یکشنبه, ۱۰ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
امارت
بسم الله الرحمن الرحيم
امارت

(لومړۍ برخه)

(ژباړه)

امام مسلم پخپل صحیح کې راوړي:

عَنْ عَامِرِ بْنِ سَعْدِ بْنِ أَبِي وَقَّاصٍ رَضِیَ اَللهُ عَن‍‍‍‍ْهُ قَالَ: كَتَبْتُ إِلَى جَابِرِ بْنِ سَمُرَةَ، مَعَ غُلاَمِى نَافِعٍ: أَنْ أَخْبِرْنِى بِشَيْءٍ سَمِعْتَهُ مِنْ رَسُولِ اللَّهِ ﷺ ، قَالَ: فَكَتَبَ إِلَىَّ: سَمِعْتُ رسول الله صلی اللّٰه علیه وآله وسلم يَوْمَ جُمُعَةٍ، عَشِيَّةَ رُجِمَ الأَسْلَمِىُّ، يَقُولُ: «لاَ يَزَالُ الدِّينُ قَائِمًا حَتَّى تَقُومَ السَّاعَةُ، أَوْ يَكُونَ عَلَيْكُمُ اثْنَا عَشَرَ خَلِيفَةً، كُلُّهُمْ مِنْ قُرَيْشٍ». وَسَمِعْتُهُ يَقُولُ: «عُصَيْبَةٌ مِنَ الْمُسْلِمِينَ يَفْتَتِحُونَ الْبَيْتَ الأَبْيَضَ، بَيْتَ كِسْرَى، أَوْ آلِ كِسْرَى». وَسَمِعْتُهُ يَقُولُ: «إِنَّ بَيْنَ يَدَيِ السَّاعَةِ كَذَّابِينَ فَاحْذَرُوهُمْ». وَسَمِعْتُهُ يَقُولُ: «إِذَا أَعْطَى اللَّهُ أَحَدَكُمْ خَيْرًا فَلْيَبْدَأْ بِنَفْسِهِ وَأَهْلِ بَيْتِهِ». وَسَمِعْتُهُ يَقُولُ: «أَنَا الْفَرَطُ عَلَى الْحَوْضِ» (مسلم: 1822)

ژباړه: عامر بن سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه وایي: د خپل خدمت کوونکي نافع په لاس مې جابر بن سمره ته لیک ولېږه او پکې ومې ولیکل چې هغه څه راته بیان کړه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دې اورېدلي دي. هغه په ځواب کې ولیکل: ما واورېدل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د جمعې په ورځ تر ماسپښین وروسته په هغمه ورځ چې اسلمي سړی (ماعز) سنګسار شو، وفرمایل: «تر هغه وخته به دین دوام کوي، ترڅو چې قیامت راځي او یا پر تاسو باندې ۱۲ خلفاء حکومت وکړي، چې دوی ټول به قریش وي.» او همدارنګه وامې ورېدل چې فرمایل یې: «د مسلمانانو کوچنۍ ډله به د کسرا د پاچاه سپینه ماڼۍ يا د کسرا کورنۍ فتحه کړي.» همدارنګه وامې ورېدل چې فرمایل یي: «د قیامت تر راتګ وړاندې به دروغجن خلک راشي او له هغو وروسته متوجه اوسئ.» همدارنګه وامې ورېدل چې ویې فرمایل: «کله چې الله سبحانه وتعالی په تاسو کې یوه ته خیر ورکړي، لومړی دې ځان او بیا دې خپله کورنۍ ترې برخمنه کړي.» او همدارنګه ویې فرمایل: «زه مخکې یم او تر نورو وړاندې کوثر حوض ته رسېږم.» (او اوبه چمتو کوم.)

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه خبره (عُصَيْبَةٌ مِنَ الْمُسْلِمِينَ يَفْتَتِحُونَ الْبَيْتَ الأَبْيَضَ، بَيْتَ كِسْرَى، أَوْ آلِ كِسْرَى) د هغه صلی الله علیه وسلم ښکاره معجزه ده او الحمدالله مسلمانانو د عمر رضی الله عنه په وخت کې هغه ځای فتحه کړ.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه خبره (إِذَا أَعْطَى اللَّه أَحَدكُمْ خَيْرًا فَلْيَبْدَأْ بِنَفْسِهِ) د دغه حدیث غوندې ده (اِبْدَأْ بِنَفْسِك ثُمَّ بِمَنْ تَعُول) یعنې: لومړی یې له ځانه پیل کړه او وروسته دې له خپلې کورنۍ څخه. د (أَنَا الْفَرَط عَلَى الْحَوْض) جمله: (الفرط) د (راء) په فتح سره په دې معنا دی چې په هغه کې تر نورو مخکې یم او په دې تمه یم چې پر تاسو د کوثر اوبه وڅښم. (فَرَط و فارط) هغه کس دی چې له خپل قوم وړاندې ځان اوبو ته رسوي، چې د اړتیا وړ اوبه برابرې کړي.

د (الدین قائما... أو یکون علیکم) جملې په اړه یو شمېر علماوو ویلي: (قائما) یعنې دایمي او تلپاتې، وایي (أقام شیء) یعنې هغه ته یې دوام ورکړ. د پروردګار دغه کلام «یقیمون الصلاة» او «إلا ما دمت علیه قائما» همدغه معنا ورکوي. پر همدغه اساس داسې ویل کېږي: د اسلام دین به همداسې دوام وکړي، تر دې چې قیامت راشي.

د (أو یکون علیکم)... په جمله کې (أو) د عطف لپاره د (وَ) په معنا دی. نو داسې ویل کېږي: (و یکون علیکم اثنا عشر) هغوی یې په خاص ډول یاد کړي دي، چې د دوی په وخت کې به د عزت او قدرت رامنځته کېدل او د زیان مخنیوی رښتیا شي... علماء د دغه حدیث په تفسیر او توجیه کې بېلابېل نظرونه لري:

وایي: موخه یې عادل خلفاء دي، چې ځینې یې په امت کې تېر شوي او ځینې نور به یې د قیامت تر راتګه پورې را شي. امام نووي رحمه الله له قاضي عیاض څخه رانقلوي: کېدای شي چې له دغو ۱۲خلفاوو څخه موخه یې هغه عادل خلفاء وي، چې د خلافت مستحق دي؛ لکه څنګه چې ځینې یې تېر شوي او ځینې نور به یې د قیامت تر راتګ وړاندې پوره شي.

نووي رحمه الله له قاضي عیاض څخه رانقلوي: اټکل کېږي چې د حدیث موخه هغه څوک وي، چې په خپل وخت کې یې اسلام ته پراختیا ورکړې وي او ټولو مسلمانانو منلی وي؛ لکه څنګه چې د ابو داود په سنن کې راغلي: (کلهم تجتمع علیه الأمة) یعنې امت به پر دوی هر يوه راټول شي.»

سیوطي نقلوي چې موخه یې: د اسلام په ټول دوران کې تر قیامت پورې د ۱۲ خلفاوو شتون دی، چې حق پلی کوي، ان که پرله‌پسې هم نه وي.

په فتح الباري کې راغلي: په دغو ۱۲ خلفاوو کې څلور یې راشده خلفاء تېر شوي او نور به یې د قیامت تر راتګ وړاندې بشپړ شي.

ابن کثیر وایي: دغه حدیث د هغو ۱۲خلفاوو په اړه زېری ورکړی، چې حق حاکموي او د امت تر منځ عدالت کوي، د هغوی ترمنځ پرله‌پسې‌والی لازمي نه دی؛ بلکې څلور تنه یې په پرله‌پسې توګه تېر شوي دي، چې له اربعه خلفاوو څخه عبارت دي: ابوبکر، عمر، عثمان او علي. همدارنګه د علماوو په نزد عمر بن عبدالعزیز او یو شمېر نور عباسي خلفاء هم له همدغو خلفاوو څخه دي او قیامت تر هغه پورې نه راځي، ترڅو چې دغه ۱۲خلفاء پر ځمکه خلافت ونه کړي او دا واضح ده چې «مهدي» هم د هغوی له ډلې څخه دی، چې په احادیثو کې یې په اړه زېری ورکړل شوی دی.

اې د خیر امته او اې د خلافت بچیانو!

په یوه حدیث کې وینو چې د «خلیفه» لفظ څو ځله راغلی دی او هغه کس ته ویل کېږي چې په بشپړه توګه قدرت او رهبري په لاس کې لري او دا چې په حدیث شریف کې د دین قایمول بیانوي، په حقیقت کې تمکین، سیادت، نفوذ او پر موافقو او مخالفو خلکو د دین غلبه ده. پر همدغه اساس د دوکه کوونکو فرېب او د ملامتوونکو ملامتيا ورته زیان نشي رسولی... نو اسلام په حقیقت کې دین، منهج او د حاکم دولت د حکامو او رعیت اصلي مرجع ده.

حدیث شریف دغه خلفاء یوازې له دې امله غوره نه دي ګڼلي، چې ګواکي د هغوی په دوره کې اسلام عزتمن و؛ چې هدف یې یوازې د هغه وخت دوره وي، پرته له دې چې د دولت د مشرانو او حکامو شخصیتونه په پام کې ونیسي؛ بلکې دا یو غیبي پیغام دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې خبر ورکړی دی.

دین په هغه وخت کې حاکم پاتې کېده او پر هغو کسانو به ظاهر او غالب کېده، چې دوی به د تمدن او دولت د دین په توګه د اسلام د له منځه وړلو، د دین په اړه د خلکو د ګمراه کولو، یا یې پر ضد د را پارولو او یا یې هم په اسلامي مسایلو کې د شک پیدا کولو لپاره کار کاوه.

د دولت د غالبیت، ظهور او عزت مظاهر دا دي، چې که چېرې کورني او یا بهرني دښمنان یې د له منځه وړلو لپاره هر څومره هڅې وکړي، خو اسلام ته د یو دین په توګه هېڅ زیان ونشي رسولی. دغه مخالفین کېدای شي د اهل کتابو مشرکین وي یا د کفري نظامونو؛ لکه امریکا، انګلیس او داسې نورو له خوا ګومارل شوي دښمنان، مګر له ټولو هڅو سره سره بیا هم اسلام ته زیان ونه شي رسولی. الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمایي:

﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ﴾ [انفال: 36]

ژباړه: کافران خپل مالونه مصرفوي، ترڅو (خلک) د الله له لارې (او پر الله سبحانه وتعالی له ایمان څخه) را وګرځوي. هغوی به خپل مالونه مصرف کړي، خو وروسته به یې د پېښمانۍ لامل شي او ماتې به هم وخوري. له شک پرته چې ټول کافران به دوزخ ته ورټول کړل شي.

همدارنګه بېلتون غوښتونکي او هغه کسان اسلام ته زیان ونه شي رسولی، چې له دولت څخه یې لږ او یا ډېر انحراف کړی وي؛ یعنې هغه که واقعي پیروان وي او یا منافقین.

اسلامي دولت د منصور په وخت کې تر هغه وروسته ځواکمن شو، چې ابومسلم خراساني یې له منځه یوړ او همدارنګه د هارون الرشید په دوره کې هم اسلامي دولت قدرتمند و. په داسې حال کې چې ځینې مخالفین ځواکمن شول، په فتحه شویو سیمو کې یې د نفوذ لپاره هڅې پیل کړې او د اسلامي دولت په دستګاوو کې یې ریښې وغځولې، نږدې و چې په بشپړه توګه قدرت تر لاسه کړي. لکه څنګه چې برمک‌یانو همداسې وکړل، خو وروسته بیا د هارون الرشید له خوا وځپل شول.

په همدې توګه موږ وینو، کوم څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې خبر ورکړی، هغه د ۱۲ خلفاوو په دوره کې لیدل شوي دي. پر همدغه اساس اسلام په هغه وخت کې عزت‌من و او له اسلام پرته هر څه له ذلت او خوارۍ سره مخ وو. د اسلام دین به د قیامت تر راتګ وړاندې یو ځل بیا حاکم شي او هغه مطلق ظهور چې له دغه حاکمیت سره مل دی، په هغه وخت پورې محدود دی چې دغه ۱۲خلفاء پکې واکمن وي.

د یادولو وړ ده چې مهمه موضوع د خلفاوو شمېر نه دی. د موضوع د روښانه کېدو لپاره مسلم له عمار رضی الله عنه څخه حدیث روایت کړی: «فِي أُمَّتِي اثْنَا عَشَرَ مُنَافِقًا لَا يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ؛ زما په امت کې ۱۲منافقین دي، چې جنت ته به نه داخلېږي.» اوس پوښتنه مطرح کېږي چې ایا په امت کې یوازې همدا ۱۲ منافقین دي، که یې شمېر ډېر دی؟ د دې پوښتنې ځواب دا دی چې د منافقینو شمېر تر ۱۲ کسانو ډېر دی. همدارنګه ویل کېږي: د خلفاوو شمېر هم تر ۱۲ کسانو ډېر دی، خو د دغو ۱۲ خلفاوو یادونه په خاصه توګه ځکه شوې، چې د دوی په وخت کې د اسلام عزت زیات او پراخ و. له دې پرته د ډېرو نورو خلفاوو یادونه هم کولی شو، چې د دوی د حکومتونو په وخت کې اسلام غالب او عزتمن و. د بېلګې په توګه د مسلمانانو د مخکنیو خلفاوو په پرتله د عثمانیانو د غوره‌والي لپاره همدا بسنه کوي، چې دوی د اروپا ډېره برخه فتحه کړه.

مسلمانان، حکام او علماء ټول په یوه ډګر کې دي او د اسلام له عقیدې دفاع کوي، امیران یې صالح دي، اسلام پلی کوي او د دعوت او جهاد له لارې یې ټولې نړۍ ته رسوي. علماء او فقها یې خلکو ته اسلام ور زده کوي او تر منځ یې خبرې کوي، حکام محاسبه کوي او نصيحت ورته کوي او د هېڅ ملامتوونکي له ملامتیا څخه نه وېرېږي. مسلمانان د اسلام له حاکمیت څخه ګټه اخلي. اسلامي امت، وسط امت دی او د ټولو امتونو په سر کې ځای لري او پر ټولې نړۍ شاهد دی. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی هم د دغه امت ستاینه کړې او دغه مقام یې ورکړی دی:

﴿ وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطاً لِّتَكُونُواْ شُهَدَاء عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيداً﴾ [بقره: 143]

ژباړه: له شک پرته تاسو مو وسط امت کړئ، چې پر خلکو شاهدان وئ او پیغمبر پر تاسو شاهد وي.

د مسلمانانو ټول بچیان، چې علما یې یوه برخه ده، باید پوه شي چې یوازې فردي دعوت ورته بسنه نه کوي او په یوه ډله کې باید کار وکړي؛ هغه ډله چې د اسلامي امت د بیدارۍ لپاره فعالیت کوي او امت د هر اړخیر بدلون لپاره رهبري کوي. هغه ډله چې د دین د راپورته کېدو لپاره هڅې کوي، ترڅو د لومړي خلافت دولت په څېر د امت دین د دولت په چوکاټ کې حاکم شي او په دې توګه الله سبحانه وتعالی امت ته نصرت ورکړي او مسلمانان یو ځل بیا خپل لومړي حالت ته وګرځي. دا هغه غوره امت دی چې د خلکو لپاره یې حرکت کړی، ترڅو د الله سبحانه وتعالی په مرسته اسلام ته عزت ورکړي! الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿قُلْ هَـذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَاْ وَمَنِ اتَّبَعَنِي وَسُبْحَانَ اللّهِ وَمَا أَنَاْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ﴾ [یوسف: 108]

ژباړه: ووایه دا زما او زما د پيروانو لاره ده او په پوره بصيرت سره ورته خلک رابولم، الله پاک او سپېڅلی بولم او له مشرکانو څخه نه یم.

 

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې