جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     15 رجب 1439

میلادی نېټه :     دوشنبه, 02 اپریل 2018 م

شمیره:      ح.ت.افغ ۰۴/۱۴۳۹

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
په افغانستان کې امریکايي ملېشه جوړونه، د قومي او سمتي تفرقې لامل

د افغانستان دفاع وزارت اعلان کړې، چې د "محلي پوځ" په نامه نوی ځواک جوړوي. ټاکل شوې چې د دغه ځواک شمېر به ۳۶ زرو نفرو ته ورسېږي. نوموړی پوځ ظاهراً په تر ګواښ لاندې ولسوالیو او کلیو کې د امنیت د ټینګښت او د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو د کمښت په موخه پلان شوی دی.

د حزب‌التحریر ـ ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر د دغه ځواک رامنځته کېدل یوه بشپړه امریکايي طرحه بولي او که عملي هم شي، د امنیت ټينګښت ته کومه ګټه نه لري، بلکې په يادو سیمو کې به د لا زیاتو قومي او سمتي شخړو لامل شي.

سره له دې نوموړې طرحه په افغانستان کې د امریکا له منافقت او دوه مخيتوبه په ښه توګه پرده پورته کوي. ځکه له يوه اړخه امریکا د افغان امنیتي ځواکونو د پياوړي کېدو شعار ورکوي؛ خو له بل پلوه په عملي ډګر کې يې تل هڅه کړې ترڅو بېلابېلې ملېشې جوړې کړي. امریکا د تاوتریخوالي په کمښت او خلکو ته د امن د فضا په رامنځته کولو کې ناکامه شوې او اوس ظاهراً هڅه کوي چې د ملېشو جوړولو په وسیله امنیت ټينګ کړي. په داسې حال کې چې اوسنۍ طرحه د محلي پولیسو (اربکیانو) یوه بله بڼه ده، کوم چې امریکایانو په ۲۰۱۰م کې رامنځ ته کړل او د ډول-ډول ترخو او ناوړه پایلو لکه: د ناامنۍ او وېرې د زیاتوالي، د خلکو د ځورولو، غلا، چور چپاو، د ملکیانو د وژلو او د قومي او سمتي شخړو د راپورته کېدو لامل شول.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې