یکشنبه, ۰۳ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
رسنۍ
بسم الله الرحمن الرحيم
رسنۍ

(ژباړه)

اې ربه، له هغه سره د روح القدس په واسطه مرسته وکړه!

مسلم پخپل صحیح کې له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت کړی چې:

«أَنَّ عُمَرَ مَرَّ بِحَسَّانَ وَهُوَ يُنْشِدُ الشِّعْرَ فِي الْمَسْجِدِ فَلَحَظَ إِلَيْهِ فَقَالَ: "قَدْ كُنْتُ أُنْشِدُ وَفِيهِ مَنْ هُوَ خَيْرٌ مِنْكَ" ثُمَّ الْتَفَتَ إِلَى أَبِي هُرَيْرَةَ فَقَالَ: أَنْشُدُكَ اللَّهَ أَسَمِعْتَ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: أَجِبْ عَنِّي اللَّهُمَّ أَيِّدْهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ؟ قَالَ: اللَّهُمَّ نَعَمْ» (رواه مسلم)

ژباړه: حسان بن ثابت رضی الله عنه په جومات کې شعر وایه، چې عمر بن خطاب یې له څنګه تېر شو او د سترګو تر کونجو یې هغه ته وکتل (چې شعر مه وایه). حسان وویل: کله چې په دغه جومات کې تر تا غوره کس و، ما هغه وخت هم شعر ویلو. راوي وایي: هغه وخت حسان د ابوهریره رضی الله عنه په لوري مخ واړاوه او ویې ویل: ستا دې په خدای قسم وي، ایا تا واورېدل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «اې حسان! زما لخوا مشرکینو ته ځواب ورکړه! اې ربه، د جبرائیل په واسطه د حسان مرسته وکړه»؟ ابوهریره رضی الله عنه وویل: هو.

پر مسلم باندې د نووي په شرحه کې راغلي دي؛ له دې خبرې: «إِنَّ حَسَّان أَنْشَدَ الشِّعْر فِي الْمَسْجِد بِإِذْنِ النَّبِيّ صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: حسان د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اجازه په جومات کې شعر ووایه» څخه څرګندېږي چې په جومات کې د مباح شعرونو ویل روا دي او د هغو شعرونو ویل بیا مستحب دي، چې د اسلام او مسلمانانو د ستاینې او یا د کفارو د رټلو او سپکاوي او یا هم له هغوی سره د جګړې د تشویق په موخه ویل کېږي؛ لکه هغه شعرونه چې حسان بن ثابت به په جومات کې ویل. همدارنګه له دغه حدیث شریف څخه ثابتېږي چې د هغه چا لپاره دعا کول مستحب دي، چې دغه ډول شعرونه وایي. همداراز دا هم ترې ثابتېږي، چې له کفارو او نورو کسانو څخه په ځانګړو شرایطو کې انتقام اخیستل روا دي. روح القدس، جبرائیل علیه السلام دی.

شعر د هغو رسنیو په څېر دی، چې پر عمومي افکارو اغېز لري او رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلام او مسلمانانو د دفاع او ملاتړ او د کفر او کفارو د بدیو او نیمګړتیاوو د بربنډولو لپاره له شعر څخه استفاده کړې ده.

امام احمد رحمه الله په خپل مسند کې راوړي دي: عبدالرحمن بن کعب بن مالک له خپل پلار څخه روایت کړي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل: «الله تعالی د شعر د بدۍ په اړه (په شعراء سورة کې) آیت نازل کړی دی»؛ له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إِنَّ الْمُؤْمِنَ يُجَاهِدُ بِسَيْفِهِ وَلِسَانِهِ وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَكَأَنَّ مَا تَرْمُونَهُمْ بِهِ نَضْحُ النَّبْلِ»

ژباړه: مومن پخپله توره او ژبې سره جهاد کوي. قسم په هغه ذات چې زما روح د هغه په لاس کې دی، مومن شاعران پخپل شعر سره پر دښمن باندې د غشو په څېر ګوزارونه کوي.

په "سیر أعلام النبلاء" کتاب کې راغلي دي: ابن سیرین ویلي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم شاعران حسان بن ثابت، عبدالله بن رواحه او کعب بن مالک وو. کعب بن مالک به د جګړې یادونه کوله او ویل به یې چې د جګړې پر ډګر به هسې و دغسې کوو او کفار به یې ګواښل. حسان به د هغوی عیبونه او نیمګړتیاوې یادولې او ابن رواحه به هغوی د خپل کفر په خاطر ملامتول.

پر همدغه اساس رسنۍ د دعوت او دولت یوه مهمه برخه ګڼل کېږي، ځکه چې پر خلکو د اغېز، د سلیقو او غوښتنو د پوره کولو او په خلکو کې د باورونو، مفاهيمو او لیدلوریو د رامنځته کولو په برخه کې اساسي رول لري. پخوا هم په دې ډول وې، مګر په اوسني وخت کې یې پرمختګ او اغېز ډېر زیات دی. پر خلکو او د ټولنې پر عامه افکارو د اغېز لپاره له رسنیو څخه د ګټې اخیستنې موضوع له پخوا څخه مشهوره ده او اوس یې یوازې وسایل بدل شوي دي، لکه څنګه چې یو انسان له نورو کسانو سره د اړیکو نیولو او یا پر هغوی د اغېز لپاره له لرې واټن څخه د خبرو له مختلفو اسلوبو څخه استفاده کوي. له همدې امله له خبرو، روایت، وینا، بحث، مناظرې او همدارنګه له ویاړ، ستاینې، هجو، مرثیه، ګواښ او ستونزې څخه په شعر ویلو کې هم ګټه اخلي. انسان له دغو اسلوبو څخه د خبرو پرمهال پر خلکو د اغېز لپاره استفاده کوي، ترڅو د هغو موضوعاتو او افکارو لپاره چې له ځان سره یې لري، د هغوی تر منځ یو عمومي لیدلوری رامنځته کړي. 

پر همدغه اساس په راتلونکي خلافت دولت کې به رسنۍ یوه ځانګړې اداره لري، چې دغه اداره به په مستقیم ډول خلیفه ته راپور ورکوي؛ ځکه خلافت دولت چې د اسلام د حمل مسوولیت پر غاړه لري، باید یو خاص رسنیز سیاست ولري، چې له لاندې ځانګړتیاوو څخه به برخمن وي:

1- د دې لپاره چې اسلام په قوي او اغېزناک ډول وړاندې شي، نو د خلکو ذهنونه باید د اسلام منلو او په هغه کې مطالعې او تفکر ته چمتو شي او همدارنګه د خلافت دولت لپاره باید د اسلامي خاورو یو ځای کول اسانه شي.

2- د رسنیو ډېری مسایل له له دولت سره نږدې اړیکې لري او د هغو خپرول د خلیفه له امر پرته ناروا دي، چې دا موضوعات په لاندې ډول دي:

الف) هر هغه څه چې په نظامي چارو پورې تړاو ولري، لکه د لښکر حرکتونه، د بریالیتوب او یا ماتې خبرونه او نظامي صنایع.

ب) د خبرو اترو، مناقشو او هغو مناظرو اړوند خبرونه خپرول، چې د خلیفه یا د هغه د استازي او د کفري هېوادونو د استازو تر منځ کېږي.

دغه خبرونه باید په مستقیم ډول خلیفه ته ورسېږي، ترڅو تصمیم هغه ونیسي چې کوم شیان باید پټ شي او کوم شیان خپاره او اعلان شي. الله سبحانه وتعالی په نساء سورة کې فرمایي:

﴿وَإِذَا جَاءَهُمْ أَمْرٌ مِنَ الْأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُوا بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُولِي الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُمْ﴾ [نساء: 83]

ژباړه: دوی چې کله د ډاډ او یا وېرې خبر ورسېږي، هغه (د خلکو تر منځ) خپروي. نو که چېرې دغه خلک هغه (خبر) پیغمبر او خپلو مسوولو کسانو ته ووایي، نو پر هغه خبر به یوازې هغه کسان پوه وي، چې په دوی کې دا صلاحیت لري، چې له هغه څخه سمه پایله واخیستلی شي.

3- مګر هغه ورځني خبرونه، سیاسي، فرهنګي او علمي پروګرامونه او نړیوالې پېښې چې پر دولت مستقیم اغېز نه لري، د ژوند د لیدلوري او د نړیوالو اړیکو په برخه کې له دولت سره په ټکر کې نه وي، نو په دې توګه پر دغه ډول رسنیو باندې د دولت څارنه له هغه دوه ډوله نورو رسنیو سره توپیر لري.

پر همدغه اساس د رسنیو دستګاه باید دوې اساسي برخې ولري:

لومړۍ اداره: د دغې ادارې کار په مستقیم ډول د هغو خبرونو ارزول دي، چې پر دولت اغېز لري، لکه نظامي چارې، جنګي صنایع او نړیوالې اړیکې؛ ځکه ترڅو چې رسنیو ته د دغه ډول خبرونو اجازه نه وي ورکړل شوې، په دولتي او خصوصي رسنیو کې نه خپرېږي.

دویمه اداره: دغه اداره نورو خبرونو ته ځانګړې شوې ده او په غیر مستقیم ډول د دغو خبرونو ارزونه کوي. دولتي او خصوصي رسنۍ د دغو خبرونو د خپرولو لپاره هېڅ اجازې ته اړتیا نه لري. پر رسنیو لازمه نه ده چې جواز واخلي، بلکې هر هغه څوک چې د اسلامي دولت تابعیت ولري، کولی شي چې د لوستلو، اورېدلو او لیدلو اړوند رسنۍ جوړې کړي. مګر د رسنیو دستګاه ته د یوې رسنۍ د مسوول لخوا دغه "احوال او خبر" ورکول اړين دي، چې رسنۍ یې جوړه کړې ده. همدارنګه لکه څنګه مو چې وړاندې وویل، د هغو خبرونو د خپرولو لپاره باید اجازه واخلي، چې هغه دولت ته زیان رسوي؛ مګر نور خبرونه بیا له اجازې پرته خپرولی شي.

د رسنۍ څښتن د هر هغه څه مسوول دی، چې د رسنۍ له لارې یې خپرېږي او د هر ډول شرعي تخلف په پایله کې د ټولنې د عادي وګړي په څېر چلند ورسره کېږي. کله چې اسلامي دولت تاسیس شي، هغه مهال به داسې قانون صادر کړي چې له شرعي احکامو سره سم به د دولت د رسنیز سیاست عمومي چوکاټ ترسیم کړي. دغه دولت به د رسنیز خدمت له لارې د اسلام، مسلمانانو او اسلامي ټولنې له ګټو سره سم حرکت کوي. هغه اسلامي ټولنه چې د الله په رسۍ یې منګولې لګولې وي، خیر او نیکي پکې ځای نیسي او فاسد افکار او ګمراه‌کوونکي فرهنګونه پکې ځای نه لري؛ دغه اسلامي ټولنه د فتنې مخه نیسي، خیر او سلامتي خپروي او د الله سبحانه وتعالی تسبیح وایي.

صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې