شنبه, ۲۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

ولایه پاکستان: د خلافت د نړېدو د کلیزې د یادولو په مناسبت د خلافت د کمپاین په لاره اچول

  • خپور شوی په پاکستان

(ژباړه)

د ولایه پاکستان-حزب التحریر د نظام د بدلون نه د څېرو د بدلون د اړتیا د پوهاوي لپاره په خپل ټولنیزو اړیکو رسنیو او سایټونو کې (د پاکستان لپاره خلافت) تر عنوان لاندې رسنیز کمپاین پیل کړی، چې شپږ اونۍ به دوام ومومي. دا کمپاین خپل فعالیت په ۲۰۱۹ د مارج په ۳مه شپې له ۷ تر ۸ بجو پورې له ټویټري توپان سره پای ته رسوي.
د یادونې وړ ده چې ۱۹۲۴ د مارچ ۳ مه د خلافت دولت د نړېدو کلیزه ده چې او د هغې له سقوط سره اسلامي امت خپل ملاتړونکی له لاسه ورکړ. له الله سبحانه و تعالی څخه غواړو چې د نصرت کولو سره پر موږ منت وکړي او د کمپاین په لاره اچولو کې موږ ته توفیق راکړي او هم موږ ته دا امکان راوبښي چې دین یې د الله سبحانه و تعالی په اذن سره د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت دولت تر سیوري لاندې پلي کړو.

۱۴۴۰ د جمادي الثاني ۰۳ مه
۲۰۱۹ د فبرورۍ ۰۸ مه

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: (د مصر د خلکو اعدام د امریکا له جنایتونو څخه دی)

د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر رئیس دکتور عثمان بخاش (ابوعبیده) د اونۍ سیاسي تحلیل                                      
شنبه، ۱۴۴۰ د جمادي الثاني ۱۸مه / ۲۰۱۹ د فبرورۍ ۲۳مه

د مطلب ادامه...

مبارکه ځمکه : له جومات څخه پیغام (د مصر د خلکو اعدام د مصر ظالمان به و نه ژغوري، مخکې فرعون هم همداسې کړي وو خو الله سبحانه و تعالی هغه ډوب کړ او له حق سره یې مرسته وکړه!)

د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر غړي دکتور مصعب ابو عرقوب وینا - مبارکه ځمکه (فلسطین)    جمعه، ۱۴۴۰ د جمادي الثاني ۱۷مه/ ۲۰۱۹ د فبرورۍ ۲۲مه

د مطلب ادامه...

هغه سیکولر نظام به بلاخره راپرځېږي چې ژوند ته د اسلام د راتګ پر وړاندې مبارزه کوي

  • خپور شوی په سوډان

(ژباړه)

حزب التحریر-ولایه سوډان د خرطوم ښار پولیسو ته یو غوښتنلیک لېږلی و چې خپلې ادارې خبرې کړي چې موږ د ۱۴۴۰هـ.ق کال د جمادي الثاني په ۱۱مه چې د ۲۰۱۹م کال د فبروري له ۶مې سره سمون لري، له غرمې وروسته ۴:۰۰ بجې د الشهید الزبیر محمد صالح په نړیوال کنفرانس‌ صالون کې د عامه وینا فیسټوال جوړوو چې ګډونوال به یې محصلین، د العمال الاسلامي ډلې مشران او د جوماتونو امامان وي. د ۲۰۱۹م کال د فبروري په ۵مه پولیسو اطلاعیه وموندله او په همدغې ورځ یې GSS ته ورسوله. زموږ استازي د دغه بیانیې تر لیکلو پورې په دوی پسې وو، که څه هم دوی وویل چې په دریو ورځو کې خبر درکوو. دا دی نهه ورځې تېرې شوې خو تر اوسه یې نه د هو ځواب راکړی نه د نه!
دغه نظام ځان ثابت کړی چې که څه هم ځان ته اسلامي وايي؛ خو د اسلام پر وړاندې دی. دوی بیا وایي چې څوک له دغه نظام نه مخ اړوي، هغوی په حقیقت کې د اسلام د لېرې کولو او سیکولرېزم د پلي کولو لپاره خوڅېږي. دا نظام که سیکولر نه دی، نو ولې نه پرېږدي چې د اسلام په اړه په یوه سالون کې خبرې وشي او د سیکولرېزم فساد خلکو ته په ډاګه شي!؟ کوم نظام چې د اسلام او د اسلام د دعوتګرانو پر وړاندې درېږي، هغه به هرو مرو راپرځېږي.
موږ حزب التحریر-ولایه سوډان تایید وو چې د دغې ناستې نه دایېرېدل(د غونډې تر جوړېدو پورې د پولیسو لخوا د ځواب نه ورکولو مشکوک اقدام په سبب) به موږ د امت پر وړاندې د دغې شرعي دندې له سرته رسولو څخه لاس په سر نه کړي. موږ د امت د نه بېلېدونکې برخې په توګه د دغه فاسد نظام په راپرځولو کې له امت سره یو او د یاد ناوړه نظام پر ځای به د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسیس کړو هغه نظام چې زیری یې زموږ ګران پیغمبر محمد صل الله وعلیه وسلم راکړی چې فرمایي:

ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ...»»
ژباړه: «بیا به ظالم حکومتونه وي او تر هغې چې الله سبحان وتعالی وغواړي دوام به وکړي او بیا به د نبوت پر منهج د خلافت راشي...»
د حزب التحریر-ولایه سوډان رسمي ویاند ابراهیم عثمان(ابو خلیل)

د مطلب ادامه...

اې مسلمانانو! اې په پوځ کې مخلصو افسرانو! د حسینې د خاین رژیم له ناوړې دسیسې څخه مخه ونیسئ چې غواړي زموږ پوځ او پوله ساتونکي په شخړه کې ښکېل کړي

د هري پور په ټاکورګون کې د یوپازیلا له پولې څخه کښته په بهرام پور کلي کې ترینګلی حالت له هغه وروسته رامنځته شو، چې د بنګلادېش پوله ساتو ځواکونو(BGB) سې شنبه د ۲۰۱۹م د فبروري پر ۱۲مه پر پارېدلو کلیوالو ډزې وکړې، چې په پایله کې لږ تر لږه درې کلیوال ووژل شول او ۱۶ نور ژوبل شوه چې ښځې او ۱۲ کلن هلک هم په کې وو. په خواشینۍ سره، وژل شوي او ژوبل شوي د حکومت په امر تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شوه. د کلیوالو او د بنګلادېش د پوله ساتو ځواکونو تر منځ دا ناغوښتل شوې شخړه د هغه څه ښکاره پایله ده چې هند یې غواړي. دا هغه څه دي چې د تېر کال په ۴۷مه نیمه کلیزه کې د بنګلادېش د پوله ساتو ځواکونو او د هند سرحدي ساتونکو ځواک (BSF) تر منځ د عمومي مشرانو په کچه ناسته کې یې هند وړاندیز وکړ. د بنګلادېش د پوله ساتو ځواکونو له لوري د هند سرحدي ساتونکو ځواک ته ډاډ ورکړل شو چې د پولې په اوږدو کې به د قاچاق په ګډون د جرمونو مخه نیسي، (د بنګلادېش د پوله ساتي ځواک او د هند د سرحدي ځواک تر منځ په کنفرانس کې د پولې اړوند جرمونو پر وړاندې د ګامونو اوچتولو په اړه پرېکړه وشوه«. ۲۰۱۸م د سپټمبر ۷ مه The Daily Star). پر همدې بنسټ، موږ د حسینې د رژیم لخوا د داسې جرمونو شاهدان یو چې د هند وژونکي تصویر ته رنګ ورکوي او اجازه ورکوي چې د بنګلادېش پوله ساتی ځواک د بې وسلې بنګلادېشي ملکیانو پر وړاندې ودرېږي.
اې مسلمانانو! خاینه حسینه د هندي ګټو په دستور غواړي چې زموږ پوځ او نیمه پوځي ځواکونه فلج کړي. دې لس کاله مخکې له هند سره په لاس یو کولو سره په فیل‌خانه کې په وحشي ډول زموږ د ځیرکو پوځي افسرانو په وژلو سره واکمني خپله کړه او د ۲۰۰۹م د فبروۍ له ۲۵مې څخه تر ۲۷مې پورې تر سره شوی وحشت زموږ د ټولو په یاد دی. په دې پېښه کې، دې د ملت پوځ او پوله ساتی ځواک کمزوره کړ او دوی دواړه یې یو د بل پر وړاندې ودرول. ورپسې په څو داسې دسیسو کې ښکلېله شوه، چې د خلکو په مغزونو کې یې د پوځ او نیمه پوځي ځواک پر وړاندې د بې باورۍ او شک تخم وشینده. د بنګلادېش پوله ساتی ځواک د بنګلادېش ټوپک والو یو ستر میراث دی او له لسګونو کلونو را پدېخوا یې ملت د هند له تېریو څخه ژغورلی دی، خو اوس پولې ته څېرمه د نږدې اوسېدونکو په ګواښلو سره د هند د سرحدي ساتونکو د یو ښاخ په توګه ترې ګټه اخیستل کېږي.
پر ځای د دې چې د بنګلادېش پوله ساتی ځواک د پولې د ساتنې په موخه ولېږل شي، دا ځواک په هره پېښه کې د خلکو پر وړاندې د یوې وسېلې په توګه کارول شوی، لکه سرکونو ته د خلکو راوتلو او د لاریونونو پر مهال.
سره له دې حسینې زموږ د پوځ د اخلاص او قربانیو په اړه مخالفتونه او شخړې را ولاړې کړې، چې دا به د ملي ټاکنو پر مهال له عامه غوښتنو سره سم پوځ ګماري، خو د کرکې له مخې یې کومه دنده یا واک ور نه کړ او دوی یې اړ کړل چې په چوپه خوله د دې د مسخره ټاکنو ننداره وکړي. ددې پرځای چې زموږ وړ او زړور سرتېري د روهینګیايي مسلمانانو لپاره د اراکان د ازادۍ په موخه ګمارل شوي وای او د هغو پر وړاندې چې موږ یې د میانمار د مارټین ټاپو په اړه بې ځایه ادعاوې اورو او همداراز د بنګلادېش پوله ساتونکي پر ځای د دې چې له روهنګیايي مسلمانانو سره مرسته وکړي چې له میانمار څخه د ژوندي وتلو په تمه دي،خو بنګلادېش ته د ور اوښتلو پر مهال پر دوی ډزې کېږي او نه پرې ښودل کېږي.
اې مسلمانانو! د دې لپاره چې خپل ظالمانه واک وغځوي او زموږ پر پوځ د هند-امریکا کفري امپریالیستي واک رامنځته کړي، حسینه غواړي زموږ دفاعي ځواکونه د دوی تر لاس لاندې وي او شمزۍ یې ماته وي. پر همدې بنسټ، را پاڅئ خپل ځواکونه د حسینې له شیطاني دسیسو څخه وژغورو. د حزب التحریر تر رهبرۍ لاندې یو ځای د خاینې حسینې د لیرې کولو له تحریک سره یو ځای شئ. موږ په کلکه په پوځ کې له مخلصو افسرانو څخه غوښتنه لرو، چې د ریښتني خلافت د بیا تاسیس لپاره حزب التحریر ته نصرت(مادي ملاتړ) ورکړئ.
اې د پوځ مخلصو افسرانو! د مسلمان پوځ له سترو قوتونو څخه یو ستر قوت عام خلک دي او دا یوه نه بې لېدونکې برخه ده، چې په ګډه د کافرو-مشرکینو د تېري پر وړاندې ولاړ دي، یوه ستره بېلګه یې موږ پادوو چې په اوراماري پوله کې د شخړې پر مهال مو ولیدل، چې په ۲۰۰۱م کې د هند د تېري پر وړاندې څه رامنځته شول. خاینه حسینه غواړي چې ستاسو او خلکو تر منځ ټینګې اړیکې وشلوي، بې نظمي او بې باوري خپره کړي، ترڅو خلک پر تاسو باور له لاسه ورکړي او تاسو ته د دې د خاین واک د پای ته رسولو په اړه ونه وایي. دغه راز پوڅی رژیم ستاسو پر پوله ساتونکو ځواکونو فشار راولي، ترڅو له هندي سرحدي ځواکونو سره د ګلونو او خوږو په راکړه ورکړه کې او راکي بندهن په څېر د احمقانو کړنې تر سره کړي. راکي بندهن (د ورورۍ اړیکه) یو داسې هندی کلتور دی چې هندو نارینه یې له خپلو خویندو سره سرته رسوي). دا ځواکونه د فیلاني او د دې ملت د زرګونو نورو اتباعو وژونکي دي او بل لوري ته دغه ځواکونه دوی د خپلو خلکو پر وړاندې ګماري. د حسینې رژیم له تاسو غواړي چې په فیل‌خانه کې د افسرانو په وژنه او معیوب کولو کې د هند ښکېلتیا هېره کړئ او له بله اړخه له تاسو غواړي چې د خپلو وژل شویو ورونو قاتلینو ته غېږه پرانیزی. موږ، حزب التحریر له تاسو په ټینګه غوښتنه لرو چې د دې رژیم په لومه کې ښکېل نه شئ. د دې لپاره چې خپل پوځي او نیمه پوځي ځواک د مشرک هند له مریي‌توب څخه وژغورئ، نو دغه رژیم ژر تر ژره له پښو وغورځوئ او واک د نصرت ورکولو له لارې حزب التحریر ته ولېږدوئ، ترڅو راشده خلافت یو ځل بیا تاسیس شي. د خلافت تر چتر لاندې به تاسو د دې وړتیا ومومئ چې د هند او میانمار هر ډول تېري ته غوڅ ځواب ورکړئ. خلافت به خاینه حسینه ستاسو د ملګرو افسرانو د وژلو په تور، له هند سره د لاس یو کولو له امله د محاکمې مېز ته را کش کړي. د دې لپاره چې د هند تېری په دایمي توګه پای ته ورسېږي، د خلافت ځواکمن پوځ به د عامو خلکو په مرسته هند آزاد کړي او دا ملت به یو ځل بیا د اسلام تر حاکمیت لاندې راولي، ان شاء الله.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«عِصَابَتَانِ مِنْ أُمَّتِي أَحْرَزَهُمَا اللَّهُ مِنْ النَّارِ عِصَابَةٌ تَغْزُو الْهِنْدَ وَعِصَابَةٌ تَكُونُ مَعَ عِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ عَلَيْهِمَا السَّلَام»
[کتاب الفتن]
الله سبحانه و تعالی به زما له امت څخه دوې ډلې له اور څخه وژغوري، یوه هغه ډله چې هند فتح کړي او بله هغه ډله چې له عیسی ابن مریم علیهم السلام سره وي.
د حزب التحریر- ولایة بنګلادېش مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

حکام باید د حکم پر وخت اجتهاد وکړي:

عَنْ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ، أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «إِذَا حَكَمَ الْحَاكِمُ فَاجْتَهَدَ ثُمَّ أَصَابَ، فَلَهُ أَجْرَانِ، وَإِذَا حَكَمَ فَاجْتَهَدَ ثُمَّ أَخْطَأَ، فَلَهُ أَجْرٌ»
(رواه مسلم)
ژباړه: له عمرو بن عاص رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې حکام حکم کوي نو باید اجتهاد وکړي، که په اجتهاد کې حق ته ورسېده دوه اجرونه یې دي او که حکم یې پر اجتهاد وکړ او هغه غلط و، نو یو اجر یې دی.

علماوو ویلي دي:
مسلمانان په دې اړه د نظر اتفاق لري، چې دا حدیث د هغو عالمو حکامو په اړه نازل شوی چې د اجتهاد صلاحیت ولري، نو که په اجتهاد کې یې حق ته ورسېد، دوه اجرونه یې دي، یو اجر د اجتهاد لپاره او بل یې حق ته د رسېدو لپاره؛ خو که په اجتهاد کې یې خطا وکړه، یوازې د اجتهاد اجر یې ورسېږي.
پر دې سربېره د حدیث علماء فرمایي: هغه حکام چې د اجتهاد وړتیا ونه لري، جایزه نه ده چې حکم وکړي، ځکه ورته اجر نشته او حکم یې نه عملي کېږي، ان که په حق سره هم حکم وکړي، ځکه د هغه د موافقت حکم یو اتفاقي کار دی نه له شرعي مصادرو اخیستل شوی او هغه یې په ټولو احکامو کې ګنهګار ګڼل کېږي او ټول یې مردود ګڼل کېږي او په هېڅ یوه کې معذور نه ګڼل کېږي.
لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په يوه حدیث کې فرمایي:

«الْقُضَاةُ ثَلَاثَةٌ قَاضٍ فِي الْجَنَّةِ وَاثْنَانِ فِي النَّارِ، قَاضٍ عَرَفَ الْحَقَّ فَقَضَى بِهِ فَذَلِكَ فِي الْجَنَّةِ، وَقَاضٍ قَضَى بِالْجَهْلِ فَذَلِكَ فِي النَّارِ، وَقَاضٍ عَرَفَ الْحَقَّ وَجَارَ فِي الْحُكْمِ فَهُوَ فِي النَّارِ»
(جامع بيان العلم وفضله)
ژباړه: قاضیان په درې ډوله دي: یوه ډله جنتي او دوه نورې دوزخي دي. هغه قاضي چې حق یې وپېژنده او حکم یې پرې وکړ هغه جنتي دی او هغه قاضي چې په ناپوهۍ(جهل) سره حکم کوي او همدارنګه هغه قاضي چې حق وپېژني او په حکم کې بې پروایي او ظلم وکړي، هغوی دوزخیان دي.

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې