دوشنبه, ۱۱ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په اسلام کې د اجارې حکم
بسم الله الرحمن الرحيم
په اسلام کې د اجارې حکم

(ژباړه)

‏ له عبدالله بن عمر رضی‌الله عنه څخه روایت دی چې رسول اللهﷺ وفرمایل:

«‌‏أَعْطُوا الْأَجِيرَ أَجْرَهُ قَبْلَ أَنْ يَجِفَّ عَرَقُهُ»

ژباړه: د اجیر (کارګر) اجره د هغه د خولو تر وچېدو وړاندې ورکړئ.

د سنن ابن ماجه په شرحه کې راغلي دي:

‏رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (أَعْطُوا الْأَجِيرَ) یعنې غوره دا ده چې د کارګر د کار له پای ته رسېدو سره سم د هغه اجره ورکړل شي. همدارنګه فرمایي: (قَبْلَ أَنْ يَجِفَّ عَرَقُهُ) یعنې وړاندې تر دې چې د کار له امله رامنځته شوې خولې وچې شي. اجاره د عوض په بدل کې پر منفعت عقد دی او پر درې ډوله ده:

لومړی ډول: هغه اجاره ده چې قرارداد یې له شیانو څخه د ترلاسه کېدونکې ګټې پر اساس کېږي، لکه: د کور، حیواناتو، د لېږد رالېږد وسایلو او داسې نورو شیانو اجاره کول.

دویم ډول: هغه اجاره ده چې قرارداد یې له کار څخه د ترلاسه کېدونکې ګټې پر اساس کېږي، لکه د ځانګړو کارونو د ترسره کولو لپاره د کسبګرو او صنعتکارانو ګومارل. یعنې د هغې ګټې پر اساس قرارداد کېږي، چې د کار له ترسره کولو څخه لاسته راځي، لکه د رنګمال، آهنګر، نجار او داسې نورو ګومارل.

درېیم ډول: هغه اجاره ده چې قرارداد یې پخپله د شخص له نفس څخه د ترلاسه کېدونکې ګټې پر اساس کېږي؛ لکه د خدمتګار، کارګر او داسې نورو ګومارل.

بخاري رحمه الله روايت کړی چې: په شریعت کې د اجارې ټول ډولونه روا دي. الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمایي:

﴿وَرَفَعْنَا بَعْضَهُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ لِيَتَّخِذَ بَعْضُهُم بَعْضًا سُخْرِيًّا﴾ ]زخرف: 32[

ژباړه: ځینو کسانو ته مو پر ځینو نورو لوړې درجې ورکړې، ترڅو په دوی کې ځینې کسان ځینې نور د کار لپاره ونیسي (یو او بل ته خدمت وکړي).

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿فَإِنْ أَرْضَعْنَ لَكُمْ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ]طلاق: 6[

ژباړه: که چېرې هغوی (دې ته لېواله شي، چې له بېلتون وروسته ستاسو اولادونو ته) شیدې ورکړي، نو اجره یې پر خپل وخت ورکړئ.

بخاري روایتوي:

«أنّ النبيَ والصِدَّيقَ استأجَرَا رجلاً مِن بنيْ الدِّيْلِ هادِيَاً خِرِّيتَاً» (بخاري: 2264)

ژباړه: رسول اللهﷺ او ابوبکر رضی‌الله عنه له بني الدیل څخه يو سړی د دښتو د لارښوونې لپاره (چې د هر ځای او سیمې په اړه یې معلومات لرل) مزدور نیولی و.

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې