پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د مسلمانې کورنۍ فاسدول، د دین د له منځه وړلو په مانا دي
بسم الله الرحمن الرحيم
د مسلمانې کورنۍ فاسدول، د دین د له منځه وړلو په مانا دي

له عایشې رضی الله عنها څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إذا ظهر السوء فی الأرض أنزل الله بأهل الأرض بأسه» قالت: و فیهم أهل طاعة الله عز و جل؟ قال: «نعم، ثم یصیرون إلی رحمة الله تعالی»

ژباړه: کله چې په ځمکه کې فساد څرګند شي، نو الله تعالی خپل عذاب پرې نازلوي. عایشې رضي الله عنها وویل: ان که په منځ کې یې مطيع خلک هم وي؟ ویې ویل: هو، خو وروسته هغوی د الله تعالی د رحمت وړ ګرځي.

د دې موضوع د لیکلو اصلي انګېزه د هغو موضوعاتو روښانه کول دي، چې پر مسلمانو نجونو، هلکانو، کورنیو، ټولنو، ارزښتونو او نېکو اخلاقو سخت بریدونه کوي. په دې برخه کې اصلي جنایتکاران هغه سیاستوال او رهبران دي چې پر چټکو او پرله پسې پروګرامونو کار کوي، ترڅو په دې توګه پر اسلام، د هغه پر پیروانو او هغې پاکۍ او شرافت یرغل وکړي، چې له اسلام څخه سرچینه اخلي. دغه راز موخه یې په فساد او بې‌لاریو کې د مسلمانانو ډوبول دي:

﴿وَدُّواْ لَوْ تَكْفُرُونَ كَمَا كَفَرُواْ فَتَكُونُونَ سَوَاءً فَلَا تَتَّخِذُواْ مِنْهُمْ أَوْلِيَاءَ﴾ [نساء: 89]

ژباړه: هغوی غواړي چې تاسو (هم) د دوی په شان کافران شئ، نو له دوی سره به يو څېر شئ، نو له دوی څخه ځان ته دوستان مه غوره کوئ!

دا پروګرامونه په مستقیم ډول په هغه سازمان پورې تړلي دي، چې ملګري ملتونه ورته وايي او د فرهنګ، تمدن او پرمختګ په نامه یې مخته بیایي. د پلي کولو وسیلې یې پر اسلامي خاورو هغه حاکم مزدور نظامونه دي، چې مشران او رهبران یې رسول الله صلی الله علیه وسلم «روبیضات» یاد کړي دي؛ یعنې هغه کم عقله خلک چې د خلکو د چارو اړوند خبرې کوي.

دغه رهبران له ګناه او منکراتو څخه په ملاتړ ویاړي! دغه واقعیت هغوی داسې ذلیل کړي چې زړونه یې ټول تور شوي او هغه کړنې رهبري کوي، چې د بې‌غیرتۍ د ترویج لامل کېږي. پلار او ورور د خپلې لور او خور د عزت ساتلو پر وړاندې بې‌غیرته کوي او د هغوی له ابرو ساتلو څخه یې منعه کوي. دغه راز مېړه د خپلې مېرمنې په اړه بې‌غیرته کوي! د خپلو دغه ډول فعالیتونو د توجیه کولو لپاره یې د پلار او مېړه لخوا د «کورني تاوتریخوالي» په نامه قوانین وضع کړي، چې له قران او سنتو سره په ټکر کې دي. ان دین په تاوتریخوالي او ترورېزم تورنوي او وایي چې دا احکام له اوسني وخت سره مناسب نه دي، د غرب له تمدن او نوي مدنیت سره جوړ نه راځي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَاللَّاتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوا عَلَيْهِنَّ سَبِيلاً﴾ [نساء: 34]

ژباړه: او هغه ښځې چې له سرغړونې يې اندېښنه لرئ، لومړی نصېحت ورته وکړئ، بیا مو د خوب ځایونه ورنه بېل کړئ او (که بیا یې هم سرغړونه کوله) ویې وهئ او بیا یې که چېرې ستاسو اطاعت وکړ، نو پر هغوی د ظلم لپاره پلمې مه لټوئ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځانګړې توګه له داخل څخه د کورنۍ د ملاتړ په اړه فرمایي:

«مُرُوا أَبْنَاءَكُمْ بِالصَّلَاةِ لِسَبْعٍ، وَاضْرِبُوهُمْ عَلَيْهَا لِعَشْرٍ، وَفَرِّقُوا بَيْنَهُمْ فِي المضاجع»

ژباړه: خپلو زامنو ته مو په اووه کلنۍ کې پر لمانځه امر وکړئ او په لس کلنۍ کې یې د لمانځه پر نه کولو ووهئ او د خوب ځای یې له نورو څخه بېل کړئ.

پر همدې اساس بې‌ناموسي د کفارو مذهب دی، بې حجابي او بې غیرتي یې دین دی، تر دې چې الله تعالی پر دوی باندې جنت او یا هم د جنت بوی حرام کړی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«ثَلَاثٌ لَا يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلَا يَنْظُرُ اللَّهُ إِلَيْهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ: الْعَاقُّ وَالِدَيْهِ، وَالْمَرْأَةُ الْمُتَرَجِّلَةُ الْمُتَشَبِّهَةُ بِالرِّجَالِ، وَالدَّيُّوثُ». (رواه أحمد)

ژباړه: درې ډوله خلک جنت ته نه شي داخلېدای او د قیامت په ورځ به د الله تعالی له رحمت څخه بې برخې وي؛ هغه کس چې د والدینو نافرماني کوي، هغه ښځه چې په جامو او چلند کې له سړیو سره ورته والی کوي او بل بې غیرته دیوث سړی دی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه چا په اړه چې خپل عزت نه خوندي کوي، فرمایي:

«إِنَّ اللَّهَ يَغَارُ، وَإِنَّ الْمُؤْمِنَ يَغَارُ، وَغَيْرَةُ اللَّهِ أَنْ يَأْتِيَ الْمُؤْمِنُ مَا حَرَّمَ عَلَيْهِ»  (مسلم و بخاری)

ژباړه: الله تعالی (پر ځينو شيانو) غيرت کوي او مومن هم (پر ځينو شيانو غيرت کوي) او الله تعالی پر دې غيرت کوي چې مومن هغه څه ترسره کړي چې الله تعالی پرې حرام کړي دي.

 

که پورتنیو دوو حدیثونو ته پام وکړو، نو دا په ډاګه کېږي چې د دغو سختو بریدونو موخه په حقیقت کې د الله تعالی وحې ده. همدارنګه که چېرې په دې برخه کې د بې درېغه فيمنیسټي فعالیتونو، د دوبي تفریحي پروګرامونو، بهر ته له محرم پرته سفر، د اوبو ګډو حوضونو او هغو بې‌حجابه او بې‌پروا نجونو ته پام وکړو، چې د پلار، ورور او مېړه له تسلط څخه د ځان خلاصولو هڅې کوي او د هغو کسانو ملاتړ تر لاسه کوي، چې دوی بې‌لارۍ ته رابولي (هغه سازمانونه او مؤسسې چې دغه ډول کارونو ته یې تشویقوي) او یا هم د هغو هلکانو حالت ته وګورو، چې شلېدلی پتلون یې پر تن، د طلا یا نقرې زنځیر یې پر غاړه، والۍ پر غوږو او دې ته ورته په سلګونو نور کارونه کوي؛ په حقیقت کې د دغو ټولو موخه د الله تعالی پر دین برید کول دي، چې د ازادۍ، تمدن او پرمختګ په پلمه د الله سبحانه وتعالی اوامر تر پښو لاندې کوي! د الله تعالی احکام ځنډېدلي او له واقعیت څخه ګوښه شوي دي! الله رب العالمین د دغو سینګارونو او خوندونو په اړه فرمایي:

﴿وَإِنْ كُلُّ ذَلِكَ لَمَّا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةُ عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُتَّقِينَ (35) وَمَنْ يَعْشُ عَنْ ذِكْرِ الرَّحْمَنِ نُقَيِّضْ لَهُ شَيْطَاناً فَهُوَ لَهُ قَرِينٌ (63) وَإِنَّهُمْ لَيَصُدُّونَهُمْ عَنِ السَّبِيلِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ مُهْتَدُونَ(37)﴾ [زخرف: 35-37]

ژباړه: دا هر څه د دنیا ژر تېرېدونکې متاع ده او اخرت ستا د رب په نزد د متقيانو لپاره دی. څوک چې د رحمن رب له ذکر څخه بې‌پروا شي، نو موږ یو شیطان پرې ګومارو، چې تل به ورسره وي. دا شیطانان دغه ډول خلک پر سمه لاره له تلو څخه منعه کوي، خو دوی به ګومان کوي چې موږ سم روان یو.

ګرانه لوستونکیه! ایا د قیامت ورځ دې په یاد ده، هغه ورځ چې د الله سبحانه وتعالی په حضور کې به بېرته راپورته کېږې! د هغه څه د پلټلو ورځ چې په دنیا کې له کړو عملونو څخه دې پرده پورته کوي، دا هغه عملونه دي چې خپل دین دې پرې له منځه وړی، ژوند دې پرې برباد کړی او ان په ټولو ناوړه کارونو کې له شیطان او د هغه له ډلې سره یو ځای وې! هغه ورځ چې پښېماني او د ځان ملامتول پکې هېڅ ګټه نه لري! الله تعالی فرمایي:

﴿حَتَّى إِذَا جَاءَنَا قَالَ يَا لَيْتَ بَيْنِي وَبَيْنَكَ بُعْدَ الْمَشْرِقَيْنِ فَبِئْسَ الْقَرِينُ (38) وَلَنْ يَنْفَعَكُمُ الْيَوْمَ إِذْ ظَلَمْتُمْ أَنَّكُمْ فِي الْعَذَابِ مُشْتَرِكُونَ﴾ [زخرف: 38-39]

ژباړه: کله چې دغه انسان زموږ حضور  ته راشي، نو (خپل شیطان ته به) وایي: کاشکي زما او ستا تر منځ د ختیځ او لوېدیځ په اندازه فاصله وای، ته خو ډېر بد ملګری وې. (دا وخت به دوی ته وویل شي) دا چې تاسو ظلم کړی، نو نن ستاسو لپاره دا خبره هېڅ ګټه نه کوي، ځکه چې تاسو په عذاب کې له یو بل سره شریک یاست.

دا چې د دغو ټولو فسادونو پر وړاندې د درېدو توان پیدا کړو او د الله تعالی پر دین او شریعت باندې د برید او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو د له منځه وړلو مخه ونیولی شو، نو د کفارو پلانونه او دسیسې باید افشا کړو، اسلوب یې خلکو ته ښکاره کړو او په مستقیم او ښکاره ډول یې پر وړاندې مبارزه وکړو. ځکه هغوی بیا پر موږ د پردې تر شا برید نه کوي، بلکې په ښکاره مو پر دین، عزت، کرامت، ارزښتونو او ارزښت لرونکو مقامونو بریدونه کوي. الله سبحانه وتعالی موږ ته امر کوي، چې په قران منګولې ټینګې کړو او فرمایي:

﴿فَاسْتَمْسِكْ بِالَّذِي أُوحِيَ إِلَيْكَ إِنَّكَ عَلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ (43) وَإِنَّهُ لَذِكْرٌ لَكَ وَلِقَوْمِكَ وَسَوْفَ تُسْأَلُونَ﴾ [زخرف: 43-44]

ژباړه: پر هغه څه منګولې ټینګې کړه، چې تا ته وحې شوي دي؛ له شک پرته چې ته په سمه لاره یې. په حقیقت کې قران ستا او ستا د قوم لپاره پند او ذکر دی او (ډېر ژر به تاسو د هغه په اړه) وپوښتل شئ.

د الله تعالی دغه امر رسول الله صلی الله علیه وسلم او موږ ته راجع شوی دی، چې پر وحې منګولې ولګوو، له الله او د هغه له رسول څخه پیروي وکړو او له دغه دین سره په ډېره مینه او احترام چلند وکړو، ترڅو زموږ ایمان زیات شي او د واقعي مؤمنانو صفات خپل کړو. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (1) إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَاناً وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ (2) الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ (3) أُولَئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقّاً لَهُمْ دَرَجَاتٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَمَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ﴾ [انفال: 1- 4]

ژباړه: که تاسو مؤمنان یاست، نو له الله او د هغه له رسول څخه اطاعت وکړئ. رښتیني مؤمنان هغه دي چې زړونه یې د الله تعالی د نوم په اورېدلو لړزیږي او کله چې دوی ته د قرآن ایاتونه تلاوت کېږي، ایمان یې زیاتیږي او پر خپل رب توکل کوي. هغه کسان چې لمونځ قایموي او څه مو چې ورکړي له هغو څخه (زموږ په لار کې) لګوي؛ داسې خلک رښتیني مؤمنان دي. هغوی یې د خپل رب لخوا له لوړو درجو او پراخې روزۍ څخه برخمن دي.

دوی د الله تعالی له هغه فطرت سره سم جنګېږي، چې خلک یې د همغه پر اساس پیداکړي دي. شیطانان د انسانانو په جامه کې دي او الله تعالی موږ ته امر کړی چې د شیطان د وسوسو څخه پیروي مه کوئ! الله تعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلَالاً طَيِّباً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ * إِنَّمَا يَأْمُرُكُمْ بِالسُّوءِ وَالْفَحْشَاءِ وَأَنْ تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ﴾ [168-169]

ژباړه: اې خلکو! د ځمکې حلال او پاک نعمتونه وخورئ او د شیطان پیروي مه کوئ، ځکه هغه ستاسو ښکاره دښمن دی. شیطان تاسو ته په بدو او ناوړه کارونو امر کوي او (تاسو اندېښمن کوي) ترڅو هغه شیان په الله تعالی پورې وتړئ، چې تاسې پرې نه پوهېږئ.

کوم څه چې په دغو بریدونو کې پېښېږي، دا هغه خبرې دي چې د ناپوهۍ او نادانۍ له مخې یې پر الله پورې تړي او ځانونه د ځمکې خدایان بولي. په صحیح مسلم کې له جابر رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إِنَّ إِبْلِيسَ يَضَعُ عَرْشَهُ عَلَى الْمَاءِ ثُمَّ يَبْعَثُ سَرَايَاهُ، فَأَدْنَاهُمْ مِنْهُ مَنْزِلَةً أَعْظَمُهُمْ فِتْنَةً، يَجِيءُ أَحَدُهُمْ فَيَقُولُ: فَعَلْتُ كَذَا وَكَذَا، فَيَقُولُ: مَا صَنَعْتَ شَيْئاً! قَالَ: ثُمَّ يَجِيءُ أَحَدُهُمْ فَيَقُولُ: مَا تَرَكْتُهُ حَتَّى فَرَّقْتُ بَيْنَهُ وَبَيْنَ امْرَأَتِهِ. قَالَ: فَيُدْنِيهِ مِنْهُ وَيَقُولُ: نِعْمَ أَنْتَ»

ژباړه: ابلیس خپل تخت د اوبو پر سر ږدي؛ وروسته خپل لښکر لېږي، (ترڅو خلک په فتنه کې واچوي) او هغه نفر یې تر ټولو ډېر ورته نیږدې دی، چې لویه فتنه رامنځته کړي. وروسته یې له لښکر څخه یو نفر ابلیس ته راشي او ورته وایي: پلانی او پلانی کار مې وکړ. ابلیس ورته وایي: هېڅ دې هم نه دي کړي. یو بل نفر یې راشي او ورته ووایي: پلانی مې تر هغې پرېنښود، ترڅو چې هغه او مېرمن  مې یې سره بېل کړل. ابلیس هغه خپل ځان ته نېږدې کوي او ورته وایي: ته تر ټولو غوره یې.

مسلمانه وروره! پام کوه چې تر ټولو لویه فتنه د کورنۍ پاشل، د ښځې او مېړه بېلول، د بچیانو بې‌برخلیکه کول او د ارزښتونو، فضایلو، عزت او پاکلمنۍ له منځه وړل دي.

اې مسلمانانو! د دغه ستر یرغل مخه یوازې د هغه خلافت دولت او د هغه د لښکر په وسیله نیول کېږي، چې د اسلام حمل کوونکی او د دعوت ساتونکی دی. په دې برخه کې هر مسلمان باید خپل مسوولیت ومني او هغه امانت ته باید ژمن وي، چې اسلام ورسپارلی دی:

«كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ...»

ژباړه: تاسو ټول مسؤل یئ او د هغو کسانو په اړه پوښتنه درڅخه کېږي، چې تاسو يې مسوليت لرئ

د اسلامي امت پر ټولو نارینه او ښځو واجب ده، ترڅو د هغو پروګرامونو مخه ونیسي چې د اسلام د تخریب او له منځه تلو لپاره رامنځته شوي دي او له ټولو څخه غواړو چې د هغو مزدورو حاکمانو پر وړاندې ودرېږي، چې دین او ارزښتونو ته یې درناوی نه کوي؛ ځکه دا حاکمان ناوړه سرچینې او لوی خطرونه دي. که چېرې د دوی پر وړاندې د درېدو هڅه او اقدام ونه کړو، د الله تعالی له عذاب سره به مخ شو! رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«مَا مِنْ قَوْمٍ يُعْمَلُ فِيهِمْ بِالْمَعَاصِي هُمْ أَعَزُّ مِنْهُمْ وَأَمْنَعُ لَا يُغَيِّرُونَ إِلَّا عَمَّهُمْ اللَّهُ بِعِقَابٍ» ابن ماجه.

ژباړه: هر هغه قوم چې ګناه پکې وشي او دوی له ګنهکارانو څخه قوي وي، خو مخه یې ونه نیسي، الله تعالی دوی ټول په خپل عذاب اخته کوي.

 

له الرایه مجلې څخه

لیکوال: استاد سعیدالکریم

ژباړن: حبیب الله حبیب

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې