دوشنبه, ۲۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بدیل څه دي!؟
بسم الله الرحمن الرحيم
بدیل څه دي!؟

هغه پوښتنه چې ډېره یې اوروو؛ کله چې په اسلامي خاورو کې د کومې قضیې او ستونزې خبره مطرح کېږي، نو پوښتنه کوونکی د هغو حلارو بدیل غواړي، چې له اسلام څخه اخیستل شوي دي (ځکه د اسلام احکام معطل دي)

په پیل کې باید ووایم چې موږ د الله سبانه وتعالی په فضل او مهربانۍ سره مسلمانان یو او هغه سبحانه وتعالی موږ پیداکړي یو، چې بنده یې واوسو. دا چې موږ یې بنده ګان یو، نو هغه تعالی هغه ذات دی چې زموږ د هرې ستونزې لپاره د حل لار وړاندې کوي او موږ خپلې د حل لارې یوازې د هغه تعالی له دین او شریعت څخه اخلو.

﴿وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْراً أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالاً مُّبِيناً﴾ [احزاب: 36]

ژباړه: هېڅ مومن او مومنه دا حق نه لري، چې کله الله تعالی او د هغه رسول د کومې مسئلې پرېکړه کړي وي او دی یې مخالفت وکړي، باید پرېکړه یې د الله تعالی او د هغه د رسول د پرېکړې تابع وي او څوک چې د الله تعالی او د هغه له رسول څخه سرغړوای وکړي په ښکاره ګمراهۍ کې وغورځېد.

په همدې دلیل زموږ لپاره پخپله خوښه د شرعي او عقلي حلارو تر منځ د ټاکلو اجازه نشته، داسې نه چې د حلارو په اخیستلو کې له خپل فکر او شریعت سره مخالفت وکړو. د یادولو ده چې الله سبحانه وتعالی پر موږ د داسې دولت تر سیوري لاندې ژوند کول فرض کړي، چې اسلامي احکام پلي کړي او د کفري نظامونو تر چتر لاندې ژوند یې پر موږ حرام ګرځولی او همدارنګه الله تعالی احکام او حلارې په اسلامي دولت پورې تړلي دي. الله تعالی دا پر موږ فرض ګرځولي، چې که اسلامي دولت نه و (لکه اوسمهال) بیا یې تاسیس کړو او په خپل ژوند کې د کفري نظامونو او سیسټمونو پلي کولو ته اجازه ورنکړو.

کله چې اسلامي دولت له منځه ولاړ، نو طبیعي ده چې هغه نظامونه به پر موږ حاکم کېږي، چې د نفس د هوا پر اساس جوړ شوي او له اسلام سره په مخالفت کې دي. دغه راز ستونزې او قضیې به د هغه څه پر اساس حل او فصل کېږي، چې له اسلام او د اسلام له احکامو سره په ټکر کې دي. کله چې په اسلامي خاورو کې حاکم دولتونه په غرب پورې تړلي او د هغوی مزدوران وي، نو له شک پرته چې په ټولو سیاسي او اقتصادي حلارو کې به له هغه غرب څخه حلارې اخیستل کېږي، چې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې یې زړونه له کینو ډک دي. دغه راز کله چې ټولې قضیې او حلارې د اسلامي دولت په شتون پورې تړلي او اسلامي دولت هم نشته، نو په داسې حال کې زموږ ټولې ستونزې او حلارې ځينې وخت له حلارې پرته او کله هم د غرب له هغو تپل شوو حلارو سره مخ دي، چې زموږ له دین او شریعت سره په ټکر کې دي او په ورته وخت کې د جنایت کوونکي او ظالم غرب په خدمت کې دي.

وروسته له دې چې ښکېلاکګر دولتونه د اسلامي دولت په له منځه وړلو او ټوټه ټوټه کولو کې بریالي شول، د مسلمانانو د ژوند ټولو برخو کې یې د نقشو پر رسمولو پیل وکړ او کله یې چې واحده خاوره تجزیه کړه، د فلسطین مبارکه خاوره یې یهودو ته وسپارله، څو هلته د خپل ځان لپاره دولت جوړ کړي او وروسته یې له دغه ښکېلاکګر  دولت سره د تعامل خط سیر رسم کړ، چې وروستی ګام یې یهودو ته د فلسطین خاورې په ورپرېښودو کې نرمښت او د چټل رژیم پر قوانینو اعتراف و. ښکېلاکګرو دولتونو هڅه وکړه، څو د فلسطین قضیه یوازې د هغه ځای په اوسېدونکو پورې وتړي او له اسلامي امت سره یې اړیکه ختمه کړي. همدارنګه وروسته یې دغه قضیه د ښکېلاکګرو پر وړاندې له پوځي مبارزې څخه یوې سوله ییزې مبارزې ته ولېږداوه او هغه یې د نړیوالو ظالمو سازمانونو په کنده کې ورواچوله، څو یې په اړه رایه اچونه وکړي او ترې تېر شي. وروسته یې د خپل لید پر اساس رسم شوې سناریو د ځینو خلکو د منلو وړ وګرځوله او هغه څه یې چې رسم کړي و، ځینو ښکېلاکګرو دولتونو د هغو پر اساس ګام واخیست او ویل به یې چې د فلسطین په قضیه کې ښکېل کېدل حرام او بې‌ګټې دي.

برعکس کله چې د فلسطین د یوې لوېشتې خاورې د اشغال د حرمت خبره کېږي او همدارنګه د غرب او ښکېلاکګرو دولتونو له لوري د نقشو او پرېکړو نارواتوب یادیږي، له بده مرغه د امت داسې بچیان به ووینې چې نیوکه کوي او وایي چې بدیل څه دي؟ د نظام او قانون جوړونې مجلس ایجاد یو له هغو مواردو دی، چې ښکېلاکګرو د فلسطین د قضیې په اړه رسم کړی، تر څو نظام او پارلمان د فلسطینیانو پر وړاندې ودریږي، چې په دغه نظام او پارلمان کې ګډون حرام دی او همدارنګه بیا زموږ له منځه خلک راپورته کېږي او پوښتي چې بدیل څه دي؟

زموږ په خاورو کې د کفارو له نقشو څخه یوه هم د سودي بانکونو جوړول دي، که څه هم د سود چټلیو ټول مسلمانان ککړ کړي  او کله چې د سود د ګناه خبره وشي، له بده مرغه زموږ له منځه داسې کسان راپورته شي او د نیوکې په توګه پوښتنه کوي، چې بدیل یې کوم دی؟

 اسلام د ژوند د ټولو چارو لپاره دی او د ژوند ټولو ستونزو او نویو رامنځ ته شویو قضیو لپاره حلارې لري. باید ټولې حلارې زموږ له خپل فکر څخه وي او هر کله چې دغه حلارې زموږ له ژوند څخه لیرې شوې، بېرته رامنځ ته کول یې پر موږ لازم دي او په دې دلیل پر غیر اسلامي حلارو عمل کول جواز نه لري، چې بدیل یې نشته. ځینې دوعوتګران، پیروان او د واقعیت پالنې پر لور روان کسان دا خبره توجه کوي او ځان پاک بولي. نو دا یوه لویه ګناه ده، چې یو مسلمان د فوري حلارې د بدیل د نشت په صورت کې، پر غیر اسلامي حلاره عمل وکړي.  

جالبه دا داه، چې دا څه ډول مسلمان دی چې د الله سبحانه وتعالی پر وحدانیت او حقانیت شهادت ورکوي او بدیل له حرامو او منکر څخه اخلي، په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی تر ټولو غوره  او ستر قانون او احکامو رانازل کړي دي؟ او هغه احکام او قوانین اصل دي او له هغې پرته باطل.

د «بدیل څه دی؟» پوښتنې طرحه یوه ناوړه طرحه ده، چې د یوه مسلمان له خولې یې راوتل مناسب نه دي او حق په هماغو حلارو ټيکاو دی، چې اسلام راوړي او د هغه خلافت دولت بیا تاسیسولو هڅه ده، چې د اسلامي امت د ټولو قضیو لپاره عملي حلارې لري؛ هغه خلافت چې ژوند او روښنایي ده او د امت ټولې قضیې پکې راټولیږي. نو له موږ څخه غواړي چې د نبوت پر منهج د خلافت دولت د بیا راګرځېدو لپاره له ټولو غوره ارزښتونه نندارې ته وړاندې کړو.

لیکوال: استاد عطیة الجبارین ـ د فلسطین مبارکه خاوره

ژباړن: حبیب الله حبیب

 

 

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې