یکشنبه, ۰۳ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
تر فتحې وروسته هجرت نه کېږي!
بسم الله الرحمن الرحيم
تر فتحې وروسته هجرت نه کېږي!

(ژباړه)

له ابن عباس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ‏صلى الله علیه وسلم د مکې د فتحې په ورځ وفرمایل:

«لا هجرة بعد الفتح ولكن جهاد ونیة وإذا ‏ ‏استنفرتم ‏‏فانفروا»

ژباړه: تر فتحې وروسته هجرت نشته؛ مګر جهاد او نیت شته؛ هرکله چې پر تاسو غږ وشي (د جهاد عام اعلان وشي)، نو جهاد ته لاړ شئ!

 د جامع الترمذي په شرحه تحفة الأحوذي کې راغلي دي: (لا هجرة بعد الفتح) ‏خطابي او نور علماء وایي: د اسلام په لومړیو کې د دې لپاره چې د مسلمانانو شمېر کم و او ټولنې ته یې اړتیا درلوده، نو ځکه مدینې ته هجرت فرض و؛ مګر کله چې مکه فتحه شوه او خلک ډلې ډلې اسلام ته داخل شول، مدینې ته د هجرت کولو حکم ساقط شو؛ خو جهاد او د هجرت نیت د هغه چا لپاره اوس هم پاتې دی، چې په دارالکفر کې ژوند کوي او یا یې دښمن پر خاوره برید کړی وي. پای.

همدارنګه د هجرت د وجوب حکمت دا و، چې مسلمانان د کفارو له ازار او ظلم سره مخ وو؛ ځکه کفارو به هغه مسلمانان ربړول، چې نوي به مسلمان شوي وو، ترڅو خپل دین پرېږدي. نو دغه آیت یې په اړه نازل شو:

﴿إِنَّ الَّذِینَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلآئِكَةُ ظَالِمِی أَنْفُسِهِمْ قَالُواْ فِیمَ كُنتُمْ قَالُواْ كُنَّا مُسْتَضْعَفِینَ فِی الأَرْضِ قَالْوَاْ أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُواْ فِیهَا فَأُوْلَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءتْ مَصِیرًا﴾ 97]: نساء[

ژباړه: کله چې پرښتې (د ژوند په وروستیو کې د روح اخیستو په موخه) هغو کسانو ته ورشي او وګوري چې دوی (د کفر په سیمه کې له کفارو سره پاتې دي او د ایمان خاورې ته یې هجرت نه دی کړی) پر ځان ظلم کړی دی، نو دوی ته وایي: تاسو چېرې وئ (چې داسې بې‌عمله او بدبخته شوي یئ؟ دوی به) وایي: موږ کمزوري خلک (د کفر) په سیمه کې وو (نو ځکه مو د دین اوامرو ته رسیده‌ګي نشوه کولی! پرښتې به ورته) وایي: مګر د الله ځمکه پراخه نه وه، چې هجرت مو ورته کړای وای؟ د دوی هستوګنځی دوزخ دی او هغه ډېر بد استونګنځی دی!

هغه مسلمانان چې په دارالکفر کې مسلمانان شوي وي او کولای شي چې ورڅخه لاړ شي، د هغوی لپاره هم د هجرت حکم پاتې دی. نسائي دغه حدیث له بهز بن حکیم بن معاویه او هغه یې له پلار څخه او هغه یې له خپل نیکه څخه مرفوعاً روایت کړی دی:

«لا یقبل الله من مشرک عملا بعد ما اسلم و یفارق المشرکین»

ژباړه: الله له اسلام وروسته د مشرک کس توبه نه قبلوي، ترڅو چې له مشرکینو څخه بېل نه شي.

ابو داوود له سمره څخه مرفوعاً روایتوي:

«أنا بریء من کل مسلم یقیم بین أظهر المشرکین»

ژباړه: زه له هر هغه مسلمان څخه بېزار یم، چې د مشرکینو په منځ (د هغوی په ټولنه او خاوره) کې ژوند کوي.

دا د هغه کس په اړه دی، چې دین یې په امن کې نه وي.

(ولكن جهاد ونیة) ‏طیبي او نور علماء وایي: د دغه په درک کولو سره وروستی حکم له مخکیني حکم څخه بېلېږي او هدف دا دی چې هغه هجرت پای ته رسېدلی، چې معنا یې د مدیني په لوري د خلکو په نزد د غوره وطن پرېښودل دي؛ مګر د جهاد لپاره د وطن پرېښودل بیا لاتراوسه پاتې دي. همدارنګه د یوه ښه نیت لپاره هم تراوسه هجرت دوام لري، لکه د علم د ترلاسه کولو او یا له فتنو څخه د خپل دین د ساتلو لپاره له دارالکفر څخه وتل او داسې نور مسایل. (وإذا استنفرتم فانفروا ) ‏امام نووي وایي: موخه دا ده، هغه خیر چې د هجرت په ختمېدو سره پای ته رسېدلی دی، په جهاد او صالح نیت سره یې بېرته ترلاسه کولی شئ او که چېرې امام امر وکړي چې د جهاد لپاره ووځئ، نو باید حرکت وکړئ.

هجرت یعنې له دارالکفر څخه دارالاسلام ته تلل دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّ الَّذِینَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلآئِكَةُ ظَالِمِی أَنْفُسِهِمْ قَالُواْ فِیمَ كُنتُمْ قَالُواْ كُنَّا مُسْتَضْعَفِینَ فِی الأَرْضِ قَالْوَاْ أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُواْ فِیهَا فَأُوْلَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءتْ مَصِیرًا (97) إِلاَّ الْمُسْتَضْعَفِینَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ لاَ یسْتَطِیعُونَ حِیلَةً وَلاَ یهْتَدُونَ سَبِیلًا (98) فَأُوْلَئِكَ عَسَى اللّهُ أَن یعْفُوَ عَنْهُمْ وَكَانَ اللّهُ عَفُوًّا غَفُورًا﴾ [نساء: 97-99[

ژباړه: کله چې پرښتې (د ژوند په وروستیو کې د روح اخیستو په موخه) هغو کسانو ته ورشي او وګوري چې دوی (د کفر په سیمه کې له کفارو سره پاتې دي او د ایمان خاورې ته یې هجرت نه دی کړی) پر ځان ظلم کړی دی، نو دوی ته وایي: تاسو چېرې وئ (چې داسې بې‌عمله او بدبخته شوي یئ؟ دوی به) وایي: موږ کمزوري خلک (د کفر) په سیمه کې وو (نو ځکه مو د دین اوامرو ته رسیده‌ګي نشو کولی! پرښتې به ورته) وایي: مګر د الله ځمکه پراخه نه وه، چې هجرت مو پکې کړی وای؟ د دوی هستوګنځی دوزخ دی او هغه ډېر بد استونګنځی دی! مګر هغه نارینه، ښځې او ماشومان چې په رښتینې توګه بېوسه دي او د وتلو لپاره کومه لاره نه لري، نو هغوی مستثنی دي. کېدای شي چې الله هغوی ته بښنه وکړي، الله لوی بښونکی او تېرېدونکی دی.

له دارالکفر څخه دارالاسلام ته هجرت دوام لري او پای ته نه دی رسېدلی. امام احمد له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی، چې فرمايلي یي:

«إن الهجرة لا تنقطع ما کان الجهاد»

ژباړه: ترڅو چې جهاد وي، هجرت پای ته نه رسېږي.

په یوه بل روایت کې راغلي دي:

«لا تنقطع الهجرة ما قوتل الکفار»

ژباړه: ترڅو چې له کفارو سره قتال روان وي، هجرت پای ته نه رسېږي.

د هغو کسانو لپاره چې توانايي لري، د هجرت حکم په ځینو حالتونو کې واجب او په ځینو کې مستحب دی. مګر که څوک یې توان ونه لري، الله سبحانه وتعالی هغه ته بښنه کړې او هغه اړ نه دی چې هجرت کړي؛ هغه که د ناروغۍ له امله وي او یا په جبر د پاتې کېدو له مخې او یا هم د ناتوانۍ پر اساس لکه ښځې، ماشومان او داسې نور چې هجرت نشي کولی. لکه څنګه چې د هجرت د ایت په پای کې یې یادونه شوې ده.

همدارنګه پر هغه کس هجرت کول فرض دي، چې خپل دین نشي څرګندولی او د اسلام واجبي احکام نشي عملي کولی، په داسې حال کې چې د هجرت توان لري. همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّ الَّذِینَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلآئِكَةُ ظَالِمِی أَنْفُسِهِمْ قَالُواْ فِیمَ كُنتُمْ قَالُواْ كُنَّا مُسْتَضْعَفِینَ فِی الأَرْضِ قَالْوَاْ أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُواْ فِیهَا فَأُوْلَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءتْ مَصِیرًا﴾ [نساء: 97]

ژباړه: کله چې پرښتې (د ژوند په وروستیو کې د روح اخیستو په موخه) هغو کسانو ته ورشي او وګوري چې دوی (د کفر په سیمه کې له کفارو سره پاتې دي او د ایمان خاورې ته یې هجرت نه دی کړی) پر ځان ظلم کړی دی، نو دوی ته وایي: تاسو چېرې وئ (چې داسې بې‌عمله او بدبخته شوي یئ؟ دوی به) وایي: موږ بېوزله خلک (د کفر) په سیمه کې وو (نو ځکه مو د دین اوامرو ته رسیده‌ګي نشو کولی! پرښتې به ورته) وایي: مګر د الله ځمکه پراخه نه وه، چې مو پکې کړی وای؟ د دوی هستوګنځی دوزخ دی او هغه ډېر بد استونګنځی دی!

همدارنګه د هغه چا لپاره هجرت کول واجب نه دي، بلکې مستحب دي چې خپل دین ښکاره کولی شي او هغه شرعي احکام عملي کولی شي، چې پر نوموړي لازم دي. د مستحب والي دلیل یې دا دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تر فتحې وړاندې کله چې مکه دارالکفر وه، د هجرت کولو علاقه درلوده. همداراز د نه واجب والي دلیل یې دا دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغو مسلمانانو ته چې په مکه کې پاتې شول، اجازه ورکړې وه. وایي کله چې نعیم النحام غوښتل چې هجرت وکړي، نو د خپل قوم بني عدي خلک ورته راغلل او ورته ویې ویل؛ پر خپل دین دې اوسه، خو له موږ سره پاتې شه. موږ له هغو کسانو څخه ستا دفاع کوو، چې غواړي تا ته زیان ورسوي او څه ډول دې چې پخوا له خلکو څخه ساتنه کوله، همداسې یې اوس هم ساتنه وکړه - نوموړي د بني عدي د کونډو او یتیمانو ساتنه پر غاړه درلوده – له همدې امله یو څه وخت پاتې شو او وروسته یې هجرت وکړ. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته وویل: «زما لپاره زما د قوم په پرتله ستا قوم ستا لپاره غوره و. زه مې قوم وشړلم او غوښتل یې ما ووژني، خو ستا قوم له تا څخه ساتنه وکړه او ستا د تګ مخنیوی یې وکړ.» (ابن حجر دغه حدیث په الاصابه کې روایت کړی دی) او پکې راغلي چې  نعیم النحام وویل: اې رسول الله صلی الله علیه وسلم! ته دې خپل قوم وشړلې، ترڅو د الله تعالی اطاعت او د هغه له دښمن سره جهاد وکړې، مګر زما قوم د هجرت او د الله تعالی د اطاعت په لاره کې زما مخه ونیوله. 

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې