جمعه, ۰۱ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
سود
بسم الله الرحمن الرحيم
سود

(ژباړه)

له جابر رضی الله عنه څخه روایت دی:

« لَعَنَ رَسولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عليه وسلَّمَ آكِلَ الرِّبَا، وَمُؤْكِلَهُ، وَكَاتِبَهُ، وَشَاهِدَيْهِ، وَقالَ: هُمْ سَوَاءٌ.» (رواه مسلم)

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم پر سود خوړونکي، سود ورکوونکي، کاتب او شاهدانو یې لعنت ویلی او فرمایلي یې دي چې ټول (د سود په ګناه کې) برابر دي.

پر مسلم د نووي په شرح کې راغلي: دغه حدیث په ښکاره توګه ثابتوي، چې د سود خوړونکو تر منځ شهادت او لیکل حرام دي او دا څرګندوي چې په باطل کې همکاري حرامه ده.

اسلامي شریعت په مطلق ډول سود حرام کړی دی، که یې اندازه لږه او یا ډېره وي. هغه مال چې سود پکې وي، قطعاً حرام دی، هېڅوک یې د مالکیت حق نه لري او که یې څښتن مشخص وي، بېرته هغه ته ورکول کېږي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿الَّذِینَ یأْكُلُونَ الرِّبَا لاَ یقُومُونَ إِلاَّ كَمَا یقُومُ الَّذِی یتَخَبَّطُهُ الشَّیطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُواْ إِنَّمَا الْبَیعُ مِثْلُ الرِّبَا وَأَحَلَّ اللّهُ الْبَیعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا فَمَن جَاءهُ مَوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّهِ فَانتَهَىَ فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُوْلَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِیهَا خَالِدُونَ﴾ ‏[بقره: 275]

ژباړه: هغه کسان چې سود خوري، د دوی حال به د هغو کسانو په څېر وي، چې شیطان له لېونتوب سره مخ کړي وي. پر دغه حالت د اخته کېدو دلیل د دوی دغه خبره ده، چې وايي: تجارت خو هم د سود غوندې دی. په داسې حال کې چې الله تجارت روا کړی او سود یې ناروا کړی دی. نو چا ته چې د هغه د رب له لوري دغه نصیحت ورسېد او په راتلونکي کې یې د سود له خوړلو څخه ډډه وکړه، نو څه یې چې مخکې خوړلي، د هغو معامله له الله سره ده او څوک چې له دغه حکم وروسته بیا هم دغه کار کوي، هغوی دوزخیان دي او تل به پکې اوسېږي.

‏ ﴿یا أَیهَا الَّذِینَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَذَرُواْ مَا بَقِی مِنَ الرِّبَا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِینَ(278) ‏فَإِن لَّمْ تَفْعَلُواْ فَأْذَنُواْ بِحَرْبٍ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ وَإِن تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُؤُوسُ أَمْوَالِكُمْ لاَ تَظْلِمُونَ وَلاَ تُظْلَمُونَ﴾ ‏[بقره: 278- 279]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی، د الله تعالی له (عذاب او عقاب) څخه وډار شئ او کوم سود مو چې پر خلکو پاتې دی، هغه ور پرېږدئ. خو که داسې مو ونه کړل، پوه شئ چې له الله او د هغه له رسول سره مو جګړه پیل کړې ده. که اوس هم توبه وکړئ (سود خوړل پرېږدئ او د دین اوامر ومنئ) اصلي پانګه مو خپله ده، نه به ظلم کوئ او نه به ظلم درباندې کېږي.

د سود ځانګړنه دا ده چې سود خوړونکی د خلکو له زحمتونو څخه سود ترلاسه کوي او دا له هڅې پرته یوه بدله ده. همدارنګه هغه مال چې له امله یې سود اخیستل کېږي، تل د ګټې په حال کې دی او له زیان سره نه مخ کېږي. دغه خاصیت له «الغرم بالغنم» قاعدې سره مخالف دی، یعنې هر څوک چې له مال او یا کوم بل شي څخه ګټه تر لاسه کوي، په زیان کې به هم شریک وي. له همدې امله له هغه مال څخه ګټه اخیستنه چې په شراکت، مضاربت او مساقات کې وي، د شرایطو په رعایت سره جایزه ده؛ ځکه ټولنه په دغسې معامله کې ګټه ترلاسه کوي او هغه ګټه چې د مال څښتن ته رسېږي، د خلکو له زحمتونو څخه ګټه اخیستنه نه ده، بلکې هغه وسیله ده چې د مال څښتن ته دا وړتیا ورکوي چې له خپلو هڅو څخه ګټه تر لاسه کړي. یعنې څنګه چې په ګټه کې شریک دی، همداسې په زیان کې هم شریک دی او دغه کار له سود سره توپیر لري؛ ځکه د سود حراموالی د قران په ایایتونو کې ثابت شوی دی او په دغه ایت کې هېڅ تعلیل نه دی شوی. همدارنګه په سنتو کې هم د سود مالونه واضح شوي دي.

ښايي دا خبره په ذهن کې تېره شي، چې د مال څښتن د خپلې شتمنۍ د ساتنې په هڅه کې دی او کېدای شي چې د یو اړمن کس د ستونزو د حل لپاره له خپل مال څخه هغه ته پور ور نه کړي او اړمن کس خپله اړتیا پوره نه کړي؛ نو پر همدغه اساس د ستونزې د حل لپاره باید یوه سرچینه وي، ځکه چې اوس اړتیاوې او ستونزې ډېرې شوې دي او په ټولو کارونو لکه کرنه، سوداګرۍ او صعنت کې سود شته دی؛ نو له همدې امله یوازنۍ لاره سودي بانکونو ته مراجعه کول دي او بس؛ یعنې دا چې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له سود اخیستو پرته بله هېڅ لاره نشته ده.

ځواب دا دی چې موږ د داسې ټولنې په اړه خبرې کوو، چې اسلام پکې په بشپړه توګه پلی کېږي او اقتصادي اړخ یې یوه برخه ده. زموږ خبره د اوسنۍ ټولنې په اړه نه ده، چې ټول خلک پکې د پانګوالۍ پر اساس ژوند کوي او د دغه نظام د حاکمیت لپاره د بانک شتون د ژوند یوه اړتیا بلل کېږي. پر همدغه اساس هغه پانګوال چې خپل ځان پخپل ملکیت کې ازاد ګڼي او هغه کس چې پر دې باور دی چې د فرېب، احتکار، قمار، سود او نورو له لارې څخه د ګټې په تر لاسه کولو کې ازاد دی، یعنې پرته له دې چې د دولت له خوا وڅارل شي او یا دې کوم قانون ته ژمن وي؛ له شک پرته چې دغه کس بیا سود او بانکونه د ژوند یوه اړتیا بولي.

له همدې امله اوسنی اقتصادي نظام باید بشپړ بدل شي او د اسلام اقتصادي نظام یې په انقلابي او هر اړخیزه توګه ځای ونیسي. کله چې فاسد نظامونه له منځه لاړ شي او اسلامي نظام پلی شي، نو هغه وخت به ټولو خلکو ته ثابت شي. هغه ټولنه چې اسلامي نظام پکې پلی کېږي، هلته سود ته هېڅ اړتیا نشته، ځکه هر څوک چې د ژوند او یا کښت لپاره پور اخیستلو ته اړتیا لري، هغه کس پور اخلي. د لومړنۍ اړتیا په اړه باید ووایو، چې اسلام دغه اړتیا د خپل رعیت د هر وګړي د ژوند په تضمین سره پوره کړې ده. د دویمې اړتیا په اړه باید ووایو، چې اسلام دغه ستونزه اړمنو کسانو ته له سود پرته په پور ورکولو سره حل کړې ده. ابن جبان او ابن ماجه له ابن مسعود څخه روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

« ما مِنْ مُسلِمٍ يُقرِضُ مُسلِماً قرضاً مرّتَيْنِ إلاّ كان كَصَدَقَتِها مَرَّةً» (ابن ماجه)

ژباړه: هر مسلمان چې بل مسلمان ته دوه ځلې پور ورکړي، داسې ده لکه یو ځل یې چې صدقه ورکړې وي.

اړمنو کسانو ته پور ورکول سنت دي او همدارنګه پور اخیستل بد کار نه دی، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم هم پور اخیسته. پور اخیستل هر وخت شته دي او خلکو ته یې څرګنده کړې چې د ژوند تر ټولو سخت زیانونه اقتصادي وي. همدارنګه ټولو ته واضح ده چې اړتیاوې دا غوښتنه کوي، چې له سود څخه باید ځانونه لرې وساتل شي او د اسلامي نظام پر اساس د پروګرامونو او قوانینو له لارې باید د ټولنې او سود تر منځ فاصله رامنځته شي.

کله چې سود له منځه ولاړ شي، اوسنیو بانکونو ته هېڅ اړتیا نه لیدل کېږي او یوازې بیت المال پاتې کېږي. بیت المال هم له هغې ارزونې وروسته خلکو ته له سود پرته پور ورکوي، چې هغوی به دا توان لري، چې له دغه مال څخه به ګټه ترلاسه کوي. عمر بن خطاب رضي الله عنه عراقي بزګرو ته له بیت المان څخه مال ورکړ، چې پر خپلو ځمکو کښت وکړي او ګټه ترې تر لاسه کړي.

شرعي حکم دا دی چې بزګرو ته دې له بیت المال څخه پیسې ورکړل شي، چې د دغو پیسو په مرسته پر خپلو ځمکو کښت وکړي او ګټه ترې واخلي. امام ابو یوسف وایي: «بېوزلو خلکو ته له بیت المال څخه پور ورکول کېږي، چې په هغه کې کار وکړي» یعنې په ځمکه کې. لکه څنګه چې له بیت المال څخه بزګرو ته د کرنې او کښت لپاره پور ورکول کېږي، همداسې باید هغو کسانو ته هم پور ورکړل شي، چې شخصي کارونه ترسره کوي؛ ترڅو خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي. عمر رضی الله عنه بزګرو ته له بیت المال څخه پیسې ورکړې، ځکه د خپل ژوند د پرمخ بېولو لپاره یې هغو پیسو ته اړتیا درلوده. له همدې امله شتمنو بزګرانو ته د خپلو تولیداتو د ډېرېدو لپاره له بیت المال څخه په پور پیسې نه ورکول کېږي. نور وګړي هم باید له بزګرو سره پرتله شي او یوازې هغه کس ته پور ورکول کېږي، چې د خپل ژوند پر مخ بېولو کې ستونزې لري. رسول الله صلی الله علیه وسلم یو کس ته یو پړی او تبر ورکړ، چې لرګي پرې مات کړي او له همدې لارې پیسې تر لاسه کړي.

د سود پرېښودل د اسلامي ټولنې، اسلامي دولت او پور ورکوونکي په شتون پورې اړه نه لري، بلکې سود حرام دی او باید پرېښودل شي، هغه که اسلامي دولت وي او که نه وي، که اسلامي ټولنه وي او که نه وي او که پور ورکوونکی وي او که نه وي.

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې