یکشنبه, ۱۰ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
هغه کسان چېرې دي چې د کفري نظامونو د نسکورولو لپاره کار کوي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
هغه کسان چېرې دي چې د کفري نظامونو د نسکورولو لپاره کار کوي؟

له انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«يَتْبَعُ الْمَيِّتَ ثَلَاثَةٌ، فَيَرْجِعُ اثْنَانِ وَيَبْقَى وَاحِدٌ، يَتْبَعُهُ أَهْلُهُ وَمَالُهُ وَعَمَلُهُ، فَيَرْجِعُ أَهْلُهُ وَمَالُهُ وَيَبْقَى عَمَلُهُ». رواه مسلم

ژباړه: درې څیزونه له مړي سره مل وي: کورنۍ، مال او د هغه عمل. دوه یې بیرته راګرځي او یو ورسره پاتې کېږي؛ کورنۍ او مال یې بیرته راګرځي او عمل یې ورسره پاتې کېږي.

د اسلام دین انسان ته د مرګ او ژوند حالت ورښودلی؛ د انسان ژوند ته د اسلام پاملرنه د اوامرو، احکامو او نواهیو په چوکاټ کې نغښتې چې الله سبحانه وتعالی ورته تشریع کړې او د هغو په پلي کولو انسان د دنیا او اخرت نېکمرغۍ او هوساینې ته رسېږي. خو مرګ ته د اسلام پاملرنه د هغو احکامو له لارې ده چې انسان ته دوزخ ته د غورځېدو د پایلو په اړه خبرداری ورکوي او انسان باید د هغو پر اساس خپل غرایز او عضوي حاجات د شریعت په مسیر کې کنټرول کړي.

څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه حدیث کې موږ ته بیان کړي؛ دا دي چې انسان په دنیا کې درې ملګري لري: لومړی ملګری یې کورنۍ ده چې په پای کې انسان اړ دی چې ترې بېل شي؛ دویم یې مال دی او له خوراک، پوښاک او صدقې پرته بل څه نه ورته پاتې کېږي؛ درېیم ملګری یې عمل او کړنې دي. پوهېږئ چې عمل څه دی؟ عمل هغه وسیله ده چې موږ جنت یا دوزخ ته بیایي؛ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ *وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ﴾ [زلزله:۷ او ۸]

ژباړه: «هر چا چې د یوې ذرې په اندازه نېک کار کړی وي، هغه به وویني (اجر به یې تر لاسه کړي) او که هر چا د یوې ذرې په اندازه ناوړه کار کړی وي، هغه به وویني (سزا به یې وڅکي.)

نو نن ورځ هغه کسان چېرته دي چې په اسلامي خاورو کې د کفري نظامونو د له منځه وړلو لپاره کار او مبارزه کوي؟ وروسته تر دې چې حکامو له کلونو راهیسې پر امت د قران د حکم خلاف حکومت کړی دی؛ هغه کسان چېرته دي چې د ثاني راشده خلافت دولت - چې د قران او سنتو مطابق عمل کوي- د بیا تاسیس لپاره کار کوي؟

اې الله سبحانه وتعالی! د نبوت پر منهج راشده خلافت دولت ژر تاسیس کړه چې په مټ یې د مسلمانانو مړاوی حالت له منځه ځي او غمونه ترې لرې کېږي. اې الله سبحانه وتعالی! د خپل کریم نور په وسیله ځمکه روښانه کړه! اللهم آمین آمین.

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې