یکشنبه, ۱۰ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د نصرت په اړه د الله سبحانه وتعالی زیري او ابتلا‌ءګانې!  (دویمه برخه)
بسم الله الرحمن الرحيم
د نصرت په اړه د الله سبحانه وتعالی زیري او ابتلا‌ءګانې! (دویمه برخه)

بېشکه نصرت پر صابرانو نازلېږي چې پر دې یقین او باور لري چې الله سبحانه وتعالی نصرت ورکوي. دغه باور یې د الله سبحانه وتعالی پر فتحو تل پر ځای پاتې وي او باور لري چې نصرت به یې په برخه شي. حتی که د څه وخت لپاره وهم ځنډېږي. دغه صابران هېڅ وخت د مصیبتونو پر وړاندې نه متزلزل کېږي، که هر څومره سخت هم وي.

هر څومره چې له سختو پېښو سره مخ شي، نه تسلیمېږي او له مبداء څخه تنازل نه کوي. حتی که مهمې او حیاتي ګټې یې هم زیانمنې شي، ځکه د هغوی حقیقي مصلحت او ګټې د الله سبحانه وتعالی رضایت ته په نږدې کېدو او د اسلام او شریعت د احکامو تر چتر لاندې په ژوند کولو پورې تړاو لري. دغه صابران د خپلې قضیې په اړه جوړجاړی نه کوي، حتی که د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو لپاره د ژوند له سختیو او ستونزو سره مخ او اړ هم شي.

هو، جوړجاړی نه کوي، که څه هم وسوسې یې ډېرې شي. پر دغو ټولو سربېره، د هغوی قدمونه ثابت پاتې کېږي، شپه او ورځ په ځان یوه کوي، تر څو پخپله برخلیک ټاکونکې قضیه کې بریالي شي او هغه دا چې بنده‌ګان د الله سبحانه وتعالی د شریعت او حکم د اقامې له لارې بنده‌ګۍ او عبادت ته راوګرځوي او داسې دولت تاسیس کړي چې د خپل دین بیرغ ورپوي! بېشکه چې دغه صابران او ثابت قدمي همغه زیري ورکوونکي، رښتیني او بریالي کېدونکي دي! پروردګاره! موږ د هغوی په ډله کې حساب کړه!

دا چې نن ورځ په ټوله نړۍ کې پر مسلمانانو د کافرانو ښکاره بریدونه وینو، زموږ زغم نه کموي! د مسلمانان حاکمان په ښکاره او له شرم پرته له هغوی سره مرسته کوي، تردې چې تصمیم یې ونیو چې د مسلمانانو او اسلام پر وړاندې د کافرانو په جګړه کې د کافرانو پلوي وکړي. دا د الله سبحانه وتعالی فضل دی چې صفونه بېل شوي دي، خو په دې جګړه کې پر مومنانو او مخلصینو مصیبتونه نور هم سختېږي!

په دغه پړاو کې ثبات او استقامت ته اړتیا نوره هم ډېرېږي، هغه ثبات چې تر دې وروسته د الله سبحانه وتعالی په غوښتنه نصرت او مبینه فتحه راځي. دلته یهودیان تل د فلسطین پر خلکو یرغلونه او له دوی سره دښمني نوره هم ډېروي، هره ورځ د ښارګوټو خلک اعلان کوي چې یهودیان پر مسجد القصی د برید لپاره هوډ لري، څو د اشغالګرو ځواکونو په ملاتړ خپلې ویناوې عملي کړي. خو وینو چې د مسلمانانو حکام په ښکاره په مصر، اردن، سوریه او ترکیه کې له هغوی سره همکاري کوي او د ال سعود رژیم خپلو کړنو ته مشروع رنګ ورکوي.

پر خشوع او خضوع سربېره، د سوډان او شام یو شمېر حکام، سرتېري او ملکي وګړي له هغوی سره پټو او ښکاره لیدنو ته دوام ورکوي، ډېری علما په دې اړه چوپ دي او یو شمېر نور بیا په ناوړه او غیر اخلاقي چلند سره له یهودانو او کافرانو سره د اړیکو عادي کولو ته خلک رابولي؛ چې په دې سره د دین په حرمت، وینې او ناموس سترګې پټوي.

 په داسې وخت کې چې د فلسطین په ګډون په ډېرو اسلامي خاورو کې هر څه ویجاړ لیدل کېږي او د هغو پېښو پر وړاندې چوپ پاتې کېدل چې په فلسطین کې پېښېږي، خو د اوکراین له جګړې سره د اسلامي خاورو د حکامو خواخوږي شریکول ریاکاري او نړیوال منافقت دي! همدغه مسئله د چین د اېغور مسلمانانو په اړه هم همداسې تکراېږې. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په راپور کې چې د ۲۰۲۲م کال د اګېسټ پر درېیمه خپور شوی، راغلي چې په چین کې «له بشري حقونو فاحشه سرغړونه» کېږي. په دغه راپور کې د چین له اېغور مسلمانانو سره چې کوم ظلمونه کېږي، د بشر ضد جنایتونه بلل شوي. (سرچینه: د ۲۰۲۲م کال د سپټمبر ۹مه الجزیره شبکه)

د ۲۰۱۸ م کال په اګېسټ میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون راپور ورکړ چې چین شاوخوا یو میلیون اېغور مسلمانان د ختیځ ترکستان په پوځي اډو کې ساتي. کله چې چین په ۱۹۴۹ م کال کې پر دغه سیمه واکمن شوی، له همغه وخته تر اوسه دغه کسان په «کمپونو» کې ساتل کېږي. تر دې کچې ظلم ورسره شوی چې ډېری کسان یې «په زور شنډ» کړي دي. د اسټرالیا د ستراتیژیک سیاست موسسې یو راپور خپور کړ چې په هغه کې یې اټکل کړی و چې شاوخوا ۱۶زره مسجدونه په ختیځ ترکستان کې ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي، چې ډېری یې په ۲۰۱۷ م کال کې د چین دولت د سیاست له کبله ویجاړ او یا هم زیانمن شوي دي.

د افسوس ځای دی چې په اسلامي خاورو کې ناپوه حکام اوس هم له اسلام سره په جګړه کې د اسلام د دښمنانو تر څنګ ولاړ او خپل د خوښې وړ کارونو ته وام ورکوي. د ۲۰۲۱ م کال د اکټوبر پر ۲۲مه ۶۲هېوادونو چې ډېری یې اسلامي او افریقایي هېوادونه وو، د اېغور مسلمانانو پر وړاندې د چین له کړنلارې څخه دفاع وکړه. په هغه بیانیه کې چې د ۶۲هېوادونو له خوا لاسلیک شوې، راغلي: «هغوی د ناسمو اطلاعاتو پر بنسټ په سیاسي انګېزو سره د چین پر وړاندې په بې بنسټه تورونو او د بشري حقونو په پلمه د چین په کورنیو چارو کې له لاسوهنې سره مخالف دي.» له ټولو هېوادونو څخه مصر، سعودي عربستان، پاکستان او المغرب د ملګرو ملتونو ټولو اصولو او موخو ته د دولتونو پر بشپړ ژمن پاتې کېدو او د بې طرفۍ پر ساتل کېدو ټینګار وکړ.

په دې کې شک نشته چې د اسلامي امت نننی واقعیت دردوونکی دی چې نور امتونه د نظام د نشت له امله، چې هغوی راټول او صفونه یې متحد کړي، بریدونه پرې کوي. پر همدغه اساس، د بدلون په موخه د داسې دولت رامنځته کېدل اړین دي چې له مسلمانانو څخه ملاتړ وکړي چې د دعوت لپاره یې تر پخوا ډېر فعالیت وکړ او ثبات او استقامت یې ډېر کړی دی. د قرآن کریم ډېری ایاتونه دا ښيي چې پر غمیزو او مصیبتونو پسې تر صبر او استقامت وروسته نصرت او بریا راځي؛ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَ لَنَبْلُوَنَّكُم بِشَىْءٍ مِّنَ الْخَوْفِ وَ الجُوعِ وَ نَقْصٍ مِّنَ الْأَمْوَٰلِ وَ الْأَنفُسِ وَ الثَّمَرَٰتِ وَ بَشِّرِ الصَّٰبِرِينَ* الَّذِينَ إِذَا أَصَٰبَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَ إِنَّا إِلَيْهِ رَٰجِعُونَ* أُولَٰئِكَ عَلَيْهِمْ صَلَوَٰتٌ مِّن رَّبِّهِمْ وَ رَحْمَةٌ وَ أُولَٰئِكَ هُمُ الْمُهْتَدُونَ﴾ [بقره: ۱۵۵-۱۵۷]

ژباړه: قطعاً تاسو په ډار، لوږې، په مالي او ځاني زیانونو او د مېوو په کمېدو سره ازمایم او صابرانو ته زېری ورکړه. هغه کسان چې کله مصیبت ورته راځي، وایي: «موږ د الله سبحانه وتعالی یو او د هغه لورته بیرته ورګرځو. هغوی (باایمانه صبر کوونکي دي چې د الله مهرباني، رحمت، احسان او مغفرت یې په برخه کېږي او په رښتیا چې دوی (په حقه لاره او د خیر او نیکمرغۍ په طریقې) سره هدایت موندونکي دي.

الله سبحانه وتعالی د اصحابو کرامو په ستاینه کې فرمایي چې هغوی تر ټولو ګران بیه څیزونه او حتا ځانونه د الله سبحانه وتعالی په لاره کې قرباني کول او دغه ستاینه یې په احزاب سورت کې داسې بیان کړې ده. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَٰهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحبَهُ وَ مِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَ مَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا﴾ [احزاب: ۲۳]

ژباړه: په مومنانو کې داسې کسان شته چې له الله سبحانه وتعالی سره پر کړې ژمنه صادق او رښتیني ولاړ دي. ځینو خپلې ژمنې پوره کړې (د شهادت شربت یې څښلي) او یو شمېر نور په تمه دي او خپله ژمنه یې هېڅ وخت تغیر او تبدیل نه کړه.

په حقیقت کې د سختۍ پر مهال د ایمان د څښتنو دریځ‌نیوونه او چلند د ځمکې پر سر ټولو ظلم کوونکو ته دا قوي پیغام رسوي چې د ایمان څښتن بریالي کېدونکي دي. دغه کسان د دین د اظهار او خلکو ته د حق رسولو په لاره کې نه ستړي کېږي. هو، هغوی بریالي کېدونکي دي، ځکه باطل ته «نه» او ظالم ته له «ظلم څخه لاس واخله!» وایي. مومنانو ته دغه دریځ‌نیوونه او چلندونه چې په منځ کې یې علماء، د پوځونو مشران او یو شمېر عام خلک شته، پیغمبر او رهبر یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ور زده کړي دي.

هغه رهبر چې استقامت او ثبات یې وښود او پخپل دعوت کې یې په ښه چلند، د مصیبتونو په ډېرېدو، د فشارونو په زیاتېدو او له انسانانو څخه د نصرت ورکړې په کمېدو سربېره یې جوړجاړی ونه کړ. له دغه رهبر سره له الله سبحانه وتعالی پرته بل هېڅوک نه وو، څومره ښه مرسته کوونکی! الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَاللَّهُ یَعصِمُکَ مِنَ النَّاسِ﴾ [مائده: ۶۷]

ژباړه: او الله سبحانه وتعالی تا د کافرانو له احتمالي ګواښونو او ځورونو څخه خوندي ساتي. (ځکه د الله سبحانه وتعالی سنت دا دي چې باطل پر حق نه بریالی کېږي).

الله سبحانه وتعالی همدرانګه فرمایلي دي:

﴿إِنَّ اللَّهَ يُدَٰفِعُ عَنِ الَّذِينَ ءَامَنُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُورٍ﴾ [حج: ۳۸]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی د مومنانو دفاع کوي او د ایمان له کبله یې بریالي کوي. ځکه په رښتیا چې الله سبحانه وتعالی خیانت کوونکي کافران نه خوښوي او خپل مومن دوست ملحدو کافرانو ته په لاس نه ورکوي.

نن ورځ موږ د ځمکې پر سر د اسلام د اظهار قضیې لپاره د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت دولت په تاسیس سره ثبات او استقامت ته اړ یو، په داسې حال کې چې پر الله سبحانه وتعالی ایمان لرو، په ښه بڼه پر خپلې قضیې باور لرو، قوي هوډ لرو، غیرت مو نه کمېږي؛ نو په داسې حال کې الله سبحانه وتعالی څنګه موږ ته نصرت رانه کړي؟!

دوام لري....

الرایه جریده: ۴۱۷مه ګڼه

لیکوال: استاد محمد جامع (أبو أیمن)

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې