پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ایا هند د راپورته کېدو په حال کې دی؟
بسم الله الرحمن الرحيم
ایا هند د راپورته کېدو په حال کې دی؟

(ژباړه)

هند د پرمختګ په حال کې دی؛ دا پرمختګ د هغوی د سرچینو او ځواک په سبب نه، بلکې د امریکا د ملاتړ په سبب دی. امریکا د هغو هېوادونو ملاتړ کوي چې د امریکا په مشرۍ نړیوال نظم او د امریکا د ګټو ساتلو لپاره هڅې کوي.

د امریکا دغه سیاست یوازې په هند پورې نه دی تړلی. دغه سیاست په نورو هېوادونو، لکه جاپان کې هم مخته وړي. امریکا تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته جاپان له اقتصادي اړخه پیاوړی کړ، خو له پوځي اړخه یې کمزوری وساته. بله بېلګه سوېلي کوریا ده. چین هم پخوا د امریکا له لوري پیاوړی شو چې له شوروی اتحاد سره یې د یو ځای کېدو مخه ونیسي. المان هم تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته امریکا پیاوړی کړ چې له دې لارې پر اروپا تسلط ولري.

د ۹۰مې لسیزې تر نیمايي پورې هند د امریکا د نفوذ له حوزې بهر و او دغه وخت یې ونه شو کولی چې په خپل زور پیاوړی شي. بیا د هند لپاره د امریکا تګلاره بدله شوه او امریکا وغوښتل چې هند د چین پر وړاندې پیاوړی کړي.

امريکا تر خپل نړيوال نظم لاندې د يو دولت د قوي کولو يا کمزوري کولو لپاره له پنځو وسايلو څخه کالي اخلي چې عبارت دي له:

1  بهرنۍ پانګونه: امریکا خپلو شرکتونو ته لارښوونه کوي چې د دوی په متحدو هېوادونو، لکه هند کې پانګونه وکړي. امریکا په هند کې دغه بهیر د «من موهن سېنګ» په وخت کې پیل کړ او تر اوسه روان دی.

2   د ټېکنالوژۍ لېږد: امریکا خپلو د ټېکنالوژۍ شرکتونو ته اجازه ورکوي چې د دوی په متحدو هېوادونو کې پانګونه وکړي. دوی ته پرمختللې ټېکنالوژي ورکوي؛ لکه امازون، ګوګل او اپل چې نن ورځ په هند کې پانګونه کوي.

3   نړیوالو بازارونو ته لاسرسی: امریکا د نړیوالو سازمانونو له لارې نړیوال بازارونه خپلو متحدینو ته د لاسرسي وړ کوي. دا کار د دې لپاره کوي چې دغه هېوادونو دلته خپل توکي او خدمتونه وپلوري. هند او چین دواړو خپل اقتصاد په صادراتو پیاوړی کړ او دا نړیوالو بازارونو ته د امريکا په واسطه د دوی د لاسرسي په سبب وو.

4   پوځي مرسته: امریکا د پوځي ټېکنالوژۍ د لېږد تړونونو له لارې د هېوادونو دفاعي سیسټم کې خپل نفوذ پیاوړی کوي. نن ورځ دغه کار له هند او یهودي ادارې سره کوي. پر دې سربېره امریکا پر دغو هېوادونو خپلې وسلې، جنګي بېړۍ، توغوندي، ډرون الوتکې او اوبتلونه پلوري.

5  کډوالي او د غربي فرهنګ القا: امریکا تر خپل نفوذ لاندې هېوادونو خلکو لپاره کډوالي اسانه کوي. دوی ته په اسانۍ وېزې ورکوي. په دې توګه د دغو هېوادونو ځوانان او تکړه کسان د امریکا علمي او څېړنیزو موسسو ته لار مومي. امریکا بیا دغه کسان د خپلو ارزښتونو او ایډیولوژۍ له مخې روزي.

اوس دا پوښتنه راپورته کېږي چې که د هند او پاکستان حکام غواړي په سیمه کې د امریکا اجنډا پلې کړي؛ نو ولې هند د امریکا په مرسته د پرمختګ په حال کې دی او امریکا د پاکستان له پرمختګ سره مرسته نه کوي؟

لومړی دا چې دا د امریکا پلان دی؛ ځینې هېوادونه له خپلو ګټو څخه د دوی د تعبیر له مخې پیاوړي او ځینې کمزوري کوي. دا موږ ته درس راکوي چې باید د خپل پرمختګ لپاره خپل لید ولرو. باید د خپل پرمختګ لار د نورو هېوادونو د پلانونو له مخې ونه سنجوو. د پرمختګ او ودې لپاره زموږ لید باید یوازې د پاکستان لپاره نه، بلکې د ټول اسلامي امت لپاره وي.

دویم دا چې له موږ سره د امریکا د مرستې نه کولو سبب د اسلام او غرب ترمنځ د تمدنونو ټکر دی. د پانګوالۍ لېبرال ډیموکراسي له اسلامي عقیدې او د شریعت اوامرو سره ښکاره په ټکر کې ده. په حقیقت کې د ازادۍ مفکوره، چې د همجنسپالنې او اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي پشان اعمالو سبب کېږي، د اسلامي عقیدې خلاف ده. نو څنګه له امریکا څخه د مرستې یا زموږ د پیاوړي کولو تمه ولرو؛ په داسې حال کې چې د دوی نړیوال نظم پر داسې ارزښتونو ولاړ دی چې زموږ د عقیدې خلاف دي؟

نو د دې پر ځای چې د امریکا د رضایت خپلولو لپاره هڅې وکړو او –لکه له تېرو ۷۵ کالو راهیسې چې زموږ حکام دا کار کوي- د امریکا د ګټو خوندي کولو په وسیله بدل شو؛ باید د امریکا نړیوال نظم رد کړو!

باید ځان ته خپل مسیر وټاکو. باید خپل نړیوال نظم د خلافت د تاسیس له لارې د اسلامي نړۍ د وحدت پر اساس جوړ کړو. د مسلمانانو ځمکې د سرچینو له اړخه غني دي؛ لوی لوی پوځونه او لویه فیصدي ځوانان لري چې خلافت پر یوه نړیوال ځواک بدلوي. تر ټولو مهمه دا چې د مسلمانانو د وحدت پر اساس نړیوال نظم به د الله سبحانه و تعالی او رسول الله د اطاعت او زموږ د دین او ارزښتونو د لارښوونو پر بنسټ وي. نو راځئ چې د امریکا نړیوال نظم رد کړو او د خلافت د تاسیس لپاره خپله مبارزه زیاته کړو!

حزب التحریر-ولایه پاکستان

۱۴۴۴هـ.ق کال د ذولحجې ۲۱مه

۲۰۲۳م کال د جولای ۹مه

Last modified onیکشنبه, 13 آګست 2023

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې