دوشنبه, ۲۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د امریکا استخباراتي سازمانونه پر هېچا، حتی پر ولسمشر هم باور نه لري!
بسم الله الرحمن الرحيم
د امریکا استخباراتي سازمانونه پر هېچا، حتی پر ولسمشر هم باور نه لري!

(ژباړه)

ټرامپ یو ځل بیا د امریکا پر استخباراتي سازمانونو نیوکه وکړه، چې یوه ناتایید شوي راپورته یې د خپرېدو اجازه ورکړې ده. دا راپور ښیي چې روسیې له ډونالډ ټرامپ څخه د باج اخیستلو لپاره د هغه په اړه معلومات را ټول کړي دي. نوموړي ادعا کړې چې استخباراتي ادارو پخپله د روسيې په اړه نا تایید شوې دوسیې افشا کړې دي.(سرچینه: پولیتیکو)

د ډیموکراسۍ په حکومتونو کې واقعیت داسې دی، چې هر څوک د خپلو ګټو لپاره حکومت د خپل لاس آله ګرځوي. د امریکا سیاسي نظام د یو شمېر پانګوالو په لاس کې دی، چې له سیاسي او استخباراتي سازمانونو سره ټینګه اړیکه لري. د امریکا ولسمشران د سیاسي او ایدیولوژیکي اډانې په بهیر کې بدلون کوي او هر ولسمشر هڅه کوي، چې شخصي ګټې او تګلارې یې په کاري لومړيتوب کې ځای ولري؛ مګر په پایله کې د اداره کوونکو سیاسي جوړښتونو په وسیله استثماریږي. ډونالد ټرامپ، د پانګوالي اېډیولوژۍ په لېږد کې د مفکورې له نظره یو عادي کس دی؛ خو د ده له ویناوو څخه په غور دا څرګندېږي، چې د سیاسي اداره کوونکو جوړښتونو سره په بشپړه توګه همغږی دی او نوموړی دا همغږي له خپلې عادي کړندلارې سره داسې پر مخ بیایي:

چین: د امریکا اداره کوونکو سازمانونو له چین سره د همکارۍ او مخامخ کېدو اسلوب غوره کړی دی. اوباما هم له چین سره د شراکت او غیر مستقیمې سیالۍ سیاست پر مخ بېوه، چې همدا اوس د چین په جنوبي بحر کې مستقیماً یو له بل سره مخ دي؛ خو چین د نرمۍ له دغه اسلوب څخه پوره ګټه واخیسته او ځان یې ډېر پياوړی کړ. د چین دغه پرمختګ ټرامپ دې ته اړ کړ چې په ښکاره او مستقیم ډول د چین پر وړاندې ودرېږي.

روسیه: د اوباما په دوره کې امريکايي استخباراتي سازمانونو له روسیې سره د همکارۍ سیاست غوره کړ، په ځانګړې توګه د سوریې په اړه. خو برعکس اوباما دغه سیاست پټ ساتلی و او په ښکاره ډول یې روسیه ګواښله؛ خو اوس امنیتي سازمانونه د دې خلاف د تيري سیاست په غوره کولو سره غواړي د چین په مقابل کې له روسیې څخه کار واخلي، خو ټرامپ بیا د روسیې په مقابل کې د مشارکت سیاست غوره کړی.

اسلامي امت: د استخباراتي سازمانونو سیاست د اسلامي امت پر وړاندې له ممکنو او ښکاره وسایلو څخه په ګټې اخیستنې تل د تيري او یرغل حالت لري. د اوباما رویه بیا برعکس وه، نوموړي د اسلامي امت پر وړاندې نرمه ژبه کاروله او په دې هڅه کې و چې په اسلامي امت کې غرب پلوي منځلاري پیداکړي؛ خو دا سیاست یې ناکام شو او په امت کې يې ډېر لږ خلک منځلاري تربیه کړای شول. دا چې امریکا د خپل زوال خوب د دغه امت په لاس ویني؛ نو له همدې امله استخباراتي سازمانونه او ټرامپ دواړه د اسلام پر ضد په ښکاره یرغل کوي.

پناه غوښتنه: د امریکا استخباراتي سازمانونه د غیر قانوني کډوالو د ستونزو د حل په لټه کې وو او د کابو ۱۱میلیونه غیر قانوني کډوالو ايستل امریکا له اقتصادي ستونزو سره مخ کوي؛ ځکه کډوال د اقتصادي تولید لپاره لوی ځواک ګڼل کیږي. له همدې امله ټرامپ هڅه وکړه، چې خپله د کډوالو په مقابل کې خپل دريځ بدل کړي او دا هغه سیاست دی، چې استخباراتي سازمانونه هم ورسره موافق دي.

سوداګري: ټرامپ د خپل ټاکنيز کمپاین په بهیر کې د اقتصادي همکاریو امر صادر کړ او هغو امریکایانو چې په بهر کې یې له کار او کسب سره مينه لرله؛ د دغې برنامې ملاتړ وکړ. اوباما پخوا له چین سره د ( TPPترانس-پسیفیک) په نامه د سوداګريزو همکاریو تړون لاسلیک کړی و. کله چې ټرامپ واک ته ورسېد، د اوباما پر خلاف یې بې ځنډه له «شراکت تړون» څخه د امریکا د ایستلو فرمان لاسلیک کړ؛ خو استخباراتي سازمانونه د ټرامپ له دغه کار سره مخالف وو.

ټرامپ تېره اونۍ سیاسي او استخباراتي ادارې په خپل ضد وبللې؛ ځکه دغه سازمانونه هېڅکله پر خپلو ولسمشرانو باور نه لري او تل په دوی پسې ځانګړي جاسوسان ګوماري. پخوا ځینې ولسمشران د سازمان د پالیسیو د مخالفت له امله رسوا، سپک او نیول شوي دي او استخباراتي سازمانونو د اختلافونو په څرګندولو غوښتل، چې ټرامپ ته خپل قوت وښیي او ورته څرګنده کړي، چې په امریکا کې ولسمشر واکمن نه دی او باید خپله دنده له استخباراتي پالیسیو سره سمه سرته ورسوي.

ډیموکراسي د انسان حکم پر انسان تطبیقوي او یوازنۍ لار چې انسان د خپل همنوع له بنده ګۍ څخه ژغوري، دا ده چې یوازې پروردګار خپل رب او حاکم غوره کړي. دغه نیکمرغي د اسلامي حکم په تبني کولو او د خلافت په تاسیس شونې ده او اسلام د ۱۳۰۰کلونو په اوږدو کې نړیوالو ته خپل قدرت د خلافت د ستر دولت په اډانه کې وښود.

مترجم :عبدالحمید قرباني

سرچینه: الراية جریده

Last modified onدوشنبه, 24 اپریل 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې