دوشنبه, ۲۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د امریکا سیاسي قطبي کېدل
بسم الله الرحمن الرحيم
د امریکا سیاسي قطبي کېدل

بسم الله الرحمن الرحيم

په داسې حال کې چې د کپیټل هېل پاڅونونو(پر کانګرس ماڼۍ د جمهوريت غوښتونکو برید) په دویمه کلیزه کې د استازو مجلس د ريیس ټاکلو پر سر له ډېرو پړاونو تېر شو؛ پر کانګرس ماڼۍ د برید څیړلو لپاره ټاکل شوې ځانګړې کمېټې خپله پرېکړه واوروله.

کمېټه دې پایلې ته ورسېده چې د ۲۰۲۱م کال د جنوري په ۶مه، په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر ماتې وروسته، د هغه یوې ډلې پلویانو په واشنګټن ډي سي کې پر کانګرس ماڼۍ برید وکړ. پاڅونوالو پر واک د ټرمپ د پاتې کېدو لپاره هڅه کوله د کانګرس د هغې ګډې ناستې مخه ونیسي چې د امریکا انتخاباتي کالج رایې یې شمېرلې؛ له دې سره د ولسمشر بایډن بریا رسمي اعلانېده. تر ۲۰۰۰ زیات پاڅون کوونکي او یاغیان ماڼۍ ته ننوتل؛ هلته یې ویجاړۍ او لوټ وکړ. پاڅونوالو د کانګرس پر پولیسو برید وکړ او د استازو ځای پیدا کولو هڅه یې وکړه چې ویې نیسي. دغه برید ته پر ډیموکراسۍ او هر هغه څه د برید په سترګه کتل کېږي چې امریکا یې دفاع او ملاتړ کوي. د امریکا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې پر امریکایي سیسټم برید کېږي؛ ځکه ډېرو یې نه منله چې د خوښې نوماند یې په عمومي ټاکنو کې ماته خوړلې.

د بایډن ادارې او د سنا مجلس نویو غړو پر کپیټل هېل یا کانګرس ماڼۍ د برید په اړه څیړنو لپاره ځانګړې کمیټه وټاکله. دغې کمیټې تر زرو زیاتو کسانو سره مرکې وکړې او تر یو میلیون زیات اسناد یې وڅېړل. د ټرامپ د نږدې کړۍ ځینو غړو له یادې کمیټې سره همکاري وکړه، خو ځینو یې له له همکارۍ انکار وکړ. سټیو بنون (Steve Bannon) له شهادت ورکولو د انکار په سبب په بند محکوم شو، خو اوس له استناف وروسته ازاد دی. دغې کمیټې ولسمشر ټرمپ هم په دې نامه د شهادت ورکولو لپاره احضار کړ چې «د ټاکنو لغوه کولو او د واک سوله‌ایز لېږد د مخنیوي اصلي هسته ده او د امریکا لومړنی ولسمشر دی چې دا کار کوي». ټرمپ د دغې احضاریې په ځواب کې له شهادت ورکولو ډډه وکړه او له یادې کمیټې ېې شکایت وکړ چې دا احضاریه بنده کړي.

له ټولو شهادتونو او اورېدنو وروسته دا څرګنده شوه چې ټرمپ او همکارانو یې د دغه روایت پر بنسټ چې په ټاکنو کې درغلي شوې، د دغو «لویو درواغو» اوازه خپره کړه چې د جو بایډن د ۲۰۲۰ کال ولسمشري نا قانوني ده. دغې کمیټې د یادو شهادتونو په حواله وویل چې دا ټولې هڅې په داسې حال کې وشوې چې د مخکیني ولسمشر ډېرو سلاکارانو او د سپینې ماڼۍ کارکوونکو ده او د ده نږدې همکارانو ته وویل چې ټاکنې په عادلانه ډول بایډن ګټلې.

ټرمپ او ملګرو یې د ټاکنو ګډوډولو لپاره څو اړخیزه دسیسه په لاره واچوله. د جنورۍ ۶مې په اړه لومړني شواهد ښيي چې ټرمپ او ملګرو یې څنګه د دغې دسیسې پلان جوړ کړ، خوره یې کړه او پیسې یې پرې ولګولې. په داسې حال کې چې د کانګرس پر ماڼۍ برید په ۲۰۲۱ کال کې شوی و، خو شواهد ښيي چې ټرمپ او ملګري يې له میاشتو راهیسې د ټاکنو ګډوډولو پر یوې سټراټیژۍ لګیا وو چې په لنډو نوټونو، یادښتونو او پاورپاینټ پرېزېنټېشنونو کې ترتیب شوې وه. د ټاکنو پایلو ته د درناوي پرځای، ټرمپ د ټاکنو د پایلو ګډوډولو لپاره دسیسه جوړه کړه چې پر واک پاتي شي.

ټرمپ او د ده د امریکا بیا لویه کړئ (MAGA) شعار ملګرو د ټاکنو کمیسیون هغه چارواکي چې نه یې غوښتل قانون مات کړي، وګواښل او پلان یې درلود چې د دوی پرځای جعلي ټاکونکي وګوماري. کمیټې موندلې چې ټرمپ په وار وار د امریکا له عدلیې وزارت څخه غوښتي وو چې په ټاکنو کې د درغلۍ په نوم څیړنې پیل کړي او د مرستیال ولسمشر مایک پېنس پر وړاندې په عامه توګه کمپاین پر مخ یوسې چې د ټاکنو پایلې سبوتاژ کړي. ټرامپ ته څو څو ځله ویل شوي وو چې کړنې یې ناقانوني او ناشوني دي؛ خو ده دوام ورکړ.

په سوله‌ایز ډول د واک لیږد مخنیوي لپاره ټرمپ په وروستۍ هڅه کې یوه ډله خلک واشنګنن ته راوغوښتل. سره له دې چې ټرمپ پوهېده چې دا کسان پر کانګرس مانډۍ د هجوم پلان لري، بیا یې هم د جنورۍ په ۶مه خپل ملاتړي سپنې ماڼۍ ته راوبلل. د کانګرس ماڼۍ پر لوري د تګ په وخت کې ډېری دغه کسان پر وسلو سمبال وو او ګومان یې کاوه چې ټرمپ به هم ورسره یوځای کیږي. د جنورۍ د ۶مې پاڅون له وینې تویولو او ګډوډۍ ډکه پېښه وه. دا له تاوتریخوالي ډک برید متعصبو د سپین پوستو د برترۍ غوښتونکو وکړ. سره له دې چې لوړپوړو سلاکارانو او د کانګرس غړو په وار وار غوښتنه ترې وکړه خو ولسمشر ټرمپ غلی ناست و، کتل یې او د مرستې رسونې لپاره یې غږ پورته نه کړ. په حقیقت کې، دغه شهادتونه ښيي چې د امریکا له اساسي قانون څخه د مایک پنس تر ملاتړ کولو وروسته، ټرمپ د پاڅونوالو د هغو نارو ملاتړ کاوه چې مرستیال ولسمشر، مایک پنس دې په دار شي.

د کانګرس څیړنې ښيي چې ټرمپ له هرې لارې چې کولی يې شول، قوانین یې تر پښو لاندې کول او له خپلو شاوخوا خلکو یې تمه درلوده چې د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو پایلو ته له پام پرته پر واک د پاتې کېدو لپاره د ده پلانونه پلي کړي. په ټاکنو کې د درغلۍ په اړه له لویو ادعاوو سره سره، ټرمپ ونه شو کولی چې د خپلې ادعا لپاره کافي شواهد وړاندې کړي؛ خپلو سلاکارانو یې ورته ویلي وو چې کافي ثبوتونه نه لري.

ټاکل شوې کمیټې د امریکا عدلیې وزارت ته سپارښتنه وکړه چې د ټرمپ پر وړاندې جنایې څیړنې پیل کړي؛ که دا کار وشي نو د امریکا په تاریخ کې به لومړی ځل وي چې د یوه ولسمشر پر وړاندې داسې څېړنې کېږي. خو د امریکا لپاره تر دې هم د اندېښنې وړ خبره د امریکا د سیاسي نظام په زړه کې درزونه دي؛ د استازو مجلس کې د مشر ټاکلو پر سر لانجو وښوده چې دا درزونه څومره ژور شوي! د امریکا سیاسي قطبي کېدل، دغه هېواد سره پاشي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عدنان خان

۲۰۲۳م کال، د جنورۍ ۱۶مه

۱۴۴۴هـ.ق، د جمادی الثاني ۲۳مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې