جمعه, ۲۳ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د مسجدالاقصی او قدس یهودي کولو طرحه؛ د مسلمانانو مسوولیت څه دی!؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د مسجدالاقصی او قدس یهودي کولو طرحه؛ د مسلمانانو مسوولیت څه دی!؟

(لومړۍ برخه)

مسجدالاقصی د عثماني خلافت له سقوط وروسته تل د غربي صهیونیستانو له ګډو طرحو او پروګرامونو سره مخ دی، چې موخه یې د فلسطین نیول او په دغه برکتناکه خاوره کې د یهودیانو ځای پرځای کول دي. د خلافت له سقوط وروسته یادو طرحو زور واخیست، چې یوه برخه یې په ۱۹۴۸م او نورې یې په ۱۹۶۷م کلونو کې د عملي کولو ډګر ته راووتې. دغه برید او اشغال د دې لپاره مقدمه وه چې جنایت کوونکي صهیونیستان خپلو موخو ته نږدې او پر فلسطین واکمن شي. دغه راز په دې سره د یهودیت د ناسمو او تحریف شويو باورونو پر اساس د فلسطین د یهودي کول لپاره خپلې طرحې او پلانونه عملي کړي. ایا دغه له جنایته ډکې هڅې، پروګرامونه او نقشې به د مسجدالاقصی او درېیم حرمین پر وړاندې څه پایله ولري؟ د دغو جنایتونو او طرحو پر وړاندې د مسلمانانو مسوولیت څه دی!؟

یادې پوښتنې ته د ځواب لپاره غواړم موضوع له څو اړخونو وڅېړم:

  1. په اسلامي عقیده کې د مسجدالاقصی او د هغه د چاپېریال مقام
  2. د مسجدالاقصی د لومړۍ فتحې زیری
  3. پر بیت المقدس او د هغه پر چاپېریال د صلیبیانو او مغولو بریدونه
  4. د عثماني خلافت پر مهال د فلسطین د نیولو لپاره د صهیونیستانو لېوالتیاوې
  5. د خلافت له سقوط وروسته د انګلیس په دوران کې د فلسطین پر وړاندې غربي او صهیونیستي توطیې
  6. د انګلیس له واکمنېدو وروسته د یهودانو د دسیسو دوام او د فلسطین نیول
  7. پر فلسطین د پرلپسې توطیو پر وړاندې د مسلمانو حکامو دریځ
  8. د فلسطین د یهودي کولو او مسلمانانو ته د یهودي رژيم د ښه ښودلو په برخه کې د غرب او یهودیانو د هڅو ناکامي
  9. اقصی تل د تحول د پیل ټکی و او اوسمهال یې ازادي د مسلمانانو مسوولیت او مکلفیت دی.
  10. اقصی او مبارکه خاوره به یې ډېر ژر د خلافت تر سیوري لاندې راشي. (انشاءالله)

وړاندې تر دې چې د مسجد الاقصی د دریځ، پر وړاندې یې د تاریخ په اوږدو کې د سیسو او اوسمهال د یاد مسجد په تړاو د اسلامي امت د مسوولیت او مکلفیت په اړه خبرې وکړو، باید ووایم چې الله سبحانه وتعالی دغه امت غوره امت ګرځولی او فرمایلي یې دي:

﴿كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ﴾ [آل عمران: 110]

ژباړه: اوس په نړۍ کې هغه غوره ډله تاسو یاست چې د انسانانو د لارښوونې او اصلاح لپاره ټاکل شوی یاست، تاسو په نېکۍ امر کوئ او له بدیو منع او پر الله سبحانه وتعالی ایمان لرئ.

همدارنګه الله سبحانه وتعالی د قیامت تر ورځې د اسلامي امت نصرت پر خپله غاړه اخیستی دی، سره له دې چې ځینې تېروتنې کېږي، خو وروسته توبه باسي او پښېمانه کېږي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿اِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَ الَّذِينَ ءَامَنُوا فِى الْحَيَوٰةِ الدُّنْيَا وَ يَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَٰدُ﴾ [غافر: 51]

ژباړه: باور ولرئ چې موږ په دې دنیا کې هم د خپلو پیغمبرانو او مؤمنانو مرسته هرو مرو کوو او په هغه ورځ به یې هم وکړو چې کله شاهدان ولاړ وي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه امت د ستاینې په اړه فرمایلي دي:

«بَشِّر هَذِهِ الأمّةِ بِالسَّناءِ، وَالتَمکِینِ فِی البِلادِ، وَالنصرِ وَالرِّفعةَ فِی الدّینِ وَ مَن عَمِلَ مِنهُم بِعَملِ الآخِرَةِ لِلدُّنیَا، فَلَیسَ لَهُ فِی الآخِرَةِ نَصِیبٌ»

ژباړه: دغه امت ته د سرلوړۍ، پر هېوادونو د واکمنۍ، د دین په برخه کې د نصرت او سرلوړۍ زیری ورکړه! نو هر هغه څوک چې اخروي عمل د دنیا د تر لاسه کولو لپاره وکړي، په اخرت کې هېڅ ګټه نه ورته لري.

دغه راز فرمایلي یې دي:

«لَا تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي ظَاهِرِينَ عَلَى الْحَقِّ لَا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَذَلَهُمْ حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللَّهِ وَهُمْ كَذَلِكَ...»

ژباړه: تل او په دوامداره توګه د امت په منځ کې داسې ډله شته چې د حق ملاتړې ده او هغو کسانو چې دغه ډله پرېيښې او د ماتې پر لور یې بېولې، هغوی نه شي کولی دغې ډلې ته زیان ورسوي او هغوی به تر قیامته په همدې ډول وي.

ویې ویل یا رسول الله هغوی چېرته دي؟ ویې فرمایل: «په بیت المقدس او چاپېریال کې یې.» طبراني روایت کړی او هیثمي په مجمع الزواید کې ویلي چې خلک یې رښتیني دي. نو اسلامي امت پاک، اصیل او مبدا لرونکی امت دی، کله چې لږ ستونزې هم پکې راپیداشي، بېرته ډېر ژر ځان ترې پاکوي. دغه راز ځینې وختونه له ښکېلاک سره مخ وي، خو بېرته ډېر ژر قیام کوي او په پښو درېږي، یرغلګر شړي او بېرته ځان خپل موقف ته رسوي. دا یې د نورو قومونو په پرتله یوه ځانګړنه ده، ځکه کله چې نور قومونه وځپل شي، بېرته د راپورته کېدو او قیام توان نه لري. لکه د مصر فراعنه، رومیان، یونانیان او داسې نور پخواني تمدنونه.

خو د دغه امت ځانګړنه دا ده چې د ځمکې پر مخ د خپل رب هغه دین لېږدوي چې اصل او فرع یې ثابت دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي: 

 

﴿أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَ فَرْعُهَا فِى السَّمَاءِ﴾ [ابراهیم: 24]

ژباړه: ایا نه مو دي لیدلي چې الله سبحانه وتعالی «طیبه کلمه» او سپېڅلې وینا له سپېڅلې ونې سره تشبیه کړې چې ریښې یې په ځمکه کې ټینګې او څانګې یعنې شاخونه یې په اسمان کې دي.

اسلامي امت په تېرو شلو کلونو کې په ډېرو کمو او ابتدایي امکاناتو په مډرنو وسلو سمبال یرغلګرو پر وړاندې جګړه وکړه او بری یې تر لاسه کړ. د دغه بري ستر دلیل یوه اساسي او له نورو سره په توپیر کې مبدأ ده، چې د نړۍ پر ټولو دینونو او ایډیولوژيو غوره والی لري.

دا مبدأ اسلام او له خپل خالق سره یې د مخلوق اړیکه ده، یعنې هغه مبدأ چې امت یې پخپلو فتوحاتو کې له ځانه سره لېږدوي، خلک یې مني، ایمان پرې راوړي او ارامتیا ورسره پیداکوي. دغه راز د فاتحینو ملاتړ کوي، څو نوې فتحې تر لاسه شي.    

د مسجدالاقصی او قدس مبارکې خاورې موقف دومره لوړ دی چې الله سبحانه وتعالی د قرانکریم یو سورت په هغه نومولی او پیل کړی دی. د سورت د نومول کېدو لامل له مسجدالاحرام څخه د مسجدالاقصی پر لور د رسول الله صلی الله علیه وسلم سفر یاد شوی، چې د دعوت د تاریخ په سخت پړاو کې شوی. په دغه سفر سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم زړه ارام شي او همدارنګه په راتلونکي کې د اسلامي دولت د تاسیس، د فتحې او اسلام د لېږدلپاره یو زیری شي. مسجدالاقصی یو ځانګړی تاریخ او موقعیت درلود چې یوه لوی زیري ته نږدې و. همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم یاد سفر د یوه لوی زیري په مانا دی. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو په ژمنو کې د اسلامي دولت د تاسیس زیری دی، چې دغه دولت به بیا مسجدالاقصی فتح کوي.

د مسجدالاقصی د فتحې زیری د اسلامي امت د عقیدې یوه برخه ده او د قیامت تر ورځې به ورسره وي. نو دغه فتحه یوازې د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو ته نه ده وقف شوې، بلکې د قیامت تر ورځې به دوام وکړي. دا په دې مانا ده چې کله اقصی د کفارو لاس ته ولوېږي او د مسلمانانو له واک څخه ووځي، نو مسلمانان به یې د بیا ازادولو لپاره په قوي عزم سره راپورته کېږي، ازادوي به یې او خپل هغه موقف ته به یې رسوي چې الله تعالی ورکړی دی. دا هغه څه دي چې د صلیبیانو، مغولو او بیا د صلیبیانو په وخت کې وشول او همدارنګه دا هغه څه دي چې په نږدې راتلونکي کې به چې د یهودو تر برید لاندې راغلی، یو ځل بیا تکرار شي.

د مسجدالاقصی لومړۍ فتحه د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په وخت کې وشوه چې په دغه فتحه کې غوره صحابه کرامو حضور درلود. لکه: ابوعبیده بن جراح، شرحبیل بن حسنه، عمرو بن العاص او خالد بن ولید، چې په پایله کې یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وصیت سره سم د اسامه له لښکر سره مرسته وشوه او وروسته کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات مخکې د خپلې وروستۍ ناروغۍ په بستر پروت و، نو  حضرت عمر فاروق رضی الله عنه له مدینې منورې څخه د دغه مسجد او چاپېریال په خاطر او همدارنګه د قدس د کلیانو د تر لاسه کولو لپاره راغی او دا مسجد په بشپړه ډول ازاد شو؛ څرنګه چې د کعبې بیت العتیق د شرک له بتانو، چټلیو او نصرانیانو له خرافاتو څخه پاک شوی و.

لیکوال: حمد طیب

ژباړن: حبیب الله حبیب

 

Last modified onدوشنبه, 13 جون 2022

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې