شنبه, ۰۹ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په افغانستان کې د امريکايي ترهګرۍ د دوام سياسي ابعاد
بسم الله الرحمن الرحيم
په افغانستان کې د امريکايي ترهګرۍ د دوام سياسي ابعاد

په افغانستان کې د امريکايي اشغال له وحشتونو ډکه جګړه شپاړسم کال ته داخله شوې، خو د هغې د پای څرک د آسمان په هېڅ څنډه کې نه تر سترګو کيږي. ځکه امريکا د هغه څه لپاره جګړه نه وه پيل کړې، کومه يې چې د رسنيو له لارې عامه افکارو ته بيانوله.

امريکا له نن څخه ۱۵ کاله وړاندې د سپټمبر د ۱۱مې د پېښې په پلمه د سولې، امنيت، بشري حقونو او سوکالۍ تر شعارونو لاندې پر افغانستان باندې يرغل وکړ او د طالبانو رژيم يې له منځه يووړ. د امريکا ولسمشر بوش د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر په ۲۰مه د طالبانو لپاره لاندې ټکي په ګوته کړل:

  • د القاعدې ټول رهبران بايد متحدو ايالتونو ته وسپارل شي.
  • له طالبانو سره ټول بهرني زندانيان بايد آزاد او متحده ايالتونو ته وسپارل شي.
  • د القاعدې ټول تربيتي کمپونه بايد وتړل شي.
  • د امريکا متحدو ايالتونو ته د القاعدې د کمپونو د پلټنې عامه او تامه اجازه ورکړل شي.

په اسلام آباد کې د طالبانو سفير عبدالسلام ضعيف وايي چې طالبانو سختې ډېرې هڅې وکړې ترڅو د يادې پېښې په اړه لازمې څېړنې ترسره شي، آن تر هغه چې درې ځله يې له امريکا څخه د اسامه بن لادن د محاکمې غوښتنه وکړه، خو د امريکا له خوا رد شوه. ځکه امريکا د «ترهګرۍ» په بهانه غوښتل په افغانستان کې د خپلو سيمه ييزو او ستراتيژيکو موخو لپاره اوږدمهاله حضور پيدا کړي. که څه هم کولن پاول ژمنه کړې وه، مګر د ژمنې پر خلاف امريکا تر ننه هم داسې اسناد نه دي وړاندې کړي، چې په دې دلالت وکړي چې اسامه بن لادن د سپټمبر د يوولسمې په پېښه کې لاس درلود. نو له پيله امريکا افغانستان ته د خپلو ستراتيژيکو او سيمه ييزو استعماري موخو لپاره راغلې، نه د افغانانو د سولې او سوکالۍ لپاره.

امريکا د خپلو دغو استعماري موخو د ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې ۳۵۰۰ تنه  صليبي يرغلګر، لسګونه زره د لاسپوڅي افغان دولت ځواکونه قرباني کړي دي او سلګونه زره ملکي وګړي يې د دغه جګړې د جانبي تلفاتو په څېر له منځه وړي دي.

امريکا د دغه راز انسان وژنې تر څنګ  افغان ولس له داسې فقر سره مخ کړی چې د ټول نفوس ۳۶ سلنه خلک د بې وزلۍ له کرښې ټيټ ژوند تېروي او د اشرف غني په وينا هره شپه ۱۵ سلنه افغانان وږي ويده کيږي.

دې ته ورته د نفتو او وسلو له سوداګرۍ وروسته دريمه لويه نړيواله راکړه ورکړه د نشه يي توکو ده، چې پر افغانستان باندې د امريکا او ناټو له يرغل وروسته تر ننه يې کال په کال توليد زيات شوی دی. د UNODC د څېړنو پر بنسټ په کلني ډول په افغانستان کې د شاوخوا ۷۰ ميليارده ډالرو په ارزښت نشه يي توکي توليديږي؛ چې يوازې دوه ميليارده ډالر يې افغان بزګران ترلاسه کوي او پاتې نوره ګټه وټه يې د يرغلګرو او د هغوی د لاسپوڅو چارواکو جيبونو ته لويږي. هغوی د دغه ناوړه کښت له امله د نړۍ په سطح د ګڼو انسانانو تر څنګ شاوخوا پنځه ميليونه افغان وګړي معتاد کړي چې يو ميليون يې ښځې دي.

همداراز په افغانستان کې د ناوړه امنيتي او اقتصادي وضعيت له کبله يوازې په ۲۰۱۵م کال کې ۲۵۰ زره افغانان د خورا سختو لارو  او خطرونو سره اروپا ته تللي او دغه بهير لا تر اوسه دوام لري. په هېواد کې د ننه هم د ښکېلاکګرو دولتونو د نيابتي جګړو له امله لسګونه زره کسان بې ځایه شوي دي. امنيتي وضعيت تر دې کچې خراب شوی چې هره ورځ په اوسط ډول د ۱۵۰ تنو افغانانو ژوند اخلي. مالي او اداري فساد افغانستان د نړۍ د تر ټولو سترو فاسدو هېوادونو د لړليک په سر کې راوستی دی.

له دې ټولو سره – سره  امريکا او ناټو د افغان ولس تر منځ سخته قومي تفرقه خوره کړې، قوانين يې غير اسلامي کړي، د چارواکو تر منځ يې ژور اختلاف رامنځ ته کړی، د رسنيو او مدني سازمانونو له لارې يې په پوره شد او مد سره د فحشا او غير اسلامي فرهنګ خپراوي ته مخه کړې، کومه چې د ښکېلاکګرو نرمه جګړه هم ورته ويلی شو، چې له امله يې غواړي د دغه خاورې د اوسېدونکو اسلامي هويت بشپړ له منځه يوسي.

امريکا او ناټو په افغانستان کې خپل دغه ټول وحشت او دهشت د چين او روسيې د محاصره کولو، په سيمه کې د ريښتيني اسلامي نظام «راشده خلافت» د مخنيوي، د منځنۍ آسيا د هېوادونو د سرچينو د استعمار او حمل نقل په موخه ترسره کوي او د خپل اوږدمهاله حضور لپاره يې لومړی د کرزي له حکومت سره ستراتيژيک تړون او ورپسې يې د جان کري له نامشروع اولاد «ملي وحدت حکومت» سره امنيتي تړون لاسليک کړ. نو تر هغه چې امريکا خپلو سيمه ييزو موخو ته نه وي رسېدلې، په افغانستان کې به په کورنيو کړکېچونو کې ښکېل لاسپوڅی ضعيف دولت ساتي او وخت په وخت به د خپل اوږدمهاله شتون لپاره د «طالب، القاعدې او داعش» تر بېلابېلو نومونو لاندې نړيوال امنيت ته تهديد توجيه کوي او د تېرو ۱۵ کلونو په څېر به افغان ولس د امريکايي ډيموکراسۍ د وحشت په لمبو کې سوځوي. نو د سيمې مسلمان ولسونه بايد د تفرقې پر ځای د «راشده خلافت» د تاسیس په موخه د حزب التحرير تر رهبرۍ لاندې يو او بل ته لاسونه سره ورکړي او د سبا پر ځای نن راپاڅي او په سيمه کې دغه امريکايي نيواک ته د پای ټکی کيږدي.

سيف الله مستنير

د حزب التحرير ولايه ـ افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

Last modified onشنبه, 25 فبروری 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې