پنجشنبه, ۳۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
روسیه د مهار او خپلواکۍ سیاست تر منځ او نړۍ ته د دې شخړې خطرونه
بسم الله الرحمن الرحيم
روسیه د مهار او خپلواکۍ سیاست تر منځ او نړۍ ته د دې شخړې خطرونه

 (لومړۍ برخه)

(ژباړه)

روسیه د منحل شوي پخواني شوروي اتحاد پاتې شونې یا د سوسیالېستي نظامي بلاک او د «وارسا» تړون پاتې شونې او یا هم د نړۍ دویم قطب دی؛ لکه څنګه چې د دغه تړون له پیله یعنې له ۱۹۵۵م کال څخه بیا یې تر پایه یعنې ۱۹۹۱م کال پورې د غرب، پانګوالې ایډیولوژۍ او د هغه د بهرني سیاست سیال و. شوروي اتحاد تر منحل کېدو او پاشل کېدو وړاندې د ځمکې ۱۵سلنه خاوره اشغال کړې وه، چې تقریبا د شمالي امریکا له لویې وچې سره برابره وه؛ همدارنګه له ۱۲هم‌سرحده هېوادونو، درېیو اقیانوسونو او د هغوی اړوندو سیندونو لخوا احاطه شوی و. نفوس یې تر ۱۹۹۱م کال پورې شاوخوا ۲۹۳میلیونه وو. روسیې په لومړي ځل د تېلو د تولید په برخه کې لومړی ځای خپل کړ، چې د نړۍ د تېلو شاوخوا ۲۰سلنه یې تولیدول او د ډبرو سکرو په برخه کې یې درېیم ځای او د ګازو په تولید کې یې تر امریکا وروسته دویم ځای نیولی و. هغه مهال روسیې د نړۍ ۱۷.۵سلنه تولیدات صادرول او د اټومي وسلو داسې کارخونه یې درلوده، چې په نړیواله کچه د وسلو ستره کارخونه بلل کېده.

په حقیقت کې ختیځ بلاک د خپل تاسیس په لومړیو کلونو کې له ۱۹۱۷ څخه تر ۱۹۲۲م کلونو پورې، یعنې د روسیې له قیصریه سره تر پنځه کلنې مبارزې وروسته او په هغې خونړۍ جګړه کې په بریا سره چې زرګونه کسان پکې ووژل شول، واکمني کوله. د یو زبرځواک په توکه تر نړیوال پرمختګ او ثبات وروسته، په ځانګړي ډول تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په ۱۹۴۵م کال کې یې د ختیځې اروپا پر ډېری هېوادونو د نظامي بریدونو او له ځان سره د هغوی د یو ځای کولو هڅې وکړې. روسیې پر همدې هم بسنه ونه وکړه، بلکې د امریکا او لودیځې اروپا په اړه یې د پرمختګ او پراختیا لیدلوری درلود، یعنې غوښتل یې چې د لویدیځ بلاک ټول دولتونه لاندې کړي. په حقیقت کې په امریکا او اروپا کې سوسیالست ګوندونه پراخ شول او پر اروپا باندې په برید کولو او د هغې په غصب کولو کې بریالي شول. مګر د تېرې پېړۍ د اویایمې او اتیایمې لسیزې پرمهال په ځینو هېوادونو لکه، اسپانیا، ایټالیا، فرانسه او داسې نورو کې بریالي شول او واک ته ورسېدل.

خو امریکا د سوسیالېستي فکرونو پر وړاندې تند او سخت سیاست غوره کړ او په امریکا کې دننه یې د فعالیت مخه ونیوله. د هر هغه چا لپاره يې چې په سوسیالېستي ګوند پورې به تړلی و، سخت احکام وضع کړل، چې پایله یې اعدام و. که چېرې سوسیالېستي ایډیولوژۍ پخپلو تصوراتو، احکامو او د ژوند په تګلاره کې ستونزې او نیمګړتیاوې نه درلودی، نو د څو کلونو په اوږدو کې یې ټول اروپایي هېوادونه لاندې کول، خو پایله دا شوه چې خلکو د پانګوال نظام پر ظلمونو سربېره چې د محدودې طبقې د ګټو لپاره یې د خلکو پر معیشت او شتمنیو خېټه اچولې وه، بیا هم د سوسیالېستي ایډیولوژۍ له فکر څخه کره‌که وکړه. د دغې کرکې علت د سوسیالېزم د نه‌پلي کېدونکي خیالي تصورات او هغه ناروغ او له منافقت ډک سیاست و چې شوروي اتحاد د غرب پر وړاندې خپل کړی و؛ د هغه سیاست په څېر و چې روسیې له امریکا سره د نړیوالې سولې او په نړۍ کې د نفوذ د وېش په نوم په ۱۹۶۱م کال کې پیل کړ.

شوروي اتحاد وپاشل شو او ګورباچوف سوسیالېستي افکار پرېښودل. کمونېست ګوند په ۱۹۹۱م کال کې منحل شو او د دغه اتحاد تشکیل شویو هېوادونو ته د ناوړه اقتصادي حالت له کبله اجازه ورکړل شوه، چې خپلواک شي؛ داسې چې روسیې هڅه وکړه ترڅو د بیرویسټرویکا یا شفافیت (د اقتصادي جوړښت او اصلاح بیا نوي کول) سیاست سربېره خپل اقتصادي وضعیت وژغوري. د دې تر څنګ شوروي اتحاد د بازار د ازادۍ د ګټې لپاره د سوسیالېزم له ایډیولوژۍ او فکر څخه لاس په سر شو او د روسیې ولسمشر «ویلتسین» په دغه سیاست کې له ګورباچوف څخه چې په ۱۹۹۱م‌کال کې یې د دغه اتحاد له ریاست څخه استعفا ورکړه، ملاتړ وکړ. په همدغه ترتیب، د سوسیالېستي ایډیولوژۍ ۷۰ کلن عمر او پلي کېدل پایته ورسېدل.

په دې سره روسیه له هغه مقام څخه راولوېده چې شوروي اتحاد پرې واکمن و؛ یعنې په نړیواله کچه یې د نړۍ د دویم زبرځواک په توګه خپل مقام له لاسه ورکړ، له غرب سره له سیالۍ پاتې شوه او په نړیواله کچه یې په موسسو او بنسټونو کې اغېز را ولوېد. تر ۱۹۹۱ م کال وروسته د نړۍ توازن بدل شو او امریکا د نیمه بلامنازعه دولت په توګه په نړیوال سیاست کې راڅرګنده او د نړۍ واکمني او سیاست یې په لاس کې واخیستل. د امریکا قدرت داسې کچې ته ورسېد چې د دغه هېواد پخواني ولسمشر «جورج بوش» د سپټمبر د ۱۱مې تر پېښې وروسته د افغانستان او عراق د جګړو په وخت کې وویل: «هر هغه دولت چې له موږ سره نه وي، زموږ دښمن دی.»

په دغه بدلون سره د روسیې پر وړاندې د امریکا سیاست بدل شو او له ډېرو تګلارو څخه  په ګټې اخیستنې یې له نظامي، سیاسي او اقتصادي پلوه د روسیې د مخینوي لپاره ګامونه پورته کړل، چې مهم ګامونه یې په لاندې ډول دي:

۱- د روسیې او د هغې له قلمرو څخه بهر په کمزورو هېوادونو کې د هغې د لاسوهنې محدودول او همدارنګه د دغه هېواد د ځواکمن کېدو مخنیوی؛ په ځانګړي ډول د نړیوالو موسسو، تړونونو او نورو اقداماتو له لارې. دغه موضوع د شوروي اتحاد تر پاشل کېدو وروسته د عراق په قضیه او کلابندۍ کې او وروسته بیا د دغه هېواد د اشغال پر مهال څرګنده شوه.

۲- د روسیې لپاره د نړیوالو او سیمه‌ییزو ستونزو راپورته کېدل، ترڅو پخپل ځان بوخته شي او پر نړیوالو مسایلو او قضیو فکر ونه کړي او له بلې خوا، د خپلو ستونزو د حل لپاره امریکا ته لاس اوږد کړي؛ په ځانګړې توګه دغه مسله په سیمه‌ییزو شخړو لکه، اذربایجان، صربستان او د روسیې تر نفوذ لاندې نورو سیمو کې پېښه شوه.

۳- له چین څخه د روسیې لرې ساتل او دغه هېواد ته د روسیې د نږدې کېدو لپاره د هر ډول خنډونو رامنځته کول. دغه موضوع د چین او روسیې تر منځ له هغه سراتیژیک تړون سره د امریکا په دښمنۍ کې راڅرګنده شوه، چې په ۲۰۲۲م کال کې وغځول شو. امریکا په ځلونو د خپلو رسمي مسوولینو او چارواکو له لارې د اوکراین په جګړه کې د روسیې او چین تر منځ د نظامي همکاریو د ګواښونو په تړاو خبرداری ورکړی دی.

۴- د روسیې د اقتصاد له منځه وړلو او ځپلو لپاره هڅې؛ په ځانګړي ډول د انرژۍ او صنایعو د بهرنیو بازارونو په مسله کې. امریکا هڅه وکړه چې د انرژۍ ارزښت راټیټ کړي، که څه هم پخپله پر امریکا یې هم اغېز کړی و، ترڅو په دې سره د روسیې اساسي او اقتصادي سرچینه پرې کړي. دلیل یې دا و چې روسیې د تېلو بیو د لوړېدو په وخت کې له اقتصادي پلوه وده کړې وه او پر دې توانېدلې وه چې د ستراتیژیکو وسلو د پراختیا پروژې پیاوړې کړي. له روسیې سره اقتصادي ودې مرسته وکړه، څو وکولی شي پخپل شاوخوا کې د مشترکو اقتصادي تړونونو او مؤسسو په رامنځته کولو سره په ګاونډیو هېوادونو کې لاسووهنه وکړي.

۵- په بهر کې د نظامي اډو او اټومي وسلو په اړه د ځانګړونو هوکړه‌لیکونو پر لاسلیک سربېره بیا هم د وسلو په سیالۍ کې د روسیې ښکېلول. امریکا د خپلو وسلو د پراختیا پروګرامونه ونه درول او موخه یې دا وه چې روسیه د پخواني شوروي غوندې د ځان همکاره کړي او په پایله کې روسیه ډېر لګښتونه وکړي او په دې لاره کې خپله زیاته اندازه شتمني او مالونه مصرف کړي، که څه هم اوسمهال ډېره اړتیا ورته لري.

۶- د روسیې د بهرنیو نظامي اډو د محدودولو او د اټومي کارخونې د له منځه وړلو لپاره هڅې. امریکا د روسیې د اټومي کارخونې د له منځه وړلو لپاره ډېرې هڅې وکړې، لکه: مونتاژ، د هغې محدودول او د یوې برخې بېلول یې. امریکا له روسیې سره څو تړونونه لاسلیک کړل لکه، د سټارټ ۱ تړون (له ۱۹۹۱م کال څخه تر ۱۹۹۴م کاله د ستراتیژیکو وسلو کمول) چې تر ۲۰۰۱ م کاله یې دغه کارخونه ۸۰ سلنه له منځه یووړه او وروسته یې په ۲۰۱۰م کال کې د سټارټ ۲ په نوم بل تړون لاسلیک کړ.

۷- له ځینو دولتونو سره د ملګرتیا او په دغو دولتونو کې د نظامي اډو د جوړېدو هڅې. دا د روسیې په زړه کې ښکاره لاسووهنه وه، چې د هغې لپاره یوه ستره ننګونه بلل کېږي. په ۲۰۲۳م کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «انټوني بلېنکن» د ازبکستان، قرغېزستان، تاجګستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ولیدل او هغو ته یې د مرستې او پر روسیې د باور او تړاو د کمېدو لپاره د ملاتړ وړاندیز وکړ. نوموړي له دغو هېوادونو سره ۲۵میلیونه ډالر مرسته وکړه چې د پرمختګ او پراختیا په برخه کې ترې ګټه واخلي. په تېر کې هم امریکا د لومړي ځل لپاره د سپټمبر د ۱۱مې تر پېښې وروسته د ازبکستان په خان اباد کې په هوایي ډګر کې له خپلې نظامي اډې ګټه واخیسته. وروسته یې خپل سرتېري له ناټو سرتېرو سره یوځای قرغېزستان ته ولېږل. په همدغه ترتیب په ۲۰۰۴م کال کې یې د ګرجستان په پایتخت تبلسي کې خپل سرتېري ځای پر ځای کړل. همدارنګه امریکا هڅه کوي چې د ترهګرۍ او اقتصادي مرستو تر سرلیک لاندې په چل او دوکې سره په یادو هېوادونو کې لاسوهنه وکړي.

۸- په ۲۰۲۲م کال کې د اوکراین جګړې په څېر اوږدمهاله او ویجاړونکو جګړو کې د روسیې ښکېلول؛ دا د دې لپاره دي چې امریکا د نړۍ په اړه خپل نوي لیدلوري ته په پام سره په خپلو بهرنیو سیاستونو کې روسیه تر فشار لاندې راولي او د نورو اروپایي دولتونو غوندې یې بشپړه کنټرول او مهار کړي. له بل لوري، امریکا هوډ لري چې روسیه له همدې لارې له چین څخه لېرې وساتي. ټولو ته ښکاره ده چې د اوکراین جګړې د روسیې اقتصادي او کورنی حالت ډېر نازک کړی دی.

امریکا په دغه سیاست کې تر ډېره بریالۍ شوې ده، چې روسیه په تېرو کلونو کې یعنې د پوتین تر راتګ وړاندې او یا د هغه د قدرت په وخت کې کنټرول کړي. ایا امریکا به د روسیې د بشپړ مهارولو په برخه کې بریالۍ شي او که په راتلونکو کلونو کې به حالت سرچپه شي او که امریکا به په دغو سیاستونو کې له ماتې سره مخ شي؛ په ځانګړي ډول په اوکراین کې له روسیې سره د ښکاره جګړې په اعلانولو سره، ترڅو هغه د زور له لارې په ګونډو کړي؟

دوام لري...

لیکوال: حمد طبیب

الرایه جریده: ۴۴۸مه ګڼه

ژباړن: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې