پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د دې لپاره چې زموږ ځورېدنه او سپکاوی پایته ورسېږي، ډیموکراسي له منځه یوسئ او خلافت دولت تاسیس کړئ
بسم الله الرحمن الرحيم
د دې لپاره چې زموږ ځورېدنه او سپکاوی پایته ورسېږي، ډیموکراسي له منځه یوسئ او خلافت دولت تاسیس کړئ

اې د پاکستان مسلمانانو!

موږ په داسې وخت کې پر تاسو غږ کوو چې سیاسي حزبونه پر موږ د واکمنۍ لپاره په اوسني سیسټم کې یو له بل سره سیالي کوي. نو پر همدغه اساس، د بل اتحاد او ایتلاف رامنځته کېدو پایله به یا بل ناسم حالت ته ګرځېدل وي، چې په هغه صورت کې به موږ هر څه له لاسه ورکړو.

د پالیسۍ او قوانینو اوسنی سیسټم زموږ د چارو په ترسره کولو او پوره کولو کې بې وسه دی او داسې چوکاټ نه دی پاتې چې اصلاحات رامنځته کړي او یا دا څه سم کړي. په تېرو ۲۰کلونو او د مشرف په دوره کې چې په هر شرط پر موږ د سیاسي حزبونو له خوا هر ډول تګلاره پلې شوه او موږ یې شاهدان وو؛ د دې لپاره وو چې د خپل حزب او ښکېلاکګرو باور خوندي شي.

د بشر په لاس جوړ شوی سیسټم او نظام نه منونکی دی، ځکه دغه قوانین او تګلارې د واکمنانو د غوښتنو او هوسونو اړوند منل شوې او د استازو له خوا ټاکل شوې دي. د یو سیسټم په توګه د سېکولریزم ځای پر ځای کېدل له سیاسي چارو څخه زموږ د دین بېلېدو لامل کېږي. سیاسي ډلې اجازه لري چې قوانین او هغه تګلارې اداره کړي چې دوی یې غوښتنه کوي، دا د دې لپاره چې دوی او د هغوی بهرني ملګري د هېواد له پانګې او قدرت څخه پوره ګټه واخلي.

اې د پاکستان مسلمانانو!

د پرلپسې سیاستونو پر دوام چې موږ یې په تېرو ۲۰کلونو کې شاهدان وو، دا معلومه شوې چې اختلافونه به هېڅکله د پیسو د نړیوال صندوق، د «ایف، اې، ټي، ایف» په ګډون د ښکېلاکګرو غوښتنې او یا نور نړیوال قوانین رد نه کړي. په دغو ټولو لاریونونو کې د ښکېلاکګرو د باور ساتل او خوندي کول د سیاسي ډلو لپاره سره کرښه دي.

په هر ډول شرایطو کې کله چې واکمنان او مخالفین د ښکېلاکګرو باورونه خوندي کوي، ورته دریځ لري. دوی ټول پر دې پوهېږي چې واک ته به هغه وخت رسېږي چې دوی بهرنیانو ته خدمت وکړي، هغه که په اقتصاد او یا امنیتي برخه کې وي.

پر همدغه اساس، په تېرو شلو کلونو کې چې موږ په اقتصادي برخه کې د هر څه شاهدان وو، سیاسي ډلو د ښکېلاکګرو کفارو قوانین پلي کول، چې د پیسو د نړیوال صندوق له لوري وضع شوي او پر موږ یې لوږه، بېوزلي او نورې ستونزې راتپلې دي.

د الله سبحانه وتعالی له خوا له نازلو شوو پرته پر نور څه حکم کولو سره سیاسي ډلې په لوی لاس د پاکستان هېواد د بېوزله کولو لپاره هڅې کوي، هغه هېواد چې الله سبحانه وتعالی ښه نعمتونه او پانګه ورکړې ده. په دې شتمنۍ کې کانونه، انرژي، کرنه، ښه اوبه او هوا، ځوانه انرژي، هوښیار او زحمت ګالونکی نفوس.

په تېرو شلو کلونو کې په پاکستان کې سیاسي ډلو او واکمن حکومت له پنټاګون څخه په پیرۍ سره زموږ امنیت خورا کمزری کړی دی. د مشرف له وخته بیا تر اوسه سیاسي ډلو د هندوستان له خوا د کشمیر  اشغال همداسې خوشی کړی او د هغه جهاد مخنیوی کوي چې الله سبحانه وتعالی یې امر کړی دی.

دوی ټولو د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد کول د یو خیانت په توګه محکم کړل او ټول هغه کسان زنداني کوي چې په دې لاره کې خپل فرضي مسولیت پر ځای کوي. د سیاسي ډلو د کمزورۍ له امله د هندوستان حکومت نور هم زړه پیدا کړی او خپله لاسووهنه یې نوره هم ډېره کړې ده، په داسې کچه چې د پاکستان هر ځای ته رسېدلی شي. د الله سبحانه وتعالی په نافرمانۍ سره ټولو سیاسي حزبونه او ډلې د اسلامي پوځونو او خلکو په سپکاوي کې رول لوبولي.

اې د پاکستان مسلمانانو!

الله سبحانه وتعالی خبرداری ورکړی او فرمایلي یې دي:

(وَأَنْ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ وَلاَ تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ) [مایده: ۵۹]

ژباړه: بل فرمان دا چې، څه چې د الله سبحانه وتعالی له لوري نازل شوي، پر هغه حکم وکړه او د هغوی د نظرونو او رایو پیروي مه کوه. خبردار اوسه، کېدایشي دوی تاسو له هغې لارې څخه منحرف کړي چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي دي.

کله چې موږ اوسني واکمنان لرو چې زموږ له دین پرته نور څه پر موږ پلي کوي، دا ځورېدنه او سپکاوی به همداسې دوام کوي. موږ باید د ښکېلاکګر کفر له قوانینو څخه ځانونه وژغورو. همدارنګه موږ باید ټاکنې شاته وغورځوو او داسې حکام خپل واکمنان وټاکو چې د الله سبحانه وتعالی له خوا نازل شوي پر موږ پلي کړي. دا چې موږ ټول د بدلون غوښتونکي یو، باید له حزب التحریر سره یوځای شو او د نبوت پر تګلاره د خلافت دولت د بیا تاسیس لپاره جدي هڅې وکړو.

اې د پاکستان مسلمانو پوځونو!

له اوسني سپکاوي او ځورېدنې څخه د خلکو د خلاصون او ساتنې لپاره د شیخ عطا بن خلیل ابورشته په رهبرۍ حزب التحریر ته له نصرت ورکولو پرته بل څه نشته چې دا ستونزې پایته ورسوي او یو ځل بیا اسلام د ژوند لارې، حکومت او دولت په توګه رامنځته شي. هغه وخت به اسلامي امت بیرته په امن کې شي، د امن له حق څخه به برخمن شي او په لودیځ او ختیځ کې به یې سپکاوی پایته ورسېږي. 

داسې خلیفه ته نصرت وکړئ چې د امت تر ټولو سترې اقتصادي سرچیني متحدې او راټولې کړي، دا خلیفه چې یو ځل بیا د بشریت سپکاوی لېرې کړي، څنګه چې مخکې وو. ابوبکر صدیق رضی الله عنه د «حیره» ځمکو د فتحې په وخت کې نامسلمانو ته اعلان وکړ چې د دولت حزانه به د هغوی اړتیاوې پوره کړي.

د عمر بن عبدالعزیز د خلافت په وخت کې د پوروړو پورونه وبښل شول، مجردانو ته یې ودونه وکړل او په نامسلمانو کې کمزورو کسانو ته جزبه ورکول یې نیمایي کړل.

عثماني خلافت د بایزید ثاني په وخت کې نوموړي پر یهودیانو بندیزونه لېرې کړل، چې د اسپانیا د بادشاه فریدناد له ځورېدنې تښتېدلي وو. د عبدالمجید د خلافت په وخت کې نوموړي هغو ایرلنډیانو ته لس زره پونډه ور ولېږل چې له سختې لوږې سره مخ وو، په داسې حال کې «ملکي ویکټوریا» یې د کمېدو غوښتنه کړې وه او هغې یوازې دوه زره پونډه ور لېږل. نو په تاسو کې به څوک د خلافت بیا راتګ ته اوږې ورکړي او له کپېټلېست اقتصاد څخه به بشر وژغوري؟

هغه خلیفه ته نصرت ورکړئ چې په نړۍ چې به میلیونونه اسلامي اردو تر یو چتر لاندې سره راټوله کړي، د هغوی امنیت به خوندي او له ظالمانو څخه به یې وژغوري. دا د خلافت تاریخي دوره وه چې اوسنۍ اشغال شوې سیمې به ټولې خپلواکې وې. 

دا د خلافت دولت برکت و چې پوځونه د ظالمانو د له منځه وړلو لپاره سره یوځای شوي وو. هغې ډلې ته لاره پاکه کړئ، څو اسلام خپور کړي. د خلافت تر ړنګېدو وروسته ښکېلاکګرو ټول قوانین په ډېرې اسانۍ سره تر پښو لاندې کړي، هغه که د «بوش» له خوا د افغانستان اشغال و او که د «پوتین» له خوا پر اوکراین برید. نو په تاسو کې به څوک داسې پیدا شي چې د کفارو دغه خنډونه به له منځه یوسي او اسلام به یو ځل بیا په دعوت او جهاد سره تضمن کړي او دښمنان به ښه وځپي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ) [روم: ۴-۵]

ژباړه: هغه ورځ چې مومنان به خوشحاله شي. د الله سبحانه وتعالی په مرسته به د ظالمان له شر څخه د خلاصون له امله هم خوشحاله شي او الله سبحانه وتعالی له هغه چا سره مرسته کوي چې مرسته یې وغواړي. الله سبحانه وتعالی ځواکمن او ډېر مهربانه دي.

حزب التحریر ـ ولایه پاکستان

ژباړه: بهیر «ویاړ»

#ReturnTheKhilafah  #YenidenHilafet
 #الخلافة_101 #أقيموا_الخلافة  

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې