پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
که د مسلمانانو لښکر له دغه ظالم دښمن سره د مبارزې ډګر ته کوز شي، نو بیا تسلیت ویلو ته اړتیا نشته
بسم الله الرحمن الرحيم
که د مسلمانانو لښکر له دغه ظالم دښمن سره د مبارزې ډګر ته کوز شي، نو بیا تسلیت ویلو ته اړتیا نشته

(ژباړه)

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۲۴ مه د پاکستان د فوځ مشر چې د نړۍ د شپږم پیاوړي فوځ مشر دي، د فلسطین سفیر ته تسلیت او ډاډګېرنه ورکړه.

دا د نظامي رهبرۍ شرعي مکلفیت دی چې باید د تسلیت او ډاډګېرنې پر ځای د یهودي دولت ریښې وچې او دغه سرطاني دانه له منځه یوسي.

ولې بالیستیک توغندي د تل ابیب په لوري نه ویشتل کیږي، ترڅو هلته زموږ له ځمکنیو مجاهدینو ساتنه وکړي؟ ولې د ځانګړو خدمتونو د ډلې (SSG) فوځونه مصر ته نه استول کیږي، ترڅو د رفح له پولې څخه غزې ته تیر شي؟ ولې د فوځ ځانګړي ځواکونه اردن ته نه لیږل کیږي، ترڅو د الکرمه له پل څخه باختري کرانې ته ننوځي؟

ولې ای اس ای سوریې ته د مجاهدینو د رهبري کولو لپاره نه استول کیږي؟

ولې د پاکستان سمندري فوځونه نه شي کولی چې د بیروت بندر له لارې په لیبنان کې اکمالاتي لیکې رامنځته کړي؟ ولې د پاکستان هوایي ځواک په ترکیه کې د انجرلیک هوایي اډه د دښمن د خنثی کولو لپاره نه شي کارولی؟

اې د صلاح الدین زامنو!  که د تاسو اوسني مشران نه شي کولی چې تاسو په دې جګړه کې رهبري کړي، نو قدرت داسې چاته وسپارئ، چې کولی شي د نبوت پر منهج خلافت تاسیس او له یهودو سره د جهاد لپاره لښکرو ته حرکت ورکړی.

﴿وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ﴾ [انفال: 72]

ژباړه: کله چې د دین په چارو کې له تاسو نصرت وغوښتل شي، نو پر تاسو واجب دی چې هغوی ه نصرت ورکړئ.

#ArmiesToAqsa

  حزب‌التحریر- ولایه پاکستان

10 ربیع‌الثانی 1445هـ.ق.

25 اکتوبر 2023م.

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې