شنبه, ۲۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
الله اکبر... الله اکبر... الله اکبر
بسم الله الرحمن الرحيم
الله اکبر... الله اکبر... الله اکبر

(ژباړه)

الله سبحانه وتعالی تر یهودانو او د هغوی تر فساد او یرغل لوی دی ... الله سبحانه وتعالی تر امریکا او د هغې تر استکبار لوی دی ... الله سبحانه وتعالی د مسلمانانو تر غلامو حکامو او د هغوی تر غفلت او خیانت لوی دی.

الله اکبر... په دغو سپېڅلو ورځو کې زموږ وینه توی او کورونه مو ویجاړ شول، خو ذلیل حکام یوازې د غندنې اعلامیې صادروي.

الله اکبر... د مسلمانو پوځونو غیرت به کله په جوش راځي، چې د مسجد الاقصی په انګړ کې یې سرتېري ووینو!؟

الله اکبر... ایا مصر په یو ساعت کې د یهودي ادارې ريښې له بېخه نه شي ایستلی!؟ ایا د اردن پوځ یهودي اداره له منځه نه شي وړلی!؟ ... ایا د پاکستان او ترکیې پوځونه د بیت المقدس د ازادۍ او د الله سبحانه وتعالی د وعدې او رسول الله صلی الله علیه وسلم د بشارت پوره کولو وړتیا نه لري!؟

الله اکبر... ایا د دوی روح د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د جهاد او په دې سپېڅلې خاوره کې د شهادت ارمان نه درلود!؟

اې مسلمانانو: د اتلانو په خاوره جنین کې، څو اتل مجاهدین د زرګونو سرتېرو، الوتکو او زغروالو ټانګونو پر وړاندې ټينګ ودرېدل او خپلې وسلې یې پر ځمکه ونه غورځولې؛ نو اې د مسلمانو پوځونو سرتېرو، پر تاسو څه شوي!؟

د همدغو مجاهدینو استقامت ستاسو دښمن په غوسه کړ او د شرم په جامه کې ووتل؛ همدا د دښمنانو پر وړاندې د مومنانو قدرت ښیي.

سره له دې چې تجهیزات یې کم وو؛ خو د دغو اتلانو زړورتیا او استقامت، هغه ظالم حکام افشا کوي چې د اسلام او مسجد الاقصی په ملاتړ د امت د پوځونو د مسولیت ترسره کولو پر وړاندې خنډ ګرځي.

هغوی چې سهار او ماښام د مسجدالاقصی پر سپکاوي په غوسه دي، کورونه یې ورانېږي او وینه یې تویېږي؛ بیا وایي موږ «اسراييلو» ته خبرداری ورکوو چې له سرو کرښو وانه وړي! کومې سرې کرښې یادوئ!؟ ایا د کورونو له ورانولو، د خلکو له بې ځایه کیدو، د دوی د وینې تویېدو او د مسجدالاقصی له سپکاوي وروسته سرې کرښې پاتې دي؟!

تر ټولو ناوړه دریځ بیا د هغو کسانو دی چې له نړیوالو سازمانونو د ملاتړ غوښتنه کوي؛ ایا انګليس او امریکا به د فلسطين د خلکو ملاتړ وکړي!؟... ولې د فلسطین اصلي څښتنانو، اسلامي امت او د هغوی پوځونو ته نه وایئ چې د فلسطين د خلکو د ملاتړ لپاره حرکت وکړي؛ او که ستاسو غدر او خیانت د دې مخه نیسي چې د اسلامي امت او د هغوی له پوځونو څخه د بیت المقدس د ازادولو لپاره مرسته وغواړئ!؟

ولې رسنۍ ټولو صادرو شوو اعلاميو او شوو ويناوو ته خبري پوښښ ورکوي؛ خو د اسلامي امت او د امت د پوځونو د ریښتینې ازادۍ په اړه وينا او بلنې ته پوښښ نه ورکوي!؟ ایا رسنۍ به زموږ پیغام اسلامي امت او پوځونو ته ورسوي؟ او که د اسلام له دښمنانو سره -چې په اسلامي هیوادونو کې د دغه غږ پورته کېدل نه غواړي- لاس یو کوي!؟

اې مسلمانانو: په سپېڅلې خاوره کې د مجاهدینو ځپل د یوې نړیوالې او سیمه‌ایزې دسیسې له مخې کېږي. هغه څه چې په جنین، نابلس او نورو ځایونو کې روان دي، په سیمه کې د امریکا په ملاتړ امنیتي غونډو پایله ده؛ دا د عقبې بدنامې ناستې (چې به ۲۰۰۳ کې د اردون په کوربه‌توب وشوه) ثمره ده.

دا د فلسطیني ادارې او سیمې دولتونو د جنایتکارانه همکارۍ پایله ده چې رهبران یې د امنیتي همغږۍ د درولو ادعا کوي.

د یهودي ادارې د برید پر مهال د فلسطین امنیتي دستګاه ولې په خپلو مرکزونو ننوځي!؟ د خپلوانو روحونه یې دا ذلت څنګه مني چې دوی په خپلو مرکزونو کې ناست دي او دښمن یې وروڼه وژني او کورنۍ یې کډه کولو ته اړباسي!؟ دوی څنګه د مجاهدينو په نیولو او له دوی څخه د وسلو په اخیستو د رضایت احساس کوي!؟

غربي او عربي هیوادونه غواړي چې د فلسطين خلک یهودي رژیم ته تسلیم شي او په ذلت او سرټیټۍ ورسره یوځای شي. زموږ حکام نه د مسجد الاقصی پروا لري او نه د فلسطین د خلکو. له همدې امله دوی په سپېڅلې خاوره کې د مبارزې هر حرکت د خپل خوب تښتوونکی او د مسلمانانو په زړونو کې د مبارزې د هغې روحیې را ژوندی کوونکی ګڼي چې دوی یې شپه او ورځ د وژلو هڅه کړې.

اې زموږ اسلامي امته: موږ د فلسطين خلک تاسو ته وایو چې که د فلسطين خلک د تورې سر وي، ایا ژوندي امت ته دا منلو وړ ده چې توره یې ماته شي!؟ که د جنین اتلان ستاسو زامن وي، ایا امت به خپل اتل زامن ناکام کړي!؟ ایا له دوی سره خیانت د خدای د عذاب سبب نه کېږي!؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«مَا مِنَ امْرِئٍ يَخْذُلُ مُسْلِماً فِي مَوْطِنٍ يُنْتَقَصُ فِيهِ مِنْ عِرْضِهِ وَيُنْتَهَكُ فِيهِ مِنْ حُرْمَتِهِ إِلَّا خَذَلَهُ اللهُ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ فِيهِ نُصْرَتَهُ وَمَا مِنْ أَحَدٍ يَنْصُرُ مُسْلِماً فِي مَوْطِنٍ يُنْتَقَصُ فِيهِ مِنْ عِرْضِهِ وَيُنْتَهَكُ فِيهِ مِنْ حُرْمَتِهِ إِلَّا نَصَرَهُ اللهُ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ فِيهِ نُصْرَتَهُ»

ژباړه: هر مسلمان چې بل مسلمان په داسې ځای کې یوازې پرېږدي، چې ابرو ته يې سپکاوی کېږي او حرمت او کرامت يې تر پښو لاندې کېږي، الله سبحانه وتعالی به هغه په داسې ځای کې یوازې پرېږدي، چې هلته د مرستې او الهي کمک هيله لري او هر مسلمان چې له بل مسلمان سره په هغه ځای کې مرسته او د هغه ملاتړ وکړي، چې هلته یې ابرو ته سپکاوی کېږي او حرمت او کرامت يې تر پښو لاندې کېږي، الله سبحانه وتعالی به ورسره په هغه ځای کې مرسته وکړي چې هلته د الهي نصرت او کمک هيله لري. [طبراني په کره سند سره روایت کړی]

ایا تاسو به خپله اقصی او د رسول الله صلي الله علیه وسلم د اسراء سیمه؛ خپل دیني وروڼه او اولادونه په داسې حالت کې پرېږدئ چې د یهودي ادارې تر بمبار لاندې وي او تاسو یې یوازې سیل کوئ!؟

اې د سپېڅلې خاورې خلکو: صبر او حوصله وکړئ؛ یو موټی اوسئ؛ تاسو به په خپل ايمان او استقامت سرلوړي شئ! خپل امت ته مخ ور واړوئ او له هغوی څخه د دښمن پر وړاندې بري کې مرسته وغواړئ! د امت د بیا راپورته کېدو محرک او عزت او سرلوړئ ته د هغوی د بیا رسېدو سرچینه شئ. پر خپل دین او امت باور ولرئ، پر هغه الله سبحانه وتعالی توکل وکړئ چې ستاسو بریا یې په واک کې ده، له مزدورو رژیمونو لاس واخلئ او له الله سبحانه و تعالی څخه مه نهيلي کېږئ.

 [إِنَّهُ لَا يَيْأَسُ مِنْ رَوْحِ اللَّهِ إِلَّا الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ]

ژباړه: «د الله تعالی له رحمت څخه مه ناهيلي کېږئ، د هغه تعالی له رحمت څخه کافران ناهيلي کېږي» [یوسف: ۸۷]

له خپل امت څخه مه نهیلي کېږئ؛ دوی د مېړانې او اتلولۍ خلک دي. الله سبحانه و تعالی به د سپېڅلې ځمکې د ازادۍ او د خلافت د تاسیس لپاره د امت او د امت د پوځونو د نصرت لپاره یوه لار پرانیزي. ستاسو غږ به هغو زړونو ته ننوځي چې د فتحې، بریا او ازادۍ ورځې ته لېواله دي. هغوی ته د الله سبحانه و تعالی په دغه وینا خطاب کول مه دروئ:

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ * إِلَّا تَنْفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَاباً أَلِيماً وَيَسْتَبْدِلْ قَوْماً غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيْئاً وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ]

ژباړه: «اې مومنانو! پر تاسو څه شوي دي چې کله تاسو د الله تعالی په لاره کې د وتلو لپاره وویل شول، نو تاسو پر ځمکه درانده کېناستلئ؟ ایا تاسو د اخرت پر مقابل د دنیا ژوند غوره کړی دی؟ که داسې ده نو تاسو ته دې معلومه وي چې د دنیوي ژوندانه دا ټول وسایل به په اخرت کې ډېر لږ راووځي. که تاسو نه پاڅئ نو الله تعالی به تاسو ته دردناکه سزا درکړي، ستاسو پر ځای به بل قوم راپاڅوي او تاسو به الله تعالی ته هېڅ زیان ونه شئ رسولای. الله تعالی پر هر څه قدرت لري.» [توبه: ۳۸ـ۳۹]

دا کلکه وعده ده چې د امت پوځونه به سره یو ځای او بیت المقدس به ازاد شي. ان شأالله

یا الله! موږ له دغه خیر څخه مه بې برخې کوه؛ د مسلمانانو زړونه له خیر او حکمت څخه ډک کړه او له خپل لوري موږ ته فتح را په برخه کړه. یا الله! زموږ د شهيدانو شهادتونه قبول او ټپیانو ته مو بېړنۍ روغتیا ورکړه او خپلې هغې فتحې او بریا ته مو ورسوه چې تا یې وعده راکړې ده.

یا الله! هغو کسانو ته سزا ورکړه چې ته یې په قهر کړی یې او هغوی چې له دغو کسانو سره یې ملګرتیا کړې ده. یا الله! د دوی اداره د دوی په بربادۍ او د دوی په خپل چل او فرېب کې راګير کړه، زموږ د امت او  دین ساتنه وکړه او موږ په هغو کسانو کې شامل کړه چې تا د خپل دین د ساتلو او د خپل دعوت د وقار لوړولو لپاره غوره کړي دي. الحمدلله رب العلمین.

حزب التحريرـ د فلسطين سپېڅلې خاوره

۱۴۴۴هـ.ق کال، د ذوالحجې ۱۷مه

۲۰۲۳م کال، د جولای ۵مه

ژباړه: فریدون محتاط

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې