دوشنبه, ۲۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اردوغان...  د فلسطین له نامه څخه د یهودانو تر هیلې!
بسم الله الرحمن الرحيم
اردوغان... د فلسطین له نامه څخه د یهودانو تر هیلې!

 مسلمانانو سیاستوال او حکام په ځانګړي ډول د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولود چااوش اوغلو له واقعیت څخه لرې په دروغو څرګندونو، چې حتا واقعیت یې هم دروغ ګڼي او د عامه رایې په منحرف کولو عادت شوي دي؛ لکه څنګه چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل: «په اسراییلو کې زموږ د سفیر شتون مهم دی، ترڅو خپل پیغامونه په مستقیمه بڼه «تل ابيب» ته ورسوو او دغه کار له فلسطین څخه د دفاع لپاره دی.» تر دې وړاندې د ترکیې «انادول» خبري اژانس د ۲۰۲۲م کال د اپرېل پر ۲۰مه د اردوغان څرګندونې خپرې کړې چې ویلي یې و: «له اسراییلو سره زموږ اړیکې د فلسطین له قضیې څخه د دفاع لپاره دي.» نوموړي دا څرګندونې د عدالت او پراختیا ګوند د پارلمان د استازو په غونډه کې وکړې. اردوغان همدارنګه وویل: «له فلسطین څخه د دفاع لاره دا ده، چې له اسراییلو سره اړیکې منطقي او منځلارې وي.» د ترکیې حکام له فلسطین او خلکو سره یې هېڅ خواخوږي نه لري او د دې خاورې له خلکو سره د خواخوږۍ په پلمه غواړي چې پر برخلیک یې سوداګري وکړي. دا تکراري دوکه پر دغه شریف امت او په ځانګړې توګه د فلسطین پر خلکو بې اغېزې شوې ده، لکه څنګه چې واقعیت هم د هغوی ادعاوې دروغ ګڼي. همدارنګه اردوغان وړاندې ویلي و: «د ترکیې او اسراییلو اړیکې د سیمې لپاره حیاتي ارزښت لري.» (سرچینه: د ترکیې خبري اژانس) اردوغان زیاته کړه: «په طبیعي پروسه کې د اسراییلو او ترکیې د اړیکو له بیا پیلولو سره مخالف نه یم.» دغې ادعا ته په اشارې سره نوموړي وویل: «د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو عادي کول د ټولې سیمې په ګټه دي.»

اردوغان د مسخه شوي یهودي رژیم نږدې ملګری دی، د فلسطین قضیه او د هغه د دروغو څرګندونې ډېر واټن لري. د فلسطین له قضیې څخه د ملاتړ په پلمه د اردوغان له هغو دروغو څرګندونو څخه چې نوموړی یې هر وخت مطرح کوي او مهارت پکې لري، یوازینۍ موخه د احساساتو پارول دي او بس. نوموړی د ترکیې د لومړي وزیر په توګه تر ټاکل کېدو درې کاله وروسته په ۲۰۰۵م کال اسراییلو ته لاړ او هلته یې د «تیودور هرتزل» پر قبر د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

د «ترک‌پرس» ویبپاڼې د اسراییلو د انرژۍ د وزیر «یووال اشتانیتز» څرګندونو ته په کتو دغو اړیکو ته اشاره کړې ده. اردوغان تل د فلسطین او اسلام په اړه غولوونکې څرګندونې کوي؛ خو له اشغالګرو سره بیا پیاوړې اقتصادي اړیکې لري. د ۲۰۱۶م کال د فبرورۍ پر ۲۷مه د خپاره شوي راپور پر اساس د اسراییلو د انرژۍ وزیر وایي: «په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۳م کلونو کې پر ځینو دیپلوماتیکو اختلافونو سربېره د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې اړیکې نه دي اغېزمنې شوې او په ۲۰۰۹ م کال کې د دواړو لوریو تر منځ د سوداګریزې تبادلې کچه دوه میلیارده، ۵۹۷میلیونه او ۱۶۳زره ډالرو ته رسېږي؛ په داسې حال کې چې پر یادو اختلافونو سربېره په ۲۰۱۴ م کال کې د دواړو لورو تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه پنځه میلیارده، ۸۳۲میلیونه او ۱۸۰زره ډالر وه.»  

اردوغان د سیمې نازک حالت ته په کتو د یهودیانو رژیم مهم او سیاسي ثبات درلودونکی هېواد بولي او کېدای شي چې د ترکیې او اسراییلو د سوداګریزې مصالحې کيلي د فلسطین په ګازو پورې اړه ولري، چې د دواړو لورو تر منځ د اړیکو مهم ملاتړی بلل کېږي. د هغې څېړنې پر اساس چې «دویچه وله» په انګلیسي ژبه ترسره کړې او د ۲۰۱۷م کال د ډیسمبر پر ۱۲مه یې خپره کړې، کولی شو دغه نظریه هلته ښه وګورو. د ترکیې د چارو کار پوه او په دغه هېواد کې د «هاینریش بل» موسسې مدیر «کریسټن بارکل» وایي: «اردوغان غواړي چې د ټرمپ او اسراییلو پر وړاندې خپل ځان د مسلمانانو الګو وښيي او په دې سره هڅه کوي چې له خپلو ژبنیو مهارتونو څخه په راتلونکو ټاکنو کې، چې ډېر ژر به ځان ورته نوماند کړي، ګټه واخلي.» بارکل زیاتوي: «ترکیه ۶۰سلنه ګاز له روسیې څخه واردوي، خو وروستیو حالاتو ته په پام سره هڅه کوي، چې یو نوی تامینوونکی د ځان لپاره پیدا کړي، چې هغه د اسراییلو دولت دی.» د ترکیې دولت لوړپوړی سلاکار پروفیسور کارهان په دې څېړنه کې وایي: «اقتصاد یوازې د اعدادو او شمېرو په ژبه پوهېږي او په تېرو څو کلونو کې اسراییلو ته د ترکیې صادرات تر ۲.۵میلیارده ډالرو اوښتي دي او همدارنګه د ودې په حال کې دي. دا په دې مانا ده چې د ترکیې لپاره په نړۍ کې د اسراییلو بازار تر ټولو مهم بازار بلل کېږي.»  

پر دې سربېره، «پورتال» نړیواله څېړنیزه ویبپاڼه چې د ترکیې د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت له لوري یې ملاتړ کېږي، د اردوغان او یهودو رژیم تر منځ د سوداګرۍ اړوند ټول موضوعات خپروي. د یادولو وړ ده چې د عدالت او پراختیا ګوند د حکومت پرمهال د ترکیې او هغه دولت (اسراییلو) تر منځ چې ادوغان یې «د اشغال او تروریزم دولت» بولي، د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه د تېر په پرتله څلور برابره شوې ده.

دغه واقعیت له راکړې ورکړې څخه ښه څرګنديږي، چې په ۲۰۰۲ م کال کې د ترکیې او یهودي رژیم تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه ۱.۳۹میلیارده ډالر وه، خو په ۲۰۱۴م کال کې ۵.۸۳ میلیارده ډالرو ته لوړه شوه. دغه کچه تر ۲۰۱۷م کال پورې د ډېرېدو په حال کې وه؛ یعنې تر هغه وخته چې اردوغان د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه تصمیم پر وړاندې توندې څرګندونې وکړې، چې په پر اساس یې قدس د اشغالګر دولت د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژاند. شمېرې څرګندوي چې د ترکیې او یهودي رژیم تر منځ اړیکې په دوامداره بڼه د پراخېدو په حال کې دي او له دغه وحشي صفته رژیم سره د ترکیې د وارداتو او صادراتو له اندازې څخه ښکاري، چې ترکیه د اردوغان په دوره کې د خپل حزب تر څارنې لاندې، د اشغالګرو د اقتصاد ملاتړ کوي. پر همدغه بنسټ، دې ته په پام سره چې ترکیه او یهودي رژیم هر کال لسګونه میلیارده ډالر راکړه ورکړه کوي، نو د دوی تر منځ د دښمنۍ ادعا سسته او غیر واقعي ښکاري. همدارنګه یهودي رژیم ته د ترکیې د صادراتو کچه هر کال له دوو میلیاردو ډالرو لوړه وه او په دې توګه ترکیه له دغه اشغالګر دولت سره د سوداګریزې راکړې ورکړې له مخې له امریکا، المان او چین سره په یوه کتار کې راځي.

په هغو شمېرو کې مو زیاتوالی نه دی کړی، چې د اشغالګر رژیم له اقتصاد څخه د ترکیې د ملاتړ اندازه ښيي؛ ځکه ترکیه په سیاسي او اقتصادي برخه کې له هغه رژیم څخه ملاتړ کوي، چې اردوغان یې په عربي او نړیوالو غونډو کې په ترهګرۍ تورنوي؛ مګر بل خوا بیا وینو چې د ترکیې اوسنی ولسمشر او د ترکیې خلکو او مسلمانانو ته د خیالي ژمنو ورکوونکی اردوغان او د نوموړي رژیم د هغو دولتونو د لېست په سر کې دی، چې له اقتصادي پلوه د دغه ناوړه رژیم ملاتړ کوي.

اردوغان د خپلو ویناوو برعکس کارونه کوي. نوموړی په فلسطین کې د یهودو ناوړه رژیم پیاوړی کوي، د ژوند وسایل ورته چمتو کوي او له مسلمانانو سره خیانت کوي. موږ اردوغان او د هغه په څېر نورو ته چې د یهودو د رژیم ملاتړ کوي، وایو چې دغه حالت به تل دوام ونه کړي، ځکه داسې توپان په لاره دی چې ستاسو کمزوری مېز او څوکۍ به مات کړي. دا توپان د نبوت پر تګلاره دویم راشده خلافت دی، چې ژر تر ژره به تاسیس شي، د یهودو د رژیم ریښې به له منځه یوسي او د اسراء او معراج خاوره به د هغوی له چټلیو څخه پاکه کړي؛ ترڅو د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه زیری په حقیقت بدل شي، چې فرمایلي یې دي:

«لَا تَقومُ السَّاعَۀ حَتَّی یُقَاتَلَ المُسلِمُونَ الیَهُودَ، فَیَقتُلُهُمُ المُسلِمُونَ حَتَّی یَختَبئَ الیَهُودِیُّ مِن وَرَاء الحَجَر وَ الشَّجَرُ، فَیَقُولُ الحَجَرُ أو الشَّجَرُ: یَا مِسلِمُ ی عَبدَ الله هَذَا یَهُودیٌّ خَلفِی، فَتَعَالَ فَاقتُلهُ، إلَّا الغَرقَدَ، فَإنَّهُ مِن شَجَرِ الیَهُودِ»

ژباړه: قیامت تر هغو پورې نه راځي، ترڅو چې مسلمانان له یهودانو سره ونه جنګېږي او مسلمانان به یهودیان وژني، تر دې چې یهودان به د تیږو او ونو تر شا پټېږي او هره ونه او تیږه به وایي: اې مسلمانه! اې د الله بنده! دغه یهودي زما تر شاه پټ دی، راشه ویې وژنه! خو د غرقد ونه به دا نه وایي، ځکه هغه د یهودو ونه ده.

سرچينه: الرايه مجله، (۴۱۰) ګڼه

لیکوال: استاد عبدالخالق عبدون علي

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې