شنبه, ۲۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له مبارکې خاورې څخه پر اسلامي امت او پوځونو غږ
بسم الله الرحمن الرحيم
له مبارکې خاورې څخه پر اسلامي امت او پوځونو غږ

(ژباړه)

اې مسلمانو پوځونو، جنرالانو، افسرانو او سرتېرو:

موږ د مسجد الاقصی له ممبر او د هاشم له ورانې شوې غزې پر تاسو د الله سبحانه وتعالی له دغه قول سره غږ کوو:

  [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ ‌انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ]   

ژباړه: اې مؤمنانو پر تاسو څه شوي دي، کله چې تاسو ته د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د وتلو (جهاد) وویل شي، نو تاسو په ځمکه درانده کېنئ؟ ایا تاسو د اخرت په پرتله د دنیا ژوند ته لومړیتوب ورکوئ؟ که چېرې داسې وی، نو خبردار اوسې چې د دنیا د ژوند ټول وسایل د اخرت په پرتله هېڅ ارزښت نه لري، مګر ډېر لږ. [توبه:۳۸]

او مونږ تاسي ته د الله سبحانه وتعالی په دغه قول خبرداری درکوو:

[إِلَّا تَنْفِرُوا يُعَذِّبْكُمْ عَذَاباً أَلِيماً وَيَسْتَبْدِلْ قَوْماً غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّوهُ شَيْئاً وَاللهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ]

ژباړه: که تاسو (جهاد) ته نه ځئ، نو الله سبحانه وتعالی به تاسو ته ډېر درناک عذاب درکړي او د تاسو پر ځای به بل قوم راپورته کړي او تاسو به الله سبحانه وتعالی ته هېڅ زیان ونه شئ رسولی. الله سبحانه د هر څه د ترسره کولو قدرت لري. [توبه:۳۹]

ثابت قدمه مجاهدین د جګړې په ډګر کې په کلک عزم او هوډ سره جنګیږي، خو ډارن دښمن یې له لرې د خپلو الوتکو او توپونو په مرسته بمباوري؛ کورونه یې ورانوي، ښځې، ماشومان او سپین سري یې وژني. تاسو څه ته په تمه یئ؟

راته ووایئ چې د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره د هغه په لاره کې څه شی په تاسو کې د جهاد شوق او جذبه راپاروي

راته ووایئ چې موږ به کله د الله سبحانه وتعالی د رضا ترلاسه کولو لپاره د مسجد اقصی په انګړ کې ستاسو د سرتېرو او پوځونو ننداره کوو!؟

خاین او غدار حکام غواړي د مجاهدينو دغهکارنامې په ذلت، خيانت او ماتې بدلې کړي. د روژې په میاشت (اکتوبر) کې د مصر د پوځ اتلولۍ د خاین سادات لخوا پر یوه لوی خیانت بدلې شوې. که د مسلمانانو لښکرې د مسجد اقصی او فلسطین په مبارکه خاوره کې د مجاهدینو په ملاتړ کې غفلت وکړي، نو دا له ټولو خیانتونو څخه لوی دی. دا په اصل کې له یهودي دولت څخه مستقیم ملاتړ دی او د دې لامل ګرځي چې خیانت کوونکي نور هم پیاوړي کړي او دوی دغه کارنامه د پیغمبر (ص) د شپې سفر (اسراء او معراج) د حرمت پر وړاندې په نوي خیانت بدله کړي. ایا تاسو مجاهدین یوازې پریږدئ او په خپلو پوځي هډو کې مات شوي او تسلیم شوي پاتې کېږئ؟

یهودي ظالمانو خو د غزې بشپړه کلابندي اعلان کړه او هلته یې د اوبو، سونګ توکو، خوراکي توکو او طبي تجهیزاتو د لېږد مخه ونیوله، تاسو څه کوئ؟

ایا تاسو د غزې خلک د اتلولۍ په دې جګړه کې یوازې پریږدي او د دوی په وژلو کې له یهودانو سره ملګري کېږئ؟! یا د الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول ته له غرور څخه ډک د نصرت ځواب ورکوئ او د یهودي دولت لپاره یوه تیږه هم پر بله نه ږدئ؟

مجاهدین هیله لري چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې له خیر څخه ډکو دوو پایلو ته ورسیږي: فتح یا شهادت. څوک چې ووژل شي او شهيد شي، په حقيقت کې هغه ستر برياليتوب ترلاسه کړ او د فلسطين ډېر زیات شهیدان لري، خو څه ته چې اړتیا لري هغه د مسلمانانو د پوځونو ملاتړ دی. په الله قسم چې دا د ټولو جرمونو مور ده.

اې د احمد امته، اې د بشریت لپاره تر ټولو غوره استول شویه امته:

موږ د زړه له درده پر تاسو غږ کوو. ايا هغه وخت نه دی راغلی چې ستاسو زړونه د الله سبحانه وتعالی د یادولو پر وړاندې عاجز شي؟ ایا هغه وخت نه دی راغلی چې ستاسو غوږونه زموږ غږ واوري؟ ایا ستاسو د پوځونو لپاره هغه وخت نه دی راغلی چې د الله سبحانه وتعالی غوښتنې ته ځواب ووایي؟ ایا الله او د هغه رسول ته د نصرت ورکولو وخت نه دی راغلی؟ دغه شیطاني دولت به د یوې ورځې په یوازې یوه ساعت کې ورک شي. تاسو څه ته په تمه یئ؟

په دغه مبارکه خاوره کې د دغه متزلزل دولت شتون او دوام د هغو غلامو حکامو لخوا تضمین شوی چې تاسو یې تړلي بئ او د دې مخه نیسي چې په خپلو لاسونو بیت المقدس ازاد کړئ. په دغه حالت کې غواړئ څه وکړئ؟

اې مسلمانو پوځونو... اې قومندانانو، افسرانو او سرتېرو:

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسرا ځای د ازادولو دغه ستر ویاړ ډارنو او کمزورو خلکو ته نه په برخه کېږي. دا ډېر ستر ویاړ دی او یوازې د مخلصو او صادقو کسانو لپاره ساتل شوی. ایا چمتو یئ چې د ذلت جامې وباسئ او د عزت او وقار جامې پر تن کړئ؟ چمتو بئ چې خپل دین ته د نصرت ورکولو لپاره راپاڅېږئ او اسلامي امت ته خپل تېر برم او عزت بیا ورکړئ؟ او یا دا چې د هغو لاسپوڅو او غلامو واکمنانو په جامه کې ذلیل پاتې کېږئ چې نن ورځ یې تاسو او ستاسو امت له ډول ډول ذلتونو او خواریو سره مخ کړی؟

موږ پر تاسو غږ کوو چې له اسلام څخه د ملاتړ، د خلافت د تاسیسولو او د بیت المقدس د آزادولو لپاره نصرت راکړئ. که تاسو د الله، د هغه د رسول او د مومنانو بلنې ته لبیک ووايئ، نو ستر بریالیتوب ترلاسه کوئ، خو كه سر ټيټ كړئ، وډار شئ او پر ځمكه كيناستئ، نو تاسو به له سختې ناکامۍ سره مخ شئ او الله به ستاسو پر ځاى داسي خلك راولي چي ستاسي په څېر به نه وي.

[وَإِنْ تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْماً غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوا ‌أَمْثَالَكُمْ]

ژباړه: که چېرې تاسو مخ واړوئ، نو الله سبحانه وتعالی به ستاسو پر ځای بل قوم راولي او دوی به ستاسو په څېر نه وي. [محمد:۳۸]

که څه هم چې ظالمان او کافرانو له ټولو خواوو محاصره کړي یو، موږ به د فلسطین په مبارکه خاوره کې پر حق لاره ثابت قدمه پاتې کیږو. موږ پر اسلام درېږو او زړونه مو په اېمان ډاډه دي. فاسقان ښایي فکر وکړي چې موږ بې وسه یو او هیڅ ملاتړ او ځواک نه لرو؛ خو دوی باید پوه شي چې موږ د دوی پر وړاندې مبارزه کې نامحدود قدرت لرو؛ د عزیز القهار ذات قدرت. که زموږ د دښمنانو قدرت هر څومره لوی ښکاري، خو دا تل محدود دی او د الله په رضا او د هغه په ​​قدرت سره به زموږ پر وړاندې ټوټه ټوټه شي.

پرېږدئ چې امریکا خپلې الوتکې لېږدونکې بېړۍ راولي، پرېږدئ چې ټول کفري هېوادونه د یهودي دولت د ساتنې لپاره خپلې بیړۍ راولي. د الله په قدرت سره به دوی ته هېڅ ګټه ونه رسوي. ایا تاسو د الله سبحانه وتعالی پر دغه قول ایمان نه لرئ؟

[إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللهُ ‌فَلَا ‌غَالِبَ ‌لَكُمْ وَإِنْ يَخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِي يَنْصُرُكُمْ مِنْ بَعْدِهِ وَعَلَى اللهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ]

ژباړه: که چېرې الله سبحانه وتعالی ستاسو نصرت وکړي، نو هېڅ قدرت درباندې نه شي برلاسی کېدلی او که تاسو یې پرېږدئ، نو بیا له الله پرته بل څوک ستاسو نصرت کولی شي؟ نو څوک چې ریښتیني مؤمنان دي، هغوی د یوازې پر الله سبحانه وتعالی توکل وکړي. [عمران: ۱۶۰]

هو، کله چې الله سبحانه وتعالی له موږ سره وي، نو زموږ لپاره هېڅ ډول ماتې نشته. دا جګړه له هغو ډېرو جګړو څخه یوه ده او موږ پوهیږو چې الله سبحانه وتعالی په دې کې زموږ لپاره څومره لوی خیر اچولی. موږ ډاډه یو چې دغې مبارکې ځمکې ته ښکاره فتحه نصیب کیږي. د نبوت پر منهج به د خلافت سرتیري په بیت المقدس کې راښکته شي، دوی به له یهودانو څخه د خپلو وروڼو د وینو غچ واخلي او د الله سبحانه وتعالی ژمنه او د خپل خوږ نبي صلی الله علیه وسلم زیری به پوره کړي. امام بخاري رحمه الله له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت کړی دی چې هغه وویل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

"«تُقَاتِلُكُمْ الْيَهُودُ فَتُسَلَّطُونَ عَلَيْهِمْ، ثُمَّ يَقُولُ الْحَجَرُ: يَا مُسْلِمُ، هَذَا يَهُودِيٌّ وَرَائِي فَاقْتُلْهُ»

ژباړه: يهودان به له تاسو سره وجنګېږې او تاسو به پر دوی برلاسى شئ، تر دې چې هره ډبره به مسلمان ته نارې وهي چې اې مسلمانه! دلته یو یهود دی، راشه ویې وژنه!''

همدارنګه مسلم هم له ابن عمر رضی الله عنه څخه ورته روایت کړی او وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«لَتُقَاتِلُنَّ الْيَهُودَ فَلَتَقْتُلُنَّهُمْ، حَتَّى يَقُولَ الْحَجَرُ: يَا مُسْلِمُ، هَذَا يَهُودِيٌّ فَتَعَالَ فَاقْتُلْهُ»

ژباړه: تاسو به له یهودانو سره وجنګېږې او دوی به ووژنئ، تر دې چې هره ډبره به مسلمان ته وایې چې: اې مسلمانه راشه دلته یو یهودي دی (ځان یې زما تر شا پټ کړی) هغه ووژنه.

 وروسته به ځمکه د اسلام پر رڼا او د القوی، العزیز او الحکیم ذات په فتح روښانه شي.

یا الله د دغه خیر د لیدلو لپاره زموږ سترګې خلاصې کړه او له هغه سره د مسلمانانو سینې پراخې کړه. موږ ته له خپل لوري هغه ځواک راکړه چې وکولی شو ستا دین ته د نصرت ورکولو او ستا د کلیمې د لوړولو لپاره یې وکاروو. موږ ستا بنده ګان او ستا د دین سرتیري یو، موږ د خپلو هغو غوره بندګانو له جملې وګرځوه چې تا خپل دین ته نصرت ورکولو او د خپل کلام د لوړولو لپاره غوره کړي دي. زموږ لپاره یوازې الله کافي دی او هغه تر ټولو غوره ولي دی.

وحسبنا الله ونعم الوكيل والحمد لله رب العالمين

۱۴۴۵ هـ.ق کال، د ربيع الاول ۲۵مه

۲۰۲۳م کال، د اکټوبر۱۰مه

حزب التحريرـ ولایه فلسطین

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې