سه شنبه, ۰۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     8 شعبان 1439

میلادی نېټه :     سه شنبه, 24 اپریل 2018 م

شمیره:      ح.ت.افغ ۰۵/۱۴۳۹

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
باید وپوهېږو: ډيموکراسي او دیکتاتوري د یوې سکې دوه مخونه دي!

تر هغې وروسته چې د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم‌لیکنې په پروسه کې د خلکو ډېر لږ ګډون د افغانستان دولت د مشرانو د سختې اندیښنې لامل شو، د افغانستان جمهوري رياست امر وکړ، چې دولتي مامورین دې په یوه اونۍ کې له خپلو کورنیو سره په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه وکړي. همدارنګه يې د جوماتو امامانو ته امر وکړ، چې د جمعې لمانځه په خطبو کې د ټاکنو د اهمیت په باب خبرې وکړي. د دغه امر د پيروۍ په موخه ځينو اړخونو او دولتي چارواکو خلک په ولایتونو کې ګواښلي چې په دولت کې به د هغو کسانو کارونو ته رسېدنه ونه شي، چې راتلونکو ټاکنو ته نوم‌لیکنه ونه کړي. دغه راز د دارالمعلمينونو او ښوونځيو ښوونکي او زده کوونکي په زور د ټاکنو د نوم‌لیکنې مرکزونو ته بېول کېږي.

راتلونکو ټاکنو ته د خلکو نه لېوالتیا او علاقه په حقیقت کې په افغانستان کې د خلکو ويښتيا او د ډیموکراسۍ او د هغې د ارزښتونو ماتې څرګندوي. هغه ارزښتونه چې د اوولسو کلونو په اوږدو کې د خورا مډرنو وسلو او لسګونو میلیاردو ډالرو د لګښت په زور د افغانستان پر خلکو وتپل شول؛ خو پر دې سربېره بیا هم دغو ارزښتونو د خلکو زړونو او ذهنونو ته لاره پيدا نه کړه؛ بلکې ورځ په ورځ د هغو په اړه د خلکو نفرت او کرکه زیاتېږي، تر هغه چې ډیموکراسي داسې نظام ګڼي، چې له دروغو او دوکې پرته بل څه نه دي.

اوس واقعاً خلک له ډیموکراسۍ څخه نهیلي شوي او درک کوي، چې د افغانستان نمایشي ټاکنې داسې بهیر نه دی، چې د افغانانو په اراده، تمویل او کنټرول تر سره شي او رایه يې رښتیا هم پکې اغېز ولري؛ بلکې داسې یوه پروسه ده، چې اراده، تمویل او ورستۍ پرېکړه یې امریکا او د هغې ملګري کوي، لکه څنګه چې په افغانستان کې د ۲۰۱۴م کال له ټاکنو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په ناولو لاسونو د ملي یووالي حکومت وزیږېد او د خلکو رایې بشپړې له پامه وغورځول شوې. 

اوس د افغانستان دولت چې ځان «ډیموکرات» ګڼي، د دې لپاره چې خلک په ټاکنو کې برخه واخلي، دیکتاتورۍ ته مخه کړې او په زور د دولت پر مامورینو او خلکو –د دوی د میل خلاف– نوم‌لیکنه تحمیلوي. په داسې حال کې چې په دغه پروسه کې د خلکو نه ګډون د ډیموکراتانو په عقیده یو «ډیموکراتیک» حق دی؛ خو د افغانستان جابر دولت حتی دا «ډیموکراتیک» حق هم له خلکو اخلي او د اسلامي خاورو د نورو نظامونو په څېر خپله واقعي څېره، چې په اصل کې ظلم، دیکتاتوري او له اسلامي ارزښتونو جدایي ده، نندارې ته وړاندې کوي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې