جمعه, ۰۸ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

دیموکراسي په پورونو کې د کسر او نه اداینې له لارې فساد ته قانوني رنګ ورکوي

  • خپور شوی په سیاسي

په پام کې ده چې د روان کال د جولای په ۲۵ مه په پاکستان کې ټاکنې ترسره شي، چې د ټاکنیزو هلو ځلو يوه خورا مهمه موضوع فساد دی. که څه هم، د دیموکراسۍ له لارې د فساد ريښې ایستل داسې مانا لري، لکه: څوک چې د یوې ناروغۍ علاج په همغې ناروغۍ سره کوي.

 پاکستاني بانکونو په میلیاردونو روپۍ سترو شرکتونو ته په پور ورکړې دي، چې هغوی يې د بیا ورکړې هیڅ تابیا نه لري. همدا کار د دې ښکاره ثبوت دی، چې دیموکراسي فساد ته زمینه برابروي. په همدې وروستیو کې د پاکستان سترې محکمې ۲۲۲ شرکتونو او کمپنیو ته امر کړی چې د هغو میلیاردونو پورونو په اړه وضاحت ورکړي، چې له تجارتي بانکونو څخه یې اخستي او د قانوني نېټې تر پوره کېدو وروسته يې بیا هم نه دي سپارلي. د پورونو د ادا کولو په اړه د دریوو قاضیانو له لوري، چې مشري يې قاضي القضات میا ثاقب نثار کوي، یو لیکلی لارښود خپور شو، چې په ۲۰۰۸م کې د پورونو په اړه ځینې تدابیر وړاندې شوي وو او مرکزي بانک په بشپړه توګه سوداګریزو بانکونو ته اجازه ورکړې وه، چې د ولسمشر پروېز مشرف له لوري د یوې وړاندې شوې طرحې پر بنسټ په پورونو کې کسر راولي. د ۲۰۰۲م د اکتوبر تر ټاکنو وروسته د مالیې وزیر شوکت عزیز او د هغه اړوند مالي ټیم د پاکستان په دولتي بانک (SBP) کې په پورونو کې د کسر راوستلو طرحه ومنله او ورپسې د بانک ريس د ۲۰۰۲م کال، نه ویشتم متحدالمال خپور کړ، چې په نا اجراشویو پورونو کې د کسر په اړه په کې لارښوونې شوې وې. پر ځای د دې چې د پورونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره یو اغېزمن کمپاین وشي، د پاکستان دولتي بانک(SBP)، پراختیايي مالي بنسټونو او بانکونو ته تشویقي طرحې وړاندې کړې، چې هغو سترو شرکتونو ته د پورونو اړوند لا ډېر مهلت ورکړي، چې په دریو کلونو کې له زیان سره مخ کېدونکي دي. په دیموکراسۍ کې قوانین داسې جوړېږي، چې د سترو کمپنیو لپاره په کې پوره اسانتیاوې په پام کې نیول کېږي، ترڅو د بېرته پور ورکولو مسولیت یې له غاړې واوړي. په دیموکراتیکو قوانینو کې په ډاګه شوې، چې که یوه کمپنۍ له مالي ستونزو سره مخ شي او ونه شي کولای چې خپلې مالي اړتیاوې پوره کړي، نو د کمپنۍ څښتن اړ نه دی، چې دا اړتیاوې له خپلې شخصي شتمنۍ څخه پوره کړي. دغه راز په دیموکراتیکو قوانینو کې کمپنۍ له اصلي څښتن څخه بېله ګڼل کېږي او له هر یوه سره بېل بېل چلند کېږي. کله چې د کمپنۍ څښتن له خپلې کمپنۍ څخه ګټه ترلاسه کړي، دغه ګټه یې شخصي شتمني ګڼل کېږي، خو که دا کمپنۍ له تاوان سره مخ شي، بیا نو د کمپنۍ څښتن اړ نه دی، چې د جبران لپاره یې له شخصي شتمنۍ څخه کار واخلي. که يو قانون د شرکت د څښتن د ګټو خوندي کولو توان ونه لري، نو پر ځای یې بل داسې نوی قانون جوړوي چې مالي ګتې یې پکې خوندي شي. په هر حال هغه سوداګریز شرکتونه چې د پور په ورکړه کې بې وسه یا ناکام شوي، د دې پرځای چې د فعالیتونو مخه یې ونیول شي، په پورونو کې یې کسر راوړي او کار ته یې د دوام اجازه ورکوي او نوموړي سوداګریز شرکتونه پورونه داسې انګېري لکه هیڅ چې نه وي پوروړي.

 په پورونو کې د بې وسۍ او ناکامۍ واقعیت د ونډو د پیر او پلور پانګوالو شرکتونو پر اساس رامنځته کېږي. د ونډو د پیر او پلور شرکتونه، پانګوال هڅوي چې شخصي ملکیتونه له سترو پیاوړو پروژو څخه لاس ته راوړي، لکه: دروند صنعت، د ودانیو جوړونه، ټرانسپورټ او مخابرات.

په اسلام کې کمپنۍ د مالک په شخصي بودیجه جوړېږي، نو ځکه د ونډو د پیر او پلور پانګوالې کمپنۍ ردېږي چې د ونډو له لارې جوړې شوې وي. د دې ‌ډول کمپنیو له منځه تلل به شخصي کمپنۍ د سترو پانګوالو سکتورونو له واکمنۍ څخه وژغوري، چې بیا به په طبعي توګه د دولت د واکمنۍ برخه شي او د خلکو د چارو تنظیم به په اغیزمنه توګه ډاډمن شي. نو په اسلامي نظام کې به په عمومي توګه شخصي کمپنۍ کوچنۍ وي تر هغو پانګوالو کمپنیو چې نن ورځ شتون لري.

په اسلامي نظام کې که يوه کمپنۍ له مالي ستونزو سره مخ شي او خپلې مالي اړتیاوې پوره نه شي کړای، نو دا ستونزه به د کمپنۍ مالک له خپلې شخصي پانګې څخه حلوي. په اسلام کې پور ته خورا په لویه سترګه کتل کېږي، که یو څوک وفات شي او پر ده باندې پور وي، تر هغه به یې میراث نه وېشل کېږي چې پور یې نه وي ادا شوی. په سنن نسائي کې له محمد ابن جحش رضي الله عنه  څخه روایت دی:

« أَخْبَرَنَا عَلِيُّ بْنُ حُجْرٍ، عَنْ إِسْمَاعِيلَ، قَالَ حَدَّثَنَا الْعَلاَءُ، عَنْ أَبِي كَثِيرٍ، مَوْلَى مُحَمَّدِ بْنِ جَحْشٍ عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ جَحْشٍ، قَالَ كُنَّا جُلُوسًا عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فَرَفَعَ رَأْسَهُ إِلَى السَّمَاءِ ثُمَّ وَضَعَ رَاحَتَهُ عَلَى جَبْهَتِهِ ثُمَّ قَالَ “سُبْحَانَ اللَّهِ مَاذَا نُزِّلَ مِنَ التَّشْدِيدِ”. فَسَكَتْنَا وَفَزِعْنَا فَلَمَّا كَانَ مِنَ الْغَدِ سَأَلْتُهُ يَا رَسُولَ اللَّهِ مَا هَذَا التَّشْدِيدُ الَّذِي نُزِّلَ فَقَالَ “وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَوْ أَنَّ رَجُلاً قُتِلَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ أُحْيِيَ ثُمَّ قُتِلَ ثُمَّ أُحْيِيَ ثُمَّ قُتِلَ وَعَلَيْهِ دَيْنٌ مَا دَخَلَ الْجَنَّةَ حَتَّى يُقْضَى عَنْهُ دَيْنُهُ»

موږ له رسول الله صل الله وعلیه وسلم سره ناست وو، هغه خپل سر د اسمان لوري ته پورته کړ، بیا يې ورغوی پر خپل تندي کېښود او ويې فرمایل: سبحان الله! څومره ستره مسله راباندې نازله شوه! موږ غلي شوو او و ورېدو. سهار مې ترې پوښتل: اې د الله رسوله! هغه ستره مسله څه وه چې پر تا نازله شوه؟ ده راته وویل: قسم په هغه الله چې زما روح د هغه په لاس کې دی، که یو څوک د الله په لار کې ووژل شي بیا ژوندی شي، بیا ووژل شي او بیا ژوندی شي، بیا ووژل شي او پرې پور پاتې وي، تر هغه به جنت ته داخل نه شي، چې پور یې نه وي ادا کړی.

 دا څرګنده ده چې مالي فساد او په پورونو کې کسر تر هغې له منځه نه ځي، چې دیموکراسي له منځه نه وي تللې او پر ځای یې پر نبوي طریقه خلافت نه وي رامنځته شوی.

د حزب التحریر- ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر رسمي مرستیال ویاند

شهزاد شیخ

ژباړه: حمزه خالد

د مطلب ادامه...

زموږ پر وړاندې د امريکا د جګړه‌ييز منطق يو اړخ!

خبر:

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار کې دوو وسله‌والو د جمعې د لمانځه پر مهال د شیعه ګانو پر جومات لومړی ډزې وکړې او بیا یې ځانمرګي بریدونه وکړل، چې له امله یې ۳۴ کسان مړه او شاوخوا ۹۴ نور  ټپیان شول. جمهوري ریاست په دې اړه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي: په افغانستان کې د مذهبي اقلیتونو پر وړاندي تروریستي حملې د افغانانو تر منځ مذهبي تفرقه نشي ايجادولای. اعلامیه زیاتوي: "په ټوله اسلامي نړۍ کې د افغانانو مذهبي يووالی او زغم بې‌ساري دی، چې همداسې به دوام وکړي."

تبصره:

افغانستان ته د امريکا او ناټو له راتګ مخکې يوه ورځ هم افغانانو د مذهب له مخې يو پر بل بريد نه دی کړی. مګر دا دی وروسته له هغې چې امريکايانو د ستراتيژيکو او امنيتي هوکړه ليکونو له لارې ځان ته په افغانستان کې د اوږدمهاله شتون په موخه پوځي اډې ترلاسه کړې، په منظم ډول شيعه، سک او هندو لږکي تر سختو وحشيانه او خونړيو بريدونو لاندې راغلي دي. د دغو بريدونو پړه په ډېر مرموز او غير دقيق ډول د افغان دولت او رسنيو له خوا د داعش پر جنګياليو اچول کېږي او سياسي پايلې يې په غير مستقيم ډول د جمهوري رياست په ګډون د لوړ پوړو چارواکو له لوري ترويجېږي. په دې اړه اشرف غني رښتيا ويلي چې "په ټوله اسلامي نړۍ کې د افغانانو مذهبي يووالی او زغم بې‌ساري دی" په داسې حال کې چې نوموړی ستر دروغجن او لوی خاین دی.

امريکا د افغانستان ډېری قومي، سياسي او جهادي مشران يا له منځه يووړل او يا يې سخت سپک، ذليل او بې همته کړل. هغوی د خپلو ځواکونو په واسطه سخت وحشتونه ترسره کړل. د وحشت د دوام په موخه يې ځانګړي افغان ځواکونه هم وروزل چې په جګړه‌ييز وحشت کې تر امريکايانو کم نه دي. همداراز يې له ځينو غیر سياسي اسلامپالو هم کار واخيست، ترڅو د تروريزم په پلمه اسلام او مسلمانان وځپي، چې يو له هغو څخه داعش دی.   

امريکا په افغانستان کې د داعش له نامه څو اړخيزه ګټه پورته کوي. له يوې خوا د سيمې په کچه په سوريه کې د روسيې او ايران د جنايتونو د انتقام په پلمه د داعش له تروریستي برنډ څخه د روسيې او ايران پر وړاندې د نظامي فشار په توګه کار اخلي. له بل پلوه تر همدغه نامه لاندې د شيعه، سک او هندو لږکيو وژنې ته دوام ورکوي، ترڅو افغانان په نوې کورنۍ مذهبي جګړه اخته کړي. دې ته ورته د طالبانو تحريک هم صوفي مزاجه او بدعتي ډله بولي او پر وړاندې يې د جګړې بېلابېلې هڅې کوي.

د دغې ناولې امريکايي لوبې دا اړخونه په سيمه‌ييزه او کورنۍ کچه بشپړ درک شوي دي. له همدې امله په وار-وار روسيې د افغان دولت يو شمېر امنيتي چارواکي په دې تورن کړي، چې د افغانستان په شمال کې د ځانګړو چورلکو په واسطه د داعش جنګيالي ځای پر ځای کوي. همداراز ايران په وار- وار د شيعه لږکيو پر وړاندې د داعش د سختو تروريستي بريدونو خبرداری ورکړی او په افغانستان کې هم ټول عامه فکر په دې باور دی چې داعش د امريکا يوه پروژه ده، چې د افغان دولت د امنيتي ارګانونو او د امريکا د کرايي قاتلينو له خوا په ګډه د بې دندو، ساده او احساساتي مسلمانانو په مټ پلې کېږي.

امريکا هڅه کوله چې د داعش پروژه د افغانستان له مشرقي څخه پيل او د روسيې د پولې په اوږدو کې د هېواد په شمال کې متمرکزه کړي. مګر مخکې له هغې چې داعش د افغانستان په شمال کې ځان ته ځای ومومي، طالبانو د افغانستان د شمالي ولايتونو ګڼې برخې تر خپلې ولکې لاندې راوستې او د افغانستان په زابل او ننګرهار ولايتونو کې يې د داعش پر وړانډې سخت نظامي عمليات ترسره کړل؛ چې ډېری وخت به افغان دولت له داعش سره د طالبانو د جګړې پرمهال د طالبانو پر مورچلو درنې بمبارۍ کولې او د داعش د ژغورلو په موخه به يې د جګړې معادله بدلوله.

وروسته له هغې چې قطبي خرس له خپل سياسي ګنګسيت څخه لږ را ويښ شو او  د امريکا په واسطه د افغانستان له پولو څخه د منځنۍ آسيا د هېوادونو د نا آرامولو تهديد يې احساس کړ، نو یو شمېر نوي روسي ځواکونه يې په تاجکستان کې مېشت او پوځي مانورونه يې پيل کړل. تر هغه چې داعش څو اونۍ وړاندې په تاجکستان کې يو شمېر غربي سيلانيلان تر بريد لاندې راوستل، چې څلور تنه يې ووژل شول. حال دا چې روسيه اصلاً د دې وړتيا او جرئت نه لري چې ځان د افغانستان پر پوله له امريکا او يا د هغې له نيابتي جنګياليو سره مخ کړي، له همدې امله ټول سياسي، تبليغاتي او نظامي فعاليتونه يې د ځان پر دفاع متمرکز دي. له همدې امله تاجکستاني مقاماتو د داعش د بريد پړه د تاجکستان د اسلامي نهضت پر ګوند ورواچوله. له دې څو ورځې وروسته طالب ځواکونو د افغانستان په شمال کې د داعش جنګياليو په يوازنۍ هسته د جوزجان ولايت پر درزاب ولسوالۍ سخت پياوړی بريد پیل کړ، چې په ترڅ کې يې يو ځل بيا افغان دولت پر طالب ځواکونو درنې بمبارۍ پيل او د داعش وسله‌وال يې د پوځي چورلکو له لارې د تسليم شوو جنګياليو په پلمه د جګړې له ډګر څخه وژغورل. دا ټول په افغانستان کې د نيابتي جګړې پر بېلابېلو ابعادو دلالت کوي.

مګر هغه څه چې موږ افغان او د نړۍ مسلمانان باید را هيښ کړي، هغه دا دي چې امريکا زموږ د اسلامي خاورې په ګوټ – ګوټ کې د لاسپوڅو او خاينو چارواکو په واسطه د انساني ژوند په بېلابېلو برخو کې بېلابېل پروګرامونه روان کړي دي، ترڅو موږ په خپل منځ کې سره بوخت وساتي او زموږ له جغرافيوي موقعيت او ځمکنيو زېرمو څخه په پوره ډاډ ګټه پورته کړي. امريکا زموږ له وينې او پوست څخه يو شمېر خاين انسانان ټاکي او دغه پروګرامونه ورباندې پلي کوي. هغوی اصلا زموږ د ښځو، ماشومانو او سپين ږيرو د تلفاتو په اړه اندېښنه نه لري. ځکه هغوی ځانونه پرمختللي او موږ وروسته پاتې او د ځانونو (پرمخ تللو انسانانو) د اوږو بار بولي، نو جګړه‌ييز منطق يې دا ايجابوي چې د درېيمې نړۍ وروسته پاتې، وحشي او «تروریست» بشر بايد همداسې محروم، بې کوره، بې اوره او په سخت وحشت سره ووژل شي. د دوی دغه جګړه‌ييز منطق په ګڼو فکري او سياسي اثارو کې بربنډ ښکاري او عملاً په اسلامي خاورو کې پلی کيږي.  

له امريکا مخکې هم داسې بشري نظامونه وو، چې د نړۍ د بېلابېلو ولسونو پر وړاندې يې له دا ډول جګړه‌ييز منطق څخه کار اخیست. يو له هغو څخه فرعون و، چې خپل قوم يې ذليل، جاهل او ناپوه ساته، ترڅو د ده خدايي او واکمني ومني؛ مګر د بنو اسرائیلو له ابتلا (آزموينې) وروسته يې په سيند لاهو کړ. اوس هم دغه فرعوني امريکا، د هغې دجالي لښکرې، کرايي قاتلین، استخبارات او زموږ پر خاورو واکمن خاین او لاسپوڅي چارواکي ټول هڅه کوي، چې موږ جاهل سپک او ذليل وساتي، ترڅو د ژوند په ټولو چارو کې د هغوی پیروي وکړو او همدا زموږ ابتلا (آزموینه) ده، ګني الله جل جلاله يې د سترګو په رپ کې د فرعون په څېر هلاکولی شي.

نو اې مسلمانانو را پاڅئ! د فرعون پر وړاندې د موسوي انقلاب څخه عبرت واخلئ او د بنو اسرائیلو چمونه پرېږدئ. په نبوي منهج سره مبارزه وکړئ، ترڅو راشده خلافت تاسيس او د تل لپاره دغه کافر يرغلګر او ښکېلاکګر مات کړئ، چې له هغې وروسته به د سياست او جګړې ابتکار له تاسو سره وي او تر کوره-کوره به يې تعقيب او ولسونه به يې د استعمار پر ځای د اسلام په مبارک دين مشرف کړئ.

﴿فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ فَأَطَاعُوهُ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ

[الزخرف: ٥٤]

) فرعون د خپلې سرکشۍ د دوام په موخه) خپل قوم سپک و ذليل کړ (دوی يې د فکري او سياسي رشد په ټيټه کچه کې وساتل) او هغوی هم د ده پیروي وکړه، هغوی فاسق قوم و!

راپاڅئ! او دغه فرصت له لاسه مه ورکوئ! ګني موږ به هم د الله له خوا فاسق قوم وګڼل شو!

سیف الله مستنیر

د مطلب ادامه...

د یمن حدیده جګړې په یمن کې د غرب له لاسوهنو پرده پورته کړه

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

کله چې د حوثیانو تر کنټرول لاندې حدیده ښار، د عربي متحده اماراتو د ځواکونو تر محاصرې لاندې راغی، د دغه هېواد د اوسېدونکو د تشویش او په راتلونکې کې د مرستو د رسولو لپاره د حدیده بندر د نیولو په موخه امریکا هڅه کوي، چې دغه ښار ته د عربي متحده اماراتو د ننوتلو خند شي؛ خو عربي متحده اماراتو د امریکا د دې کار په غبرګون کې له ناپوهۍ کار واخیست او د دغه ښار د هوایي ډګر لور ته یې خپل ځواکونه زیات کړل. د سمندریزو او هوایي ځواکونو په لېږدولو سره یې پر دغه ښار فشار راوړ او د امنیت شورا په غونډو کې یې د حدیدې ښار د جګړې درېدو لپاره د امریکا هڅو ته پام ونه کړ. له شکه پرته عربي متحده اماراتو د یوه ځواکمن دولت له ملاتړ پرته د داسې کار جرات نه درلود او د یوه قوي قدرت په ملاتړ سره داسې کړنې کوي. لکه څنګه چې انګلیس په ډاګه وویل: «د حدیدې جګړه روا جګړه ده، چې د یوه مشروع حکومت په غوښتنه پیل شوې او عربي متحده امارات د یمن ولسمشر عبدالرب منصور په غوښتنه مشروع رول لوبوي.» دا هغه څه دي چې لا له وړاندې یې د حدیدې د ازادولو لپاره اعلان کړي وو؛ خو د امنیت نړیوالې شورا د دوو ورځو اضطراري غونډې په نیولو سره غوښتل له دیپلوماتیکو لارو د حدیدې جګړه ودروي او د بې دفاع وګړو ساتنه وکړي.

 د ۲۰۱۸م د جون په ۱۵مه چې د شوال له لومړۍ سره سمون لري، خبري اژانسونو د یمن له پلازمېنې صنعا څخه د یمن په چارو کې د ملګرو ملتونو د استازي مارتین ګیرفیت د لېدنو خبر ورکړ. دا موضوع روښانوي چې دی هڅه کوي حوثیان په قدرت کې د پاتې کېدو لپاره مخکې له دې چې د حدیدې ښار سقوط وکړي سیاسي خبرو اترو ته کینوي. د رویترز په وینا د اماراتو یوه مسوول ویلي: «امریکا د حدیدې ښار په ازادولو کې د عربي متحده اماراتو د ګډون غوښتنه رد کړې ده، خو فرانسې د حوثیانو لخوا د دغه ښار په شاوخوا کې د اېښودل شوو ماینونو د پاکولو په شرط سره ګډون منلی دی.». حدیدې ښار ته د ورمخکېدو لپاره عربي متحده اماراتو د اروپا ملاتړ له ځان سره درلود. دا په داسې حال کې ده، چې امریکا خپلو هغو حوثي مزدورانو ته اندېښمنه ده، چې په سیمه کې یې رول د ایران له رول سره تړلی دی

ټرامپ له ایران سره د هستوي تړون په لغوه کولو سره له یمن او سوریې څخه خپل عسکر واېستل او په بدل کې یې په سیمه کې په خپل نوي مزدور محمد بن سلمان باور وکړ، چې له همدې امله په یمن کې د سعودي په رهبرۍ د «عربي اتلاف» په نامه پوځي عملیات پیل شول. که څه هم عربي متحده اماراتو په دې جګړه کې د ګډون او د یمن سواحلو ته د پوځي پرمختګ له کبله ګټې تر لاسه کوي، خو په ټوله کې قضیه داسې ښکاري، چې امریکا خپل سعودي مزدور بن سلمان په یمن کې د راتلونکو سیاسي خبرو اترو استازی ټاکي. حوثیان او ملاتړي به یې په یوه سیاسي حزب بدل کړي، چې په دې جګړه کې به د انګلیس پر وړاندې رقابت ته راپورته شي. مصر د امریکا غوښتونکو رهبرۍ په عمومي کنفرانس کې راټول کړل او د امریکا اطلاعاتي استخباراتو وویل: سیسي د بکیل قوم له مشر شیخ ناجی شایف سره په قاهره کې وکتل او همداراز لواء عباس د یمن د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح له یو شمېر همکارانو او رهبرانو سره د امریکا په ګټه وکتل.

 خلاصه دا چې انګلیس د «عدن ښار» له استعمار وروسته خپل سیاست بنسټیز کړ. هغه سیاست چې عبدالرب منصور هادي او د هغه ځای سیاسي حزبونه یې تمثیل کوونکي دي. سربېره پر دې چې امارات پر یمني سواحلو او بندرونو  پوځي رول لري، امریکا هم خپل سیاست د خپل سعودي مزدور، بن سلمان د پوځي مرستو پواسطه پر مخ وړي. په سیمه کې په راتلونکې کې د ایران پر ځای، چې د یمن په قضیه کې ناکام شو، سعودي د امریکا د ګټو لپاره رول لوبوي او امریکا له حوثیانو سیاسي ګټه اخلي چې کیدی شي په راتلونکې کې یې په قدرت کې ګډ کړي. که نړیوال مذاکره کوونکي په تېرو دریوو کلونو کې د یمن د جګړې سیاسي حلارې ته رسېدلي وای، بیا هم د یمن د خلکو غم او درد پای ته نه رسېدو، ځکه غربي ښکېلاکګر له اسلام سره پر کینې او جګړې سربېره ددې خاورې د زېرمو پر سر په رقابت کې دي او په دې خاوره کې د جګړې اور بل ساتي په داسې حال کې چې د یمن خلک یې د وسلو په اور سوځي.

په رښتیا هم چې د یمن د ستونزو اساسي حللاره اسلامي نظام دی. یوازې همدا حللاره کولای شي د یمن خلک راټول کړي، داسې نظام چې د جګړې د درېدو، د یمن د خلکو د ساتنې او امن غوښتونکی دی. همداراز له یمن او نورو اسلامي خاورو څخه د استعمارګرو کفارو او د هغوی د مزدورانو اېستل غواړي او همدا راز د تنفیذ او  د پانګو د عادلانه وېش لپاره شرعي احکام راولي. خلافت یوازینی نظام دی، چې د اسلام بیراغ په داسې دولت کې پورته کوي، چې د خلکو د ژوند هر راز چارې، لکه: حکومتولي، اقتصاد، تعلیم وتربیه او بهرنی سیاست د اسلام په رڼا کې تنظیموي. ددغه دولت نوم د نبوت پر منهج د خلافت دولت دی. هغه دولت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د راتلو زیری ورکړی چې فرمایلي یې دي:

«... ثم تکون خلافة علی منهاج النبوة»

(رواه احمد)

ژباړه: ... وروسته د نبوت پر منهج خلافت دی.

له الرایه جرېدې څخه اخیستل شوی

لیکوال: عبدالله «باذیب»

ژباړن: حبیب الله

د مطلب ادامه...

ولایه تونس: د بشر د حقونو او ازادیو د کمېټې د راپور په اعتراض په سیدي بوزید کې غونډه

حزب التحریر ولایه تونس د بشر د حقونو او ازادۍ د کمېټې د هوډ په اعتراض چې په ټوله کې د الله سبحانه وتعالی له احکامو سره په تګر کې و او د دغې استهزا او مسخرې پر وړاندې د راپورته کېدلو لپاره یې لاریون وکړ.
۱۴۳۹هـ.ق، د شوال ۲۹مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د جولای ۱۳مه

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: ازادې خبرې اترې «له غربیانو سره د غرب اړیکې د ګټو تر فشار لاندې»

الواقیه تلویزیون له استاد حسن حمدان (ابو البراء) سره د «له غربیانو سره د غرب اړیکې د ګټو تر فشار لاندې» تر عنوان لاندې ژوندۍ خبرې اترې وکړې.                       ۱۴۳۹ه.ق، د ذوالقعدې ۱۳ه، پنجشنبه/ ۲۰۱۸م، د جولای ۲۶مه

د مطلب ادامه...

د نبوت پر منهج خلافت تاسیس کړئ، چې د فساد جرړه وباسي Featured

دیموکراسي د فساد منبع ده او د نواز غندل هسې بریالیتوب دی

(ژباړه)

د ۲۰۱۸م د جولای پر ۶مه چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نوازشریف د فساد د قضیې حکم اعلان شو، یوه پوچه بریا ده او بس. وخت تېرېږي او د فاسدو حکامو ځایونه یوازې د ټاکنو، کودتا او یا هم د مجلسینو په ډکولو سره بدلېږي، خو بیا هم فساد پاکستان له پراخ ګواښ سره مخ کړی دی. څېرې بدلېږي، خو فساد پر خپل ځای پاتې دی؛ ځکه چې تر اوسه دموکراسي پر خپل ځای پاتې ده. په رښتیا هم چې دموکراسي د فساد سرچینه ده، ځکه چې د قانون جوړونې اساس، د ښو او بدو، حلال او حرامو ټاکل یې همدغو ته په واک کې ورکړي. له همدې امله قضیه تر اوسه څېړل کېږي، چې د پاکستان مفسد سیاسیون د نوې طرحې په خاطر غونډې جوړې کړي، ترڅو ځان قدرت ته ورسوي او له ځنډ پرته د چور او چپاول یوه بله څپه پیل کړي.

دیموکراسۍ له پخوا زمانې نه په پاکستان کې فساد ته لار هواره کړې ده او که پر خپل حالت پاتې شي، اوسنی حالت به نور هم ادامه پیدا کړي. د پانامې د یادښتونو د خبرونو پر اساس، دیموکراسۍ فساد یوازې په پاکستان کې نه؛ بلکې په ټوله نړۍ کې له روسیې څخه تر جنوبي امریکا پورې خپور کړی دی. په څو لسېزو کې دیموکراسۍ فاسدو حکامو ته دا فرصت ورکړی، چې هغه ناروا ګټې چې له سواحلي شرکتونو څخه یې په لاس راوړي له پلټې، تحقیق، او محکمې پرته پټې کړي. د دیموکراسۍ له کبله نن ورځ د بډایه هېوادونو سرچینې چور شوي، د بېوزلو شمیر ډېر شوی، شتمن کم شوي او فاسد حکام له کوم خنډ پرته خپل حاکمیت ته دوام ورکوي. په دموکراسۍ کې د فساد له منځه وړل دومره پوچ او بې معنا دي، لکه له روغتیا چې د مرض غوښتنه وکړې.

له هغه څه پرته چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي دي، بل هېڅ شی نه شي کولی فساد په قطعي ډول له منځه یوسي. دغه قانون (هغه چې الله تعالی را نازل کړی) به داسې حکام پیدا کړي، چې زموږ له لوری به د ستایلو وړ وي. داسې راشد خلیفه لکه حضرت ابوبکر رضی الله عنه، چې د خپل فقر د کمولو لپاره یې تجارت پیل کړ، خو د تفویض معاونین یې ځنډ شول. داسې راشد خلیفه لکه حضرت عمر بن خطاب رضی الله عنه چې د رخت د یوې وړې ټوټې له کبله په عاجزۍ سره ماخذې ته تیار شو. داسې راشد خلیفه لکه حضرت عثمان غني رضی الله عنه، چې له حاکم کېدو مخکې یې تجارتي کاروان له ښار څخه د تېرېدو په وخت کې ځمکه لړزوله، خو له حاکم کېدو وروسته یې عادي ژوند غوره کړ. داسې حکام لکه راشد خلیفه حضرت علي رضی الله عنه، چې له ځند پرته یې د غلا شوي ډال له کبله د یهودي پر وړاندې د شاهدانو د نشت له امله قضیه تصدیق کړه.

پرېږدئ چې موږ یو ځل بیا د دیموکراسۍ په واسطه ونه چیچل شو. پرېږدئ چې د حزب‌التحریر له شبابو سره یوځای، د نبوت پر منهج د اسلامي دولت د تاسیس په واسطه د ظلم او فساد په له منځه وړلو کې هڅه وکړو. پرېږدئ چې همدا اوس له غرب څخه تر امریکا او له شرق نه تر چينه له دموکراسۍ څخه د ستړې شوې نړۍ لپاره هڅې وکړو، چې یوازې فاسد مخکښ حکام یې تغذیه او تقویه کوي. پرېږدئ چې همدا اوس موږ د اسلامي نړۍ د ویښتابه لپاره له غرب څخه تر مراکشه او له شرق نه تر اندونیزیا پورې د خپل اساسي هدف(اسلام) لپاره هڅې وکړو. پرېږدئ چې موږ د ځمکې پر مخ د فساد او دیموکراسۍ د ظلم د له منځه وړلو په موخه مبارزه وکړو او په ډېره مینه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زېري په لټه کې واوسو. هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«...ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ»

(رواه احمد)

ژباړه: ... وروسته به جبریه حاکمیت راشي او تر هغه وخته به وي، چې الله تعالی غوښتي وي او هر وخت چې الله تعالی وغواړي هغه به لرې کړي، بیا به د نبوت پر منهج خلافت راشي، وروسته غلی شو.

د حزب‌التحریر- ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

اسکندنافیا: د جمعې خطبه: «د صهیونستانو غیر واقعي خوبونه به ژر نابود شي!»

په الفرقان مسجد کې د استاد منذر عبد الله له خوا د جمعې خطبه وړاندې شوه:  «د صهیونستانو غیر واقعي خوبونه به ژر نابود شي!»

۱۴۳۹ه.ق، د ذوالقعدې ۱۴مه، کوبنهاګن/ ۲۰۱۸م، د جولای ۲۷مه

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: په الدانا ښار کې، جګړې ته د مجاهدینو د رابللو لپاره غونډه

حزب التحریر ولایه سوریې د ادلب په حومه، الدانا ښار کې، جګړې ته د مجاهدینو د رابللو لپاره غونډه وکړه. 

۱۴۳۹ه.ق، د ذوالقعدې ۱۴مه، کوبنهاګن/ ۲۰۱۸م، د جولای ۲۷مه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې