سه شنبه, ۲۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په غزه کې د جګړې وروستي تحولات
بسم الله الرحمن الرحيم
په غزه کې د جګړې وروستي تحولات

د غزې پر وړاندې د اسرایلو جګړې په اړه موږ په اصلي جیوپولیټیک تحلیل کې دې پایلې ته ورسېدو چې دا د اسرایلو او امریکا تر منځ د لویو سټراټيژیکو اختلافاتو پایله ده. امریکا غواړي خپل ټول پام «اسیا ته واوړي» او د دې لپاره اړتیا لري چې اسرایل د اسلامي نړۍ له هېوادونو سره رسمي تړونونه لاسلیک کړي او د یوه فلسطیني دولت له تاسیس سره توافق وکړي. د نتنیاهو په مشرۍ اسرایلي حکومت غواړي د «ابراهیمي تړونونو» ځینې شرطونه بدل کړي چې په منځني ختیځ کې له خپلې نظامي برترۍ ډاډ ترلاسه کړي او د فلسطیني دولت د تاسیس په اړه له خبرو اترو ډډه وکړي. د دې پر ځای غواړي د «فلسطین مسله» داسې حل کړي چې د فلسطین خلک له غزې او لوېدیځې غاړې وباسي او دا سیمې په «لوی اسرایل» پورې وتړي. موږ ویلي وو:

«په ډېر احتمال امریکا د اکتوبر په ۷مه د حماس د برید له پلان څخه خبره وه او د اسرایلو له ځینو پوځي او سیاسي عناصرو سره یې کار وکړ چې دا پلان بریالی شي. د امریکا موخه دا وه چې د اکتوبر د ۷مې پېښې څخه پر نتنیاهو د فشار راوړلو لپاره ګټه واخلي چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا له جیوپولیټيکې سټراټېژۍ سره سم عمل وکړي.»

موږ دغه راز په اصلي جیوپولیټيک تحلیل کې وویل چې اوس، د ډسمبر له لومړیو تر نیمایي، امریکا نه ده بریالۍ شوې چې له نتنیاهو هغه څه ترلاسه کړي چې غواړي یې. په دغه جیوپولیټیک تحلیل کې موږ پر دې بحث کوو چې له هغه وخت راهیسي تر اوسه څه شوي او دغه تحولات د غزې د جګړې د تر ټولو ممکن مسیر په اړه څه ته اشاره کوي.

د ۲۰۲۳م کال په ډسمبر میاشت کې د غزې جګړه

صهیونیستي ادارې په ټول ډسمبر کې پر غزې خپلو بریدونو ته دوام ورکړ. د ډسمبر تر ۲۶مې پورې، ۲۹۱۲۴ فلسطینیان وژل شوي. د وژل شوو کسانو لویه برخه ملکیان وو؛ ۱۱۴۲۲ ماشومان، ۵۸۲۲ ښځې، ۴۸۱ روغتیايي کارکوونکي او ۱۰۱ خبریالان.

په ډسمبر کې د اسرایلو پوځي عملیاتو د غزې زړه ته نفوذ وکړ او د غزې په مرکز او سوېل– اسرایلي پوځ د غزې د ۲.۳ میلیونه نفوس لویې برخې ته ویلي وو چې سوېل ته وتښتي – کې سیمې په نښه کوي.

امریکا د صهیونیستي ادارې له پوځ څخه خپل عملیاتي ملاتړ ته دوام ورکړ. صهیونیستي ادارې ته د وسلو تامین کولو لپاره بایډن دوه ځله نامعمولې پرېکړې وکړې چې په منځني ختیځ کې بیړنۍ حالت اعلان کړي تر څو د وسلو د پلور په اړه د کانګرس له اجباري بیاکتنې ځان خلاص کړی شي. د ډسمبر پر ۸مه، د بایډن ادارې د بیړني حالت له بند څخه په استفادې په بیړنۍ توګه اسرایلو ته ۱۳۰۰ د ټانک مرمۍ ورکړې. د ډسمبر په ۲۹مه یې بیا دا کار وکړ او پر اسرایلو یې نور توپچي مهمات او اړوند تجهیزات وپلورل.

امریکا د عملیاتي ملاتړ سربېره، د اسرایلو له پوځي عملیاتو ډیپلوماټیک ملاتړ ته هم دوام ورکړ. د ډسمبر په ۸مه یې د بیړني اوربند لپاره د ملګرو ملتونو پرېکړه‌لیک ویټو کړ. د ډسمبر په ۲۲مه ملګرو ملتونو یو نسبتاً کمزوری او خفیف پرېکړه لیک خپور کړ چې له مخې یې «د غزې تړانګې له لارې د فلسطین ملکي وګړو ته په بیړنۍ، خوندي او له کوم خنډ پرته د یوه مقیاس له مخې بشري مرستو رسولو ته اجازه ورکړل شي»؛ دې پرېکړې ته امریکا ممتنع رایه ورکړه.

د پردې تر شا امریکا د صهیونیستي ادارې د لومړي وزیر، نتنیاهو ښکېلولو ته دوام ورکړی چې د داسې اقداماتو کولو مسیر ته یې برابر کړي چې د امریکا له جیوپولیټيکې سټراټيژۍ سره سم وي. امریکا له اسرایلو غوښتل چې په خپله جګړه کې یوه نوي پړاو ته ننوځي؛ یعنې له یوې مخې د غزې د بمبار کولو پر ځای پر دې تمرکز وکړي چې «په دقیقو لارو د حماس رهبري په نښه کړي». امریکا اسرایلو ته وویل چې تمه لري دا نوی پړاو په «څو اونیو» کې پیل شي. اسرایلو د امریکا د غوښتنو نه منلو ته دوام ورکړ او ویې ویل چې یوازې هغه وخت خپل نظامي تکتیکونه بدلولی شي چې پر غزې د جګړې څو نورې میاشتې هم تېرې شي. سره له دې، په ډسمبر کې د امریکا د دفاع وزیر، لوئډ آسټین تر سفر وروسته، اسرایلو د خپلو خبرو شدت بدل کړ. د ډسمبر په ۱۸مه، د اسرایلو دفاع وزیر، یواو ګېلانټ له لوئډ آسټین سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «موږ به ژر وکولی شو چې په غزه کې د بېلابېلو سیمو ترمنځ توپير وکړو او وبه کولی شو چې ورو ورو راتلونکي پړاو ته لاړ شو او د دې لپاره کار کول پیل کړو چې د سیمې اوسېدونکي بېرته راولو».

د داسې کړنو کولو مسیر ته چې امریکا یې غواړي، د اسرایلو په راوستلو کې د امریکا «ورو خو تدریجي بریا» د ډسمبر په وروستیو کې بیا ښکاره شوه. د اسرایلو لومړي وزیر، نتنیاهو په وال سټریټ ژورنال کې یوه نظریاتي مقاله خپره کړه؛ نتنیاهو په دې مقاله کې ویلي چې د سولې تر خبرو وړاندې «باید حماس له منځه یوړل شي، غزه غیر نظامي شي او فلسطیني ټولنه د بنسټپالنې له فکره وایستل شي». دا ښیي چې امریکا پر اسرایلو د خپلو غوښتنو منلو ته یو څه نیږدې شوې؛ دا لومړی ځل دی چې نتنیاهو د جګړې د ختمېدو، خبرو اترو او سولې خبرې کوي؛ ۸ اونۍ وړاندې يې دا هر څه ردول. سره له دې، د نتنیاهو غوښتنې نه یوازې دا چې واقعي نه وې، عملاً ناشونې وې. په بل عبارت، نتنیاهو د امریکا غوښتنې ته تسلیم شو چې تر جګړې وروسته حللارې باندې خبرې وکړي؛ خو غواړي دا کار په یوه داسې لار وکړي چې تر خپله وسه جګړه وغځوي.

د نتنیاهو پر خبرو سربېره، د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه اسرایلو اعلان وکړ چې له غزې خپل ځینې پوځیان راباسي چې پر حماس لا هدفمنده عملیات وکړي. دا تاییدوي چې یهودي اداره د امریکا له فشاره خوندي نه ده او پر مقاومت سربېره یې باید د امریکا غوښتنو ته تسلیم شي، ځکه چې د امریکا وسلو، پیسو او ډیپلوماټیک ملاتړ ته اړ دي.

له غزې هاخوا

په ډسمبر کې بېلابېل تحولات راغلل چې په منځني ختیځ کې پر یوه پراخه جګړه د غزې د جګړې د بدلېدو پوتانشیل ښيي.

د دغو تحولاتو لومړی هغه یې په سره بحیره کې وشو چې حوثیانو پر ځینو سوداګریزو کښتیو برید وکړ. دغو بریدونو د نړیوال تامین ځنځیر ډېر مختل کړ؛ په کښتیو کې بار وړونکو ځینو لویو کمپینو پرېکړه وکړه چې د حویثیانو د ګواښ له امله له دې لارې لاړ نه شي او د اسیا-اروپا ترمنځ د لېږد رالېږد لپاره د سويس کانال پر ځای د نېکې هیلې راس (Cape of Good Hope) له لارې لاړ شي؛ دا یې سفر ۶ ورځې اوږدوي او بیې ۴۰ سلنه ورسره لوړېږي. امریکا د حوثیانو د کړنو په سبب ایران تورنوي، دا یو پر ځای تور دی، ځکه چې ایران او حوثیانو ترمنځ نږدې اړیکې ثابتې شوې.

په عراق کې هم په ایران پورې تړلو وسله‌والو ډلو لخوا تحرکات زیات شول. هلته د کتائب حزب الله ډلې د امریکا پر پوځي هډې او ډیپلوماټیکو دفترونو د بې پیلوټه الوتکي برید کړی.

امریکا دغو تحولاتو ته، چې دواړه له ایران سره تړاو لري، قاطعانه غبرګون وښود. په سره بحیره کې یې پر حوثیانو برید وکړ او لس کسه یې ووژل. په عراق کې یې د غچ په موخه پر کتائب حزب الله او ایران پورې تړلو نورو وسله‌والو ډلو هوايي بریدونه وکړل. د امریکا غبرګون ښيي چې دوی پیاوړی هوډ لري چې د غزې جګړه افقي شدت پیدا نه کړي.

پر دې سربېره، باید ووایو چې له دغو جنجالي کړنو د ایران موخه په ډیر احتمال دا نه وه چې دغه جګړه افقي شدت پیدا کړي او ځان په یوه ریښتینې جګړه کې ښکېل کړي. په عراق کې د کتائب حزب الله ډلې یوه استازي دې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په عراق کې د ایران ملاتړ لرونکې ډلې نه غواړي چې جګړه په سیمه کې خوره شي. د دغې ادعا نور شواهد دا دي چې که ایران غوښتی چې جګړه افقي شدت پیدا کړي، نو په لبنان کې به یې حزب الله ډلې ته لارښوونه کړې وای چې د اسرایلي پوځ پر وړاندې دویمه جبهه پرانیزي. له دغو کړنو د ایران موخه په ډېر احتمال دا وه چې امریکا ته وریاده کړي چې دوی په منځني ختیځ کې نفوذ لري او که وغواړي امریکا ته ستونزې جوړولی شي. په بل عبارت، په ډېر احتمال ایران دغه جنجالونه ځکه زیات کړل چې په خبرو اترو کې خپل دریځ پیاوړی کړي؛ ځکه دوی هڅه کوي چې د امریکا له لوري پرې وضع شوي بندیزونه لرې کړای شي. دا ارزونه هغه ترهګریز برید ته د ایران په غبرګون کې تایید شوه چې د قاسم سلیماني په یادغونډه کې وشوه او نږدې سل کسان پکې ووژل شول. د ایران رهبر، ایت الله خامنه‌اي یوازې یوه بیانیه خپره کړه او د اسرایلو یا امریکا له یادولو پرته یې د دغې پېښې عاملین «د ایران بدخواه او جنایتکاره دښمنان» وبلل – که یې غوښتی چې ایران یوې پرانیستې جګړې ته ننباسي، د دغو عاملینو نوم به یې هرو مرو اخیستی و.

صهیونیستي ادارې هم د ډسمبر له پیل راهیسې ځینې جنجالې اقدامات کړي. د غزې پر وړاندې خپلې جګړې په جریان کې صهیونیستي ادارې ګواښ کړی چې بلاخره به په لبنان کې پر حزب الله برید کوي. د اسرایلو د جګړې وزیر، بیني ګانتز د ۲۰۲۳م کال د ډسمبر په ۱۱مه وویل: «د ایران په ملاتړ حزب الله ډلې تېري او د بریدونو زیاتوالي ته په کتو اړتیا ده چې د اسرایلو په شمال کې کې د ملکي وګړو پر وړاندې دا ګواښ له منځه یوړل شي.» دغه راز د اسرایلو دفاع وزیر، یواو ګېلانټ ویلي: «کله چې په غزه کې د جګړې پروسه بشپړه کړو، نظامي هڅې به شمال ته هدایت شي ... موږ د شمال اوسېدونکي نه شو قانع کولی چې د پولې پر سر خپلو کورونو ته بېرته وګرځي، مګر دا چې ډاډ ترلاسه کړو چې (حزب الله)، چې د حماس په پرتله پياوړې، روزل شوې او مجهزه ډله ده، هلته نشته چې زموږ خلکو ته خطر جوړ کړي.»

پر ګواښونکو خبرو سربېره، اسرایلو مادي اقدامات هم کړي. د اسرایلو دفاع وزیر، یواو ګېلانټ ویلي چې اسرایلي پوځ له اوو په شپږو جبهو کې، چې اوس پکې فعال دي، خپل هدفونه په نښه کړي؛ هغه دا جبهې غزه، لوېدیځه غاړه، لبنان، سوریه، عراق، یمن او ایران یاد کړل. په منځني ختیځ کې د اسرایلي پوځ په ډېری اقداماتو کې د لبنان سوېل په نښه شوی. هلته پر حزب الله ډلې د اسرایلو د بریدونو په پایله کې په اکتوبر، نومبر او ډسمبر کې ۱۱۸ کسان وژل شوي او تر ۵۳۶ زیات ټپیان دي. په وژل شوو کسانو کې ۲۰ ملکیان او یو شمېر خبریالان دي. په سوریه کې هم اسرایلو بریدونه کړي او په دمشق کې یې یو ایرانی ډیپلوماټ، سید رضا موسوي وژلی؛ دا د سپاه پاسداران جنرال و چې له حزب الله او ایران ترمنځ یې د همغږۍ مسولیت درلود. په لبنان کې اسرایلو د حماس د سیاسي برخې مرستیال، صالح العاروري ترور کړ؛ دی د حماس له لوري حزب الله ته ور استول شوی و. دا ډول اقدامات که بل ځای شوي وای، نړیوالې ټولنې به د «جنګي کړنو» په نامه د رایو په اکثریت محکوم کړي وای؛ که چېرې بیا د سترو قدرتونو، لکه امریکا او بریتانیا پر وړاندې شوي وای، ځواب به یې نظامي وای او د هر اړخیزې جګړې ګواښ و.

د سوریې او لبنان پر وړاندې د اسرایلو د جنګي کړنو په ځواب کې امریکا ډیپلوماټیکې هڅې پیل کړې چې په افقي توګه د غزې د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انټوني بلينکېن سیمې ته سفر وکړ او د امریکا ډیپلوماټیک استازي، اموس هاکشټاین په ځانګړې توګه پر دې تمرکز وکړ چې د اسرایلو او حزب الله ترمنځ کار وکړي او د دواړو ترمنځ د جګړې مخه ونیسي. پر دې سربېره، امریکا یو بل ګام هم پورته کړ او د جرالډ آر فورډ ضربتي ډله یې له مدیترانې پر شا کړه؛ دا پوځي ډله هلته ځکه مېشت شوې وه چې د غزې جګړې د پراخوونکو لوبغاړو مخه ونیسي. دا چې په دغه حساس وخت کې، چې د جګړې د پراخېدو ګواښ تر بل هر وخت زیات دی، امریکا دغه پوځي ډله بېرته کور ته راوغوښته؛ ښايي سبب یې دا وي چې امریکا غواړي اسرایلو ته دا پيغام ورسوي چې نور باید د جګړې او شخړو له زیاتولو پر شا شي: «کله چې ستاسو کړنې په سیمه کې ستاسو د دښمنانو لخوا د غبرګون سبب کېږي، له موږ څخه د خپلې دفاع تمه مه لرئ او په دې برخه کې حساب مه راباندې کوئ؛ نو هوښیار شئ، ارام شئ او شاته لاړ شئ».

د دغو ټولو خبرو د پردې تر شا؛ مصر د جګړې د ختمولو لپاره د حماس او اسرایلو ترمنځ د خبرو اترو مشري کوي. لکه په اصلي جیوپولیټیک تحلیل کې مو چې ویلي؛ د مصر هڅې د امریکا له پلان سره سمې دي. مصر وړاندیز کوي چې حماس او د اسلامي جهاد ډله د دایمي اوربند په بدل کې، په غزې تړانګه کې خپل قوت پرېږدي.

پایله

د غزې د جګړې وروستي تحولات د غزې په اړه زموږ د اصلي جیوپولیټیک تحلیل (چې تر دې وړاندې نشر شوی) پایله پیاوړې کوي؛ دا چې امریکا د اکتوبر ۷مې پېښې ته د یوه فرصت په سترګه ګوري چې د منځني ختیځ په اړه خپل پلان –چې اسیا ته د بشپړ پام اړولو په اړه جیوپولیټيکې سټراټيژۍ څخه یې راځي- نور هم مخته یوسي: دا چې د اسرایلو پالیسي بدله کړي او دې ته یې اړ باسي چې «ابراهیمي تړونونه» هغسې چې امریکا وړاندیز کوي ومني او د دې ترڅنګ د فلسطین لپاره د دوو-دولتونو حللاره.

زموږ د لومړي تحلیل له خپرېدو راهیسې، امریکا پر یهودي اداره فشار ته دوام ورکړی چې خپلې پالیسۍ د منځني ختیځ لپاره د امریکا له پلان سره برابرې کړي. دا پروسه د «چټکې او مصممې» پر ځای «ورو خو دوامداره» ده؛ ځکه چې په امریکا کې سیاسیون باید په خپل هېواد کې صهیونیستي لابي –چې په تېر تحلیل کې ښه تشریح شوې- مدیریت کړي. «ورو خو دوامدارې او باثباته» تګلارې ځینې بریالیتوبونه ترلاسه کړي؛ لکه دا چې اسرایلي ادارې د غزې جګړې د «نوي پړاو» اعلان کړی. په ورته وخت کې، مصر له حماس سره د کار کولو مشري اخیستې چې د امریکا پلان پرې ومني.

د پام وړ خبره دا ده چې یهودي ادارې په ځانګړي ډول ځینې اقدامات پیل کړي چې د امریکا د پلان پر خلاف، د روانې جګړې د شدیدولو لپاره دي. خو دغو اقداماتو ته امریکا په داسې بڼه ځواب ورکړی چې د اسرایلو له پلان سره نه، بلکې له خپل پلان سره یې سم دی. امریکا پرلپسې هڅې کړې چې کله یهودي اداره جګړه زیاتوي، دوی یې را کابو کوي. امریکا له مدیترانې د خپلې ضربتې نظامي ډلې په ایستلو، پر یهودي اداره لا ډیر فشار راوستی چې په راتلونکي کې د جګړې چټکوونکو کړنو څخه ډډه وکړي.

زموږ ارزونه دا ده چې له دې هر څه سره سره به، لږ تر لږه د یو څه وخت لپاره یهودي اداره خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې جګړه زیاته کړي. د دې یو سبب جیوپولیټيک دی. د اسرایلو له نظره، په سیمه کې یوه پراخه جګړه، چې د اسرایلو د نه ماتېدو د ډاډمنولو لپاره امریکا هم فعال ګډون پکې ولري، د دې سبب کېږي چې اسرایل د «ابراهیمي تړونونو» پر شرایطو په خبرو اترو کې د خپلې خوښې او ایډیال دریځ ولري. د ایران، لبنان، سوریې او احتمالاً ان سعودي کمزورتیا د دې سبب کېږي چې یهودي اداره په دغو خبرو اترو کې له هغه څه چې غواړي یې، زیات ترلاسه کړي.

بل دلیل چې اسرایل احتمالاً د جګړې د زیاتولو هڅه کوي؛ د دوی په داخلي سیاست پورې اړه لري. د نتنیاهو په مشرۍ اوسنی اسرایلي حکومت تقریباً پوره ډاډه دی چې د جګړې تر ختمېدو وروسته واک له لاسه ورکوي. کله چې د غزې جګړه، د امریکا د پلان له مخې، راتلونکي پړاو ته ننوځي، د اسرایلو اوسنۍ «د جګړې د بیړني حالت کابینه» به وپاشل شي. په راتلونکو ټولټاکنو کې به نتنیاهو هېڅ چانس ونه لري؛ یوه وروستۍ ټولپوښتنه ښيي چې یوازې ۱۵ سلنه اسرایلیان غواړي چې تر جګړې وروسته نتنیاهو پر څوکۍ پاتې شي. که نتنیاهو واک له لاسه ورکړ، په ډېر احتمال چې زندان ته ځي؛ ځکه چې د فساد او فرېب په بېلابېلو تورونو محاکمه کېږي. ډېری استدلال کوي چې هغه یې په خپله دوره کې د اسرایلو د قضایه قوې د اصلاح په هڅه کې و چې د خپلې محاکمې مخه ونیسي. خو د اسرایلو سترې محکمې د هغه وړاندیز شوي قضایي اصلاحات رد کړل.

له دې سره نتنیاهو او په اوسني حکومت کې د هغه ملاتړو ته د جګړې له دوام پرته بله لار نه پاتې کېږي؛ تر هغه چې د امریکا ټاکنې تېرې شي او د دوی له هیلې سره سم یو داسې ولسمشر راشي چې د دوی د ګټو او موخو ډېر ملاتړ وکړي.

په پای کې، دا پرېکړه به امریکا کوي چې راتلونکي شرایط څنګه مخ ته لاړ شي. د امریکا د «ورو خو دوامدارې» تګلارې دوام، د دوی د کړنو تر ټولو ډېر احتمال لرونکی مسیر دی.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عدنان خان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې