جمعه, ۰۱ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ټرمپ د ایران او امریکا له پټو اړیکو پرده پورته کړه!
بسم الله الرحمن الرحيم
ټرمپ د ایران او امریکا له پټو اړیکو پرده پورته کړه!

 (ژباړه)

د امریکا پخواني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ایران د اوسنۍ رهبرۍ او امریکايي نظامیانو تر منځ د اړیکو له حقیقته پرده پورته کړه. ټرمپ د دواړو لوریو همغږي او د ایران هغه کړنې بیان کړې، چې د عراق د نظامي اشغال پرمهال یې د امریکا پر وړاندې د ایران عاجزي او ذلت ښوده؛ هغه ذلت او عاجزي چې د دغو دواړو هېوادونو د ډیپلوماتیکو او نظامي اړیکو له لړۍ ښکاري. ټرمپ د ۲۰۲۳م کال د نومبر په ۷مه، د سه شنبې په وځ له دغې موضوع پرده پورته کړه او خبرې یې ځینو رسنیو را اخیستې دي. کله چې د ایران نظام د امریکا د پخواني ولسمشر، ټرمپ په اجازه د خپلې ابرو د ساتلو لپاره او هم د دغې پېښې پر وړاندې د امریکا د قوي غبرګون له وېرې ظاهري غبرګون وښود؛ نو دغه موضوع ټرمپ په داسې وخت کې بیان کړه چې د امریکا د تګزاس ایالت په هیوسټن ښار کې یې د خپلو ټاکنیزو مسایلو په اړه خبرې کولې. بي بي سي د ټرمپ خبره داسې را نقل کړې ده: «موږ د ځینو رادارونو د له منځه وړلو اقدام وکړ او وروسته مو سلیماني وواژه. دوی مجبور وو چې د خپلې ابرو د خوندي کولو لپاره ظاهري غبرګون وښيي، چې دا یوه طبیعي چاره ده؛ وروسته یې موږ ته پیغام را ورسېد او ویلي یې وو چې دوی به په عراق کې د امریکا پر اډه "عین الاسد" ۱۸ توغندي وتوغوي، داسې چې مستقماً به اډه نه په نښه کوي، بلکې شاوخوا سیمه به ولي.» ټرمپ ټینګار وکړ چې د ایران په دغو بریدونو کې هېڅ امریکایي سرتېري ته زیان ونه رسېد، هغه وایي: «دغه پټه مسله مې لومړي ځل د امریکا د احترام ساتلو لپاره بیان کړه.» ټرمپ ادعا وکړه چې امریکا خپل هغه مقام او احترام د "بایډن" په ولسمشرۍ کې له لاسه ورکړی، چې پخوا یې د ده په وخت کې درلود. له همدې امله ټرمپ په عام محضر کې دغه کیسه وکړه او ایران یې رسوا کړ؛ ځکه د نوموړي ټول تمرکز پر خپل ټاکنیز کمپاین او ځان او خپل حزب ته د خلکو په رابللو دی؛ ان که د خلکو د راجلبولو بیه له امریکا څخه د ایران له پیروۍ پرده پورته کول هم وي. د خپلې ابرو د ساتلو لپاره د عین الاسد اډې شاوخوا بریدونو په اړه د ایران لخوا د اجازې غوښتلو په اړه چې ټرپ څه وویل، په حقیقت کې د ایران د سیاست رسوایي او د مقاومت محور په اړه د دغه هېواد دریځ و. دا کړنه په حقیقت کې له امریکا سره د ایران د شرموونکو اړیکو پایله ده او له دې مسلې ښکاري چې د ایران او امریکا تر منځ دښمني یوازې په رسنیو کې د دوکې لپاره ده او بس. همدارنګه د ایران درواغجن سیاست دا ثابتوي، چې د مقاومت په محوریت کې د ایران د رهبرۍ خبره یوازې درواغ دي او غواړي چې په همدغو درواغو د ایران د سیاست اصلي حقیقت پټ کړي او مقاومت د شا لخوا په خنجر ووهي. دلیل یې په هغه جګړه کې د ایران نه ګډون دی، چې یهودي ځواکونو د غزې د خلکو پر ضد په ډیر وحشت پیل کړې او دا جګړه د ایران، چې ځان د مقاومت محور رهبر ګڼي، لپاره یو طلایي فرصت دی، چې ور ودانګي او د مقاومت د ډلو مرسته وکړي، ځکه دا ډلې اوسمهال مرستې او همکارۍ ته سخته اړتیا لري، ترڅو د دې جګړې پر وړاندې خپل ثبات خوندي کړي، هغه جګړه چې هدف یې د دغو ډلو له منځه وړل دی.

ایران له مقاومت ډلې سره ژمنه کړې وه، چې که چېرې د یهودو رژیم ځمکنۍ جګړه پیل کړي، دوی به هم جګړې ته داخل شي، خو اوس وینو چې ځمکنۍ جګړه پیل شوې او د یهودو پوځ پر غزې تړانګې برید کړی او له هغې سره نښلېدونکې ټولې لارې یې تړلې دي؛ خو ایران تر اوسه همغه پخوانۍ لوبې تکراروي او یوازې په رسنیو کې شعارونه ورکوي. دوی تش د خولې ګواښ کوي، خو په عمل کې یې له غزې سره مرسته نه ده کړې. پر همدې اساس ښکاري چې د ایران په مشرۍ د مقاومت محور دروغ او تشې ادعاوې نورې افشاء شوې دي او اوس د دې وخت را رسېدلی، چې د مقاومت محور او د هرې هغې ډلې رهبري چې دغه صفتونه لري، له منځه لاړ شي. نن ورځ هغه څه چې د مقاومت محور په نامه یادېږي، پای ته رسېدلي او د غزې تر جګړې وروسته به دوام ونه کړي.

نو مقاومت د ایران لخوا د تل لپاره یوه سیاسي لوبه وه، چې دغه هېواد ګټه ترې اخیسته او په عملي برخه کې یې هېڅ مقاومت نه درلود. د دغه مقاومت رول دا دی چې د مقاومت ډلو د کنټرول له لارې د امریکا ګټې خوندي کړي؛ یعنې همدغه ډلې کنټرولوي، د هدف خلاف د هغوی مسیر بدلوي، ځواکونه یې کمزوري کوي، د کمزورۍ ټکي یې څرګندوي، په داخلي جګړو کې یې ښکېلوي او ځواکونه یې سره پاشي.

له شک پرته نن ورځ داسې ښکاري، چې د ایران مقاومت همغه ایرانۍ لوبه ده، چې یوازې تر احساساتي خبرو او شعارونو محدودېږي، چې د ایران ناوړه څېره ښه څرګنده کړي؛ مثلاً، د ایران ولسمشر، ابراهیم رییسي په ریاض کې په عربي اسلامي کنفرانس کې له نورو ګډونوالو څخه په دغو درواغو کې ځان وړاندې کړ او ویې ویل: موږ شعار نه، بلکې عمل غواړو. که څه هم نوموړی پوهېده چې په دغه کنفرانس کې به له تشو خبرو او درواغو پرته بل څه نه وي. د بېلګې په توګه، کله چې په ملګرو ملتونو کې د ایران له استازي څخه د اکتوبر د ۷مې په اړه پوښتنه وشوه، نوموړي تر دې وروسته چې ایران له دغې پېښې سره هر ډول لاس لرل رد کړل، داسې ځواب ورکړ؛ چې که چېرې ایران د حماس پر ځای وی، هېڅکله به یې په دغې نېټه د حماس په څېر عمل نه وی کړی، همدا ایران دی او همدا یې واقعیت دی! له شک پرته د ایران نظام له سره تر پښو په درواغو، چل او دوکې چلېږي، چې غرب ته په یوه ژبه او اسلامي ډلو ته په بله ژبه غږېږي! خو د ایران د سیاست حقیقت همغه رسوا‎يي ده، چې د امریکا پخواني ولسمشر، ټرمپ ترې پرده پورته کړه او دا مطلب پر دې ټینګار کوي چې د ایران او امریکا تر منځ تلپاتې اړیکه ده. همدارنګه دغه مسله په ډاګه کوي، چې ایران له ظاهري او غولوونکو عملونو پرته له عربي دولتونو سره هېڅ توپیر نه لري، ځکه عربي دولتونه په ظاهر او باطن کې په ټوله معنا د امریکا او غرب پیروي کوي، خو د ایران دولت په باطن کې د امریکا پیروي کوي او په ظاهر کې بیا ځان د امریکا او غرب دښمن ګڼي.

لیکوال: احمد خطواني

د الرأیه له ۴۶۹ مې ګڼې څخه اخیستل شوې

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې