جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     12 رمضان 1438

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 07 جون 2017 م

شمیره:      ۰۶/۱۴۳۸

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
کابل پروسه؛ د سولې د ناکام بهير ادامه ده

کابل له څو ورځو پرلپسې درنو چاودنو او ولسي لاريونونو وروسته، د جون پر ۶مه د «کابل پروسې» تر نامه لاندې د سولې د نړيوالې غونډې شاهد و. په دغه ناسته کې د ملګرو ملتونو، اروپايي اتحاديې او ناټو سازمانونو په ګډون ۲۳ هېوادونو برخه درلوده، چې پرته له کومې ځانګړې لاسته راوړنې پای ته ورسېده.

حزب التحریر-ولايه افغانستان، د «کابل پروسې» ناسته، د سولې په اړه د مسکو د هڅو پر وړاندې امريکايي ابتکار ګڼي او د شاوخوا تېرو ۴۰ بېلابېلو غونډو او کنفرانسونو په توګه يې يوه بله ناکامه او د عامه افکارو لپاره غولوونکې هڅه بولي. ځکه په افغانستان کې د جګړې اصلي لامل، په سيمه کې د امريکا او ناټو اوږدمهالې ستراتيژيکې استعماري موخې دي، چې تر اوسه په افغانستان کې د سولې پر ځای د جګړې له لارې تعقيب ته اړتيا لري. له همدې امله امريکا او ناټو له افغانستان څخه په سيمه کې د خپلې جګړه ييزې پروژې په توګه کار اخلي. نو که طالبان هم سولې ته غاړه کيږدي، د حزب اسلامي په څېر به د جګړې په درولو کې کوم ځانګړی اغيز ونه لري، ځکه د جګړه ييز بديل په توګه يې داعش مخکې له مخکې رامنځ ته کړی، چې لاتراوسه د سولې په روان بهير کې له هغه سره د جوړجاړي تشه يادونه هم نه کيږي.

نو د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس بايد د زړه له تله دا درک کړي چې امريکا، ناټو او د هغوی ګوډاګۍ حکومت د سولې د دا ډول پروسو تر نامه لاندې خلکو ته دروغجنې هيلې زيږوي. حال دا چې د جګړې د شدت له لارې غواړي؛ لومړی وسله وال مخالفين د خپلو ګټو لپاره وکاروي، ورپسې يې وسله اېښودلو ته مجبور او له نړيوالو وسله والو ډلو څخه رابېل او  په پای کې د امريکا په لاس جوړ شوی سيکولر اساسي قانون ورباندې تحميل کړي. که څوک دغه درې امريکايي شرایط ونه مني، نو هغه د امريکايي ګټو د تهديد لامل ګڼل کيږي، چې بالآخره به د «تروريست» تر نامه لاندې وژل کيږي. 

د حزب التحرير-ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې