جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ټرامپ، اروپا او په ځانګړي ډول المان تر منځ سیاسي او اقتصادي کړکېچونه
بسم الله الرحمن الرحيم
د ټرامپ، اروپا او په ځانګړي ډول المان تر منځ سیاسي او اقتصادي کړکېچونه

(ژباړه)

پوښتنه:

د ټرامپ، اروپا او په ځانګړي ډول المان تر منځ سیاسي او اقتصادي کړکېچونه په دې وروستیو کې ډېر شوي دي. په داسې حال کې چې دا تمه وه د امریکا د ولسمشرۍ ریاست تر ټاکنو وروسته به د دغو کړکېچونو کم شي؛ ځکه په غرب کې دا معمول ده چې ولسمشران د رایې تر لاسه کولو او واک ته تر رسېدو وروسته له خپلو هغو سختو ادعاوو څخه تېرېږي چې د ټاکنیزو تبلیغاتو په دوام کې یې کوي؛ خو ټرامپ د دغه معمول خلاف یاد کړکېچونه له واک ته رسېدو وروسته جدي ونیول؛ دلیل یې څه دی او ولې د کړکېچونو ډېره کچه له المان سره ده؟ د امریکا، اروپا او  په ځانګړي ډول المان تر منځ به د دغو کړکېچونو احتمالي پایلې څه وي؟

ځواب:

لومړی: د دواړو لورو تر منځ د اقتصادي او سیاسي کړکېچو د ډېرېدو په برخه کې باید ووایو چې دلیل یې د ټاکنیزو پړاونو په دوام کې د ټرامپ پارونکې او سطحي تګلارې دي. هغه تګلارې چې نوموړي د امریکا پر مزدورو او لاسپوڅو حکامو سربېره یې حتی له خپلو تړونکوونکو سره هم په پام کې نیولې دي. د امریکا د ولسمشر وروستي اقدامونه  د هغو بارونو پر بنسټ دي چې د ۲۰۱۶ م کال د ټاکنیزو تبلیغاتو په دوام کې یې مطرح کړي وو؛ نوموړي ویلي وو چې د ناټو غړي هېوادونه د هغې لویې برخې په دلیل سره چې امریکا یې په یاد تړون کې لري، د امریکا پوروړي دي او دغه هېوادونه د وروستیو څو لسیزو په دوام کې له هغوی څخه د امریکا د ملاتړ په دلیل سره باید امریکا ته پیسې ورکړي. د امریکا ولسمشر ټرامپ د ۲۰۱۷ م د جنوري پر ۲۰مه نوموړي ته تر واک سپارلو وروسته د هغو بارونو په عملي کولو کې هڅې وکړې چې د ټاکنیزو تبلیغاتو په دوام کې یې مطرح کړي وو او هڅه کوي چې یاد بارونه د امریکا په رسمي دریځ بدل کړي. همدا دلیل دی چې له اروپا او په ځانګړي ډول المان څخه غواړي چې د ناټو تړون په بودجه کې ډېره برخه واخلي؛ هغه تړون چې ټرامپ یې په اړه ډېر شکونه راپورته کړل او په ځانګړي ډول د المان او امریکا تر منځ د سوداګریزې کچې د کمېدو په برخه کې یې له المانیانو سره بحثونه وکړل. لکه څنګه چې نوموړي د المان له لومړۍ وزیرې انګلامرکل سره په واشنګټن کې پخپله لومړۍ لیدنه کې دغه کړکېچونه ښکاره کړل. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د جمعې په ورځ د المان لومړۍ وزیرې انګلامرکل ته په سپینه ماڼۍ کې ښه راغلاست ووایه، خو د دواړو لورو ترمنځ کړکېچونه ډېر څرګند وو؛ په ځانګړي ډول د ازادې سوداګرۍ او پناغوښتوونکو په مسله کې. (سرچینه: ۲۰۱۷ م د مارچ ۱۷مه فرانس ۲۴)

ټرامپ له مرکل سره تر لیدو وړاندې وویل: «المان د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) ډېر شمېر پوروړی دی او برلین باید له المان څخه د دفاع لپاره متحده ایالاتونو ته ډېرې پیسې ورکړي.» ټرامپ یادې خبرې د المان له لومړۍ وزیرې انګلامرکل سره تر لیدو وړاندې مطرح کړې او پر خپله ټوېټر پانه یې ولیکل: «المان د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) ډېر شمېر پوروړی دی او متحده ایالاتونه باید د هغه لوی دفاعي خدمت په بدل کې چې د المان لپاره یې برابروي، ډېرې پیسې تر لاسه کړي.» (سرچینه: ۲۰۱۷ د مارچ ۱۸مه د اوومې ورځې ورځپاڼه)

خو المان دا ونه منله چې له دغه هېواد سره دې د امریکا تعامل د نړۍ د مافیایي رییس د فکري طریقې پر بنسټ، چې مالیه غواړي، وي. د المان دفاع وزیر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ  هغه تورونه چې المان د شمالي اتلانتیک او د امریکا لپاره د نظامي لګښتونو په بدل کې پوروړی دی، رد کړل. اورسولافون دیرلین چې د المان د لومړۍ وزیرې نیږدې کس دی، پخپلو څرګندونو کې داسې وویل: «هېڅ داسې حساب نشته چې په هغه کې دې المان د شمالي اتلانتیک تړون پوروړی وي.» نوموړي زیاته کړه: «باید د ناټو لګښتونه د المان د نظامي هڅو د سنجش یوازنی معیار نه شي.» (سرچینه: ۲۰۱۷ د مارچ ۱۹مه فرانس ۲۴)

د امریکا ولسمشر د ناټو تړون غړو په ناسته کې چې د ۲۰۱۷ م د مې پر ۲۵مه وشوه، د اروپایي هېوادونو پر وړاندې یې د تړون په لکښت کې د برخې په اړه تندې څرګندونې وکړې. ټرامپ په هغه بیانیه کې چې د ناټو غړو هېوادونو د مشرانو په ناسته کې یې وړاندې کړه، داسې خبرې وکړې چې د یادې غونډې ګډونوالو ته یې ټکان ورکړ او ټول یې حیران کړل. د نوموړي حیرانوونکې خبرې له شمالي اتلانتیک سره د امریکا د مرستې په اړه وې. ټرامپ په دغه بیانیه کې د ناټو هېوادونو مشران پړه وبلل او د یادو مشرانو له غبرګونو دا څرګندېده چې د ټرامپ خبرو ډېر حیران کړي دي؛ په ځانګړي ډول د المان لومړۍ وزیره انګلا مرکل او د فرانسې نوی ولسمشر ایمانویل مکرون.

د هغې ژباړې پر بنسټ چې ۲۱ عربي کانال د ټرامپ له ویډیویي خبرو خپروله؛ ټرامپ د ناټو تړون هېوادونو رهبرانو ته وویل: «د ناټو غړي باید خپله عادلانه برخه ورکړي او د پیسو پر ژمنو یې ولاړ وي.» نوموړي خپلو تندو خبرو ته د تړون د مشرانو پام واړوه او یې ویل: «د ۲۸ هېوادونو له ډلې څخه ۲۳ هېوادونو د یاد تړون تر شاه د خپلو پیسو پر ژمنو عمل نه دی کړی او دغه کار د امریکا د خلکو او هغه کسان چې په امریکا کې مالیه ورکوي، عادلانه نه دی.» نوموړي همدارنګه زیاته کړه: «ډېری دغو هېوادونو د هغو کلونو په دوام کې چې د ناټو له تاسیس څخه تېریږي، خپلې ژمنې نه دي عملي کړې، ټګۍ یې نورې هم ډېرې شوي او تر اوسه یې د ورکړې لپاره کوم ګام نه دی اخیستی.» نوموړي د یادو هېوادونو پر وړاندې خپلې تندې خبرې نورې هم سخت کړې او ویې ویل: «د تېرو اتو کلونو په دوام کې امریکا د ناټو له نورو غړو څخه په دې برخه کې  ډېره پانګونه کړې ده.»

د ناټو غړو هېوادونو مشرانو حیرانتیا د ټرامپ د دغو څرګدونو له اورېدو څخه په اسانۍ د هغوی په څېرو کې لیدلی شو؛ لکه څنګه چې په حیرانتیا یې یو بل ته کتل او د دغو بې مخینې خبرو دګواښونو پایلو یې په څېرو کې څپې وهلې. ټرامپ د خپلو خبرو په دوام کې د ناټو پر غړو هېوادونو ملنډې ووهلې او ویې ویل: «حتی یو ځل مې له تاسو څخه د ناټو د نوي مقر د لګښت په اړه پوښتنه نه ده کړې چې څومر دی او دا کار به ونه کړم.» (سرچینه: ۲۰۱۷ م د مې ۲۷ مه عربي ۲۱) د ټرامپ یادې څرګندونې د دې لامل شوې چې له اروپا سره کړکېچونه ډېر او لوړ شي.

دویم:  دا چې ولې دغه کړکېچونه د نورو اروپایې هېوادنو په پرتله له المان سره ډېر شول؛ دلیلونه یې په لاندې ډول دي:

له شک پرته چې له امریکا، چین، او چاپان وروسته المان تر ټولو لوی او څلورم نړیوال اقتصادي مرکز بلل کېږي او همدا دلیل دی چې ټرامپ پخپلو هڅو کې د امریکا په ګټه بې شمېره پیسو راټولولو لپاره یاد هېواد ته سترګې پټې کړې دي؛ په ځانګړي ډول دې ته په کتو سره چې امریکا د المان د مجبورلو لپاره په ناټو کې د ډېرې ونډې په اخیستلو د روسیې له لوري ګواښونه پلمه کوي او دا هغه پلمه ده چې امریکا یې د ټولو اروپایي هېوادونو په ځانګړي ډول شرقي اروپا پر وړاندې کاروي او نظامي پیوستون یې په امریکا پورې تړي.

له بل لوري په ناټو کې د المان کم مصرف مطرح کیږي، لکه څنګه چې برلین ۱.۲ سلنه له خپلو ملي ګټو څخه په نظامي برخه کې لګوي؛ چې ۴۲ ملیارده ډالر کېږي. په یاده برخه کې د المان لګښت تر فرانسې لږ دی؛ ځکه د فرانسې نظامي لګښتونه له ملي ګټو څخه ۱.۷۹ سلنه ته رسېږي؛ چې له ۴۴ ملیارده ډالرو سره برابرېږي. دا په داسې حال کې ده چې د ناټو غړو هېوادونو هوکړه کړې وه، چې هر غړی هېواد باید ۲ سلنه خپلې ملي ګټې په دې برخه کې ولګوي؛ هغه هوکړه چې انګلیس او لږ شمېر نورو اروپایي هېوادونه ورته ژمن دي؛ خو د یادې وچې اصلي هېوادونو سرغړونه ترې کړې ده. د یادولو وړ ده چې امریکا ۳.۶۱ سلنه خپلې ملي ګتې د ناټو په نظامي برخو کې لګوي، چې له ۶۴۴ ملیارد ډالرو سره برابرېږي او په همدې ترتیب امریکا په یوازې توګه د ناټو له دوه سلنه ډېر نظامي لګښتونه ورکوي. د هغو نظامي لګښتونو اندازه چې یاده شوه، له نوین عربي انټرنېټي سیاست نه اخیستل شوې، چې د ۲۰۱۷ م  د مې پر ۲۷ مې یې د ۲۰۱۶ م کال د لکښتونو په برخه کې خپره کړې وه.

د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزومالونو د حجم توپیر ډېر دی، لکه څنګه چې د یادو مالونو حجم په ۲۰۱۶ م کال کې ۱۶۵ملیارده یورو ته ورسېد، چې ۱۰۷ ملیارده یې له المان څخه د امریکا واردات تشکیلوي. دغه شمېرې د ۲۰۱۷ م د فبروي پر ۲۴مه په ۲۱ په عربي سیاسټ کې خپرې شوې. دا په دې مانا ده چې له امریکا څخه د المان د وارداتو کچه ۵۸ ملیارده یورو باقي ده. په همدې ترتیب ټرامپ خپل عقل له لاسه ورکړی او د المان پر وړاندې تندې څرګندونې کوي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په بروکسل کې د اروپایي اتحادیي له مشرانو سره په ناسته کې د المان له سوداګریزو سیاستونو څخه شکایت وکړ. دغه معلومات د Der Spiegel مجلې په یاده ناسته کې له ګډونوالو څخه په نقل سره خپاره کړل. یوې باخبره سرچینې یادې مجلې ته وویل چې ټرامپ همدارنګه په دې برخه کې وویل: «المانیان بد دي، هغوی ډېر بد دي، میلیونونو موټرو ته وګورئ چې هغوی یې په متحده ایالاتونو کې پلوري. دا وحشتناکه ده، زه به یاد بهیر ودروم.» (سرچینه: ۲۰۱۷ د مې ۲۶مه د نن روسیه). د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ پخپل ټویټرپانه ولیکل؛ «موږ له المان سره په سوداګرۍ کې سخت بې وسه یو، پر دې سربېره چې هغو د ناټو  او اردو په برخه کې له هغې اندازې په ځلونو لږ لګښت ورکوي چې باید وریې کړي؛ د متحده ایالاتونو لپاره ډېره بده ده او دا به ډېر ژر بدلون وکړي.» (سرچینه: ۲۰۱۷ م د مې ۳۰مه DW)

کله چې د ناټو ناسته پای ته ورسېده او د اوو لویو صنعتي هېوادونو ناسته هم چې په ایټالیا کې د ابو او هوا بدلون په برخه کې جوړه شوې وه، په ناکامۍ پای ته ورسېده. المان په چټکۍ له اروپا څخه دفاع پیل کړه او د یادې اتحادیې دریځنیونه یې په لاس کې واخیستل؛ لکه څنګه چې د الجزیرې نېټ سیاسټ د ۲۰۱۷ م د مې پر ۲۹مه د المان له بهرنیو چارو وزیر څخه په نقل سره وویل، چې نوموړي د امریکا پر ولسمشر تندې نیوکې وکړې؛ سیاستونه یې لنډمهاله وبلل او همدارنګه نوموړي وویل چې امریکا د ټرامپ تر رهبرۍ لاندې نور د غربي نړۍ د رهبري کولو له موقعیت څخه برخمنه نه ده. د اوومې ورځې ورځپانې هم د ۲۰۱۷ م د مې پر ۲۹مه له الماني وزیر څخه په نقل سره ولیکل: «د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ اقدامونو غرب کمزوری کړی دی.» نوموړي زیاته کړه: «هر څوک چې له چاپېریال څخه د ملاتړ هڅو د کمزوري کېدو لامل شي؛ اوبه او هوا به ډېر ژر بدلون وکړي او هر څوک چې په فساد ککړو سیمو وسلې وپلوري او دیني شخړو ته حل لاره نه لري، په حقیقت کې د اروپا سوله او امن له ګواښ سره مخ کوي.» نوموړي ټینګار وکړ چې د واشنګټن لنډمهاله سیاستونه د اروپایي اتحادیې ګټې زیانمنوي.

د المان د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې د المان د لومړۍ وزیرې مرکل تر تندو خبرو یوه ورځ وروسته مطرحې شوې، لکه څنګه چې انګلا مرکل اعلان وکړ چې نوموړې اوس دې پایلې ته رسېدلې چې اروپا له دې وروسته نشي کړای پر نوور تکیه وکړي.» د مرکل موخه هغو سختو فشارونو ته اشاره ده، چې واشنګټن په دې وروستیو کې له خپلو تړونکوونکو څخه د ډېرې ګټې په موخه اعمال کړي دي. المانۍ ورځپاڼې BILD له مرکل نه په نقل ویلي دي: «اوس هغه وخت تېر شوی چې موږ بشپړ پر نورو تکیه کوله او دا هغه حقیقت دی چې زه په تېرو څو ورځو کې پرې پوهېدلې یم. موږ اروپایان له دې وروسته باید خپلې چارې پخپل لاس کې واخلو.» (سرچینه: ۲۰۱۷ د مې ۱۷ مه د نن روسیه)

د امریکا دې ته پام شو چې المان تر یوې کچې د امریکا پر وړاندې سرغړونه پیل کړې او هڅه کوي چې له امریکا سره په مخامخ کېدو کې د اروپا مخکې تګ په لاس کې واخلي؛ په ځانګړي ډول دې ته په کتو چې المان په ډېرو مواردو کې د اروپا مخکښ و او هڅه کوي چې خپل ځان د یو نړیوال قدرت په توګه وښیي. که څه هم اټومي وسلې نه لري او نړیوالې فضا او فرصت ته په تمه دی، چې له هغه نه په ګتې اخیستنې خپل ځان وښیي. المان په اوس وخت کې په اروپا او نړۍ کې هغه فرصت او فضا مناسب لیدلي او په دې باور دی چې کړای شي په چټکۍ خپل ځان مشهور او لوی وښیي او همدا دلیل دی چې د امریکا او روسیې له سیاستونو سره په مخامخ کېدو کې له ګواښ پرته د اروپا په استازیتوب یو ګام وړاندې ږدي. خو د دغه نوي فرصت او فضا واقعیت چې المان یې د خپلو موخو د رښتیا کېدو لپاره پېژندلی، په لاندې ډول دی:

۱) له اروپایي اتحادیې څخه د انګلیس د وتلو بهیر؛ ځکه هغه خنډونه چې د فرانسې او انګلیس له دوه اخیزه هوډونو څخه د اروپایي اتحادیي په چوکاټ کې د المان پر وړاندې وو، له اروپایي اتحادیې څخه د انګلیس په وتلو له مخې لرې کېږي. المان تر اوسه  د اروپایي اتحادیې په چوکاټ کې د هوډونو نیولو بندي و، هغه هوډونه چې په نړیواله کچه د فرانسې او انګلیستان په ګټه وو.

۲) د امریکا د کمزورتیا ښکاره کېدل، چې امریکا ته د لومړیتوب ورکولو پر بنسټ د ترامپ د نوي سیاست په نیولو بشپړه ښکاره شول، د امریکا یادې کمزوریتا المان ته دا فرصت په لاس ورکړ چې خپل ځان له هغو بندونو څخه؛ چې امریکا یې لاس او پېښې پرې تړلي، په اسانۍ خوشي کړي؛ ځکه المان تر اوسه د غرب د ګډو ګټو د ساتنې په دلیل د امریکا اطاعت وکړ؛ خو اوس چې امریکا په ښکاره د خپلو ګټو په لټه کې ده او د خپلو تړونکوونکو ګټو ته هېڅ پام نه کوي، المان پوره دلیلونه تر لاسه کړي، چې د امریکا د سیاست په نظر کې نیولو پرته، خپلواک سیاست غوره کړي.د ټرامپ یاد سیاستونه په ټول توان د المان لپاره دا فضا برابروي چې یو ځل بیا د نړۍ په کچه خپل ځان  څرګند کړي. که هر څومره د اباما په رهبرۍ د امریکا حکومت المان او نور اروپايي هېواونه د سوریې په کړکېچ کې له لاسوهنې لرې ساتلي وو او له لرې ځایه یې د روسیې لپاره دغه کړکېچ ته لار پرانیسته؛  روښانه ده چې د اوباما ادارې په عین حال کې د غرب د رهبرۍ له بار څخه اوږه نه ده خالي کړې؛ خو د ټرامپ ادارې په ښکاره له دغه مسولیت څخه خپله اوږه خالي کړه او له خپلو لږ شمېر تړونکوونکو سره راټولیږي او ټول تمرکز یې د امریکا پر عظمت وي، چې همغه د امریکا اقتصاد او لګښتونه دي، چې امریکا یې د نړۍ د رهبري کولو په دلیل سره متحملېده. په دې کې شک نشته چې د امریکا دغه نوی سیاست د لنډمهال لپاره دی او هغوی ته به بدې پایلې ولري.

۳) هغه بنسټیز بدلونونه چې په فرانسه کې ښکاره شول، لکه څنګه چې د فرانسې وروستیو ټاکنو دا وښوده چې د فرانسې سیاسي ژوند په بنسټیز ډول بدل شوی؛ دا معلومه شوه چې کین اړخي او سوسیالیستي حزبونه، چې فرانسه یې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته رهبري کوله، یو له بله بېل شوي او د ۲۰۱۷ م کال ټاکنو د دغو حزبونو مشران په بشپړه توګه له مخې لرې کړل او نوی ولسمشر یې واک ته ورساوه؛ چې په هېڅ کوم پخواني حزب پورې نه دي تړلی او دغه مسله المان ته دا فرصت په لاس ورکوي، چې په بشپړه قوت سره د اروپا د سیاست په رهبرۍ کې فرانسې ته ستونزې جوړې کړي.

یادو مواردو ته په کتو لیدل کېږي چې د ټرامپ د سیاستونو پر وړاندې د المان غبرګونونه د اروپایي اتحادیې د نورو  غړو په پرتله لوړ وو او له ټاکنیزو لوبو سره یې اړیکه نه لرله، لکه څنګه چې ولیدل شول، چې د مرکل سیالان په راتلونکو ټاکنو کې د امریکا د سیاستونو پر وړاندې د نوموړې تر څنګ ودرېدل. د سوسیال ډیموکراټ حزب رییس شولتس مارټن او د المان د لومړۍ وزیرې انګلامرکل سیال له پنځو مواردو څخه جوړه شوې طرحه د امریکا د ولسمشر ټرامپ پر وړاندې د اروپا د قوي کېدو په موخه د یاد هېواد لومړۍ وزېرې ته وړاندې کړه. شولټس چې ټاکل شوې له مرکل سره د لومړي وزیر د څوکۍ پر سره سیالي وکړي، د هغې مېلمستیا په دوام کې چې د سوسیال حزب پارلماني نماینده ګانو په برلین کې د اقتصادي څېرو لپاره چمتو کړې وه؛ وویل: «زموږ د سولې، امنیت او هوساینې لپاره قوي او ځواکمنه اروپا پرېکنده امر دی.» (سرچینه: ۲۰۱۷ م د مې ۳۱مه رای الیوم انټرنېټي سایټ)

همدارنګه د مرکل سیال مارټن شولټس په راتلونکو ټاکنو کې پخپلو څرګندونو کې د اروپا له ټولو ډیموکراټو هېوادنو څخه وغوښتل چې د ټرامپ د ناوړه سیاست د پای ته رسېدو لپاره یو بل ته لاسونه ورکړي. شولټس چې د سوسیال حزب رهبري پر غاړه لري، په برلین کې پخپلو خبرو کې وویل: «په اوس وخت کې زموږ اصلي مسولیت دا دی چې خپل ټول وس د یاد کس او ګواښوونکي تسلیحاتي سیاست پر وړاندې، چې موږ د هغه منلو ته اړ کوي، ودرېږو.» (سرچینه: ۲۰۱۷ م د مې ۲۹ عربي ۲۱). ټرامپ د المان دغه واقعیت درکړی او اراده لري چې د بریدونو ډېره برخه یې المان ته ځانګړې کړي.

درېیم:  د نړۍ په کچه د دغو سیاسي بدلونونو د احتمالي پایلو په اړه لاندې ټکو ته اشاره کړای شو:  د ټرامپ د ادارې تر پای ته رسېدو وړاندې د یادې ستونزې له حل کېدو پرته به د امریکا او اروپا ترمنځ درځ پراخه شي او داسې کچې ته به ورسیږي چې ډکول به یې هم له لاسه ووځي. هغه څه چې د یادې مسلې بیانوونکي وو او ټینګار پرې کوي، د ابو او هوا په اړه د پاریس د هوکړې له مسلې څخه د ټرامپ وتل دي، چې د ۲۰۱۷ م د جون پر ۲یمه پېښ شول. امریکا له یاد اقدام وروسته د اروپا د نیوکو تر طوفان لاندې شوه، هغه نیوکې چې د امریکا یاد اقدام یو ناسم ګام او ډېر ګواښونکی بولي او له نړیوالو غواړي چې د ابو او هوا د بدلون ستونزې پر وړاندې په مبارزه کې د اروپا په رهبرۍ باور وکړي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، د المان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل او د ایټالیا لومړي وزیر باولو ګنتیلوني په بې سارې او ګډه بیانیه کې، چې له روم څخه یې خپره کړه، د پاریس له هوکړې څخه د وتلو پر بنسټ د امریکا پر هوډ ناخوښي څرګنده کړه او په عین حال کې یې ټینګار وکړ چې په هېڅ ډول دا امکان نه لري؛ چې پر یاد هوکړه لیک دې نوی او له سره بحث وشي.  له بل لوري د اروپایي اتحادیې نماینده میګل اریاس کانیتي د اوبو او هوا د کړکېچ په اړه په څرګندونو کې وویل: «د ځمکې د ګرموالي د مبارزې لپاره د اروپا باور ته دوام ورکولی شو». نوموړي همدارنګه په دې برخه کې د ټرامپ پر یو اړخیزه هوډ ناخوښي څرګنده کړه. (سرچینه: ۲۰۱۷ م د جون ۲مه الجزیره نېټ انټرنېټي سایټ) د اروپا او امریکا په اړیکو کې دغه رامنځته شوی واټن د یادې اتحادیې په اصلي هېوادونو کې شامل شوی او له انګلیس پرته چې له معمول سره لکه افعي مار خپل ځان وباسي او امریکا ته یې نېږدې کوي، په دې هیله چې له نړیوال مهم ځای څخه برخمن وي. کابو د اروپا ډېری هېوادونو په بشپړه ډول په یاده قضیه کې له امریکا لرې شوي دي.

داسې تر سترګو کیږي چې اروپا په دوو سیاسي او اقتصادي برخو کې په خوځښت کې ده. هغه څه چې د یادې مسلې ښکارندوی دي او ټینګار پرې کوي، د امریکا د سیاستونو پر وړاندې د المان د چارواګو مخکې کېدل او د اروپا او امریکا تر منځ د اختلافونو ښکاره کېدو لپاره د المان د لېوالتیا ښکاره کېدل دي. که دغه اختلافونه پراخه شي، په ټوله اروپا کې به تیت شي او شونې ده چې المان په چټکۍ د سپکو وسلو لور ته مخه کړي. دغه دوې مسلې چې مخکې یادې شوې، د تامل وړ دي، ځکه له هغه ناوړه پایلې په نړیوالو سیاستونو اغېز کوي او په پایله کې به  د اوسني نړیوال سیاست جوړښت له منځه یوسي. 

څلورم:  له درده ډکه خبره دا ده چې دغه نړیوال لوی بدلونونه او دغه نوې نړیواله فضا په داسې حال کې رامنځته کیږي چې اسلامي دولت (خلافت) نشته، چې مسلمانان له دغې رامنځته شوې فضا نه په ګټې اخیستنې نړۍ د فلاح او رښتینولۍ لور ته رهبري کړي. د خلافت د نشتون درد له یو لوري او پر اسلامي خارو د یو شمېر پلورل شوو او مزدورو حکامو د واکمنۍ درد له بل لوري؛ هغه مزدور حکام چې خپل ځانونه یې د اسلامی امت پر اوږو بار کړي او شپه او ورځ په بې شرمۍ هڅه کوي چې پر نړیوال دریځ باندې د اسلام د اغېزې د ښکاره کېدو مخه ونیسي. تر ټورو له درده ډکه بیا داده چې د امت اقتصادي پانګې د دې پر ځای چې د امریکا په له منځه وړلو او تیت کېدو ولګول شي؛ هغوی په هغو اقتصادي اوبو کې له ډوبېدو څخه ژغوري چې بند پکې پاتې دي.

خو واقعیت دا دی چې د دغو مزدو حکامو او بادارانو مقامت به له ډاره ډګو څپو پر وړاندې نور اوږد نه شي؛ ځکه لوی بادار یې لکه وینه په دننه کې د خوړلو په حال کې دی او د اسلامي امت د بیدارۍ څپه چې له مخلصو دعوت کوونکو څخه تشکیل شوې او د هغو میلیونو مسلمانانو شتون، چې له هغوی وروسته د نبوت پر تګلاره د خلافت د بیا واکمنېدو له لارې د خپل رب د شریعت د واکمنېدو غوښتونکي دي؛ په چټګۍ سره مخ په پراخېدو دي او دا هغه څپه ده چې د لویېدو په حال کې ده، چې لاسته راوړنې به یې د الله سبحانه وتعالی په غوښتنه ډېر ژر ووینو. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا﴾

[طلاق: ۳]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی خپل فرمان تر سره کوي او الله سبحانه وتعالی د هر شي لپاره اندازه ټاکلې ده!

 

Last modified onیکشنبه, 16 جولای 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې