د واقعیتونو پر وړاندې د علماوو چوپتیا هم یادولی شو. د سر په سترګو یې د حکامو، دولت کمزوري او د مسلمانانو پاشل کېدل چې په یو او بل لوري به تلل، لیدل؛ خو د اسلامي خاورو د یووالي لپاره یې هڅې ونه کړې، بلکې ډېری یې د حکامو پر وړاندې همداسې پاتې کېدل او د هغه څه اړوند فتواوې یې ورکولې چې واکمنان پرې خوشحالېدل. دا څه په مسلمانانو کې د فتنې اچوونې لامل شول، سیاسي فعالیتونه یې پرېښودل او د هغه په اړه یې پوهاوي ته ارزښت نه ورکاوه.

څلورم لامل: همدارنګه پر دنیا د واکمنو منګولې لګول او تړل کېدل، پر لهو او لعب د هغوی اخته کېدل، پر خوشحاله ژوند تېرېدو د هغوی تړون، د جهاد پرښودل او نړۍ ته د اسلام د لېږد پرېښودل هم یادولی شو. دا څه د دې سبب شول چې قومندانان په سیاسي فعالیتونو کې لاسووهنه وکړي، چې وروسته د خلفاوو او والیانو د وژل کېدو لامل هم شول. ځینو سیمو ته یې سقوط ورکړ او پر دنیوي اسبابو د قومندانانو بوختیا د دې لامل شوه چې د اسلامي دولت د پېژندنې په تړاو ناسم دید پیدا شي.

پنځم لامل: دا لامل له لومړي سره اړوند دی. کله چې قدرت یوې ټاکلې کورنۍ ته پاتې شو او له پلار څخه زوی او له ورور څخه د کاکا زوی ته ولېږدول شو، هغه سیاسي حل لارې شتون نه درلود، چې له حکامو سره به حساب پرې کېده، یا به هغوی محاسبه کېدل. دا بحران په داسې بڼه و چې مسلمانانو پر نظامي ځواکونو په منګولې لګولو سره د دولت پر وړاندې راپورته شول او حکام د دغه حرکت په چوپ کولو بوخت شول. ځینې وخت به بریالي کېدل او ځینې وخت به مغلوب وو. په داخل کې د دولت د ځواکونو هڅې وپاشل شوې او په سرحدونو کې د دښمنانو پر وړاندې یې د مبارزې وس نه درلود.

شپږم لامل: وچ فکر هم یادولی شو چې پر مسلمانو علماوو د یوناني فلسفې او فارسي کتابونو په ژباړلو سره واکمن شو. وروسته علما پر داسې مسایلو په بحث کولو بوخت شول چې هېڅ ګټه یې نه درلوده. په پایله کې د علماو مخالفین په ناپوهۍ، د علم په لږوالي او احیانا کفر او له اسلام څخه په وتلو ته نسبت ورکول کېده. دا کار پخپل وار د ګواښوونکي وچ فکر لامل شو او هغه دا چې علماوو په اتفاق سره د اجتهاد دروازه وتړله او د هغو علماوو پر اجتهادونو یې بسنه وکړه چې په غوره پېړۍ کې اوسېدل. د هغو له پایلو څخه د امت خطرناک مخالفت ته اشاره کولی شو چې په اسلامي او غربي نړۍ کې له ټولیز پرمختګ سره پر یوځای کېدو ونه توانېږي او امت نه پوهېده چې د دغو ټولو ناخوالو پر وړاندې څه ډول مقاومت او درېدنه وکړي. 

اووم لامل: د واکمنو له خوا د یو عالم له اجتهادونو څخه د رعیت تلقید ته اړ کول، لکه: د ایوبیان په واسطه د امام شافعي له اجتهادونو څخه تقلید ته د خلکو اړ کول او احناف مذهب ته د عثمانیانو له خوا د هغوی اړ کېدل چې دا بهیر په ټولیز ډول د وچ فقهیي حرکت لامل شو.

اتم لامل: همدارنګه اسلامي خارو ته د غربي ښکېلاکګرو د سفارتونو راتګ هم یادولی شو. د دغو سفارتونو اصلي کار جاسوسي او په مسلمانانو کې د کمزورو ټکو رامنځته کېدل وو. تر هغه وروسته په اسلامي خاورو کې په بېلابېلو نومونو سازمانونه، بنسټونه او ټولنې رامنځته شوې او د مسلمانانو په عام ژوند کې یې لاسووهنه وکړه. د اسلامي دین په تړاو په مسلمانانو د شک او تردید رامنځته کېدل د هغوی اصلي دندې وې او دې موخې ته د رسېدو لپاره یې ځینې مسلمانان پخپلو ادارو کې په دندو ګمارل او په تدریجي ډول یې هغوی ته خپل افکار رسول. (جاسوسۍ او د جاسوسۍ پنځم ستون)

نهم لامل: د علم او زده کړو په هدف غرب پوهنتونو ته د هغو مسلمانانو د زامنو استول چې مبدایي نه وو او له فکري، فقهیي او عقیدتي پلوه یې چمتوالی نه درلود. هغوی د همدې کمزورۍ په دلیل د غرب له افکارو څخه اغېزمن شول او ذوب شول. د غرب ټول ناوړه ارزښتونه یې د ځینو حکامو په مرسته، لکه د مصر د والي محمد علي او د عثماني سلطان د متنفذینو په مرسته یې په تدریجي ډول اسلامي خاورو ته راوړل.

لسم لامل: په اسلامي خاورو کې د کفارو سفارت خونې او بنسټونه پر دې وتوانېدل چې په بریالیتوب سره د مسلمانو بچیانو په ذهنونو کې د قومپالنې مفکورې ځای پر ځای کړي او دا څه د دې لامل شول چې په امت کې د امت کېدو او ورورولۍ مفهوم له منځه ولاړ شي او هر یو د قومي اړیکو ټینګېدو او له دغو فکرونو څخه د دفاع په لټه کې شول. پایله یې دا شوه چې دوی سره وپاشل شي او یو قوم بل قوم د لفظي او ژبنیو اختلافونو په دلیل یو بل ته سپکاوی وکړي او سپک یې وګڼي.

د اسلامي امت دغه تیت پرک حالت د دې لامل شو چې کفار ګټه وکړي او د یوې عقیدې مسلمانان پخپلو کې سره وجنګېږي. په دې فکر چې د خپلو وروڼو په مقابل کې د جګړې له امله چې هر څه له کفارو څخه وغواړي، هغه تر لاسه کړي؛ خو څومره له واقعیته لېرې ګمان! ایا هغه کسان چې له الله سبحانه وتعالی سره پر خپلو کړو ژمنو عمل ونه کړي او درواغ ووایي، نو خلکو ته پخپل احمق نظر دوراغ نه شي ویلی؟!

د خلافت د نړېدو کورني عوامل تر هغه څه ډېر دي چې موږ یې په دې مقاله کې یادونه وکړه. هغه یوازنی لامل چې اسلامي دولت ۱۳۰۰ کاله دوام وکړ، د اسلامي عقیدې قوت و چې په مسلمانو بچیانو کې یې ریښه پیدا کړې وه. د دې عقیدې تخم اوس هم د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو له خوا په دومره ناوړه کړنو او دسیسو سره د الله سبحانه وتعالی په مرسته پر ځای پاتې دی او پاتې به شي. د اسلام دښمنان شپه او ورځ هڅه کوي چې اسلام تحریف کړي او مسلمانانو ته دا وښيي چې هغوی یوازې له هغو کالیو پرته چې نه وزن لري او نه ارزښت بل څه نه دي. که د هغوی له ژوند څخه لېرې شي، هېڅوک به یې یاد نه کړي او پر نشت به یې هېڅوک غمجن نه شي.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إؤِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنفِقُونَ أَمْوَٰلَهُمْ لِيَصُدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَىٰ جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ﴾ [انفال: 36]

 

 

ژباړه: کفار خپل لګښتونه کوي چې خلک د الله سبحانه وتعالی له لارې څخه وګرځوي. هغوی خپل مالونه مصرفوي، خو وروسته به پېښمانه شي او ماتې به وخوري. له شک پرته چې ټول کفار به دوزخ ته ځي او هلته به اچول کېږي.

موږ تر اوسه د ثاني خلافت د تاسیس لپاره د مسلمانو د عقیدې په قوت او نصرت باور لرو چې ډېر ژر به د مسلمانانو او غیر مسلمانو ژوند وژغورل شي او هغه کسان چې د چټلې پانګوالۍ تر چتر لاندې دي، هغوی به هم له ځان سره ولېږدوي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ ءَامَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّٰلِحَٰتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِى الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِى ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِى لَا يُشْرِكُونَ بِى شَيْءًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَٰسِقُونَ﴾ [نور: 55]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی له تاسو څخه هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی او غوره کارونه یې ترسره کړي دي، ژمنه ورکړې چې هغوی به په ځمکه کې د پخوانیو ځای ناستې کړي، څو هغوی ته د ظالمانو له ظلم څخه تر خلاصون وروسته عدل ور په برخه کړي. په همغه بڼه چې پخوانیو ته یې خلافت ورکړی و. هغه دین چې د هغوی لپاره یې خوښ کړی، پر ځای به پاتې شي او ریښې به یې وغځېږي.  د هغوی ډار به په امن او امنیت بدلوي، په داسې بڼه چې یوازې به د الله سبحانه وتعالی عبادت کوي او له هغه سبحانه وتعالی سره به څوک نه شریکوي. هغه کسان چې تر هغه وروسته کافران شي، هغوی فاسقان دي.

و آخر دعوانا الحمد لله رب العالمین، پروردګاره! د اسلامي امت کار ته وده ورکړې...!

أقیموا الخلافة#

Return The Khilafah#

YenidenHilafat#

#خلافت – کو – قائم – کرو

خلافت تاسیس کړئ

لیکوال: ازاد محمد ـ ولایه عراق

ژباړن: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې