شنبه, ۰۹ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د اذربایجان او ارمنستان تر منځ شخړه
بسم الله الرحمن الرحيم
د اذربایجان او ارمنستان تر منځ شخړه

(ژباړه)

پوښتنه:

د ۲۰۲۰م، د اکتوبر په ۴مه د یکشنبې په ماښام، د اذربایجان ولسمشر الهام علي یووف پخپله وینا کې، چې له ټلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپرېده، وویل: «ارمنستان اړ دی چې د ناګورونا قره باغ د جګړې تر پایته رسېدو وړاندې زماني جدول جوړ کړي.» علي یووف د جبراییل پر ښار واکمني د ارمنستان او د هغه د ملاتړو لپاره یو درس وباله او ویې ویل چې غوره ده عبرت ترې واخلي. سرچینه: (الجزیره، ۲۰۲۰ م، د اکتوبر ۵مه)

د ارمنستان او اذربایجان تر منځ نښته د ۲۰۲۰ م، د سپټمبر په ۲۷مه سهار مهال پیل شوه، چې د دواړو لورو تر منځ د ۱۹۹۴م، تر اوربند وروسته یې، ساری نه درلود. که څه هم د دواړو هېوادونو تر منځ وخت ناوخته نښتې کېدې. لکه په ۲۰۱۶ م کې، چې ترکیې هغه وخت هېڅکله د اذربایجان پوځي ملاتړ ونه کړ، خو دا ځل ترکیې په رسمي ډول اعلان کړی چې د اذربایجان ملاتړ کوي. داسې ښکاري چې ترکیه د دغه ملاتړ تر شاه ځانګړې موخې لري، دا موخې څه شی کېدای شي؟ ولې ترکیه دا ځل تر دې کچې د لاسووهنې هوډ لري؟ په دغې قضیه کې د مینسک ډلې دولتونو په ځانګړي ډول دریو لویو دولتونو (روسیه، امریکا او فرانسه) دریځ څه دی؟ ډېره مننه.

ځواب:

د روان حالت په اړه دغه ټکي  راسپېړو:

۱- اذربایجان اعلان وکړ، چې ارمنستان د ۲۰۲۰م، د سپټمبر په ۲۷ مه د سهار لخوا د ارمنستان په خاوره برید وکړ. د اذربایجان دفاع وزارت وویل:«د ارمنستان بریدونو ډېر ملکي وګړي وژلي، دغه راز په توغندیزو بریدونو کې کلیو او غیر نظامیانو ته زیان اوښتی دی.» په بیانیه کې ویل شوي، چې د اذربایجان ځواکونو هم د دښمن پر ضد بریدونه کړي او د اوسپنې پټلۍ په اوږدو کې يې پر پوځي وسایلو او موټرو برید کړی دی. دغه راز (اوسا۱۲)  ډوله توغندي يې هم موخه ګرځولي دي.» سرچینه: (الجزیره، د ۲۰۲۰م، د سپټمبر ۲۷ مه)

د اذربایجان پارلمان په ځینو ښارونو او کلیو کې د جګړې د تیارسئ پر سره هوکړه کړې ده. له بله اړخه ارمنستان هم جنګي وضعیت اعلان کړ او په خپله دولتي  پاڼه يې د یوه مسیحي روحاني انځور خپور کړ، چې وسله يې په لاس کې وه او کفري صليبې نښه يې په غاړه وه، څو وښيي چې د مسلمانانو  پر وړاندې یوه صليبي جګړه ده. د ارمنستان لومړي وزیر نیکول باشینیان په خبرو کې د خپل هېواد دريځ داسې اعلان کړ: «اذربایجان زموږ د خلکو پر وړاندې جګړه پیل کړې او لرې نه ده، چې ټوله سیمه به ونیسي او نړيوال امنیت به وګواښي. په دغه قضیه کې به د ترکیې دريځ، د قفقاز جنوب ته ناوړه پایلې ولري.» هغه نړيواله ټولنه وهڅوله، څو په دغه شخړه کې، چې له ۱۹۹۱م، څخه را پدیخوا د باکو ویریفان  ترمنځ د قره باغ په اړه موجوه ده،  د ترکیې له لاسوهنو مخنیوی وکړي. سرچینه: (الجزیره، د ۲۰۲۰م، د سپټمبر ۲۷ مه)

۲- اذربایجان ویلي چې دا ځل نښته جدي او جګړه قاطعانه ده. الهام علي یووف د ۲۰۲۰ م، د سپټمبر په ۳۰ مه ويلي و: «د قره باغ په اړه خبرې بې ګټې وې او اړتیا نشته، چې نوي مذاکرات وشي.» هغه زیاته کړه چې اذربایجان پرېکړه کړې، څو خپله خاوره یو ځای کړي او لښکر يې په سیمه کې ښه پرمختګ وکړي او څوک حق نه لري، چې د اذربایجان ځواکونه له هغو ځایونو بهر کړي چې نيولي يې دي. د ارمنستان د ځواکونو وتل یوازینی شرط دی، چې اذربایجان مطرح کړی دی. د شخړو درېدل هم په دغه شرط پورې اړه لري، چې یریفان يې ومني. هغه زیاته کړه: «موږ یوازې یو شرط لرو؛ هغه دا چې له کوم قید وشرط پرته د ارمنستان وسله والو ځواکونه زموږ له خاورې ووځي. که د ارمنستان دولت دغه شرط قبول کړ، جګړه او وینه تویدنه به ودرېږي.» سرچینه: (الجزیره، ننۍ روسیه، د ۲۰۲۰م، د سپټمبر ۳۰ مه)

داسې ښکاري چې اذربایجان د ترکیې له ملاټر ډاډه دی. او په دغه ملاټر کې به ورسره رښتینې وي او خاوره به يې ازاده کړي.

۳ـ دا ځل د دواړ لورو تر منځ نښته د ۲۰۲۰م، د جولای په ۱۲مه ونیښته او درې ورځې يې دوام وکړ. دواړو لورو ته له ډېرو زیانونو ورسته ودرېده. ورپسې ترکیې په لومړي ځل سر راپورته کړ، هوايي او ځمکني ځواکونه يې اذربایجان ته ولېږل او د دواړو هېوادونو، په پوځي مانورونو کې يې ونډه واخیسته. دغه مانورونه د ۲۰۲۰م، د جولای په ۲۹مه پيل او دوې اوونۍ يې دوام وکړ. ترکيې وښوده، چې د اذربایجان قضیه او اشغال شوې خاوره يې په غاړه اخیستې ده. دا داسې کړنه وه، چې پخوا هېڅکله ترکیې نه وه ترسره کړې، که څه هم دواړو لورو د ۱۹۹۴م، له اوربند راپدېخوا کله کله نښتې کولې؛ خو وروستۍ شخړه نسبتاً شدیده ښودل شوې ده. د اپرېل میاشتې له پيله د ۲۰۱۶م، تر همدغه میاشتې پورې وه. خو ترکیې د اردوغان له تسلیت پرته د جګړې د قربانیانو او اذربایجان په اړه، نور هېڅ عملي اقدام ونه کړ. ځکه شرایط هغه وخت داسې وو، چې د امریکا پلانونو د دې غوښتنه کوله، چې  ترکیه له روسیې سره هوکړه ولري، څو دواړه دولتونه د سوریې د نظام د ټیکاو لپاره، چې په امریکا پورې تړلی نظام دی، له یو بل سره همکاري وکړي. دغه راز د سوريې انقلابیون د حاکم نظام لپاره وځپي، څو د اسلام له راتګ مخنیوی وکړي. په داسې حال کې چې د ارمنانو سرکشي له اذربایجان څخه د روسیې د مرستې په وسیله په ۱۹۸۸م، کې پيل شوه او کله يې چې اعلان وکړ، د قره باغ سیمه يې په ۱۹۹۱م، کې نیولې او د ځان لپاره يې خپلواک جمهوريت جوړ کړی دی. نښتې له هماغه وخته د دواړو لورو تر منځ تر ۱۹۹۴م، پورې دوام وکړ او اذربایجان د قره باغ، له ۲۰ څخه تر ۲۴ سلنه خاوروه ، چې له پنځو ولایتونو جوړه وه، د ختيخ له پنځو ولایتونو سره یو ځای له لاسه ورکړه.  ددغې سیمې څه کم یو ميلیون مسلمانان کډوال شول. د روسیې اردو مستقیماً په دغه نښته کې لاسوهنه وکړه او لا هم روسان د ارمنستان تر شا ولاړ دي او له دغه کوچني هېواد  څخه ملاتړ کوي، چې له اذربایجان څخه یې نفوس او ځواک کم دی.

۴- ترکیه د اذربایجان په قضیه کې د امریکا په محور راڅرخي، لکه څرنګه چې ترکیې د ۲۰۰۹م، د اکتوبر په ۱۰مه د سویس په زیورخ کې له ارمنستان سره هوکړه لاسیک کړه؛ هغه هوکړه چې ترکیې د دواړو هېوادونو پولې په رسمیت و پېژندلې. ديپلوماتیکې اړیکې پیل شوې، دواړو لورو یو دې بل هېواد ته سفرونه وکړل، قنسولګرۍ يې پرانیستې او دوه اړخیزو اړیکو يې په ټولو برخو کې پرمختګ وکړ. دغه راز سیمه ییزې او نړيوالې همکارۍ يې هم پیل کړې چې ورسره له ترورېزم سره مبارزه او د ډيموکراسۍ پرمختګ په سیمه کې پيل شو.  په پایله کې يې په تاریخي منابعو او اسنادو علمي تمرکز وکړ چې موخه يې د تاریخي ستونزې (د ارمنانو ډلییزه وژنه) پای ته رسول وو. همدارنګه باید پوه شو، چې اردوغان مخکې له هغې چې ارمنان د اذربایجان له اشغالي خاورې، (قره باغ او شاوخوا سیمو) ووځې، له ارمنستان سره يې  هر ډول هوکړه نه منله. یاده هوګړه د دواړو تر منځ د امریکا د پخواني ولسمشر اوباما په مستقیمه غوښتنه وشوه؛ لکه څرنګه يې چې د ۲۰۰۹م، د اپریل په شپږمه سفر وکړ، څو د ترکیې او ارمنستان تر منځ هغه اختلافات حل کړي، چې په ۱۹۹۳م، کې رامنځته شوي وو او له امله يې خپلې پولې د یو بل پرمخ  تړلې وې. له دې سره اردوغان هممهاله اعلان وکړ، چې چمتو دی له ارمنستان سره هوکړه لاسلیک کړي، پرته له دې چې دغه مساله له اذربایجان سره شریکه کړي او پرته له دې چې فکر وکړي د اذربایجان خاوره ارمنانو اشغال کړې او یو میلیون اذربایجاني مسلمان ارمنانو یې کډه کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې دغه هوکړه تاریخي وه او امریکا ګډون پکې وکړ.

۵ـ اذربایجان د ارمنانو له وتلو مخکې د هوکړې پر لاسلیک انتقاد وکړ او له ترکیې څخه يې وغوښتل، چې خپلو مخکینیو ژمنو ته راوګرځي او خپلې پولې وتړي، څو ارمنان له  اشغالي سیمو و نوځي او له ارمنستان سره باید اړيکې ټینګې نه کړي. ایلاف وېب پاڼې د ۲۰۰۹م، د اوکتوبر په ۱۰مه د یوه خبر په خپرولو سره لیکلي و: «د ترکیې او ارمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې په ماښام دوه اړخیزه هوکړه او د سویس په زوریخ کې د اړیکو د بیا پیل په موخه لاسلیک کړه. د دواړو هېوادو د بهرنیو چارو وزیرانو، ادوارد نالبندیان او احمد داوود اوغلو وروسته له هوکړې، یو بل ته په ډېره مینه لاسونه ورکړل.» د اروپا او اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال فیل ګوردن  په دغه هوکړه کې ګډون درلود او ویې ویل: «نن د شنبې په ماښام موږ په یوه تاریخي پېښه کې ګډون کړی.» د بهرنیو چارو پخوانۍ وزېرې هیلیري کلنټن هم چې شپږو اروپايي هېوادونو ته يې سفر درلود، له لندن څخه مخکې د سویس زوریخ ته لاړه او د ترکیې او ارمنستان د هوکړې په مجلس کې يې ګډون وکړ. دغه راز د امریکا یوه لوړ پوړي چارواکي ويلي، چې اوباما له دغه هوکړې ډېر خوښ دی او هغه مخ پر وړاندې یو لوی ګام بولي. خو اذربایجان د هوکړې په سبا ورځ، د ترکيې او ارمنستان د اړیکو عادي کېدل وغندل او ګواښ یې ورته وکړ، چې د ترکيې پر مخ د ارمنستان د پولو خلاصېدل، شاید د قفقاز جنوب نا امنه کړي. د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې وویل: «د اذربایجان له اشغال شویو سیمو، د ارمنانو له وتلو مخکې د ترکیې او ارمنستان د اړیکو ټینګښت، مستقیماً د اذربایجان له ګټو سره په ټکر کې دي او د اذربایجان او ترکیې د ورورولۍ اړیکې، چې تاریخې رېښه لري، سیوری  پرې غوړولی شي.» سرچینه: (ایلاف، د ۲۰۰۹م، د اکتوبر ۱۰ مه)

۶- ترکیې د اردوغان په مشرۍ هڅه وکړه، څو اذربایجان په خوږو او بې عمله خبرو وغلوي، لکه څرنګه يې چې په هوکړه کې هېڅ داسې شرط کېنښود، چې له قره باغ سیمې ارمني ځواکونه ووځي او هوکړه يې ورسره وکړه. خو له نهه کلونو وروسته د ۲۰۱۸م، د مارچ په میاشت کې ارمنستان، چې د روسيې تر نفوذ لاندې دی، د روسانو په فشار يې یاده هوکړه رسماً لغوه اعلان کړه او له دې سره امریکا د ارمنستان د نیولو چانس چې د ترکیې په مټو یې تر لاسه کړی و، له لاسه ورکړ. روسیې په ارمسنان کې خپل نفوذ پياوړی کړ، وروسته يې د ۲۰۱۵م، د ډسمبر په میاشت کې د ګډې هوايي دفاع هوکړه له ارمنستان سره لاسلیک کړه او سملاسي يې میګ ۲۹ الوتکې، په سل هاوو عسکر، ټانګونه، دفاعي هوايي وسلې، لرې واټن ویشتونکي توغندي (اس ۳۰۰) او نږدې واټن ویشتونکي هوايي وسلې (اس ای-۶) ووېشل. روسیې خپل دغه دفاعي امکانات خپل بازار (د اورسیا اقتصادي اتحاد) ته وارد کړل، چې په ۲۰۱۵م، د جنوري په لومړۍ نېټه عملاً پیل شو، د بیلاروس، قزاقستان او قرغزستان په ګډون ارمنستان یو ځای د روسيې د تولیداتو بازار ، د ازادی راکړې ورکړې خدماتو تر نامه لاندې راغلل. د دغه بازار داخلي تولیدات پنځه ټریلیونه امریکايي ډالرو ته رسېږي، چې ډېری يې د روسيې په ګټه دي.

۷-  وروسته له دغو پېښو، امریکا د خپل نفوذ د پیاوړتیا لپاره، په اذربایجان کې د روسيې د نفوذ د کمرنګه کولو لپاره، بله لاره ولټوله، څو خپله لاره ارمنستان ته خلاصه کړي. ترکيې ته يې اشاره وکړه، چې له اذربایجان سره دې د اقتصادي او سیاسي اړیکو تر څنګ پوځي اړیکې هم ټینګې کړي، څو د امریکا نفوذ قوي شي او ارمنستان تر فشار لاندې راشي او په دې ډول به د امریکا نفوذ ته خپلې دروازې خلاصې کړي. وروستۍ نښتې د جولاۍ په وروستیو کې ترسره شوې، داسې ښکاري چې دغه نښتې له مخکې پلان شوې وې، څو ترکيه د خپلو پوځي تمریناتو ته پلمه ولري. وروسته شخړې لوړې شوې، چې په پایله کې د دواړو لورو تر منځ جګړه وشوه. د ترکيې ولسمشر اردوغان د ۲۰۲۰م، د اوکتوبر په ۲۷مه له نښتو وروسته، په خپله ټويټر پاڼه ولیکل: «نړیواله ټولنه دوه اړخیزه عمل کوي او د ارمنستان د تحریک امیزه بریدونو پر وړاندې يې مطلوب عکس العمل  نه دی کړی. له بده مرغه د مینسک درې اړخیزې ډلې، هم د دغه بحران د حل لپاره دېره فاصله لري او نږدې ۳۰ کاله کېږي، چې بابېزه درېځ يې په دغه قضیه کې لا هم دوام کوي.» هغه زیاته کړه: «له شک پرته په دغه سیمه کې د سولې ټینګښت، د ارمنستان د ځواکونو په وتولو پورې اړه لري، چې په ۱۹۹۲م کې يې د اذربایجان خاوره  اشغال کړې ده. ترکیه به همدارنګه دخپل ملګري ورور، اذربایجان تر څنګ ولاړه وي.» سرچینه: (د ترکیې خبري اژانس، د ۲۰۲۰ م، د اوکتوبر ۲۸ مه)

خو ارودغان فکر کوي، چې خلک حافظه نه لري او داسې ښيي چې په دغه قضیه کې هېڅ ګناه نه لري. له ارمنستان سره په هغه هوکړه کې يې له هېڅ شي سترګې پټې نه کړې. له ارمنستان سره يې په ۲۰۰۹م، کې  د امریکا د خدمت لپاره د سولې هوکړه وکړه، چې د اذربایجان له خاورې د ارمنانو وتلو، ته هېڅ اشاره نه وه پکې شوې ان یوه کلیمه هم نه وه پکې ذکر شوې.

۸ـ کله چې ارمنستان یاد هوکړه لیک، د هغه له لاسلیک نهه کاله وروسته لغوه کړ او په دې سره امریکا ونه توانېده، چې په ارمنستان کې ځان ته ځای پیداکړي، نو اردوغان یو ځل بیا راپورته شو او له دغو اشغال شوو سیمو څخه یې د ارمني ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه. د ده په وینا؛ «ګران ملګری» پوتین، دغه راز پر ماکرون یې نیوکې وکړې ویې ویل: «په دې اړه مې له پوتین او د فرانسې له ولسمشر ماکرون سره خبرې وکړې، خو هېڅ پایله  مې تر لاسه نه کړه. سرچینه: (د ترکیې خبري اژانس، ۲۰۲۰م، د نومبر ۱)

ده هېڅکله پر، د ده په وینا خپل ملګري او همپیمانه (ټرامپ) نیوکه ونه کړه. څرنګه به پر هغه نیوکه وکړي، په داسې حال کې چې هغه د پردې تر شا او په مستقیم ډول د ده محرک دی. ان که چېرې امریکا له دغې قضیې سره له ديپلوماتیکو لارو هم لوبه ترسره کړي، نو ټول هغه کسان یې په حقیقت پوهیږي، چې لږ سیاسي شعور هم ولري. د ۲۰۲۰م، د اکتوبر په ۲۷مه ټرامپ په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ: «امریکا به هڅه وکړي، چې په ارمنستان او اذربایجان کې راپورته شوي توتریخوالي ختم کړي.» خو بیا یې وویل: «موږ په دې اړه د اړیکو له لویې برخې څخه برخمن یو، موږ به وګورو چې د دغو بریدونو د درېدو توان لرو او که نه.» سرچینه: (الجزیره، ۲۰۲۰م، د اکتوبر ۲۷مه)

دا په دې مانا ده، چې که دی وغواړي دغه بریدونه بندولی شي. دغه راز ده ونه ویل، چې امریکا به له فشار څخه کار واخلي او د دواړو اړخونونو د حلارې او یوې پایلې ته د رسېدو لپاره به ټول زور وازمویي. هغه دغه مسالې ته سرسري وکتل او ویې ویل: «که زموږ په وس کې وي.» په داسې حال کې چې که امریکا وغواړي کوم کار تر سره کړي، نو له خپل ټول زور څخه کار اخلي! د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کې داسې ویل شوي دي: «امریکا د جګړې زیاتېدل په سختو ټکو غندي او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سټيفن بیجون د اذربایجان او ارمنستان د بهرنیو چارو وزیران تشویق کړل، څو جګړه ودروي او د مینسک ډلې له رییسانو سره په نیږدې راتلونکي کې د مذاکراتو لپاره همکاري وکړي. دغه راز ټنیګار یې وکړ، چې واشنګټڼ د دواړو اړخونو سوله ییز حل او پایدارې سولې رسېدو لپاره ژمن دی.» سرچینه: (قطر او العالم ایران الجزیره، ۲۰۲۰م، د اکتوبر ۲۷مه)

امریکا په خپله دغه غوښتنه کې دواړه اړخونو اذربایجان او ارمنستان مساویانه خطاب وګرځول، ځکه په دغه قضیه کې د امریکا موقف داسې دی، چې غواړي په دواړو هېوادونو کې خپل نفوذ وساتي او هلته د روسیې موقف راټیټ او له منځه یوسي. دغه ټول دریځونه ښيي چې امریکا د ترکیې له کړنو راضي ده او دا چې ترکان د امریکا په اشاره اذربایجان ته ولاړل، که داسې نه وي، نو څه دلیل شته، چې د اناضول اژانس په وینا؛ د ۲۰۲۰م، د اکتوبر په ۲۹مه، د امریکا د ملي امنیت رییس روبرت اوبراین، د ترکیې له ولسمشرۍ ویاند ابراهیم قالین سره په اړیکه کې شي او د اذربایجان او ارمنستان د لانجې په اړه به خبرې ورسره وکړي، نو ایا ویلی شو چې د دغې قضیې تر شا د امریکا لاسونه نشته؟

۹ـ بله خبره دا ده، چې اردوغان او د هغه حکومتي مسوولین دې ته شله دي، چې د امنیت شورا او مینسک ډلې د هغو ظالمانه پرېکړو د پلي کولو لپاره مذاکرات پیل کړي، چې د امریکا، فرانسې او روسیې په رهبرۍ په ۱۹۹۲م، د امنیت سازمان او اروپا په همکاري رامنځته شوي دي. اردوغان د دغو پرېکړو پلي کول غواړي، چې بالاخره د ارمنیانو په ګټه تمامیږي، دغه راز اوربند هم د امنیانو په ګټه دی. دغه ټول واقعیتونه ښيي، چې د حالت خرابولو لپاره هدفمندانه هڅې روانې دي، څو د فشار په موخه سیاسي او ډیپلوماتیکو فعالیتونو ته لار هواره شي؛ دا هغه څه دي، چې امریکا یې غواړي. جګړې په ډېری مواردو کې سیاسي او ديپلوماتیکو فعالیتونو ته د لارې هوارولو په موخه کارول کېږي او دا کار هم د امریکا په اشاره تر سره کېږي. د دغې قضیې په اړه له هرې خوا غږونه راپورته کېږي، د قضیې سیاسي حل غواړي او همدارنګه هڅه کوي، چې د امنیت شورا له خوا رامنځته شوې پرېکړې پلې کړي. د ترکیې مسوولینو په خپلو خبرو کې ویلي، چې موږ په هغه صورت کې له اذربایجان څخه ملاتړ کوو، چې د امنیت شورا پرېکړو ته غاړه کېږدي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو، په انقره کې د اذربایجان په سفارت کې وویل: «د اذربایجان د یووالي په اړه، د ملګرو ملتونو، د اروپا شورا، امنیت سازمان او د اروپا همکاریو پرېکړې واضح دي او که چېرې ارمنستان له اذربایجان څخه ونه وځي، نو هېڅکله به دا مساله حل نه شي.» سرچینه: (الجزیره، ۲۰۲۰م، د سپتمبر ۲۹مه) باید ووایم، چې یادې پرېکړې د قره باغ لپاره نه دي رامنځته شوې، بلکې د نورو سیمو لپاره دي، چې دا په خپله د اذربایجان د قضیې په اړه دسیسه په ډاګه کوي.

۱۰ـ روسیه د ارمنستان تر شا ولاړه ده. ارمنستان د اذربایجان په پرتله کوچنی هېواد دی، کم نفوس او کمزوری ځواک لري، خو روسیه یې د وسلو او وسایلو له اړخه ملاتړ کوي او د بقا لامل یې ګرځېدلې ده. ارمنستان د ټولیز امنیت د سازمان غړی هېواد دی، چې روسیه یې رهبري کوي او روسیه په دغه سازمان کې پراخ پوځي حضور لري، نو دا ناممکنه برېښي، چې روسیه دې ارمنستان یوازې پرېږدي او که داسې ونه کړي، نو د قفقاز په شمال کې د امریکا حضور ته زمینه برابرېږي؛ هغه ځای چې د روسیې د فدرال برخه ګڼل کېږي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل ارمنستاني سیال زوهراب مناتساکانیان سره په ټلېفوني خبرو کې وویل: «موږ په فرباغ کې د تحرکاتو له امله په تشویش کې یو او د دغو بریدونو په درېدو ټینګار کوو.» سرچینه: (اسپوتیک، ۲۰۲۰م، د اکتوبر ۲۷مه)

که ترکیه ارمنستان غندي، نو باید روسیه هم وغندي، ځکه چې اصلي ملاتړې یې ده او پر هغوی یې خپل نفوذ تپلی دی. دغه راز ارمنستان د روسیې له ملاتړ پرته هېڅکله د یرغل جرات نه لري. ستاسو د دښمن ملاتړی، ستاسو دښمن هم دی. خو ترکیه د اردوغان په رهبرۍ، په سوریه کې د جنایتکار بشار اسد په حاکمیت سره، د مسلمانانو د وژلو لپاره  له روسیه سره یو لاس ده. په ورته وخت کې ترکیه د امریکا د لاس اله ده، چې هغه یې د روسیې پر وړاندې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره کاروي. دا به هېڅ ساده نه وي، چې روسیه په سیمه کې خپل نفوذ له لاسه ورکړي، لکه د اوکراین او جورجیا قضیه. نو په هېڅ وجه به په دې پړاو کې دغه بریدونه او لانجې پای ته ونه رسېږي، خو سیاسي لوبو او ډیپلوماتیکو فعالیتونو ته به لار هواره شي، ځکه دغه کار د روسیې د غولولو لپاره ګټور دی.

۱۱ـ په دغه قضیه کې د فرانسې حضور متفاوت دی، ځکه چې فرانسه په دغه سیمه کې نفوذ نه لري. خو هڅه کوي ځان د یوه لوی دولت په توګه وښيي او همدارنګه غواړي په مینسک ډله کې خپل غړیتوب وساتي؛ هغه ډله چې په ۱۹۹۲م، کې د امنیت شورا او اروپا د همکاریو پر اساس د اذربایجان او ارمنستان د قضیې د حل په موخه رامنځته شوه. دغه ډله هڅه کوي، چې د ترکیې پر وړاندې ودرېږي، ځکه ترکیه د فرانسې په ګډون د اروپا د نفوذ  د له منځه وړلو په هڅه کې ده، د دغې کار دلیل دا دی، چې ترکیه د امریکا په مدار راڅرخي. لکه څرنګه چې ماکرون د ۲۰۲۰م، د سپتمبر په ۳۰مه په لاتفیا کې د یوه کنفرانس په ترڅ کې وویل: «له هغو تبلیغاتو خبر شوم، چې ترکیه یې د اذربایجان د موقف د تایید لپاره ترسره کوي او باوري یم، چې دغه تبلیغات خطرناک دي. فرانسه د هغو پیغامونو له کبله په تشویش کې ده، چې په تېرو څو ساعتونو کې ترکیې د جګړې د شدت په اړه ورکړي دي؛ هغه پیغامونه چې په ناګورني قرباغ کې د اذربایجان له خوا د جګړې د بیا پیل خنډونه څنډې ته کوي او موږ یې نه منو.» سرچینه: (رویټزر، ۲۰۲۰م، د سپتمبر ۳۰مه)

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو، هماغه وخت د ماکرون د خبرو په ځواب کې وویل: «له ارمنستان څخه د فرانسې د ملاتړ کچه، د هغه د استعمار تر بریده رارسېدلې ده.» سرچینه: (اناضول، ۲۰۲۰م، د سپتمبر ۳۰مه) فرانسه د خپلو متناقضو موقفونو پر اساس هڅه کوي، چې ځان منځګړی او بې طرفه وښيي. فرانسه په سیاسي لوبو سمه نه پوهېږي، له همدې کبله یې دریځونه په ډاګه کېږي او که د خپلو دریځونو د پټولو هڅه وکړي، بیا تناقض پکې لیدل کېږي. لکه څرنګه یې چې د جګړې له پیل وروسته بیانیې ورکړې؛ د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر فون دیر مول وویل: «فرانسه په قرباغ کې د جګړې او د قربانیانو د راپورونو له کبله سخته په تشویش کې ده. په ځانګړې توګه د غیر نظامیانو د قربانۍ له کبله او د جګړو ژر تر ژره بندېدل او همدارنګه د خبرو بیا پیل غواړي.» هغه زیاته کړه: «فرانسه په مینسک ډله کې د خپلو شریکانو (روس او امریکا) تر څنګ د رهبرې غړې په توګه، دا تاییدوي چې د دغې لانجې د حل لپاره د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې حلاره راپیداشي.» سرچینه: (اسپوتنیک، ۲۰۲۰م، د سپتمبر ۲۷مه)

فرانسې پرله پسې او په علني توګه د مسلمانانو پر وړاندې خپله کرکه په ډاګه کړې؛ هغه که په فرانسه کې وي، که له فرانسې څخه بهر، چې له یوه اړخه یې په فرانسه کې پر مسلمانانو فضا تنګه کړې او له بله اړخه د ازادۍ چیغې وهي. دغه راز له فرانسې بهر، لکه د ارمنستان قضیه او یا هم دا چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې یې د عثماني دولت پر وړاندې مسیحیان راپورته کړل؛ هغه دولت چې پېړۍ پېړۍ یې دوی ته په ښه توګه خدمت کړی و. خو هغوی فرانسې وغولول او له عثماني دولت سره یې خیانت وکړ، دغه راز فرانسه یې وهڅوله، چې ډېر مسلمانان ووژني. که چېرې دوی له عقل کار اخیستی وای، په ګټه یې و. که د خلافت دولت تر حاکمیت لاندې د ذمي په توګه پاتې شوي وای، نو په امن کې به وای؛ هغه دولت چې له دوی سره په انصاف چلېده او هېڅکله به فرانسې او فرانسې ته ورته ښکېلاکګرو دولتونو له دوی څخه ناوړه ګټه نه وای اخیستې.

۱۲ـ د امنیت شورا په پرېکړو کې، چې د ترکیې په ګډون یې دولتونه پلي کول غواړي، د قرباغ سیمې ته هېڅ اشاره نه ده شوې؛ هغه ځای چې ارمنیانو اشغال کړی او ځانته یې جمهوریت پکې اعلان کړی دی. لکه د ۱۹۹۳م، د نیسان په ۳۰مه، ۸۲۲ګڼه پرېکړه کې، چې د جګړې ژر تر ژره درېدل او دایمي اوربند یې وغوښت. دغه راز د ارمنستان له اشغالګرو ځواکونو یې وغوښتل، چې د زانغیلان له سیمي، د غورادیز کیلیجدار او د اذربایجان له نورو سیمو ووځي، خو اشغال شوي قرباغ ته هېڅ اشاره نه ده پکې شوې. په همدغه کال کې نورې پرېکړې هم وشوېې، چې د پخوانۍ هغې تایید یې کاوه. لکه د ۱۹۹۳م، د جولای په ۲۹مه، ۸۵۳مه ګڼه پرېکړه، چې پخوانۍ پرېکړې یې تاییدولې. دغه راز پر آغدام ښار او د اذربایجان پر نورو سیمو تسلط یې وغانده او له دغو سیمو څخه د ټولو ارمنیانو وتل یې وغوښتل.

دغه راز د ارمنستان له حکومت څخه یې وغوښتل، څو پر قرباغ فشار راوړي، چې ۸۲۲مه ګڼه پرېکړه ومني. د همدې کال په اکتوبر کې، ۸۷۴مه ګڼه پرېکړه صادره شوه او د دواړو اړخونو تر منځ، د سولې ملاتړ یې تکرار کړ او د اصلاح شوي زماني جدول منل یې وغوښتل. اذربایجان دغه پرېکړه ونه منله، ځکه پر ارمنستان د تحریمونو لګول یې، د قرباغ له اشغال شوې سیمې څخه د ارمني ځواکونو په وتلو پورې وتړل. دغه راز د اذربایجان حکومت له دې کبله شکایت وکړ، چې د مات شوي اړخ په توګه چلند ورسره شوی دی. په اصلاح شوي زماني جدول کې، د نویو اشغال شوو سیمو پرېښودل او همدارنګه د ټولو هغو موانعو لرې کول دي، چې د قرارداد د اړیکو په لېږد ـ رالېږد کې رامنځته شوي دي او دغه کړنې باید په سوله ییزه فضا کې تر سره شي.

د هماغه کال یعنې ۱۹۹۳م، د نوامبر په ۱۲مه، ۸۸۴ګڼه پرېکړه صادره شوه، مخکینۍ پرېکړې یې تایید او د دواړو لورو له طرفه د اوربند ماتول یې وغندل، په ځانګړې توګه زنګیلان او د هوراز ښار. دغه راز د ارمنستان له اشغالګرو ځواکونو یې وغوښتل، چې له زانګیلان، ګورادیز ښار او د اذربایجان له نورو هغو سیمو ووځي، چې اشغال کړي یې دي. د امنیت شورا یوې پرېکړې هم له قرباغ څخه وتلو ته اشاره نه ده کړې. یادې پرېکړې قصداً او اګاهانه داسې ترتیب شوي، چې له قرباغ پرته د اذربایجان پر نورو سیمو تمرکز وکړي او داسې وښيي، چې قرباغ د اذربایجان برخه نه دی. دا په دې مانا ده، چې که مذاکرات پیل او بالاخره هوکړې ته ورسېږي، نو د قرباغ سیمه به د ارمنیانو په واک کې پاتې شي او په بدل کې به یې د اذربایجان له نورو سیمو وځي. ترکیه د دغو پرېکړو پلي کول غواړي، هغه پرېکړې چې له قرباغ څخه د ارمنیانو وتل نه دي پکې راغلي. لکه په سوریه کې یې چې د امنیت شورا د پرېکړو پلي کول غوښتل؛ هغه پرېکړې چې د بشار نظام ته یې هېڅ زیان نه رساوه، بلکې د هغه بقا او سیکولارستي هویت یې تاییداوه. دغه راز داسې لکه په فلسطین کې یې چې د دوو دولتونو د تاسیس حلاره ومنله؛ هغه حلاره چې تقریباً ۸۰٪ د فلسطین خاوره پکې د یهودو له خوا اشغال شوه. د قرباغ قضیه هم همداسې پاتې شوه او اوربند د ارمنیانو بریا بلل کېږي. د مینسک ډلې د مذاکراتو او حلارې په اړه هېڅ معلومات خپاره نه کړل؛ یوازې د امنیت شورا پرېکړې یې تکراري خپرې کړې، چې مخکې مو یادې کړې. خو د قضیې سیاق او روان حالت ته په کتو داسې ښکاري چې هغوی د دې نیت لري، چې د قرباغ پنځه ګونو ولایتونو د اشغال لپاره، له ارمنستان څخه اعتراف تر لاسه کړي؛ هغه خاوره چې مسلمانان یې کاملاً له خپلو سیمو څخه ایستل شوي او پر ځای یې کافر مسیحي ارمنیان ځای پر ځای شوي، څو ارمنستان له پنځو نورو اشغالي ولایتونو آغدام او فضولي څخه ووځي او قضیه حل شي. عیني لکه د فلسطین قضیه. لکه څنګه چې یهودو د امریکا په مرسته د فلسطین له التحریر سازمان او په عربي او اسلامي خاورو کې د فلسطین د ۸۰٪ خاورو د نیولو په اړه اعتراف اخیستی او مذاکرات یې د ۲۰٪ نورې خاورې پر سر چې له ۱۹۶۷م، کال راپدیخوا یهودو اشغال کړې او یا ښه ده ووایم (د خاینو حکامو له خوا ورته سپارل شوې) متمرکز کړي دي. هغه وخت چې کله یې اوربند ومانه او د امنیت شورا ۲۴۲ او ۲۴۳ګڼې پرېکړې یې ومنلې؛ هغه پرېکړې چې پر اساس یې د یهودو دولت مکلف دی، یوازې له هغو سیمو ووځي، چې د اشغال کال د جون میاشتي  په پنځمه ورځ ورته تسلیم شوې.

۱۳ـ د ترکیې پاملرنه، خیر له ځانه سره نه لري، د هر چا په قضیه کې چې د اردوغان په رهبرۍ دخالت شوی، د هغې قضیې په زیان او د امریکا ګټې پکې خوندي شوي دي. لکه د سوریې قضیه، کله چې ترکیې پر وسله والو ډلو فشار راوړ، څو د اوربند هوکړې ته غاړه کېږدي؛ هغه څه چې نه د سوریې حکومت او نه یې د ایران او روسیې په ګډون مستقیم ملاتړي وفادار ورته پاتې شول. بالاخره دغه ډلې د ترکیې په وسیله له خپلو سیمو وایستل شوې او هغه سیمې د بشار حکومت ته وسپارل شوې. همدارنګه د لبیا قضیه، کله چې ترکیې د سراج له حکومت سره مرسته وکړه او د هغه ځواکونو د سرت او جفره په طرف پرمختګ وکړ، ترکیې یو په یو خپلې مرستې ودرولې او له سراج څخه یې وغوښتل چې دوامداره اوربند ته غاړه کېږدي او له حفتر سره مذاکرات پیل کړي؛ هغه حفتر چې ترکیې غیر قانوني بللی و! نو دا ځل هم لیرې نه ده، چې د ترکیې د مرستو موخه دا وي، تر څو پر اذربایجان فشار راوړي، چې په خپل موقف کې نرمښت وښيي او دا هغه څه دي، چې دوی پکې له مسوولیت څخه تښتي. لکه څنګه چې د مینسک ډلې مذاکرات، چې امریکا یې چلوي، داسې یوه پړاو ته ونه رسېدې چې د قرباغ په موضوع کې اذربایجان ته امتیاز ورکړي. په داسې حال کې چې د قرباغ نیول له ارمني ځواکونو یې، څو څو ځلې تکرار کړي دي. خو د امریکا، روسیې او فرانسې د رسنیو له خولې، چې په دوامدراه توګوه له ارمنیانو او د امنیت شورا له پرېکړو ملاتړ کوي، داسې ښکاري چې قرباغ د ارمنستان سیمه بولي. د یادولو ده، چې د امنیت شورا پرېکړې د همدغو دریو هېوادونو له خوا ترتیب او د هغوی د غړو دولتونو له خوا تاییدېږي. په یاده سیمه کې یو ځانګړی جمهوریت رامنځته شوی، څو داسې وښيي، چې له ارمنستان څخه بېل عمل کوي او په دې ترتیب به مذاکرات لا سخت شي او دغه سیمه به بېل جوړښت غوره کړي! داغه راز په دې سره به پر ارمنستان انتقاد نه کېږي او تر فشار لاندې به نه راځي.

په هېڅ ډول د اردوغان په رهبرۍ په دغه او نورو قضیو کې باور نه شو کولی. د دواړو اړخونو تر منځ له دېرشو کالو راهیسې تر دې مهاله، ترکیې له اذربایحان سره کومه مرسته نه ده کړې، همېشه یې هغه یوازې پريښی او لاسنیوی یې نه دی کړی. نو په همدې دلیل د دې وېره شته چې د ترکیې موخه دا نه وي، چې لومړی اذربایجان ته قدرت وروبښي او وروسته یې د امتیاز ورکولو ته اړباسي.

۱۴ـ له شک پرته چې اذربایجان یو اسلامي هېواد دی او مطلق اکثریت خلک یې مسلمانان دي؛ خو پرې حاکم نظام سیکولریستي دی، چې په حقیقت کې د کمونیستي نظام دوام دی، چې له دولت او ټولنې څخه د دین د لیرې کولو هڅه یې کوله. اذربایجان او ارمنستان دواړه د درېیم راشده خلافت (عثمان ابن عفان رضی الله عنه) په وخت کې فتح شوي دي. نو هېڅکله د امریکا یا روسیې له منګولو د دغو او نورو اسلامي خاورو د ژغورولو لپاره په ترکیه یا ایران باور او تکیه نه شو کولی، بلکې واقعیت دا دی، چې دغه دوه هېوادونه همېشه د امریکا او روسیې په خدمت کې وو. مسلمانان به د دویم راشده خلافت له تاسیس پرته، هېڅکله له دغو جنجالونو د خلاصون مزه ونه څکي؛ هغه خلافت چې رسول الله صلیه الله علیه وسلم یې مخکې له مخکې زیری ورکړی او فرمایي:

«إِنَّكُمْ فِي النُّبُوَّةِ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً عَاضّاً، فَيَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ جَبْرِيَّةً، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: تاسو به تر هغه په نبوت کې وئ، چې الله تعالی وغواړي او کله چې وغواړي نبووت درنه اخلي. وروسته به د نبوت پر منهج خلافت وي او تر هغه به دوام کوي، چې الله تعالی یې غواړي او کله چې وغواړي درنه اخلي یې او ورسته به سخته پاچاهي وي او تر هغه به دوام کوي، چې الله تعالی یې غواړي او وروسته چې کله وغواړي درنه اخلي یې. وروسته به ظالمانه حاکمیت وي او تر هغه به دوام کوي، چې الله تعالی یې غواړي او کله چې وغواړي درنه اخلي یې او بیا به د نبوت پر منهج خلافت وي.

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې