جمعه, ۰۱ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د وفات شوي کس قضايي روژه راګرځول
بسم الله الرحمن الرحيم
د وفات شوي کس قضايي روژه راګرځول

(ژباړه)

«عن ابن عباس رضي الله عنه قال: جاء رجل إلى النبي صلى الله عليه وسلم فقال يا رسول الله إن أمي ماتت وعليها صوم شهر أفأقضيه عنها؟ فقال: لو كان على أمك دين أكنت قاضيه عنها؟ قال: نعم. قال: فدين الله أحق أن يقضى. (صحيح البخاری)

ژباړه: له ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې وایي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو کس راغی او ویې ویل: اې رسول الله! مور مې وفات شوې ده او یوه میاشت روژه ورباندې پاتې ده، ایا زه د هغې لخوا روژه ونیسم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که چېرې دې پر مور باندې پور وای، هغه دې ورکاوه؟ سړي وویل: هو. رسول الله صلي الله عليه وسلم یې وفرمایل: د الله دَین تر ټولو ډېر د دې  وړی دی چې ادا شي.

دغه حدیث موږ له هغې موضوع څخه خبروي، چې زموږ ځینې کسان یې ښايي په اړه معلومات ونه لري. دا موضوع هغه دَین دی چې زموږ پر غاړه دی، خو موږ یې پر وړاندې بې‌پروا یو. دا واضح دي چې د مړي د قرضونو ادا کول د هغه د وارثينو غاړه دي او دا پر بنده د بنده حق دی او روژه پر بندګانو د الله سبحانه و تعالی حق دی چې د مړي وارث يې بايد ونيسي. دغې پوښتنې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځواب ورکولو طریقه په حدیث شریف کې بیان شوې ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ، چې که چېرې پر یوه کس روژه فرض شي او د یوه شرعي دلیل له امله یې تر مرګه ونشي نیولی، نو وارث یې باید د دغې روژې قضايي راوګرځوي، ترڅو تکلیف یې د وفات شوي کس له غاړې واوړي او د قیامت په ورځ د الله تعالی په حضور کې دلیل ولري او مرسته ورسره وکړي.

موږ باید پوه شو چې که چېرې موضوع د الله تعالی په حق پورې تړاو ولري، نو پر موږ واجب دي چې د میت پر ځای یې ادا کړو؛ په داسې حال کې چې موږ ژوندي وو او دغه حق زموږ پر غاړه وي. ایا دا زموږ لپاره مهمه نه ده چې په هغه کې بې‌پروایي ونه کړو او د الله تعالی په حضور کې داسې دلیل ولرو، چې موږ د دوزخ له اور څخه وژغوري؟ په دغه حدیث شریف کې یو ټکی شته دی، چې باید پام ورته وکړو او هغه دا چې الله سبحانه وتعالی خپلو بندګانو ته بښنه کوي او عملونه یې قبلوي؛ مګر هغه څوک چې د فرضونو په ادا کولو کې بې‌پروایي کوي، هغوی نه بښل کېږي او نه هم د بښنې وړ ګڼل کېږي. اوسمهال هغه کسان بیخي ډېر دي، چې د الله تعالی د احکامو، شریعت او عبادتونو په ترسره کولو کې بې‌پروایي کوي؛ نو د هغو مسلمانانو به څه حال وي، چې حتا د الله تعالی لخوا پرې د فرض شوو عملونو او هغو قضایي عملونو په اړه فکر هم نه کوي، چې قضایي یې باید را وګرځوي؟   

پر همدغه اساس پر موږ واجب دي چې په دغه حدیث کې تدبر وکړو او وړاندې ترې دې چې د الله تعالی په حضور کې د خپلو قصدي او غیرقصدي تېروتنو په سبب محاسبه شو، پخپله باید له ځانونو سره حساب وکړو؛ ځکه موږ تل دغه فرصت نه لرو چې خپل ګناهونه او تېروتنې دې جبران کړو. له همدې امله هر هغه مسلمان چې د بندګانو او یا د بندګانو د رب حق یې پر غاړه وي، باید خپل پخواني ګناهونه د هغو عملونو په ترسره کولو جبران کړي، چې د ګناهونو د کفارې لامل کېږي او د توبې، د نېک عمل د ترسره کولو او له ګناهونو څخه د لرېوالي په برخه کې باید هڅې وکړو.

یوازې له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې له موږ سره د ګناهونو په جبران کې مرسته وکړي، موږ ته هدایت وکړي، زموږ د دین ساتنه وکړي او زموږ لپاره توبه اسانه کړي او زموږ ټول مخلصانه عملونه قبول کړي! دغه کار الله تعالی ته ډېر اسان دی.

لیکوال: دوکتور ماهر صالح

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې