جمعه, ۰۱ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د الله په لار کې یو سهار یا یو مازدیګر
بسم الله الرحمن الرحيم
د الله په لار کې یو سهار یا یو مازدیګر

(ژباړه)

امام بخاري رحمه الله پخپل صحيح کې له انس رضی الله عنه څخه روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لَغَدْوَةٌ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَوْ رَوْحَةٌ خَيْرٌ مِنْ الدُّنْيَا وَمَا فِيهَا» (رواه بخاري)

ژباړه: د الله په لاره کې یو سهار تر ماسپښینه او یا یو ماسپښین تر ماښامه، له دنیا او مافیها څخه غوره دی.

امام ابن حجر د دغه حدیث په شرحه کې ویلي دي: "غدوة" د غین په فتحه یو ځل بېرون کېدل، "من الغدو" له سهار څخه تر نیمې ورځې پورې هر وخت بیرون کېدل، "روْحَةً" د لمر له زوال څخه تر ماښامه هر وخت بېرون کېدل. "فِي سَبِيلِ اللَّهِ" یعنې جهاد.

د "خَيْرٌ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا فِيهَا" په اړه ابن دقیق‌العید داسې شرحه ورکړې ده:

«په دې موضوع کې دوه احتماله دي: لومړی دا چې، کېدای شي دا یو مغيب (غيبي) شي ته د محسوس مثال وړاندې کول وي، تر څو انسان يې په فکر کې متصور کړای شي، ځکه دنيا محسوسه ده او د انسان په تصور کې خورا لويه ده، له همدې امله یې له دنيا سره پرتله کړې ده، ګني دا خو واضح ده چې ټول هغه څه چې په دنیا کې شته دي، د هغه شي له یوې زرې سره برابر نه دي، چې په جنت کې دي. دویم دا چې دغه ثواب له هغو ټولو ثوابونو څخه غوره دی، چې په دنیا کې لاسته راځي؛ یعنې که چېرې یو څوک ټوله دنیا لاسته راوړي، وروسته یې د الله سبحانه وتعالی په اطاعت کې انفاق کړي، دومره ثواب نشي ترلاسه کولی. زما په نظر هغه حدیث چې "ابن مبارک" د جهاد په کتاب کې  په مرسل ډول له حسن بصري څخه روایت کړی دی، دویم احتمال تاییدوي؛ لکه چې ویلي يې دي: رسول الله صلی الله علیه وسلم یو لښکر چمتو کړ او په دغه لښکر کې عبدالله بن رواحه هم و؛ مګر عبدالله بن رواحه د دې لپاره چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یو ځای لمونځ وکړي، له لښکر څخه وځنډېد؛ پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: پر هغه ذات مې دې قسم وي، چې زما روح د هغه په واک کې دی، که چېرې په ځمکه کې ټول شیان انفاق کړې، بیا به هم د هغوی (مجاهدينو) د سهار فضیلت ونه مومې. پايله دا چې د دغه حديث موخه دا ده چې د دنیا کار کوچنی او د جهاد امر بیا ډېر لوی دی. که چېرې یو څوک په جنت کې د یوې قمچینې په اندازه ځای  (ډېر کوچنی ځای) ترلاسه کړي، داسې ده لکه په دنیا کې د ټولو شته څېزونو څخه یې چې ډېر څه ترلاسه کړي وي؛ نو هغه کسان به څه ډول وي، چې په جنت کې لوړ مقامونه ترلاسه کړي! دا له دې څخه کنايه ده چې، که چېرې له دنیا سره د مینې په خاطر جهاد وځنډول شي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ځنډېدلي کس ته خبردار ورکوي او وايي، چې دومره کم جنت له هغو ټولو شیانو څخه غوره دی، چې په دنیا کې دي.» (د امام ابن دقیق‌العید د خبرو پای)

حقیقت دا دی چې مسلمانان له سلو کلونو راهیسې په داسې حاکمانو ابتلاء کېږي، چې د جهاد فریضه یې پرېښې ده؛ د الله په لاره کې نه سهار حاضر وي او نه ماښام، بلکې یوازې کم شمېر کسان دي چې د ځمکې په ځینو برخو کې دغه لوی ثواب ترلاسه کوي. پر همدې اساس دا چې جهاد او د جهاد په حالت کې د یوه سهار او ماښام تېرول دومره فضیلت او مقام لري، نو پر مسلمانانو لازمه ده چې خپل حاکمان بدل کړي او د ځان لپاره هم بدلون راولي؛ هغه مهال به بیا د ځان لپاره یو حاکم وټاکي، داسې کس چې د کتاب الله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو پر اساس به پر دوی حکم کوي او د اسلام هغه قوانین به پر هغوی پلي کوي، چې د الله په لار کې جهاد به یې په سر کې وي.

له همدې امله، اې مسلمانانو! پر تاسو غږ کوو چې له هغو کسانو سره یو ځای شئ، چې د الهي شریعت د اقامې لپاره هڅې کوي، ترڅو اسلامي دولت تاسیس کړي او د مسلمانانو د رهبرۍ لپاره یو خلیفه وټاکي؛ هغه خلیفه چې تر شا یې جګړه کېږي او د ډال په څېر ورته پناه وړل کېږي.

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې