جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
سیاسي طبقې امانت خیانت کړ او تونس یې داسې چاته امانت ورکړ چې له اسلام پرته د خلاصون لار نه لري
بسم الله الرحمن الرحيم
سیاسي طبقې امانت خیانت کړ او تونس یې داسې چاته امانت ورکړ چې له اسلام پرته د خلاصون لار نه لري

﴿وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْماً لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ﴾

او د هغو کسانو لپاره چې باور لري، له الله سبحانه وتعالی پرته غوره پرېکړه کوونکی څوک دی؟

(ژباړه)

د بې عدالتۍ او ظلم پر وړاندې له اتو کلونو انقلاب وروسته بیا هم دغه هېواد په ټولو برخو کې له یوه زړه بوږنوونکي ناورین څخه کړېږي. د دغو ناورینونو اصلي دلیل د بن علي رژیم دی، چې له دروازې وځي او له کړکۍ بېرته راځي. په همدې توګه د سیکولرې سیاسي طبقې مسیر او ټولو هغو حکومتونو مسیر هم دوی ته ورته دی، چې له ټاکنو دمخه او وروسته رامنځته کېږي، دا په اصل کې د غرب لخوا د هېواد او خلکو د تباهۍ لپاره ټاکل شوي وو. په دې وروستیو کې مو واورېدل چې ځواکمنې  سیاسي طبقې په دې اعتراف کړی، چې دغه ناورینونه په یوازې توګه په هر وزیر پورې تړلي او دوی د خلکو سترګې د دا ډول ناوړه سیاستونو او پروګرامونو پر وړاندې ړندې کړې. ټول پوهېږي، هر هغه څه چې د اساسي قوانینو، سیاسي پروګرامونو او اقتصادي سیاستونو په پلي کولو سره په تونس کې عملي کېږي، د استعماري دولتونو، د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) او نړیوال بانک تر مستقیمې څارنې لاندې دي. همدرانګه د پرله پسې حکومتونو په تېرېدو سره وزیرانو د هغو شیانو له لاسلیک پرته هېڅ بله لار نه درلوده چې د پلي کولو او لاسلیک لپاره ورته امر شوی و. په همدې توګه د ټولو حکومتونو دوامداره لاسته راوړنې په لاندې ډول دي:

۱. د هېواد د واک پر سر د جوړجاړي د لړۍ دوام او د ټولو استعماري قدرتونو د پراختیا لپاره د فضا چمتو کول، لکه انګلیس او د هغه غله شرکتونه، اروپایي اتحادیه او د هغې بانکونه، IMF او د هغه ناتوانه او ماتوونکي شرطونه او ملګري ملتونه او د هغه تجربې.

۲. د پیسو د نړیوال صندوق له امر سره سم د دولت د مالي توازن ساتل؛ د بېلګې په توګه دولت په دې پلمه خلکو ته پام نه کوي، چې د دوی د اساسي اړتیاوو، لکه تحصیل، روغتیا، لېږد رالېږد او نورو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري. د دغو کړنو اغېز دا دی چې د دینار ارزښت ټیټېږي، قیمتونه لوړېږي او ژوند نور هم سختېږي.

۳. د غلو استعماري شرکتونو د ګټو ساتنه؛ چې د قانون جوړونې او د ټاکنو له لارې په حکومت کې د سیاسي طبقې په لرې کولو سره، زموږ شتمنۍ غلا کوي.

۴. د اقتصادي اصلاح تر نامه لاندې د فاسدو او غلو بښل؛ په دې اند چې اقتصاد قوي کوي.

۵. له اروپایي اتحادیې سره د ژور تجارت او پرمختللې ټولنې په موخه د ناوړه تړون غوښتنه؛ چې په مرسته یې اروپایان د هېواد پر زراعت او اقتصاد پوره واک ترلاسه کوي. 

۶. د بهرنۍ مستقیمې پانګونې یادونه، چې د تونس ځوانان د اروپایي شرکتونو غلامان جوړوي.

د خلکو ګټې او د دوی په ژوند کې امنیت او سوکالي د دغو چارواکو وروستۍ اندېښنه ده، ځکه دوی خلک یوازې د رایه ورکوونکو ګوتو په توګه ویني، چې په هرو پنځو کلونو کې یوازې څو ورځې ورته پاملرنه کېږي. 

اې د زیتونه خاورې مسلمانانو! نوی حکومت د بورقیبه او بن علي د رژیمونو یوه اصلاح شوې نسخه ده، چې د انګلیس، اروپایي ټولنې، د پیسو د نړوال صندوق او نړیوال بانک له معیارونو سره همغږي لري. دا حکومت د دموکراتیک چل له لارې جوړ شو، څو خلک له بدلون راوستلو څخه بې پروا کړي او د یوه حزب پر ځای، سیکولر سیاسي طبقه او منځلاري اسلامپال پکې دخیل دي. دا هغه کسان دي چې د استعمار لخوا د هغوی د ګټو د ساتلو لپاره د تونس په ټولو جرمونو کې ونډه لري.

اې د زیتونه خاورې مسلمانانو! اې هغو کسانو چې د انقلاب په راوستلو سره مو په شرق او غرب کې د ظلم ستنې ولړزولې! تاسو ته یادونه کوو، چې ستاسو او ستاسو د خلکو دبدبه او ستاسو د خاورې لویي په خپل دین کې نغښتې ده، په هغه څه کې نغښتې چې الله سبحانه وتعالی تاسو پرې نازولي یاست او ستاسو ټولو ستونزو ته حل لاره لري. موږ تاسو ته د الله سبحانه وتعالی د دغې خبرې یادونه کوو:

﴿أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْماً لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ﴾
[مائده: ۵۰]

ژباړه: ایا دوی له تا څخه د جاهلیت حکم غواړي؟! او د هغو کسانو لپاره چې باور لري، له الله سبحانه وتعالی پرته غوره پرېکړه کوونکی څوک دی؟!

او یاده حل لاره په لاندې ډول ده:

۱. د واکمنې طبقې ګوښه کول، چې ځانونه یې د دموکراتیک نظام له ناوړه لارو څخه حکومت ته داخل کړي، ځکه دوی هېواد او خلک پلورلي دي.

۲. د هغو کسانو د لاسونو لنډولو په واسطه د غربي واکمنۍ له منځه وړل، چې په استعماري قدرتونو پورې تړلي؛ ځکه دوی په تونس کې سیاسیون او سیاسي ژوند کنټرولوي. همداراز ټول دخیل کسان د مجرمینو په توګه ګڼل، ځکه همدوی زموږ دین، خاورو او خلکو ته زیان رسوي.

۳. له استعماري هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره د ټولو تړونونو پرېکول؛ لکه له ملګرو ملتونو، د پیسو له نړیوال صندوق، له نړیوال بانک او د هغوی له شریکانو سره، ځکه دوی زموږ د خاورو د ازادولو په لاره کې یو خنډ ګڼل کېږي.

۴. د هېواد د شتمنۍ اصلاح او له لوټمارو شرکتونو څخه یې راګرځول.

دا حل لاره د الله سبحانه وتعالی د دغه نص په پلي کولو سره امکان لري:

﴿وَلَن يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلاً﴾
[نساء: ۱۴۱]

ژباړه: او الله سبحانه وتعالی هېڅکله کافران پر مومنانو واکمن کړي نه دي.

۵. دغه ایت د استعمارګر کافر پر وړاندې چاپلوسي منع کوي او ښيي چې یو مومن هېڅکله د کافر تر واک لاندې ژوند نه غواړي او تر هغه پورې ارام نه کوي، څو یې چې واک نه وي ترلاسه کړی.

۶. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه د راشده خلافت د تاسیس له لارې په چټکۍ سره د اسلام پلي کول او د ژوند د تګلارې او د دولت د اساسي قانون په توګه د اسلام را ژوندي کول.

حزب التحریر د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه د خلافت دولت لپاره یو اساسي قانون تیار کړی، چې تفصیلي احکام یې له اقتصادي نظام څخه تر تحصیلي سیاست پورې پکې په پوره توګه را ټول کړي دي. هغه د صالحو او وړ کسانو یوه ډله چمتو کړې چې سیاست یې د امت د چارو د سرپرستۍ او عبادت په توګه زده کړی دی او الله سبحانه وتعالی به یې په بدل کې دوی ته لوی اجر ورکړي. هغوی پوهېږي چې د چارواکو لومړۍ دنده د دښمنانو له منګولو څخه د امت او د مسلمانانو د خاورو ساتل دي. حزب د خلافت دولت د رهبرۍ لپاره ځانګړی پروګرام چمتو کړی دی، څو له لومړۍ ورځې د نبوت پر منهج یو خلافت وي او د اسلام په واسطه د مسلمانانو او کفارو چارې په عادلانه ډول سرپرستي کړي. په داسې حال کې به د الله سبحانه وتعالی او د مسلمانانو د دښمنانو پر وړاندې چاپلوسي پای ته ورسېږي او د نړۍ له پروردګار او د اسمانانو او ځمکې له خالق پرته به بل هېچا ته سر نه ټیټېږي.

نو په دې توګه ټولو ته یادونه کوو: کله چې الله سبحانه وتعالی په خپل کتاب کې په اعلای کلمة الله، قانون جوړولو، د اسلام پر اساس د حکومت رامنځته کولو او د کفارو او استعمارګرو پر وړاندې د جنګېدلو امر کړی، دا یوازې په حزب التحریر پورې تړاو نه لري؛ بلکې ټولو مسلمانانو په ځانګړې توګه د واک خاوندانو او متنفذینو ته یې امر کړی دی.

موږ خپلو امنیتي ځواکونو او فوځونو ته د خپلې ټولنې د ساتنې په اړه خبرې کوو او ورته وایو: ستاسو خاوره د تش په نامه چارواکو او سیاسیونو لخوا نیول شوې ده، چې په اوبو یې د لاهو کولو هڅه کوي او نن ورځ تاسو د دوی فرېب او خیانت په خپلو سترګو وینئ؛ ایا د دوی ساتنې ته اوس هم دوام ورکوئ؟ ایا له دوی سره په جنایت کې ګډون کوئ؟ فرض کړئ تاسو له هغو رهبرانو څخه چې د خپلو غوښتنو پیروي کوي، لرې شئ. د دې په بدل کې ستاسو دنده د یوه مخلص رهبر لټول دي، څو ستاسو د هغو غوښتنو ملاتړ وکړي چې له عقیدې څخه مو سرچینه اخلي. هغه عقیده چې تاسو ته په دې امر کوي چې د خپلو خلکو او امت یوه برخه وګرځئ، نه د هغه نیمګړي حکومت چې تل ستاسو د دښمنانو د خوشحاله کولو هڅه کوي. تاسو په خپلو ډېرو قسمونو کې ژمنه کوئ چې له خپلو خلکو او خاورې څخه به ساتنه کوئ. په داسې حال کې چې ستاسو خاوره نن ورځ د استعمار په لاس کې ده او د هغو خیانتکاره او رسوا خلکو په واسطه یې اشغال کړې چې دوی اخیستي دي.  دوی به تاسو ته هېڅ پام ونه کړي او له تاسو څخه به د استعماري شرکتونو د غلامانو په توګه ګټه واخلي.

پوه شئ چې الله سبحانه وتعال له موږ سره د نصرت او قدرت ژمنه کړې او د هغه سبحانه وتعالی ژمنه یوازې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره نه، بلکې د ټولو مومنانو لپاره ده؛ چې د هغې ژمنې له پوره کولو وروسته یوازې رښتینوالی، د الله سبحانه وتعالی خوشحالي او جنت نه دی، بلکې د مومنانو لپاره په دنیا کې نصرت او بریالیتوب هم دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ﴾
[غافر: ۵۱]

ژباړه: باوري اوسئ، چې موږ له خپلو پیغمبرانو او هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی، په دنیا او اخرت کې (هغه ورځ چې شاهدان را ولاړ شوي وي) مرسته کوو.

حزب التحریر-ولایه تونس

 ژباړن: منصور دریځ

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې