جمعه, ۰۱ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
انسان د خپل خلیل (دوست) پر دین دی
بسم الله الرحمن الرحيم
انسان د خپل خلیل (دوست) پر دین دی

(ژباړه)

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

 «الرجل علی دین خلیله فلینظر أحدکم من یخالل»

ژباړه: هر شخص د خپل دوست پر دین دی، نو له تاسو څخه هر یو باید متوجه وي چې له چا سره دوستي او ملګرتیا کوي.

د جامع الترمذي په شرحه تحفهة الأحوذي کې راغلي دي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه خبره (الرجل) د انسان په معنا ده. همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه خبره (علی دین خلیله) په دې معنا ده چې انسان د خپل دوست په عادت، طریقه او لاره دی. د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دغې خبرې (فلینظر) څخه موخه دا ده، چې فکر وکړه. همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه خبره (من یخالل) له (مخاله) کلمې څخه اخیستل شوې ده، چې د دوستۍ په معنا ده. که د یو چا دین او اخلاق دې خوښ شول، له هغه سره دوستي وکړه او له دې پرته ترې لرې اوسه. دوستي د شخصیتونو په اصلاح او خرابوالي کې اساسي اغېز لري. امام غزالي وایي: «له حریص انسان سره دوستي او ملګرتیا کول، تا حریص کوي او په دنیا کې له ذاهد او متقي انسان سره دوستي او ملګرتيا کول، تا مومن او متقي کوي. شخصیتونه په پیروۍ کولو او الګوه نیولو سره جوړېږي او په غیرشعوري توګه له یوه څخه بل کس ته لېږدول کېږي.»

قرافي وايي: «ټول انسانان راز نه ساتي او د دوستۍ او ملګرتیا وړتیا نه لري.»

علقمه وایي: «له هغه چا سره دوستي وکړه، چې دوستي یې د نېکۍ په لوري ستا د تګ لامل شي او که له ستونزې سره مخ شې، چې مرسته درسره وکړي. کله چې څه ووایې، نو خبره دې ومني او چې یو نېک کار ترسره کړې، هغه یې نور هم پراخ کړي او کله چې ناوړه عمل ترسره کړې، منعه دې کړي. کله چې یو شی ورڅخه وغواړې، در یې کړي او کله چې له سخت او ستونزمن کار سره مخ شې، نو ډاډ درکړي. تا ته یې شر ونه رسېږي او ستا د لارې مخالفت هم ونه کړي.»

شیخ احمد بن عطاء وايي: «له هغو کسانو سره ملګرتیا کول چې په سمه لار کې دې مخالفت کوي، روح دې له منځه وړي او له هغو کسانو سره ملګرتیا کول چې درسره جوړ دي، عقل دې پراخوي. نو هر څوک چې درسره ملګری وي، له تاسره انس او محبت نه لري او هر هغه څوک چې له تا سره محبت ونه لري، راز ساتونکی دې نه دی او یوازې هغه کسان راز ساتلی شي، چې په امانت کې خیانت نه کوي.»

ګرانو دوستانو!

په اوسني وخت کې ځینې خلک د خپل ځان او خپلو اولادونو پر حالت افسوس کوي او له ځانه پوښتي چې ولې دغه حالت پر هغه او یا یې پر اولاد راغلی دی او پوښتنه کوي چې څه ډول دغه حالت اصلاح کولی شي؛ په داسې حال کې چې له دې ناخبره دی، چې د دغه حالت اصلي لامل یې له دوستانو او ملګرو څخه اغېزمنېدل دي. ټول هغه موضوعات چې پاس یې یادونه وشوه، په حقیقت کې د دغې موضوع اهمیت څرګندوي. هر کس باید خپل وضعیت ته پام وکړي او پرې لازمه ده چې خپل شخصیت بدل کړي او د ځان لپاره داسې دوستان باید وټاکي چې د الله سبحانه وتعالی په طاعت کې ورسره مرسته وکړي. له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو، چې د تل لپاره مو د متقیانو ملګري کړي.

ژباړن: صهیب منصور

Last modified onسه شنبه, 18 جولای 2023

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې