دوشنبه, ۱۱ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ځمکې ابادول
بسم الله الرحمن الرحيم
د ځمکې ابادول

(ژباړه)

بهیقي په «السنن الکبری» کې له عبدالله بن ابو ‌بکر څخه روایت کړی چې ویې ویل: «بلال بن حارث مزني رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ځمکه یې ترې وغوښتله. رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته ډېره زیاته ځمکه ورکړه؛ وروسته چې عمر بن خطاب رضی الله عنه خليفه شو، نو هغه ته یې وویل: اې بلاله! له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دې ځمکه وغوښته او هغه هم ډېره ځمکه درکړه، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم د کوم چا غوښتنه نه ردوله. اوس پراخه ځمکه در سره ده چې ټوله نه شې ابادولی. بلال وویل: سمه ده. عمر رضی الله عنه وویل: څومره چې ابادولی شې، هغه واخله او نوره ماته راکړه چې پر مسلمانانو یې ووېشم. بلال وویل: په الله مې دې قسم وي، هغه ځمکه چې ماته رسول الله صلی الله علیه وسلم راکړې، بیرته یې نه درکوم. عمر وویل: په الله مې دې قسم وي چې دغه کار به کوې. نو کومه ځمکه چې بلال نه شوای ابادولی، هغه یې ترې واخیسته او پر مسلمانانو یې ووېشله.»

ځمکه هغه خزانه ده چې له نورو توکو او املاکو سره توپیر لري... ځمکه داسې ګټې او ښېګڼې لري چې په نورو املاکو کې نه پیدا کېږي؛ ځکه، ځمکه د کښت او کار ځای دی او له زړه څخه یې کانونه او خزانې رایستل کېږي. ځمکه د هغو ودانیو د جوړېدو ځای دی چې د بېلابېلو موخو لپاره کارول کېږي؛ هغه که سوداګریزې موخې وي لکه د سوداګریزو، صنعتي ودانیو او ګدامونو جوړول وي، یا شخصي موخې وي لکه د استوګنې ځایونه او یا هم تاسیساتي موخې وي لکه د دولتي خدمتونو ودانۍ، روغتونونه، ښوونځي او ادارې.

پر همدغه اساس، روا نه ده چې ځمکه همداسې شاړه پرېښودل شي، ځکه د ځمکې همداسې شاړه پرېښودل د خلکو د ژوند د اړینو مصالحو د زیان لامل کېږي. له همدې کبله شریعت د پېر او پلور، ميراث، احياء (ابادول) او د دولت د ورکړې له لارو د ځمکې ملکیت مشروع کړی دی، چې له ځمکې څخه د ګټې اخیستنې پر اړتیا ټینګار وشي. د دې تر څنګ شریعت دولت ته حق ورکړی، چې له هغو خلکو څخه دې ځمکې بیرته راوګرځوي، چې پرله‌پسې درې کلونه یې ګټه نه وي ترې اخیستې او هغه چاته یې دې ورکړي، چې غواړي ویې کري او ګټه ترې واخلي. همدارنګه شریعت ټینګار کړی، چې له ځمکې څخه دې په خاص ډول د کښت په برخه کې او په عام ډول په نورو مباح برخو کې ګټه واخیستل شي. 

په پورتني حدیث کې پر همدې ټینګار شوی دی. بلال له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ډېره ځمکه وغوښتنه او رسول الله صلی الله علیه وسلم ځمکه ورکړه. مګر دغه ځمکه دومره ډېره وه، چې بلال ټوله نه شوای کرلی. پر همدغه اساس یې هغه له کښت او ابادولو پرته پرېښوده؛ خو کله چې د مسلمانانو خلیفه خلافت ته ورسېد، هغه چې الله سبحانه وتعالی د مسلمانانو مصالحو ته د رسېدو مسوولیت او د الهی احکامو پلي کېدل هغه ته سپارلي وو او نوموړی پر دغه حقیقت خبر شو، چې بلال ځمکه اخیستې او شاړه یې پرېښې ده، په داسې حال کې چې د ځمکې شاړه پرېښودل د خلکو د مصالحو د له منځه تلو لامل کېږي. نو بلال یې اړ کړ چې هغه اندازه ځمکه چې دی یې ابادولی نشي، بیرته ورکړي او څومره یې چې کرلی او ابادولی شوه، هغه یې ورته پرېښوده. دغه کار د اصحابو رضوان الله علیهم د سترګو پر وړاندې ترسره شو او هېچا انکار او نيوکه نه ده کړې، نو اصحابو پر دې اجماع کړې چې که کوم څوک له ځمکې ګټه وانه خلي او کښت پرې ونه کري، د ځمکې ملکیت له لاسه ورکوي.

په دې مسله کې ټولې ځمکې راځي او یوازې هغه ځمکې پکې نه شاملېږي، چې خلکو ته د دولت له خوا ورکړل شوې او یا یې ابادې کړې وي، بلکې دغه ډول ځمکې، میراثي او مبادلاتي ځمکې تر هغه وخته چې زراعتي وي، په همدې موضوع کې راځي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«من کانت له أرض فلیزرعها أو لیمنحها أخاه»

ژباړه: هر څوک چې ځمکه لري، نو يا دې يې پخپله وکړي او يا دې يې خپل (مسلمان) ورور ته ورکړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه حديث کې د ځمکې ډول یا د ملکیت طریقه نه ده ټاکلې، بلکې په عام ډول یې د ټولو ځمکو په اړه خبره کړې ده؛ مهمه نه ده چې ملکیت یې د ابادولو، وېش، پېر او پلور او میراث له لارې شوی وي.

د اصحابو اجماع هم د هغه څه په تاييد چې په دغه حدیث کې بیان شول څرګندوي چې که یو څوک هغه ځمکه ونه کري چې دولت ورکړې او یا ګټه ترې وانه خلي، نو دولت حق لري چې هغه ترې واخلي او یو بل کس ته یې ورکړي.

درنو دوستانو! له دغه حدیث شریف څخه درک کوو، چې د ځمکې د وېش او ابادولو د مشروعیت حکمت د کار او ګټې اخیستنې لپاره دی، نه د دې لپاره چې ډېرې ځمکې دې تر مالکيت لاندې راشي. پر همدغه اساس هغه څوک چې د کار او ګټې اخیستنې له پلوه د ځمکې حق ادا کړي، ملکیت یې دوام کوي او هغه کس چې د بې‌پروایۍ او یا بېوسۍ له امله پرله‌پسې درې کلونه ځمکه ونه کري او ګټه ترې وانه خلي، نو د ملکیت حق یې هم له لاسه ورکوي او د ګټې اخیستنې په موخه بل چاته ورکول کېږي. که دغه ځمکه د دولت لخوا وېشل شوې وي، نو د کرنې لپاره یې نورو ته د بښلو حق هم د دولت پر غاړه دی.

د یادولو وړ ده چې د ځمکې د فعال ساتلو لپاره حتمي نه ده، چې یوازې پخپله مالک دې هلته کار ورکړي، بلکې هم پخپله کار کولی شي، هم پیسې مصرفولی شي او هم د مزد په بدل کې کارګر ګومارلی شي. یعنې له خپل مال څخه د کارګرو مزد، د تخم او هغو وسایلو مصرف ورکولی شي، هلته ورڅخه کار اخیستل کېږي.

همدارنګه که چېرې یې د پیسو د مصرف توان نه درلود، نو دولت د مصارفو په لګولو کې ورسره مرسته کوي. مګر که چېرې یې د ځمکې کرلو او زراعت ته لېوالتیا نه درلوده، باید بل کس ته یې ورکړي؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم د کرلو لپاره د ځمکې اجاره کول منعه کړي دي.

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې