جمعه, ۰۱ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د الله په لاره کې پر مرز پیره کول
بسم الله الرحمن الرحيم
د الله په لاره کې پر مرز پیره کول

(ژباړه)

له محمد بن منکدر څخه روایت دی، چې سلمان فارسي د شرحبیل بن سمط له څنګه په داسې حال کې تېرېده، چې هغه د مرز په سنګر کې پیره کوله او له خپلو ملګرو سره په سخت وضعیت کې و، سلمان هغه ته وویل: اې ابن سمط! ایا د رسول الله صلی الله علیه وسلم له حدیث څخه دې خبر کړم؟ شرحبیل وویل: هو، ووایه! سلمان وویل: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي چې ویې فرمایل:

‏«رِبَاطُ ‏يَوْمٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَفْضَلُ (وَرُبَّمَا قَالَ) خَيْرٌ مِنْ صِيَامِ شَهْرٍ وَقِيَامِهِ، وَمَنْ مَاتَ فِيهِ، وُقِيَ فِتْنَةَ الْقَبْر،ِ وَنُمِّيَ لَهُ عَمَلُهُ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ» (رواه ترمذي)

ژباړه: د الله په لاره کې یوه ورځ پر مرز پیره کول  د یوې میاشتې روژې له نیولو او د شپې لخوا یې له قیام کولو څخه غوره يا خير دي؛ که په همدې حالت کې څوک وفات شي، د قبر له فتنو څخه به په امن وي او عملونه به یې د قیامت تر ورځې پورې زیاتېږي.

امام نووي وايي: د مرز د پیره‌کوونکي لپاره دا یو څرګند فضیلت دی، چې عمل یې تر مرګ وروسته هم دوام کوي او دا فضیلت یوازې د مرز تر پیره‌کوونکي پورې محدود دی چې بل انسان ته دغه ډول فضیلت نه دی ورکړل شوی. له صحیح مسلم پرته د حدیثو په نورو کتابونو کې داسې راغلي دي:

«كُلُّ مَيِّتٍ يُخْتَمُ عَلَيْهِ عَمَلُهُ إِلَّا الْمُرَابِطَ فَإِنَّهُ يُنَمَّى لَهُ عَمَلُهُ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ اِنْتَهَى»

ژباړه: هر انسان چې وفات شي، عمل یې پای ته رسېږي، پرته د مرز له پیره‌کوونکي څخه، چې د قیامت تر ورځې پورې یې عملونه زیاتېږي او په هغې ورځ به پای ته رسېږي.

د جهاد یوه برخه د مرز ساتل دي او د مرز ساتل یعنې د مسلمانانو د قوي کولو لپاره پر مرز پیره کول دي. هر هغه سیمه چې د دښمن له مرز سره پرته وي، دښمن د هغې سیمې له خلکو او د هغې سیمې خلک بیا له دښمن څخه وېرېږي. په بل عبارت مرز هغې سیمې ته ویل کېږي چې شا ته یې د اسلام مرز نه وي او پر مرز له پیرې څخه موخه پر مرز پاتې کېدل دي، چې مسلمانانو ته د عزت ورکولو او د کفارو له شر څخه یې د خوندي کولو لپاره کارول کېږي.

د دښمن د احتمالي برید د دفاع لپاره په هر ځای کې درېدل، پر مرز د پیرې په معنا دي او د رباط (مرز ساتل) کلمه له (رباط الخیل) څخه چې په قرآن کې راغلې، اخیستل شوې ده:

﴿أَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لاَ تَعْلَمُونَهُمُ اللّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنفِقُواْ مِن شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لاَ تُظْلَمُونَ﴾ [انفال: 60]

ژباړه: له هغو سره (د مبارزې لپاره) چې څومره کولای شئ مادي او معنوي ځواک او زین کړي آسونه چمتو کړئ، ترڅو په دې توګه د الله دښمن او خپل دښمن وډار کړئ او هغه نور دښمنان هم ووېروئ، چې تاسو یې نه پېژنئ، خو الله یې پېژني. هر هغه څه (جګړه‌ییز تجهیزات)چې د الله په لاره کې یې مصرف کړئ، د هغو بشپړه بدله به تاسو ته درکړل شي او هېڅ ډول ظلم به درسره ونشي.

پر مرز پیره کول ښايي کم او یا زیات وخت وي؛ په یوه سیمه کې که د مرز ساتلو په موخه هر څومره پاتې شئ، هغه که کم وخت وي او که زیات، پر مرز پیره ګڼل کېږي. له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (رباط یوم) یعنې یوه ورځ پر مرز پیره کول او په بل روایت کې (یوم و لیلة) یعنې یوه شپه و ورځ.

خپله خبره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه قول سره پای ته رسوو، چې فرمایي:

«حرس ليلة في سبيل الله أفضل من ألف ليلة قيام ليلها وصيام نهارها»

ژباړه: د الله په لاره کې یوه شپه پیره کول، د زرو شپو له قیام او روژو څخه غوره دي.

ژباړن: صهیب منصور

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې