شنبه, ۲۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د تروریزم د مور «امریکا» له خوا د بمونو د مور «GBU-43» پيغام څه و!؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د تروریزم د مور «امریکا» له خوا د بمونو د مور «GBU-43» پيغام څه و!؟

پر ټوله اسلامي خاوره له «تروریزم او افراطيت» سره د جګړې د ګرمو تبليغاتو په مسمومه فضا کې؛ يرغلګرو امریکايي ځواکونو د تېرې پنجشنبې په ماښام د ننګرهار اچین ولسوالۍ د مومند درې په اسد خېلو سیمه کې د داعش ډلې پر مرکز او پټنځايونو تر ټولو ستر نااټومي «GBU-43 » بم وکاروه. مګر په افغانستان کې د داعش هومره پراخ شتون، چې پر وړاندې يې د دا ډول ستر بم کارولو ته اړتيا پېښه شي؛ هغه پوښتنه ده چې ځواب يې په لاندو ټکو کې رالنډوم:

۱. د تروريزم د مور «امریکا» له لوري د بمونو د مور «GBU-43» کارول، د تېر په څېر يو ځل بيا د جان کيري حکومت د چارواکو، مدني ټولنې، بشري حقونو د کميسيون او سفارتخونو د رسنيو حقيقت خلکو ته بربنډ کړ. ځکه هغوی په مستقيمو او غير مستقيمو لارو يوازې د شوي وحشیانه تروریستي بريد له توجيه کولو پرته بل هېڅ وړ مناسبه کړنه ترسره نه کړه. ترهغه چې د روغتيا وزارت وياند وحید مجروح په کابل کې خبري غونډې ته وويل؛ چې دغه بمي بريد هېڅ ولسي تلفات نه درلودل. نوموړي په ډېره بې شرمۍ سره زياته کړه: «GBU-43» بم یو نااټومي بم و؛ د چاپېریال او روحي پلوه د سیمې په خلکو هېڅ اغېز نه لري. په داسې حال کې چې سيمه تر ننه د امريکايانو تر ولکې لاندې ده. د تلفاتو د حقيقت په اړه يوازې هغه څه خپرېږي چې امريکا يې غواړي. يو شمېر رپوټونه د ښځو او ماشومانو په ګډون د ګڼو انسانانو د اورېدو د حس د موقتي له منځه تلو او ځينو نورو بيا د يو شمېر کسانو د غوږونو د پردو د پرې کېدو خبرونه خپاره کړي دي.

۲. تر دې وړاندې د افغانستان، سيمې او نړۍ په کچه ټولو ته دا ثابته شوې وه، چې داعش د امريکا هغه پروژه ده، چې د خپل اصلي دښمن اسلام او اسلامي امت د ځپلو لپاره يې جوړه کړې ده. په ځانګړي ډول د خراسان داعش هغه ډله ده چې د امريکا په لارښوونه د پاک-افغان استخباراتي ادارو له خوا رامنځته شوې ده. امريکا غواړي د داعش د نړيوالې اجنډا پر مټ منځنۍ آسيا، روسيې او چين ته امريکايي تروریزم صادر کړي، ترڅو له دې لارې پر هغوی د امريکا او ناټو د محاصرې کړۍ لاتنګه کړي. امريکا هڅه کوي ترڅو په دغه بهانه خپلې ستراتيژيکې او استعماري موخې تعقيب کړي او همداراز د داعش د جنايتونو په واسطه خپلو جنايتونو ته وړ توجيه ګانې پيدا کوي. نو له همدې امله امريکا هڅه وکړه، ترڅو د عامه افکارو د ګمراه کولو لپاره دا ډول وحشيانه برید ترسره کړي او نړيوالو ته وښيي چې امريکا له داعش سره په مبارزه کې غوڅ او ريښتينی دريځ لري.

۳. د صليبي ترور دغې هڅې ټولو سياسي احمقانو ته دا ثابته کړه، چې امريکا افغانستان او نورې اشغال شوې اسلامي خاورې د خپلو تر ټولو خطرناکو او ډېر زيان رسوونکو وسلو د آزمېښتځای په توګه کاروي. د يادولو وړ ده چې د امريکا له خوا د دا ډول وسلو د کارولو لومړی ځل نه دی، بلکې په وار-وار يې تر دې درنې وسلې کارولې، مګر دا ځل يې خپله د هغې پر لويوالي اقرار کړی او موضوع يې رسنيزه کړې ده. ځکه امريکا د اسلامي امت له اوسنيو چارواکو څخه اصلاً دا وېره نه لري، چې هغوی به هم ورته وسلې د امريکا پر وړاندې وکاروي. ځکه هغوی په خپلو پرېکړو کې استقلاليت نه لري، بلکې ټول د همدغو کفارو لاسپوڅي ګوډاګيان دي. هغوی دا نه شي درک کولای چې همدغو کفارو له خپلو مخلصو لاسپوڅو قذافي او صدام سره څه وکړل.

۴. واشنګټن د خپل دغه وحشيانه بريد په واسطه د افغانستان او نورو قضيو پر سر خپلو ټولو سيمه ييزو او نړيوالو رقيبانو ته دا پيغام ورکړ، چې امريکا په هر قيمت اشغال کړې سيمې د دوی له نفوذ څخه خوندي ساتي؛ ولو که هغه تر ټولو د ډېرو ويجاړوونکو وسلو کارولو ته اړتيا ولري. ځکه په دې وروستيو کې امريکا په لوی لاس هڅه کړې، ترڅو د سوريې په څېر په افغانستان کې هم روسيه راښکېله کړي. د روسيې دغه ښکېلتيا د هغوی په سخت سياسي ګنګستوب دلالت کوي او دې ته لار هواروي چې په منځنۍ آسيا هېوادونو او روسيه کې د داعش تروريستي بريدونه پيل او په سيمه کې د امريکا پر لارښوونه نوی اړدوړ رامنځته شي.

۵. اوس بايد هرچا ته دا ثابته شوې وي، چې د امريکا او غرب مبداء «ايډيولوژي» کپيټاليزم او د هغوی نظام ډيموکراسۍ چې کوم نړيوال فرهنګ او تمدن رامنځته کړی، له بنياده د نورو په ويرولو خپلې آزادي ګانې تامينوي. د نورو ولسونو په اشغال او استعمار سره خپلو ټولنو ته د هوساينې امکانات برابروي. د يادولو وړه ده چې د غرب د مفکورو او فرهنګ ترويج زموږ په ټولنه کې د لسګونه دا ډول فزيکي بمونو څخه زيات زيان اړولی دی.

۶. که څه هم په افغانستان کې له مذهبي پلوه د داعش پروژې هومره پرمختګ نه درلود، څومره چې امريکا ورته اړتيا درلوده. نو د دغه بم له کارولو وروسته يې په رواني لحاظ هم داعش د افغانستان په سنتي ټولنه کې مقدس کړ، چې ډېری بېکاره او ربړېدلي ځوانان به له داعش سره يو ځای شي.

نو اوس بايد وړو او زړو، پوهو او ناپوهو، چارواکو او عوامو ته دا واضح شوې وي، چې د امريکا اوسنۍ اداره هم د بوش، اوباما او د امريکا د تېرو ادارو په څېر له اسلام او مسلمانانو سره خپلې وحشيانه جګړې ته دوام ورکوي. هغوی په ټوله نړۍ او په ځانګړي ډول په اسلامي خاورو کې امن له منځه وړي او کړکېچ رامنځته کوي. د امريکا دغه اسلام او مسلمان دښمنه سياست له نړيوالې صليبي ټولنې سره په همغږۍ، چې د اسلامي خاورو لاسپوڅي چارواکي هم ورسره مله دي، پلی کوي. هغوی د شيطاني تفکر ټول ابتکار په دغه جګړه کې په کار اچوي، ترڅو د دې مخه ونيسي چې مسلمانان يو ځل بيا د اسلامي دولت «خلافت» خاوندان شي. له همدې امله امت بايد خپله د مرګ او ژوند قضيه او تر ټولو مهمه وجيبه درک کړي او د الله سبحانه وتعالی د رضا او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ارشاداتو له مخې د دغه پانګوال، ډيموکراتيک، صليبي تروريزم پر وړاندې راپاڅي او د خلافت په تاسیس سره د نړۍ دغه لومړۍ درجه تروریستي دولت ته حد او پوله وټاکي. دا هغه مهال شونې ده، چې د امت پوځونه، متنفذين او قومي مشران د دویم راشده خلافت د تاسيس په موخه د حزب التحرير ملاتړ وکړي او د مخلصو پوځي جنرالانو له خوا حزب التحرير ته د واک له تسليمولو  سره سم هغه راشد خليفه د بيعت له لارې واک ته ورسوي، چې تر کور دننه د ژوند په ټولو برخو کې يوازې اسلام پلی، متفرق امت د اسلامي عقيدې پر بنسټ په سياسي او جغرافيوي اډانه کې سره متحد او بهر ته اسلام د دعوت او جهاد له لارې ورسوي.

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر-ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې