پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د تخار والي باید د امریکا او روسیې له سیالۍ انديښمن وي، نه د حزب التحریر له فعالیتونو!
بسم الله الرحمن الرحيم
د تخار والي باید د امریکا او روسیې له سیالۍ انديښمن وي، نه د حزب التحریر له فعالیتونو!

د تخار والي محمدياسين ضياء د ۱۳۹۵ کال د دلوې په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي، چې په نوموړي ولایت کې د حزب التحرير فعالیتونه زیات شوي او دی ترې انديښمن دی. ضياء زیاتوي چې دا ډله د دغه ولایت په ښوونیزو مرکزونو کې ډېره فعاله ده او نوي ځوانان خپلو مرکزونو ته جلبوي او وروسته يې د حکومت ضد فعالیتونو ته هڅوي. والي پر دې هم بسنه نه کوي او وايي: «موږ په دې اړه انديښمن یو، ځکه تخار له دې چارې اغېزمن شوی. په دې وروستیو کې مو د لوړو زده کړو وزارت ته یو لیک استولی چې اندیښنې، لاملونه او د خلکو، مدني ټولنې او مسولینو له لوري مو يې حل لارې مشخصې کړې دي. تر اوسه په دې اړه د لوړو زده کړو د وزیر ځواب ته په تمه یو.» نوموړي وویل چې په امنیتي ناسته کې دې موضوع ته په پاملرنې سره مو پتېلې ده، چې د اسنادو له تر لاسه کولو وروسته، په دې ډله پورې تړلي کسان ونیسو.

د اسلامي خاورو خاین چارواکي او د هغوی له ډلې د تخار والي عادتاً عامه افکار د امت له اساسي ستونزو او حل لارو څخه بلې خوا ته اړوي. په تخار کې د خلکو اساسي ستونزه او انديښنه؛ د جان کېري د حکومت له خوا دغه ولايت ته د ناامنیو تدریجي لېږد دی، تر څو د دغه ولایت د خلکو پر وینو، شتمنيو او نوامیسو د امریکا اوږدمهالې او ستراتیژيکې موخې لاس ته راوړي. په دې ډګر کې د تخار والي هغه څوک دی چې د امریکا د پروګرامونو لپاره په جزئياتو کې عیني او ذهني شرایط برابروي. نو د تخار والي باید د امریکا پالیسيو ته د لار هواروونکي په توګه په مسلمانانو کې له خپل شتون څخه انديښمن وي او باید له خپل ځان څخه خلکو ته خبرداری ورکړي، نه د حزب التحریر له فعالیتونو څخه!

د تخار والي د هغو وسله والو اسلامي ډلو له فعالیتونو څخه چې غواړي د افغانستان په شمال کې ناامني رامنځته کړي، ښه خبر دی. هغو استخباراتي بنسټونو چې غواړي د امریکا د ستراتيژیکو موخو د تعقيب او څارنې لپاره لار هواره کړي، په رسمي ډول ځينو والیانو ته ویلي تر څو دغو نظامي ډلو ته فرصت ورکړي چې د روسیې پر پوله او د افغانستان په شمالي سیمو کې خپل نفوذ  پراخ کړي. له همدې امله روسیه هره ورځ په دې اړه خپلې انديښنې څرګندوي. مهمه نه ده چې دا ناامنۍ د منځنۍ آسیا هاخوا ته لېږدول کېږي او که تر لېږد وړاندې، د داعش په اړه روان تبليغاتي هیاهو ... او په شمال کې روانې ناامنۍ د دې لامل کېږي، چې امریکا د روسیې تر نفوذ لاندې سیمو څخه امتیاز ترلاسه کړي او روسیه د هغې د «ګوښه ژوند» په سيمه کې مغلوبه کړي.

د تخار والي ښه خبر دی چې امریکا د افغانستان په شمال کې سخت او ناامنه پسرلی طرحه کړی او د ده په څېر د جان کېري دولت د ځينو والیانو په لاس د دې سیمې پر خلکو دا ډول ناوړه شرایط راولي او په خپله په جزئیاتو د قضیې مدیرت کوي. بل پلو، والي پر دې ښه خبر دی چې روسیه يو شمېر هغو عناصرو ته چې مخکې يې هم له هغوی سره اړیکه درلوده؛ نوې او مختلفې وسلې ورکوي او ځينو عناصرو ته یې ان د مسکو او تاجکستان بلنلیکونه ورکړي. یو شمېر يې روسیې ته په پټه سفرونه کړي، ترڅو له روسانو سره له نژدې اړیکه ټينګه کړي. دا مسئله تر دې کچې جدي ده چې امکان لري په ډېرو سختو ورځو کې د روسیې تر ملاتړ لاندې عناصر، له طالبانو سره لاس یو کړي او د داعش او جان کېري د دولت پر ضد وجنګېږي. ولې دغه والي له داسې ناوړه او کړکېچن وضعيت څخه نه دی انديښمن!؟

دغو لاسپوڅو او خاینو چارواکو تل له مظلومو خلکو د خپلو او کافرو استعمارګرو د ګټو لپاره د قربانۍ پسونه جوړ کړي. دا ځل د جان کېري حکومت د امریکا په لارښوونه هوډ کړی چې د راتلونکي کال په پسرلي کې د افغانستان د شمال د مسلمانانو په ځانګړې توګه د تخار د اوسېدونکو په وینو استعماري لوبه او له روسيې سره د امریکا نیابتي جګړه پر مخ یوسي. په داسې حال کې چې حزب التحریر تل امت، د استعمارګرو کفارو او د دوی د قسم خوړلو مزدورانو له پروګرامونو څخه خبروي. د نبوت پر تګلاره د خلافت د بیا تاسیس لپاره عيني او ذهني شرایط رامنځ ته کوي او د دې خاورې مجاهدو او اشغال ضد خلکو ته اسلام د ژوند په ټولو ډګرونو کې د یوازینۍ حل لارې په توګه وړاندې کوي. له همدې امله د حزب التحریر ويښوونکو؛ فکري-سیاسي فعالیتونو د افغان چارواکو له سترګو خوب وړی، ځکه نو د لېونیانو په څېر پر حزب التحریر خوله ورخلاصوي.

حزب التحریر په هغه موخه او لاره چې د هدایت او رهبرۍ نمونه یې یوازې رسول الله صلی الله علیه وسلم دی؛ د هېڅ ملامتوونکي له ملامتۍ اندېښنه نه لري، د اسلامي خاورو د ټولو طاغوتانو پر وړاندې يې تر ۶۳ کالو ډېره موده خپل ثبات ساتلی او هېڅکله يې امت ته دروغ نه دي ویلي. له همدې امله حزب التحریر نور د امت په سترګو، غوږو او هوښيارۍ بدل شوی. نو د تخار د والي او نورو دسیسې به هم تجربه کړي. په پای کې به حق کامیاب او خاینان به رسوا شي. د جابرو چارواکو پروګرامونه به له منځه ولاړ شي او د الله سبحانه وتعالی پروګرام به پلی او تطبیق شي.

﴿بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهُ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ وَلَكُمُ الْوَيْلُ مِمَّا تَصِفُونَ﴾ )الأنبياء: ١٨(

‏بلکې (موږ داسې نه غواړو او) حق له باطل سره اخته کوو، حق د باطل مغز پاشي او باطل ډېر ژر محوه او له منځه ځي. افسوس دې وي پر تاسو، د هغه ستاینې له امله چې کوئ يې!

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر -ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

Last modified onشنبه, 25 فبروری 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې