سه شنبه, ۲۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د افراطیت په اړه د ښکاره او بنسټیزو کرښو څرګندول؛ د اسلام سیاسي نظام او د نصاب بدلون
بسم الله الرحمن الرحيم
د افراطیت په اړه د ښکاره او بنسټیزو کرښو څرګندول؛ د اسلام سیاسي نظام او د نصاب بدلون

افراطیت بحث د افغانستان په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت د مضمون منځپانګه، د اسلام سیاسي نظام او په جماعتونو کې د جمعې لمانځه د خطبې منځپانګه هغه مسایل دي چې نن ورځ خلک ډېرې خبرې پر کوي او د خلکو، رسنیو، پارلمان او ټولنیزو رسنیو تر منځ پر ګرمې موضوع بدل شوي او د دغې موضوع په اړه بېلا بېل نظرونه ور کړل شوي دي.

په دې اړه د لاندې ټکو څرګندول اړین دي:

لومړی: په نړیواله کچه او نړیوال سیاست سره دغه موضوع څرګنده ده چې هره ایډیولوژي واکمنه وي د خپلې سیالې ایډیولوژۍ د نسکورولو لپاره له ځینو اصطلاحاتو څخه ګټه اخلي چې د همدې اصطلاحاتو په پوښښ سره سیاله ایډیولوژي نسکوره او وغندي. نو پر همدې بنسټ غرب له هغه ځواک نه چې په واک کې یې لري او هغه کمزورتیا چې د اسلامي خلافت د نسکورېدو له امله یې د ډال په توګه د مسلمانانو لمن نیولې، مسلمانان یې د افراطګرو، بنسټګرو، ټروریسټانو په کلمو سره غندلي او پر همدې بنسټ یې خپلې اجنډا ته مشروعیت ور کړی. د دې ترڅنګ مسلمانان وژني، اسلامي خاورې اشغالوي او د مسلمانانو مقدساتو ته سپکاوی کوي. له بل لوري، د دغو اصطلاحاتو فضایي کېدل د غرب له خوا د فکري، سیاسي او جغرافیایي اختلافونو د دوام لپاره د اسلامي امت په منځه کې کاروي چې د همدې کلمو نه په ګټې اخیستنې سره د مسلمانانو په منځ کې تشه رامنځته کړي چې په پایله کې مسلمانان په مختلفو بنسټګرو، ټروریسټو او منځلارو ډلو سره ووېشي. خو هغه څه چې د اندېښنې وړ دي، هغه دا دي چې یو شمېر ځوانان او منحط مسلمانان چې اسلام ته د غرب له عینکو څخه ګوري؛ دوی هم له غرب سره په دغه تګلاره کې همغږي دي او هڅه کوي چې د افراطیت د مسایلو په یادولو سره په لومړي ګام کې د خپل ځان لپاره شهرت پیدا کړي او غربي اجنډاوو لپاره خپلې لاسته رواړنې ثابتې کړي. په دویم ګام کې به د ښکلاک پر وحشت او جنایتونو پرده وغوړوي او د اسلام پر وړاندې د افغانستان د دولت له اسلام سره په ټکر کې فعالیتونه او اسلامي خوځښتونه اسلامي وبولي او په وروستیو کې عام فکرونه او احساسات اغوا کړي.

  دویم: 

د تېرو څو کلونو په اوږدو کې د افغانستان دولت د غربي موسیسو په مرسته لکه: (USAID)، اسیا فونډېشن، نبرسکا، د افغانستان د روزنې او پراختیا مرکز او داسې نورو غربي موسیسو د تعلیمي او تحصیلي سیسټم د نوي کولو تر نامه لاندې ډېرې هڅې وکړې چې اسلامي مفکورې له تعلیمي او تحصیلي نصاب څخه بېرون کړي او پر ځای یې د ډیموکراسۍ، سیکولریزم، ملتپانې، د ازادۍ مفکوره، بشري حقونه او له حربي کافرانو سره د دوستۍ مفاهیم چې په ښکاره غیر اسلامي مفکورې دي؛ په ښوونځیو او پوهنتونونو کې تدریس کړي. دا بهیر یې داسې جوړ کړی چې د خلکو په منځ کې حساسیتونه رامنځته کړي او د ځینو تورونو د مطرح کولو پر بنسټ د خپلې شیطاني پالیسۍ د پرمختګ لپاره لاره حواره کړي. همداسې روان وو، اوس یې په افغانستان کې تعلیمي او تحصیلي سیسټم یو غربي او فاسد سیسټم جوړ کړی چې په څرګند ډول له اسلامي عقیدې سره په ټکر کې دی. د دې سیسټم لپاره سیکولر کسان ټاکي او داسې نسل روزي چې ډیموکراسي د ژوند د بنسټیزې کرښې او د غرب تمدن او مفکورې د ژوند د یوې لارې په توګه ومني او له ښکلاکګرو سره هېڅ ستونزه ونه لري. د دې تر څنګ اسلام یوازې عبادتي او اخلاقي دین ور وپېژني چې له سیاست او اقتصاد سره اړیکه نه لري.

د افغانستان دولت هم د خلکو د ذهنونو د غولولو او د ځینو حساسیتونو د مخنوي لپاره ځینو اسلامي مواردو ته په تیت او پاشلي ډول په تحصیلي او تعلیمي نصاب کې ځای ور کړی. خو په دې وروستیو کې داسې هڅې کوي چې له تعلیمي او تحصیلي نصاب څخه پاتې اسلامي مفکورې د دروس (د ټروریسټي روزنې) تر نامه لاندې له نصاب څخه لرې کړي. څنګه چې په دې اړه په لوړو زده کړو وزارت کې داسې کمیسیون جوړ شوی چې په پوهنتونونو کې د اسلام تدریس وڅاري او ویل کیږي چې په لومړي ګام کې دا هڅه کوي چې د ثقافت مضمون تدریس له اتو سمسټرونو څخه څلورو او بیا یې یو مخیزه له نصاب نه بېرون کړي او یوازې یې په شرعیاتو پوهنځي پورې وتړي. پر دې سر بېره، د ثقافت مضمون په منځپانګه کې هڅه کوي چې اسلامي موضوګانې له غربي موضوګانو سره ګډې کړي او دغه پرګرام د «د معاصر دولت فهم» تر نامه پر مخ وړي.

درېیم: د افغانستان په حاکمه فضا کې یو بل نوی بحث په پوهنتونونو کې د اسلام سیاسي نظام او د هغه د تدریس څرنګوالی دی. یو شمېر کسانو په څرګند ډول د اسلام د سیاسي نظام له تدریس څخه خپله وېره وښودله او دا یې وویل چې د جمهوریت نظام باید تدریس شي او له دې نه په وېره کې وو چې د اسلام بچیان له اسلامي حاکمیت څخه یو تصویر په ذهن کې ولري. نو دوی په ښکاره د جمهوریت نظام او د جان لاک، روسو او منتسکیو د ذهن توږل شوی نظام د سیاسي نظام په توګه وړاندې کاوه. د دوی پر وړاندې یو شمېر کسانو بیا ویل چې په اسلام کې اصل خلافت دی. په دې اړه باید ووایو چې په اسلام کې د حکومتدارۍ نظام همغه اسلامي خلافت دی او بس. خلافت د الله سبحانه وتعالی احکام د ژوند په ټولو چارو کې لکه: ټولنه، اقتصاد، کورني او بهرني سیاست او داسې نورو برخو کې پلي کوي او داسې زمینه رامنځته کوي چې ټول بشر د ښو کړنو په تر سره کولو سره جنت ته ولاړ شي. د اسلام د حکومتدارۍ نظام ته له جمهوریت سره په اړیکه ور کولو سره چې په هغه کې د حکومتداري بنسټ له ژوند څخه د دین بېلتون دی، یو نه بښونکی عمل دی. خو دا چې ډېرو کسانو ته یې فرېب ور کړی، هغه له جمهوریت نظام سره د اسلامي مختاړې یوځای کول او د دغه رژیم په ګټه د درباري علماوو او منحطو مسلمانانو  تورونه د دې کار لامل شوي. دا موضوع هم باید څرګنده شي چې د خلافت دولت د یو حزب، یو مذهب او د یوې ځانګړې ډلې دولت نه دی. دا دولت یوازې د اسلامي امت دولت دی او د هغه بیا راتګ پر ټولو مسلمانانو فرض دی.

څلورم: ښکلاک او د دوی مزدورانو د دې مسلې په ګرمولو سره یو ځل بیا د خلکو اسلامي احساسات راوپارول؛ خو له ډېرو پراخو هڅو او لګښتونو سره سره د افغانستان مسلمانو او مجاهدو خلکو د اسلامي ثقافت د منځپانګې د بدلون، له خلافت نظام سره د جمهوریت په ګډولو او په جماعتونو کې د جمعې د لمانځه خطبې په څارلو سره په ټولو اړخونو کې خپل سخت غبرګونونه ښودلي دي او یو ځل بیا یې دا وښودله چې خلک په هر قیمت سره له خپلو عقایدو څخه ننګ ته چمتو دي.

وَمَكَرُوا وَمَكَرَ اللَّهُ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ 

(۳:۵۴)

او دښمنانو مکر وکړ، الله سبحانه وتعالی یې په ځواب کې مکر رامنځته کړ او الله سبحانه وتعالی له بهترینو مکر اچونکو څخه دی.

مصدق سهاک 

د حزب التحریر ـ ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر غړی

Last modified onشنبه, 25 فبروری 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې