شنبه, ۰۲ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د عامه مصالحو لپاره د کارکوونکي ټاکل
بسم الله الرحمن الرحيم
د عامه مصالحو لپاره د کارکوونکي ټاکل

(ژباړه)

بخاري پخپل صحیح کې له ابن عباس رضي الله عنه څخه راویت کړی، چې وایي:

«أَنَّ نَفَرًا مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَرُّوا بِمَاءٍ فِيهِمْ لَدِيغٌ أَوْ سَلِيمٌ فَعَرَضَ لَهُمْ رَجُلٌ مِنْ أَهْلِ الْمَاءِ فَقَالَ هَلْ فِيكُمْ مِنْ رَاقٍ إِنَّ فِي الْمَاءِ رَجُلًا لَدِيغًا أَوْ سَلِيمًا فَانْطَلَقَ رَجُلٌ مِنْهُمْ فَقَرَأَ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ عَلَى شَاءٍ فَبَرَأَ فَجَاءَ بِالشَّاءِ إِلَى أَصْحَابِهِ فَكَرِهُوا ذَلِكَ وَقَالُوا أَخَذْتَ عَلَى كِتَابِ اللَّهِ أَجْرًا حَتَّى قَدِمُوا الْمَدِينَةَ فَقَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ أَخَذَ عَلَى كِتَابِ اللَّهِ أَجْرًا فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ "إِنَّ أَحَقَّ مَا أَخَذْتُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا كِتَابُ اللَّهِ» (رواه بخاري: 5737)

ژباړه: د رسول الله صلي الله عليه وسلم څو تنه اصحاب د اوبو له سيمې تېرېدل چې د دغه ځای په خلکو کې یو لړم چيچلی يا مار چيچلی و، نو د دغو خلکو يو تن اصحابو ته راغی او ويې ويل: ایا په تاسو کې دم کوونکی شته؟ ځکه دلته یو کس مار یا لړم چیچلی دی. یو صحابي ورسره روان شو او د فاتحې سورت یې د څو پسونو په بدل کې ورباندې ولوست. هغه کس روغ شو او ده هم پسونه د خپلو ملګرو په لوري راوستل، دوی دغه کار ناسم وباله او ویې ویل: تا د الله د کتاب (د لوستلو) په بدل کې مزد واخیست، تر دې چې مدینې ته را ورسېدل. هلته یې وویل: اې رسول الله! ده د الله د کتاب (د لوستلو) په بدل کې مزد اخیستی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «تاسو د هغه څه وړ یئ، چې د الله د کتاب (د لوستلو) په بدل کې مو د مزد په توګه اخیستي دي.»  

"رقاه" دم يې کړ. "الشاء" د شاة جمع ده، چې پسه ته ويل کېږي. "برأ یا برئ" له نارغۍ څخه روغ شو.

له دغه حدیث څخه ښکاري چې د نورو چارو په څېر د عبادت په بدل کې هم مزد اخیستل روا دي. لکه څنګه چې دغه کس یو ناروغ د قرآن (فاتحې سورت) په تلاوت سره دم کړ او په بدل کې یې مزد ترې واخیست، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورڅخه منعه نه کړ؛ بلکې بیانوي چې د قرآن لوستلو په بدل کې هم مزد اخیستل مستحب دي.

د قرآن لوستلو په بدل کې مزد اخیستل یوازې په دعا ویلو سره نه دي، بلکې د قرآن تدریس هم پکې شاملېږي. پر همدغه اساس هغه څوک چې مصروفیت یې د قرآن تدریس وي او کومې پیسې چې له دې لارې لاسته راوړي، د – خدای په مرسته- حلالې او پاکې دي. عمر رضی الله عنه د قرآن لپاره معلمان وټاکل او هغوی ته به یې له بیت المال څخه حقوق ورکول؛ دا موضوع یو بل دلیل دی، چې د عباداتو په بدل کې مزد اخیستل مباح کوي. همدارنګه په دغه حدیث کې راځي، چې د عامه مصلحتونو په بدل کې هم مزد اخیستل کېدای شي. دا چې د مسلمانانو لپاره د قرآن تدریس یو عامه مصلحت دی او عمر رضی الله عنه هم د خلیفه په توګه د قرآن د معلمانو لپاره له بیت المال څخه تنخواوې ټاکلې وې.

د ابن ابي شیبه په مصنف کې له وضین بن عطاء څخه روایت شوی، چې وایي: په مدینه کې دری معلمان وو، چې ماشومانو ته به یې تدریس کاوه، نو عمر رضی الله عنه ټولو ته هره میاشت پینځلس "درهم او یا دیناره" تنخوا ورکوله.

لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د بدر د هغو بندیانو لپاره چې مال یې نه درلود، فدیه داسې وټاکله چې د مسلمانانو پینځلسو اولادونو ته دې لوستل او لیکل ور زده کړي. تعلیم د مسلمانانو یو مصلحت دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم به هم هغو بندیانو ته چې دغه مصلحت یې پرځای کاوه، د کار په بدل کې مزد ورکاوه او مزد یې هم له زندان څخه د دوی ازادول وو. دا څرګنده ده چې د بندیانو فدیه پر مسلمانانو پورې اړوند یو غنیمت دی؛ نو د معلم د مزد لپاره د غنیمتونو مصرفول دا ښيي، چې د عامه ګټو او مصلحتونو د مخته وړلو لپاره د کارکوونکي ټاکل روا دي.

طبابت هم یو عامه مصلحت دی، چې د خوندي کولو لپاره یې کارکوونکی ټاکل کېدلی شي؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانو ناروغانو د درملنې لپاره یو ډاکتر وټاکه. په ټولنه کې د خلکو مصلحتونه ډېر دي، چې په هغو کې برېښنا، اوبه، مواصلاتي لارې، نقلیه او د اړیکو وسایل، مدرسې/ښوونځي، روغتونونه، د عمومي ځایونو پاکول، د املاکو، مالونو او ډېرو نورو ځایونو ساتنه شامل دي، چې د ټولو لپاره کارکوونکی یا مزدور ټاکل روا او حتی واجب دي؛ ځکه دغه ټول موارد د خلکو مصلحتونه دي، چې له هغو پرته په سم ډول د خلکو ژوند مخته نه ځي. پر همدغه اساس د دغو مصلحتونو خوندي کول او ترسره کول واجب دي، ترڅو د خلکو په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته شي؛ ځکه هر هغه څه پخپله واجبېږي، چې له هغو پرته واجب نه ترسره کېږي.

همدارنګه اسلام او د اسلام پیغمبر موږ ته راښودلې، چې که چېرې په اوسني وخت کې عامه مصلحتونو ته پام نه کېږي، مانا یې دا نه ده چې د دغو کارونو ترسره کول د دولت دنده نه ده؛ بلکې لامل یې دا دی چې اسلامي دولت (خلافت) نشته دی او د هغه منهج ځنډېدلی دی. مګر کوم وخت چې اسلام دولت (خلافت) درلود او د هغه احکام یې پلي کول؛ نو د مسلمانانو خلیفه عمر بن خطاب رضی الله عنه داسې خبره وکړه، چې د تاریخ په پاڼو کې تر اوسه ثبت شوې او هېڅکله به محوه نه شي، هغه فرمایي: که چېرې په عراق کې د اوښ پښه وښویېږي، نو زه وېرېږم چې الله به له ما څخه وپوښتي، چې لاره دې ولې نه وه ورته هواره کړې. اې وروڼو یوازې یو اوښ ښيي، نه انسان! د مسلمانانو خلیفه اندېښنه لري، چې که چېرې د هغه په اړه بې‌پروایي وکړي، د الله پر وړاندې به وپوښتل شي. اوس تاسو پخپله فکر وکړئ، چې د انسان په اړه به د خلفاوو توجه څنګه وي.

ایا دا ډول خبره مو د خلیفه لرلو ته نه هڅوي، چې زموږ په اړه له الله تعالی څخه وېرېږي، زموږ مصلحتونه خوندي کوي او زموږ د چارو د ترتیب او تنظیم لپاره مناسب کارکوونکي ټاکي؟ دا کار د مهربانۍ او منت له مخې نه کوي، بلکې د الله تعالی د قهر له وېرې او د هغه سبحانه وتعالی د رضیات د لاسته راوړلو لپاره یې ترسره کوي.

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې