یکشنبه, ۱۰ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
څوک چې له (اوسنیو) حکامو د ځان ساتنه غواړي، پر ځان ظلم کوي
بسم الله الرحمن الرحيم
څوک چې له (اوسنیو) حکامو د ځان ساتنه غواړي، پر ځان ظلم کوي

(ژباړه)

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«مَنْ رَأى سُلْطاناً جائِراً مُسْتَحِلاًّ لِحُرُمِ اللهِ، ناکِثاً لِعَهْدِ اللهِ، مُخالِفاً لِسُنَّةِ رَسُولِ اللهِ، یَعْمَلُ فِی عِبادِاللهِ بِالاِثْمِ وَ الْعُدْوانِ فَلَمْ یُغَیِّرْ عَلَیْهِ بِفِعْل، وَ لاَ قَوْل، کانَ حَقّاً عَلَى اللهِ أَنْ یُدْخِلَهُ مَدْخَلَهُ».

ژباړه: «څوک چې ظالم سلطان وویني چې د الله سبحانه وتعالی حرام حلال ګڼي، له الله سبحانه وتعالی سره کړی عهد ماتوي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو سره مخالفت کوي، د الله سبحانه وتعالی له بنده‌ګانو سره ظلم کوي او د دغه سلطان د ظلم پر وړاندې راپورته نه شي او مخالفت یې ونه کړي؛ د دې وړ دی چې الله سبحانه وتعالی يې له دغه ظالم سلطان سره په دوزخ کې واچوي.»

په عربي کې ظلم له خپل ځای پرته بل ځای کې د شي اېښودلو ته وايي. عربو یو متل درلود: «څوک چې له لېوه څخه د شپون او ساتونکي تمه وکړي، ظلم یې کړی». ظلم له حد څخه تېرېدلو او زیاتي کولو ته هم وايي. الله سبحانه وتعالی په بقره سورت کې فرمایي:

﴿وَ مُن یَتَعدَّ حُدُودَ الله فاؤلائک هُمُ الظَّالِمُونَ﴾ [بقره: 229]

ژباړه: «څوک چې د الله سبحانه و تعالی له حدودو [د الله سبحانه وتعالی له اوامرو او نواهیو] څخه تېری وکړي، له شک پرته داسې کسان ظلم کوونکي دي.»

الله سبحانه وتعالی پر ځان او نورو ظلم حرام کړی؛ بلکې پر ځان یې لازمه کړې چې کوم قوم ته یې رسول نه دی استولی، عذاب ور نه کړي. او زموږ حنیف دین اسلام؛ ظلم، ډولونه یې، اسباب او پایلې یې ټول ښکاره بیان کړي دي.

صحابه کرام، علما او خلفا د ظلم په معنا او پایلو یې خبر وو؛ حضرت علي رضی الله عنه فرمایي: «له ظالم څخه د مظلوم د غچ اخیستلو ورځ، پر مظلوم د ظالم د ظلم کولو له ورځې سخته ده». همدارنګه یوسف بن اسباط رحمه الله وایي: « څوک چې د ظالم د پایښت لپاره دعا وکړي؛ په حقیقت کې یې دا خوښېږي چې پر ځمکه له الله سبحانه وتعالی نافرماني وشي.»

خو نن ورځ د خاینو حکامو – چې له اسلامي امت سره یې خیانت کړی او پر هغوی کفري نظامونه او احکام پلي کوي- له امله ظلم او بې عدالتۍ له هر لوري کلابند کړي یو. موږ مسلمانانو دغه بې وسه او عاجز واکمنان د حاکمانو په توګه منلي او د هغوی د عزل کولو او پر ځای یې د خلیفه ټاکلو مکلفیت په پرېښودو سره مو پر ځان ظلم کړی.

اې الله سبحانه وتعالی! موږ ته د نبوت پر منهج ثاني راشده خلافت - چې په وسیله یې د مسلمانانو په منځ کې پاشلتیا او ګډوډي له منځه ځي- راپه برخه کړه! له مسلمانانو څخه مصیبتونه لرې کړه! او اې الله سبحانه وتعالی! په خپل کریم نور ځمکه روښانه کړه. اللهم آمین آمین.

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې