شنبه, ۱۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     29 رمضان 1438

میلادی نېټه :     دوشنبه, 26 جون 2017 م

شمیره:      ۰۷/۱۴۳۸

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
حزب‌التحریر ـ ولایه افغانستان د زړه له کومي ټول اسلامي امت ته د نېکمرغه فطر عيد مبارکي وايي

حزب التحرير-ولایه افغانستان له کابل څخه تر جاکارتا، بیت المقدس، حلب او اسلامبول پورې د نړۍ په ګوټ-ګوټ کې ټول اسلامي امت ته دعا کوي ترڅو الله سبحانه وتعالی زموږ او ستاسو صیام، قيام، طاعات او عبادات ټول په خپل دربار کې قبول کړي.

د عيد ورځې له خوښۍ، خوشالۍ، مينې او مهربانۍ څخه ډکې ورځې دي. مګر اوس د غير اسلامي او طاغوتي نظامونو تر سيوري لاندې د مسلمانانو ژوند له جګړو، فتنو، فحشا، ذلت، سپکاويو او مقدساتو ته له توهين او ګمراهۍ څخه ډک شوی دی. لکه څنګه چې د افغانستان مسلمانان د امريکا د لاسپوڅي نظام تر سيوري لاندې هره ورځ د «بمونو د مور»، «ټانکر بمب»، پياوړو چاودنو او د وينې زبېښونکو صليبي ځواکونو د هوايي بمباريو قرباني کيږي او د خپلو زړونو ټوټې له لاسه ورکوي.

له دې سره–سره خلک په قصدي ډول قومي، مذهبي، ژبنيو، سمتي او سيمه ييزو رقابتونو ته ورټېل وهل کيږي. په داسې حال کې چې د امريکا او د هغې د لاسپوڅو له خوا د کورنيو اختلافونو پايلې په مراتبو د «بمونو د مور» له تلفاتو څخه ډېرې زيانمنوونکې دي. له همدې امله خلک د عيد په نېکمرغه او مبارکو ورځو کې د خوشالۍ او مهربانۍ پر ځای د نفرت او نفاق موجونه تجربه کوي.

سره له دې، موږ د الله سبحانه وتعالی په رحمت باندې ټينګ او راسخ ايمان لرو، چې ډېر ژر به د خپلې مرستې او ملاتړ په واسطه په نړۍ کې د دويم راشده خلافت تر رهبرۍ لاندې بنسټيز تغيير راولي. د نړۍ اوسنی نظم چې ښاماران او ماران د انسان په جامه کې د انسانانو وينې او غوښې خوري را وپرځوي او د هغوی پر ځای به داسې عادل او محسن رهبران چې د غرباوو صفات به لري، په داسې زمانه کې چې نور خلک فساد کوي، هغوی به اصلاح ترسره کوي، د بشريت رهبري به پر غاړه واخلي او خلک به د غربي نظامونو له تيارو، جهالت او ظلم څخه د اسلام نور، هدایت او عدل ته را وباسي. څومره ژر ده هغه ورځ، مګر تياره زړي هغه ليرې او ناممکنه ګڼي.

﴿وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ﴾

الحج: ٤٠

قطعا الله سبحانه وتعالی د هغو کسانو ملاتړ کوي چې (د دين او عبادت ځایونو څخه د دفاع) له مخې د هغه ملاتړ کوي. له شک پرته الله سبحانه وتعالی ځواکمن او برلاسی دی.

د حزب التحرير-ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې