جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
کورونو ته له ننوتو مخکې اجازه غوښتل
بسم الله الرحمن الرحيم
کورونو ته له ننوتو مخکې اجازه غوښتل

ګرانو ملګرو هر چېرته چې یاست (له حدیث شریف سره اوسئ) خپرونې نوې حلقې ته ښه راغلاست!

خپرونه د اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته په وړاندې کولو سره پیلوم:

«عَنْ أَبِي مُوسَى الأَشْعَرِيِّ رضی الله عنه، أَنَّهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلى الله عَلَيه وَسَلم «الاستِئْذاُن ثَلاَثٌ، فَإِنْ أُذِنَ لَكَ، وَ إلاَّ فَارْجِع» (متفق عليه)

ژباړه: له ابو موسی اشعري رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اجازه غوښتل درې ځله دي، که اجازه درکړل شوه ښه، که نه را وګرځه.

د حدیث مفهوم: د اوسېدو ځایونو ته د ننوتو پر وخت اجازه غوښتل په ژوند کې د لوړو اجتماعي ادابو له ډلې  او د سالمې روزنې، د شخص د پاک نفسۍ او خلکو پر وړاندې د انسان د عزت ساتلو نښه ده. د اجازې په واسطه انسان له هغو خبرو نه چې په پټه د ده په اړه ویل کېږي او همدارنګه پر خلکو له فشار څخه ژغورل کېږي. داسې کسان هم شته چې د نوي مدنیت له شتون او د قلف لرونکو او تړلو دروازو کورونو ته نه یوازې له اجازې او سلام پرته  ننوځې؛ بلکې اطاقونو ته په ناڅاپي او مجلسونو ته له اجازې پرته ننوځي، په داسې حال کې چې اسلام تل د ادابو (اجازه‌غوښتلو) ترسره کولو او مراعاتولو ته انسانان هڅوي او د استئذان د کلمې مفهوم یعنې: هغه کور ته له ننوتو مخکې اجازه غوښتل دي، چې مالک یې نه وي.

د اجازې غوښتلو حکم:

د خلکو کورنو ته له اجازې پرته ننوتل حرام دي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ﴾ [النور: ۲۷]

ژباړه: اې مومنانو! له خپلو کورنو پرته نورو کورنو ته تر هغه مه ننوځئ، چې اجازه تر لاسه نه کړئ او پر کورنۍ سلام وا نه چوئ. دا کار ستاسو لپاره ښه دی، ښایي چې تاسې پاملرنه ورته وکړئ.

په اجازه غوښتلو کې حکمت:

په اجازه غوښتلو کې حکمت د ښځو د حرمت ساتل او د کورونو د رازونو نه بربنډول دي، حتی اسلام کورونو ته کتل منعه کړي دي لکه چې په یوه حدیث کې داسې راغلي دي:

له سهل بن سعد رضی الله عنه نه روایت دی چې ویې ویل: یوه سړي له یوه سوري څخه د رسول رسول الله صلی الله علیه وسلم کورته وکتل، په هغه وخت کې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په لاس کې تېره لرګی یا اوسپنیزه ږمنځ وه، چې سر یې پرې ګراوه، کله چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ولید ویې فرمایل:

«لَوْ أَعْلَمُ أَنَّكَ تَنْظُرُ لَطَعَنْتُ بِهِ فِي عَيْنِكَ، إِنَّمَا جُعِلَ الاسْتِئْذَانُ مِنْ أَجْلِ الْبَصَرِ» (رواه البخارى)

ژباړه: که پوهېدم چې ته راګورې، هغه مې دې په سترګه درمنډه، ځکه د کتلو په خاطر اجازه غوښتل لازم شوي دي.

د اجازې غوښتلو کیفیت:

له ربعي بن حراش نه روایت شوي چې ويې ویل: د بني عامر یو کس موږ ته وویل، چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه، چې  په یوه کور کې و، د داخلېدو اجازه وغوښته او ویې ویل: ایا زه در شم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم یې خپل خادم ته وویل:

«أُخْرُج إلى هذا فَعَلِّمْهُ الإستئذَانَ فَقُل لَهُ قُل: السَّلامُ عَلَيكُم، أأدْخُل؟» فَسَمِعهُ الرَّجُلُ فقال: السَّلام عَلَيكم، أأدخُل؟ فَأذن له النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم فَدَخَل» (رواه أبو داود بإسناد صحيح)

ژباړه: له دغه سړي سره ولاړ شه، اجازه غوښتل ور زده کړه او ورته ووایه چې ووایي: اسلام علیکم زه درشم؟ سړي واورېدل او ویې ویل: اسلام علیکم زه درشم؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ننوتو اجازه ورکړه.

په سنن ابو داود کې له عبدالله بن بسر نه روایت دی، چې ویې ویل: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوه چا دروازې ته ورغی، دروازې ته به مخامخ نه درېده؛ بلکې ښي یا کېڼ لور ته به درېده او ویل به یې: اسلام علیکم اسلام علیکم.

د حدیث مفهوم:

د کور له خلکو سره د لیدو په وخت کې سلام اچول مناسب او ښه کار دی، ځکه الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿فَإِذَا دَخَلْتُمْ بُيُوتًا فَسَلِّمُوا عَلَى أَنْفُسِكُمْ تَحِيَّةً مِنْ عِنْدِ اللَّهِ مُبَارَكَةً طَيِّبَةً﴾ [النور:۶۱]

ژباړه: کله چې کور ته ننوتۍ یو بل ته سلام واچوئ، سلام د الله سبحانه وتعالی له لوري برکت او پاکي ده او پوه شه چې اجر یې ورکول کېږي.

د موضوع شرحه:

امام نووي رحمه الله د مسلم په شرحه کې فرمایي: علما په دې اجماع لري، چې اجازه غوښتل روا دي؛ ځکه د قرآن، سنت او د صحابه‌وو اجماع په دې اړه څرګند دلیلونه دي، سنت هغه دي چې سلام واچوي او درې ځلې اجازه واخلي، چې د سلام او اجازې تر منځ یې جمعه کړې وي.

لکه څنګه چې قران واضح کړې ده او پر دې اختلاف دی چې سلام اچول مستحب دي که اجازه؟ صحیح هغه دي چې په سنتو کې راغلي او محقیقینو هم واضح کړي دي، چې سلام باید مخکې شي او داسې ووایي: اسلام علیکم اجازه ده چې درشم؟ دویم قول دا دی، چې اجازه وغواړئ او درېیم قول دا دی، چې امام ماوردي هم هغه اختیار کړي دی: که اجازه غوښتونکي له ننوتو مخکې د کور څښتن ولید، سلام دې په اجازه مخکې کړي، ځکه د سلام په تقدیم کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دوه صحیح حدیثونه ثابت دي او د اجازې د ثبوت لپاره مناسبې معتمدې نښې شته.

په صحیح مسلم کې له عبد الله بن مسعود رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل: «د تا اجازه اخیستل دادي، چې پرده پورته کړې او زما خبرې واورې، خو دا چې منعه دې کړم» یعنې: ننوتل درته روا دي، چې د کور د خاوند خبرې واورې او په کور کې یې په شتون ډاډمن شې، خو دا چې له ننوتلو دې منعه کړي. البته دا په داسې حال کې ده، چې هغه کور ته د ننوتلو حرمت نه وي او دا په دې خاطر ده چې ابن مسعود په ټولو حالاتو کې د ده صلی الله علیه وسلم خدمتګار و، د اوداسه په وخت کې به یې اوبه او مسواک ورته تیارول، چې کېناسته به پایزار به یې پورته کاوه او د وتلو او ننوتلو اړتیا به ډېره وه.

امام نووی (رحمه الله) فرمایلي دي، چې د ابن مسعود رضی الله عنه دا واقعیت د ننوتلو پر اجازه د باور یو ډول نښې دي او پر اجازه اخیستونکي لازمه ده، چې نوم یې واخلي.

جابر رضی الله عنه وایي: پر پلار مې د پور په خاطر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم، ور مې ټک ټک کړ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: څوک یې؟ ومې ویل:

«منم، فَقَالَ: مَنْ ذَا فَقُلْتُ: أَنَا فَقَالَ: أَنَا، أَنَا كَأَنَّهُ كَرِهَهَا» (مُتَّفَقٌ عَلَيهِ)

ژباړه:  زه یم زه، داسې معلومېده چې رسول الله صلی علیه وسلم مې له ځواب نه خوښ نه و.

د حدیث مفهوم:

ابن جوزي فرمایلي دي: د (زه یم زه) په لفظ کې د کراهیت سبب، د یو ډول کبر احساس دی، چې ګویا ویونکی دا خبره ښکاروي چې زه هغه کس یم چې د نوم او نسب یادولو ته مې اړتیا نشته.

د درې ځلې اجازې غوښتلو حکمت:

له ابوموسی اشعري رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إِذَا اسْتَأْذَنَ أَحَدُكُمْ ثَلَاثًا، فَلَمْ يُؤْذَنْ لَهُ، فَلْيَرْجِعْ» (رواه البخاري)

ژباړه: که له تاسې څخه چا درې ځلې د ننوتو اجازه وغوښته او اجازه ورنه کړل شوه، را ودې ګرځي.

د حدیث شرحه:

ابن عبدالبر په تمهید کې وایي: ځينې علماوو ویلي دي: د اجازې لومړۍ مرتبه، د اجازې غوښتنه ده او دویمه مرتبه د مشورې لپاره ده، چې د ننوتلو اجازه کېږي که نه؟ او درېیمه مرتبه د راګرځېدو علامه ده، چې تر دریو ځلو زیاته نه شي. مناسبه ده چې بلوغ ته د ماشومانو د رسېدو په وخت کې د اجازې غوښتو احکام ورزده کړل شي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَإِذَا بَلَغَ الْأَطْفَالُ مِنْكُمُ الْحُلُمَ فَلْيَسْتَأْذِنُوا كَمَا اسْتَأْذَنَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ﴾ [النور : ۵۹]

ژباړه: کله مو چې ماشومان بلوغ ته ورسېږي، نو باید داسې اجازه واخلي لکه د دوی مشران یې چې اخلي.

له عبدالله بن عمر رضی الله عنهما نه روایت دی، چې فرمایلي یې دي:

«كَانَ إِذَا بَلَغَ بَعضُ وَلَدِهِ الحُلُمَ لَمْ يَدخُلْ عَلَيهِ إِلاَّ بِإِذن» (رَوَاهُ البُخَارِيُّ فِي الأدَبِ المُفرَدِ)

ژباړه: کله به یې چې ځینې اولادونه ځوانۍ ته رسېدل، له اجازې پرته به نه ورننوتل.

میندو او خویندو ته له ننوتلو مخکې هم اجازه غوښتل لازمي دي:

ابن مسعود رضی الله عنه فرمایي: «عَلَيكُمْ أنْ تَستَأذِنُوا عَلَى أمَّهَاتِكُمْ» (رَوَاهُ الطَّبَرَانِيُّ) ژباړه: میندو ته د ننوتلو په وخت کې اجازه غوښتل در باندې لازم دي.

او له عطاء څخه روایت دی چې ویې فرمایل:

«سَألْتُ ابنَ عَبَّاسٍ رضی الله عنهما فَقُلت:ُ أستَأذِنُ عَلَى أُختَيَّ؟ فَقَالَ نَعَمْ، قُلْتُ: إِنَّهُمَا فِي حِجْرِي؟ قَال: أتحِبُّ أنْ تَراهُمَا عُريَانَتَينِ؟»

ژباړه: له عباس رضی الله عنه نه مې وپوښتل، له خویندو هم اجازه واخلم؟ ویې ویل هو، ومې ویل هغوی له ماسره په یوه کوټه کې دي، ویې فرمایل: دا غوره بولې چې دوی بربنډې ووینې؟

له مسلم بن نذیر نه نقل شوی، چې ویې فرمایل:

«سَألَ رَجُلٌ حُذَيفَةَ: أستَأذِنُ عَلَى أمي؟ قَالَ: إِنْ لَمْ تَستَأذِنْ عَلَيهَا رَأيتَ مَا تَكرَهُ» (رَوَاهُمَا البُخَارِيُّ فِي الأدَبِ المُفرَد.)

ژباړه: یوه چا له حذیفه رضی الله عنه نه وپوښتل: مور ته مې د ننوتلو په وخت کې اجازه واخلم؟ ویې فرمایل: که د ننوتلو په وخت کې اجازه ترې وانخلې، ښایي په داسې حالت کې یې ووینې چې مناسب نه وي.

د مېرمنې کوټې ته د ننوتلو په وخت کې پر خاوند اجازه غوښتل واجب نه دي:

موسی بن طلحه فرمایلي دي:

«دَخَلْتُ مَعَ أبِي عَلَى أُمِّي فَدَخَلَ وَاتَّبعتُهُ فَدَفَعَ فِي صَدْرِي، وَقَالَ: تَدخُلُ بِغَيرِ إِذْنٍ» (رواه البخاري في ادب المفرد)

ژباړه: له پلار سره مې د مور کوټې ته ننوتم، زه مې په پلار پسې وم، په سینه یې ووهلم او ویې ویل: بې اجازې ننوځې؟

مناسبه ده، چې دروازې په زوره ونه ټکول شي:

له انس بن مالک رضی الله عنه نه روایت دی چې ویې فرمایل:

«إِنَّ أبوَابَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ كَانَتْ تُقرَعُ بِالأَظَافِرِ» (رَوَاهُ البُخَارِيُّ فِي الأدَبِ المُفرَدِ)

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم د اجازې غوښتلو پر وخت دروازې په نوکونو ګرولې.

حافظ بن حجر په فتح الباري کې ویلي دي: دغه حالت په ادابو کې مبالغه ده، خو دا کار هغه وخت ښه دی، چې د کور اوسېدونکي دروازې ته نیږدې وي، خو هغه څوک چې لرې وي او نه یې اوري، مستحبه ده چې دروازه تر اړتیا پورې په زوره وټکول شي.

والسلام علی من اتبع الهدی

Last modified onپنج شنبه, 31 جنوری 2019

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې