شنبه, ۰۹ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د امریکا د ټاکنو  پایلو ته اندېښنې
بسم الله الرحمن الرحيم
د امریکا د ټاکنو پایلو ته اندېښنې

پوښتنې ته ځواب

پوښتنه:

د امریکا ولسمشريزې ټاکنې دا ځل د ولسمشر ټرمپ او د هغه د ډیموکراټ سیال بایډن تر منځ له کړکېچونو سره مل وې. څنګه چې رسنۍ وایي، بایډن دا ټاکنې وګټلې، خو ټرمپ بیا دا پایلې نه مني. ایا په ټاکنو کې د بایډن تر بریا وروسته به کړکېچونه دوام ومومي؟ ایا په واشنګټن کې به واک په سمه توګه ولېږدول شي؟ یا هم دا چې په کور د ننه او بهر به نورې جدي پایلې رامنځ ته کړي؟

ځواب:

اوس مهال ټول پوهېږي چې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ساری نه درلود، ځکه چې له اندېښنو سره مل وې او د امریکا ولسمشر ټرمپ څو میاشتې مخکې د ټاکنو د بایللو احتمال یوازې د درغلیو په صورت کې بیان کړ. نو د واک په ساتلو د هغه ټینګار دومره واضح و چې په واشنګټن کې سیاستوال له ټرمپ سره د چلند په څرنګوالي بحث کوي، چې هغه د سپينې ماڼۍ له پرېښودلو څخه انکار کوي. په دې توګه، دا مهمه ده تر څو له ټاکنو مخکې او وروسته حالات په لاندې توګه واضح شي:

لومړی: د ۲۰۱۷م کال، د جنوري په ۲۰مه، ټرمپ د واک په اخیستلو سره په ډراماټيک او جالب ډول په کور د ننه او بهر فعالیت پیل کړ:

۱ـ په داخلي توګه، ډونالډ ټرمپ له خپلو ټولو مخالفینو بې پروا شو او د ګوښه کېدو یا استعفا له لارې بدلون یې د اداري کارمندانو یوه ځانګړنه وه. په څلورو کلونو کې د هغه اداري چارواکي او رییسان تر ټولو ډېر بدل شوي دي؛ چې اوس هم په ورته ذهنیت له مسایلو سره معامله کوي. هغه د ۲۰۲۰م کال، د نومبر پر ۹مه، وروسته له دې چې بایډن په ټاکنو کې خپله بریا اعلان کړه، ټرمپ د دفاع وزیر مارک ايسپر له دندې ګوښه کړ. له افریقايي امریکایانو سره د پولیسو توپيري چلند او د هغه لاریونونو په اړه چې د هغه پر وړاندې رامنځ ته شول، ټرمپ ټولې هغه غوښتنې رد کړې، څو پر پولیسو فشار راوړي یا خپله بودیجه راکمه کړي او پخپلو له تبعیضه ډکو څرګندونو نژاد پالنې ته لمن ووهي. کله ناکله د دندو پیدا کولو په پلمه په ډراماټیکه توګه د شرکتونو مالیه راکموي!

۲ـ لکه څنګه چې په بهر کې یې له چین سره اقتصادي جګړه پیل کړه او د امریکا لپاره یې د اقتصادي محافظت د پالیسۍ نوی پړاو پرانیست. هغه له نړیوالو تړونونو لکه د پاریس د اقلیم تړون او د شمالي امریکا له ازادې سوداګرۍ تړون (NAFTA) څخه په شاه شو او ډېری روغتیایي سازمانونه یې پرېښودل. لکه (WH) او د خپلو متحدینو لکه د اروپایانو پر وړاندې ودرېد او په ښکاره له انګلستان سره یوځای شو، څو مرسته ورسره وکړي چې له اروپايي ټولنې ووځي.

 ټرمپ د ناټو پر هېوادونو لفظي بريدونه وکړل او له هغوی څخه یې د ډېرو لګښتونو پوښتنه وکړه... او داسې نور، همدا راز ده په اسلامي خاورو کې د امریکا له اجنټانو سره له سپکاوي ډکه معامله وکړه.  

دویم: امریکا څرنګه ووېشل شوه: کله چې د ټرمپ ادارې چټک بدلونونه پيل کړل، په امریکا کې د څلورو کلونو په موده کې ډېرې ستونزې راښکاره شوې:

۱ـ په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ولسمشر ټرمپ له ټاکنیز کمپاین راهیسې نژاد پالنې ته لمن ووهل شوه چې ډېر ژر د لویو کړیو له لوري ومنل شوه؛ سپېن پوستې واکمنې ډلې رامنځ ته شوې او دا ډلې تر ټرمپ وړاندې موجودې وې. د ټرمپ په واکمنۍ کې دا ډلې نورې هم پیاوړې شوې او د پولیسو سپین پوستي افسر تور پوستی سړی وواژه. دا هغه څه وو چې امریکا یې په سپین او تور ووېشله. بیا، د تور پوستو یوه سیاسي ډله رامنځ ته شوه، چې د مساواتو غوښتونکې وه. دې ډلې د مساواتو لپاره غږ پورته کړ او پر وړاندې یې هلته سپينې وسله والې ملېشې په منظم ډول څرګندې شوې. دغه ځواکونه د بې ثباتۍ رامنځ ته کولو لپاره چمتو شول.

۲ـ د ټرمپ ادارې اروپايي ټولنې ته سپکاوی وکړ، ان کله چې د هغه د دفاع وزیر میټيس خپل استعفا اعلان کړه او پخپل پیغام کې یې لیکلي و، «له متحدینو سره د درناوي په اړه زما نظرونه...» (الیوم الصبی، ۲۰۱۸م کال، د ډسمبر ۲۱مه)

۳ـ د امریکا ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۷م کال کې د و لسمشر په توګه له کار کولو وروسته د محافظه کاره اقتصادي سیاست غوښتنه وکړه، په دې مانا چې امریکا له چینايي او اروپايي محصولاتو څخه ساتي، پر نورو هېواد یرغل کوي او د سیالۍ وس یې نه لري. له همدې امله د نړیوالې سوداګرۍ په رڼا کې د فابریکو تړلو لړۍ دروي. نو ټرمپ د معاملاتو یوې خوا ته کتل او دا یې نه ليدل چې پر کور د ننه ورته سخت دښمنان پیدا کېږي. د ټیکنالوژۍ شرکتونه یې د سختو دښمنانو په منځ کې وو، چې د هغه پر وړاندې ودرېدل او د دوی زرګونه کارمندان په ډېری مسایلو کې سړکونو ته راووتل، څو پر وړاندې یې لاریون وکړي او خپل غږ پورته کړي. ځکه چې د دغو شرکتونو نوعیت نړیواله سوداګري ده. دوی یې پر وړاندې خنډونه نه غوښتل او نه غواړي چې نور هېوادونه هم د ټرمپ پالیسۍ ته د ځواب په توګه د دوی پر وړاندې خنډ وګرځي. چین د شرکتونو پر وړاندې د خنډونو جوړولو ګواښ پیل کړ او فرانسې غوښتنه وکړه چې دوی پر خپلې راټولې شوې مالیې مالیه ورکوي. دغو شرکتونو پرېکړه وکړه چې له ټرمپ څخه ځانونه وژغوري، چې دا د ټرمپ پر وړاندې د جو بایډن د کمپاین پیل و.

۴ـ نړۍ له کرونا ویروس څخه د خلکو د ژغورلو لپاره د روغتیا پر تګلارې خبرې کولې، په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر د خپل پانګوال فکر پر اساس د درملو، واکسینونو، سوداګریزو موخو او د هغو کسانو په اړه خبرې کولې چې درمل تولیدوي او د هغوی د حقوقو ملاتړ یې کاوه. نو داسې تر سترګو کېده چې د خلکو د چارو په تړاو هېڅ اندېښنه نه لري. د امریکا ولسمشر د اقتصاد کمزوري کېدو په دلیل د کورونا ویروس له کبله د هېواد له قرنطین سره مخالفت وکړ. د ډیموکراټانو او جمهور رییس ټرمپ تر منځ په همدې ستونزه د بیانیو په خپرولو سره لفظي جګړه پیل شوه.

ټرمپ د تېلو د تولید او پرچون شرکتونو ملاتړی و چې اقتصاد ته وده ورکړي او نور د ډیموکراټ ګوند مشرانو په ګډون د هغه پر وړاندې ولاړ وو. د ټرمپ د مخالفینو تر شا هغه ډلې هم وې چې خلکو ته نه ښکارېدې.  

د ټکنالوژۍ او صنعتي استخباراتو شرکتونو په مسلسله توګه وده وکړه، چې په اقتصادي تاریخ کې یې ساری نه ليدل کېږي. کله چې د کرونا ویروس راښکاره شو او په نړۍ کې خلک په خپلو کورونو کې د کوچنۍ پردې تر شا ناست وو او خپل نور لګښتونه یې راکم کړل.

د ټکنالوژۍ شرکتونه په بې ساري توګه ډېر شول، چې تر ټولو مشهور یې امازون دی. د دغه شرکت ګټه او د بازار ارزښتونه هغه کچې ته رسېدلي وو چې اټکل یې نه کېده، نو له همدې امله ځینو یې (د امازون شرکت بنسټګر) د شرکت د بازار ارزښت لوړېدلو په پایله کې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې شپږ میلیارډ ډالر تر لاسه کړل.

 د امریکا لویو ټکنالوژيکو شرکتونو لویې ګټې اعلان کړې چې د کال په درېیمه ربع کې ۳۸ میلیارډ ډالرو ته ورسېدې. (بي بي سي، ۲۰۲۰م کال، د اکټوبر ۳۰مه). دغه سترې ګټې د امازون، اېپل، الفابيټ، ګوګل، فېسبوک، ایلون مسک او نور امریکايي ټکنالوژيکي کمپنیو له لوري تر لاسه شوې دي. ځینو کمپنیو بیا د کرونا ویروس له امله خپلې ګټې له لاسه ورکړې، لکه د تيلو، یساحت او انرژۍ کمپنیانې، چې خپله د امریکا ولسمشر هم پرې پانګونه کړې ده. په نیویارک کې د هغه ټاور او د هغه تګ راتګ فلوریډا ته، په انګلستان کې پر سپورټ د هغه پانګونه هم د کرونا ویروس له امله اغېزمنه شوې ده.

دریم: د امریکا ټاکنې او درغلۍ:

۱ـ په امریکا کې د ۲۰۲۰م کال ولسمشریزي ټاکنې د دوی وړاندوینو ته ورته نه وې، ځکه چې د ګټونکي اعلان نېږدې یوه اونۍ وځنډول شو، چې له مخې یې د پوست له لارې د رایو شمېرل دوام درلود او ډیموکراټانو اکثریت رایه ورکړه. ټرمپ څو میاشتې وړاندې د ټاکنو نېټه او د پوست له لارې رایه ورکول رد کړي وو او ویلي یې و چې دا د درغلیو لویه دروازه ده او له خپلو ملاتړو یې وغوښتل چې مستقیمه رایه ورکړي. ډموکراټانو د غیر حاضر رایه ورکولو پراخه کول او د دې رایې ورکولو پر وړاندې یې د ټولو قانوني خنډونو د لېرې کېدو غوښتونکي شول، چې دا درغلیو ته یو چل و.

۲ـ د فرېب او چل په هدف د ډیموکراټ ګوند پلویانو په منظم ډول په رایه ورکولو کې برخه نه اخیسته او په دې توګه ګوند ځینې رایې له لاسه ورکړې او کله چې د کرونا ویروس راغی، ګوند ډېرې نورې رایې هم له لاسه ورکړې، چې دا غیر حضوري رایه نه وه. دې ستونزې پر ټرمپ اغیزه ونه کړه، ځکه چې د هغه پلویانو همداسې کلکه نظریه درلوده چې دوی رایې ور نه کړي. له همدې امله، د کرونا ویروس په پلمه د غیر حضوري رایو د پراخوالي تصویب د ډیموکراټ ګوند لپاره لوی نعمت و او په حقیقت کې په لومړۍ ورځ اعلان شوې پایلې د ټرمپ په ګټه وې، خو کله چې بدلېدونکو ایالتونو د غیر حضوري رایو تولید پیل کړ، د ټاکنو د منحصر کېدلو پیل په پراخه کچه د ډیموکراټ بایډن په ګټه و، چې د همداسې پایلې تمه کېده. د پنسلوانیا ایالت په مرکز فلاډلفیا کې د بایډن پلویانو د اصلي شمېرنې له مرکز څخه بهر د بریا مراسم لمانځل، په داسې حال کې چې ټرمپ له بایډن څخه تر  سل زره ډېرې رایې تر لاسه کړې وې. دوی ځکه دا کار کاوه چې پاتې غیر حضوري رایې به د بایډن په ګټه تمامې شي. رسنیو اعلان کړه چې بایډن په دې بدلېدونکي ایالت کې وګټله، چې هغه په دې سره وکولای شو په ټاکنو کې خپله بریا اعلان کړي، ځکه چې د پنسلوانیا رایې دومره وې چې هغه د ټاکنو په کالج کې اړین شمېر (۲۷۰ رایې) تر لاسه کړي.

څلورم؛ نن ورځ څه جریان لري:

۱ـ ګټونکی نوماند نېږدې هره ورځ بیانیه ورکوي چې په ټاکنو کې خپله بریا تاییدوي، لکه د کرونا ویروس پر وړاندې ګام اخیستل او لکه د ګټونکي کاندید په توګه پر خپل کور د الوتنې زون مسلط کول. هغه د امریکا د ټاکل شوي او راتلونکي ولسمشر په توګه د هغه په ظرفیت کې د نړۍ له مشرانو سره د سیمه‌ییزو او نړیوالو مبارزو پیغامونه تر لاسه کوي او د نړۍ له مشرانو سره اړیکه نیسي. په هر صورت، ټرمپ د هغه بریا نه مني او په دې نظر دی چې د ټاکنو کمپاین د قانوني قضیو له لارې سرچپه روان دی. بایډن له ثبوت پرته خپله بریا اعلان کړې ده... د بایډن د کمپاین ویاند انډریوبیټس اشاره وکړه چې ټرمپ به د یو جنایت کار په توګه په زوره له سپينې ماڼۍ وباسي! 

۲ـ نن ورځ په امریکا کې وضعیت ډېر خطرناک دی. د المان دفاع وزیر دا حالت د «لویې چاودنې» په مانا بیان کړی دی. ځینې تمه لري چې د ټرمپ وسله والې ملېشې به د ټاکنو پر مرکزونو بریدونه وکړي او ګډوډي به جوړه کړي، داسې برېښي چې دا به تر هغه وخت پورې وځنډول شي، څو چې ولسمشر د قانوني قضیو او سیاسي لوبو له لارې د دویم ځل لپاره تمه کوي.

له بل اړخه، الجزیرې شبکې د ۲۰۲۰م کال، د نومبر پر ۱۰مه له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې څخه په نقل راپور ورکړی چې سپينې ماڼۍ فدرالي ادارو ته امر کړی چې د منتخب ولسمشر په توګه د جوبایډن له انتقالي ټیم سره له همکارۍ ډډه وکړي. «د ټرمپ ادارې د ګټونکي کاندید د دفترونو او نورو لګښتونو لپاره د امریکا د قانون له لوري د تصویب شوو پيسو له لګښت څخه ډډه وکړه. ټرمپ د ۲۰۲۰م کال، د نومبر پر ۱۲مه، په یو ټوېټ کې وویل، «د ټاکنو پایلې به راتلونکې اونۍ پیل شي او موږ به یې وګټو.» د هغه د بهرنیو چارو وزیر پومپیو د ټرمپ لپاره د دویمې دورې خبرې وکړې او جمهوري غوښتونکي سناتور ورته ځواب ورکړ چې دا د یوه دولتي چارواکي له لوري ډېر خطرناک بیان و.

په دې توګه، امریکا په واقعي کړکېچ کې ښکېل ده چې ثبات او ځمکنۍ بشپړتیا یې له ګواښ سره مخ کړې ده او ښايي جدي ګواښ ته وده ورکړي. د لويديځ ساحل ایالتونه، په ځانګړې توګه کالیفورنیا، چې له ډېرې مودې راهیسې ډیموکراټيک ایالتونه وو او د ټکنالوژۍ شرکتونو مرکزونه نه غواړي چې د ټرمپ دویمه دوره ومني او جمهوري غوښتونکي ایالتونه په ځانګړې توګه په سویل ټکزاس کې چې د کالیفورنیا ایالت موازي ځواک دی. په دې توګه د تیلو او انرژۍ لوی شرکتونه شامل دي، دوی د ټاکل شوي ولسمشر بایډن بریا نه مني چې د واک په تر لاسه کولو سره دوی ته ګواښ دی. هغه به د پاریس اقلیم تړون ته د امریکا د بېرته راستنېدو لپاره اجرایوي فرمان لاسلیک کړي... د ټرمپ لپاره هغه ګواښ کوي چې که دویمه دوره وګټي، هغه به د ټکنالوژۍ شرکتونه ونه زغمي، چې هغه ته ارزښت ورکوي او د ټرمپ ټوېټونه یې بند کړل.

پنځم: پایله دا ده هغه څه چې په امریکا کې پېښېږي، د دې مستحق دي چې باید هغه ته دقیقه پاملرنه وشي:

۱ـ هغه ډموکراسي چې په ښکاره تر قضایي او قانوني پلمو لاندې رامنځ ته شوې، ولسمشر ټرمپ چې د واک د تر لاسه کولو لپاره کوم څه تر سره کوي، هغه یې له ماتې سره مخ کړې ده. امریکا له هر ډول امکاناتو او غچ اخیستلو خلاصه ده، نو راتلونکی ولسمشر یې کېدای شي ګټونکی کاندید بایډن او بایلونکی کاندید اوسنی ولسمشر ټرمپ ښايي دویمه دوره وساتي. هر څوک چې راتلونکی ولسمشر شي، هغه به د دویم ګوند څخه هډوکي ورمات کړي او غچ به واخلي. په دې توګه، امریکا د ګډوډیو او اندېښنو او له داخلي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده. د امریکا د بې لارې کېدو سناریو نه منل کېږي؛ چې ټکزاس به د ټرمپ جمهوري غوښتونکو او ملاتړو شرکتونو لپاره مرکز وي او کالفورنیا به د بایډن ډیموکراټانو او ملاتړ لپاره بل مرکز وي او دا وخت د ټرمپ پاتې کېدل دوو میاشتو ته محدود نه دي، خو وروسته له هغه هم ښايي دوام ومومي.

۲ـ د ډیموکراټيک پانګوال نظام نیمګړتیاوې پخپله په همدغه نظام کې دي. یو څوک چې په پرانیستو سترګو دا ګوري، هغوی پوهېږي چې د ډموکراټيک پانګوال نظام تر ټولو مشهور ارزښت ګټه ده، مانا مادي ګټې او دا پرېکړه په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د ولسمشر له لوري د هغه د واکونو پر اساس کېږي او په پارلمانونو کې د هغه د ګوندونو نفوذ او له همدې امله پرېکړې د ګټې او منفعت پر اساس دي، چې ښايي د بل ولسمشر لپاره پکې ګټه نه، بلکې زیان وي. د همدې لپاره مخکنۍ پرېکړه لغوه کېږي، خو د دوی هر یو (ولسمشر) تاییدوي چې هغه د ډموکراټیک پانګوال نظام پلی کوي او د انسان له لوري جوړ شوی اساسي قانون ته ژمن دی او هر یو یې د خپلې خوښې سره سم څاري.

د مثال په توګه، د ۲۰۱۷م کال، د جنوري پر ۲۰مه واک ته په رسېدلو سره نوي ولسمشر ټرمپ هغه څه له منځه یوړل چې د اوباما ادارې په شدت سره جوړ کړي وو، نو ځکه یې د اوباما د پاملرنې روغتیایي بیمه لغوه کړه او د پاریس له اقلیم تړون څخه یې هم لاس واخیست، چې دا کار د امريکايي تیلو او انرژۍ شرکتونو په ګټه و. هغه په امریکا کې د وسلو اخیستلو د قانوني کولو هر ډول ادعاوې رد کړې او هغه یې د امریکايي ټکنالوژۍ شرکتونو لکه پر برېښنايي سانسور ډېر محدودیتونه وضع کړل او هڅه یې وکړه چې چين پرېږدي...دا ټول د هغه پر وړاندې د ولسمشر اوباما په خلاف وو، د هغه د انتخاباتي سیال بایډن برعکس، مخالفت اعلانوي، ځکه چې هغه د روغتیايي بیمې ملاتړ کوي او د ټوپک کنټرول قانون جوړوي. جو بایډن د هغه لپاره ايډيولوژيکه پالیسي اعلان کړه چې ګوند یې په هېواد کې واک تر لاسه کړي. د اقلیم د بدلون تګلارو ته په بېرته راستنېدلو سره، د تېلو شرکتونو له ګټو سره مخالفت کول او ان پر دوی باندې د ډېرو مالیاتو په ورکولو سره، هغه مالیه چې ټرمپ کمه کړې وه او د ټکنالوژۍ شرکتونو کې د تیلو پر سر په جنجال کې دی.

 د انرژۍ او وسلو شرکتونو ته بایډن پلان لري چې د دولت د بودیجې ډېره برخه له هغوی راټوله کړي، دا هر څه دا په ګوته کوي چې د امریکا د تیلو لوی شرکتونه پر ټکزاس تمرکز لري، په داسې حال کې چې د ټکنالوژۍ شرکتونه د کالفورنیا په سیلیکون کې هم شته. دا د تکزاس او کالیفورنیا دواړو د جمهوري غوښتونکو او ډموکرات ګوندونو په لید لوري کې منعکس شوي دي.

په دې توګه، د پانګوالو ګټې د ټکنالوژۍ شرکتونو څښتنان چې غواړي د «نړیوال کېدو» لپاره نامحدود وي، د تيلو، صنعت او کرهڼيزو شرکتونو سره ټکر وکړي. دوی غواړي د چینایانو د سیالۍ پر وړاندې خوندي شي، تر څو یې د زیانونو مخنیوی وکړي. ولسمشران او د دوی مرستیالان د ګټې اندازه کولو پر اساس د ځینو شرکتونو ملاتړ کوي چې د خپلو ګټو تر لاسه کولو په توګه ورته ګوري، ان که د دوی سیالان دا زیان ومني. د ګټې او زیان هر یو مالک وايي چې پانګوال نظام پلی کوي. د دغه نظام لپاره دا خورا ناوړه کار دی چې د دې دوه پلي کوونکي (ګټه او زیان) په کې د پلي کوونکو له غوښتنو سره سم مساوي دي.

۳ـ د دې لپاره چې ولې دا زیانونه په امریکا کې نه دي څرګند شوی، درې دلیلونه شتون لري:

لومړی: څنګه چې هر ګټونکی او بایلونکی د خلکو پراخ ملاتړ لري، د دوی له ګټو څخه ګټه پورته کوي. ځکه چې دا په پانګوال نظام کې تر ټولو لوی ارزښت دی... په ورته وخت کې که مخالف لوری ولسمشر شي، نو ستونزې به د ګټې ځای ونیسي او هغه بیا دغه پایلې لري.

دویم: دا چې پر نړۍ پانګوال رژیمونه واکمن دي، دوی تر امریکايي نظام بد دي. له همدې امله، کومه پرتله چې امریکايي اتباع د نورو رژیمونو سره رامنځ ته کوي، دا یې تر لاسه کړه چې د هغه نظام زیانونه د نورو نظامونو له زیانونو څخه لږ دي، نو هغه څه مني چې لېري یې او دا د دوو بدیو څخه لږ ګڼي.

درېیم: هېڅ داسې نظام نشته چې د امریکا او پانګوال نظام پر وړاندې ودرېږي، تر څو خلک وکولای شي د دوی د ناسم نظام څېره په واقعي توګه وګوري. که چېرې د اسلام نظام پر ځمکه پلی شوی وای، نو د خیر، برکت، عدالت او اطمینان څخه به ډک و. له همدې امله به پر پانګوال نظام د خلکو باور ټيټ شوی وای او دوی به د خلافت په دولت، د اسلام دولت، د لا اله الالله په دولت کې ښه ژوند درلود. له االله سبحانه و تعالی څخه پرته بل معبود نشته او محمد صلی الله علیه وسلم د هغه رسول دی.

په وروستیو کې وایو: که په رښتیا هم دغه پړاو د باطل په ګټه شي، نو حقیقت به ډېر څه تر لاسه کړي. په ځانګړې توګه کله چې امت د حزب التحریر په څېر حزب ولري، چې شپه او ورځ د خلافت د بیا تاسیس لپاره کار ته دوام ورکوي او په ختیځ او لويدیځ کې د ظالمانو د واکمنۍ نسکورېدو هوډ لري. الله سبحانه و تعالی صادق دی او فرمایي:

[وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَيَتَّخِذَ مِنْكُمْ شُهَدَاءَ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ * وَلِيُمَحِّصَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَيَمْحَقَ الْكَافِرِينَ] [عمران: ۱۴۰-۱۴۱]

ژباړه: «دا د زمانې خوږې او ترخې دي چې موږ یې د خلکو تر منځ اړوو را اړوو. پر تاسو دا مرحله ځکه راوستل شوه چې الله سبحانه و تعالی دا کتنه غوښتله چې په تاسو کې رښتیني مومنان څوک دي. د هغو خلکو انتخابول یې غوښتل چې په واقعي توګه (د رښتینولۍ) شاهدان وي؛ ځکه چې ظالمان د الله سبحانه و تعالی نه خوښېږي؛ د دې لپاره چې مومنان بېل چاڼ کړي او کافران هلاک کړي.

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې