شنبه, ۲۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د تايوان پر سر د امريکا-چين لانجه
بسم الله الرحمن الرحيم
د تايوان پر سر د امريکا-چين لانجه

پوښتنه:

د تايوان په تړاو د امريکا-چين لانجې ترشا څه دي؟ د دې لانجې ترشا انګيزې څه دي؟ امريکا ولې تايوان ته  د دې هېواد د استازو جرګې مشرې او کانګرس نورو غړو په سفر، چین راپاروي؟ د چين او امريکا لپاره د دې ټاپو ارزښت په څه کې دی؟ د دې موضوع په تړاو لانجه د جګړې او که د ارامۍ لور ته روانه ده؟

ځواب:

د دې لپاره چې د تايوان د مخ پر زياتيدونکې لانجې، د هغې د انګيزو او پارونو په تړاو وضاحت ورکړو، پر ځینو واقعیتونو پوهېدل مهم دي:

لومړی: امريکا په نړيواله کچه چين خپل لومړی درجه سيال ګڼي. د چين اقتصاد ډېر لوی او د امریکا په پرتله یې وده ډېره چټکه ده. د چین دا اقتصادي وده به په راتلونکو څو کلونو کې امریکا وګواښي. د چين دغه اقتصادي ځواک په نظامي هغه هم بدليدونکی دی؛ د چين نظامي لګښت کال په کال زياتېږي، د ورېښمو لارې پروژې په ګډون زړې او هستوي وړتياوې يې وده کوي، چې دغه چاره په یو شمېر هېوادونو، په ځانګړي ډول اسيا کې د چین سياسي او اقتصادي نفوذ ته لاره هواروي. دا ټول امريکا ته د منلو وړ نه دي، نو د چين پر وړاندې یې سوداګريزه جګړه اعلان کړه او په اسيا کې يې د پوځي ايتلافونو په جوړولو پيل وکړ، چې د چين مخالفت وکړي او د پرمختګ مخه يې ونيسي.

دوهم: تایوان یو پراخ ټاپو دی چې ۳۶۰۰۰ کيلومتر مربع مساحت لري او نفوس یې ۲۴ میليونه دی. تايوان د پرمختللي اقتصاد له امله په نړۍ کې ۲۶مه درجه اقتصادي دولت دی او د برېښنايي چيپونو د صنعت له مخې په نړۍ کې نوم لري. له همدې امله، د هېوادونو د نننيو معيارونو له مخې تایوان يو بشپړ هېواد دی. خو تاريخ ته یې په کتو او دا چې خلک يې چينايان دي او له چين څخه يوازې ۱۴۰ کيلومتره واټن لري؛ چين د يوې باغي سيمې په سترګه ورته ګوري. د سياسي تاريخ له مخې له چين سره د تایوان اړيکې يوه توده موضوع ده، ځکه وروسته تر هغه چې په ۱۹۴۹م کال کې کمونيستانو د چين واګې په لاس کې واخيستې او د چين ملتپالو واکمنانو (د چين ملي ګوند- کومينټګ) ماتې وخوړله، دا خلک تايوان ته وتښتېدل او هلته يې خپله واکمني جوړه کړه. دوه ميليونه چينايان د کمونېست ګوند د مخالفت له امله تايوان ته کډوال شول او تايپي يې خپله پلازمېنه وټاکله. په همدې توګه د چين ملتپالو واکمنانو (له کمونېستانو وړاندې) د تايوان ټاپو تر خپل حاکميت لاندې راوست او له هغه وخت راهيسې امريکا پوځي مرستې ورسره کوي. امريکا په ۱۹۵۵م کې د چين جمهوريت تر نامه لاندې له تايوان سره ګډ دفاعي تړون لاسليک کړ، ځکه امريکا هغه وخت د چين جمهوريت چې کمونېست ګوند پرې حاکم و، په رسميت نه پېژاند. امريکا پرله پسې د تايوان د دفاع په موخه مداخله کړې او چين ته يې د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې دايمي څوکۍ ورکړه.

درېيم: امريکا که څه هم له بیجېنګ سره تر تفاهم وروسته موافقه وکړه چې د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې دايمي څوکۍ دوی (د چين کمونېست ګوند) ته ورکړي او تايوان د ملګرو ملتونو له غړيتوب څخه بې برخې کړي. له هغه وخت راهيسې امريکا د واحد چين سياست تعقيبوي؛ يعنې د تايوان خپلواکي په رسميت نه پېژني، خو دفاعي تړون يې د دې لپاره پرځای دی چې چين د تايوان له الحاق څخه منعه کړي. دې چارې امريکا د تايوان په موضوع کې له تېرو اويا کلونو راهيسې د يوه فعال عنصر په توګه ښکېل کړې. نن ورځ امريکا پرته له دې چې تایوان په رسمیت وپېژني، له دغه هېواد سره د یوه خپلواک دولت په توګه تعامل کوي؛ سياسي، سوداګريزي، اقتصادي او نظامي اړيکې ورسره پالي او پر دې سربېره د امريکايي جنګي بېړيو په مټ ساتنه ترې کوي. امریکا په تايپي کې دفتر لري چې که څه هم د سفارت نوم یې نه دی ورکړی، خو د یوه رسمي سفارت چارې مخ ته وړي.

څلورم: له چین څخه د یوه جلا سیاسي بنسټ په توګه د تايوان په تاریخ کې وضعیت همداسې و. نن ورځ د چين ځواک خورا زيات شوی او په نړيوال ډګر کې يو وتلی دولت دی، دوی په اسيا کې، په ځانګړي ډول په اقتصادي برخه کې پام وړ نفوذ موندلی؛ خو د تايوان لانجه یې د يو باغي دولت په توګه نه ده حل کړې او دا يې يوه لويه کمزروي ده. چين په تېر او اوس کې د تايوان له نظامي ځواک څخه وېره لري او ډاډمن نه دی چې یاد ټاپو به د زور له لارې له ځان سره يوځای کړی شي؛ چین د تايوان پر سر له امريکا سره د جګړې د پېښېدو وېره لري. په اوسني کړکېچ کې امريکا د چين پر وړاندې سخت دریځ خپل کړی، چين په نړيواله کچه پر دې راضي دی چې د نړۍ هيوادونو د تايوان خپلواکي په رسميت نه ده پېژندلې او د «واحد چين تګلاره» يې خپله کړې. پر دې ټولو سربېره، هغه هيوادونه چې امريکايې سياست تعقيبوي، له تايوان سره د يوه خپلواک هېواد په توګه تعامل کوي. په ټوله کې، چين د تايوان شاوخوا د کړکېچ رامنځته کېدو مخه نیولې، ځکه دا کار له نړۍ سره د چين پر سوداګريزو اړيکو سيوری غوړوي. 

پنځم: امريکا د تايوان په موضوع کې چين پاروي، سپکاوی يې کوي او کمزروي يې په ګوته کوي. که چين د امريکا د پاروونکو کړنو پر وړاندې غلی پاتې شي او که د ځان د دفاع په موخه اقدام وکړي؛ په دواړو حالتونو کې تايوان په يوه کړکېچ ورته بدلېږي او پکې ښکېلېږي. چين د پاڼ او پړانګ ترمنځ دی. دا هغه څه دي چې د تايوان د اوسني کړکېچ په تړاو بيان شول. امريکا له کوم قانع کوونکي دليل پرته تایوان ته د امريکا د استازو جرګې د مشرې، نانسي پلوسي سفر اعلان کړ او د دې اعلان له مخې د سفر احتمالي نېټه ۳/۸/۲۰۲۲ وه. چين په غوسه شو او امريکا ته يې خبردار ورکړ چې که پلوسي تايوان ته لاړه، امريکا به يې بيه پرې کړي. بیجېنګ خبرداری ورکړ چې د تايوان په هوايې حريم کې د پرواز له بنديز څخه سرغړوونکې الوتکه ښايي وغورځول شي. (د الشروک ورځپاڼې وېبپاڼه، ۲/۸/۲۰۲۲) امريکا سره له دې هم خپلو پاروونکو کړنو ته زور ورکړ؛ پلوسي د امريکا په يوه پوځي الوتکه کې چې ۱۳ نورو پوځي الوتکو بدرګه کوله، په جاپان کې د امريکا له پوځي بېس څخه پرواز وکړ او د چين له خوا ورپېښېدونکي ګواښ ته يې هېڅ ارزښت ور نه کړ.

شپږم: چين د تايوان په تنګي کې پراخ پوځي مانورونه وکړل، توغندي يې وتوغول او له امريکا څخه یې د واحد چين د پاليسۍ د پيروۍ غوښتنه وکړه چې په ۱۹۷۱ کې یې هوکړه پرې کړې وه. د پلوسي تر سفر وروسته امريکا نورو پاروونکو کړنو ته مخه کړه. د امريکا د کانګرس يو بل غړی تايوان ته لاړ چې د تايوان د دفاع او د چين د ننګولو په موخه د امریکا ژمنتيا په ډاګه کړي. په تايپي کې د امریکا د انسټېټيوټ -چې د واشنګټن د سفارت په توګه کار کوي- د وينا له مخې؛ (یکشنبه، د اګسټ ۱۴مه، د امریکا له کانګرس څخه يو پلاوی تايوان ته را ورسېد). دا کار وروسته تر هغه ترسره شو، چې چین د امريکا د استازو جرګې د مشرې، نانسي پلوسي د سفر په غبرګون کې د تايوان شاوخوا پوځي مانورونه وکړل. (انډېپنډنټ عربي، ۱۴/۸/۲۰۲۲). چين د دې په ځواب کې د تایوان په تنګي کې نوي پوځي مانورونه وکړل او دغه راز امریکا اعلان وکړ چې سمندري او هوايي ځواکونو يې د تايوان په تنګي کې ترانزیتي عملیات ترسره کړل، څو په دې توګه په دغه ځای کې د تګ راتګ ازادي تایید کړي. تايوان د دغو مانورونو پر غبرګون کې ظاهري شورماشور جوړ کړ او پوځي مانورونه يې وکړل چې د چين د بريد پر وړاندې ظاهري غبرګون وښيي. له همدې امله د تايوان کړکېچ د امريکا او چين ترمنځ دی او په لاندې ډول يې خلاصه کولی شو:

۱- چين غوسه دی او د احتمالي جګړې لپاره ځان چمتو کوي. (د چين دفاع وزارت په يوه بېل بيان کې وويل چې د امريکايي پلاوو سفر د چين له حاکميت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه ده او دا «د تايوان په تنګي کې د سولې او ثبات له منځه وړونکي په توګه د امريکا اصلي څېره په ډاګه کوي.» هغې زياته کړه چې، «د چين د خلکو د ازادۍ پوځ جګړې ته د چمتو کېدو په موخه خپلې روزنې ته دوام ورکوي؛ په غوڅ ډول له خپل ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ساتنه کوي او د تايوان د خپلواکۍ، بېلتون او بهرنۍ لاسوهنې هره بڼه به په غوڅ ډول وځپي.» (انډېپنډنټ عربي، ۱۶/۸/۲۰۲۲)).

۲- امريکا خپلو پاروونکو کړنو، له هېوادونو سره د ايتلافونو جوړولو او د چين پر ضد تودو احساساتو پارونې ته دوام ورکوي، (د امريکا د بحري ځواک یوه قوماندان، کارل توماس، سه شنبه، د اګسټ ۱۶مه په سنګاپور کې په يوه ناسته کې ټينګار وکړ چې د چين دا پرېکړه چې د تايوان پر سر توغندي توغوي؛ يو د نه منلو او بې مسووليته کار دی. (انډېپنډنټ عربي، ۱۶/۸/۲۰۲۲)) نوموړي دغه راز د چين پر ضد اسيايي هيوادونه وپارول، د همدغې سرچينې په حواله، هغه زياته کړه: «که تاسې چين ونه ننګوئ، دغه ستونزه به پر يو اصل بدله شي... خلک يې مني. ټول به دا يوه خبره کوي چې د سويلي چين سمندرګی په بشپړ ډول د چين اړوند دی». تر ده وړاندې، د امريکا ولسمشر په ډاګه ویلي و چې که چين بريد وکړي، امريکا به د تایوان تر څنګ درېږي. د امريکا ولسمشر جو بايډن خبرداری ورکړ چې چين د تايوان په موضوع کې له اور سره لوبې کوي او ژمنه يې وکړه چې که چین برید وکړي، د د فاع په موخه به پوځي مداخله وکړي...، له هغه وپوښتل شول چې ايا امريکا به د چین د برید په صورت کې له پوځي اړخه د تايوان دفاع وکړي که نه؛ په داسې حال کې چې د اکراین په مسله کې داسې ونه شول؛ بايډن ځواب ورکړ: «هو... موږ دغه ژمنه کوو.» (بي بي سي، ۲۳/۵/۲۰۲۲). امريکا په تايوان کې د چين پر وړاندې بې شمېره پاروونکې کړنې کوي او چين د تايوان شاوخوا خپل پوځي ځواک ښيي او ګواښوونه کوي. امريکا خپلې جنګي بيړۍ او الوتکې د تايوان تنګي ته راولي او چين د خپل کور په دروازه کې ننګوي. دا کړکېچ خطرناک ګڼل کېږي چې امريکا حالات د لا کړکېچن کېدو لور ته بيايي. امريکا له کلونو راهيسې په اسيا کې له چين سره د احتمالي پوځي ښکېلتيا په موخه خپل ځواکونه بسيجوي. امريکا د چين پر ضد نوي پوځي ايتلافونه جوړوي، لکه؛ له استراليا او بريتانيې سره درې اړخيز ايتلاف (AUKUS). دوی همداراز شته ايتلافونه پياوړي کوي، لکه؛ له جاپان، هند او استراليا سره څلور اړخيز ايتلاف ((Quad. يعنې، امريکا د پوځي ګواښ تر څنګ له اقتصادي ګواښ څخه هم کار اخلي چې لومړی يې تر دوهم ډېر اغېزناک دی.

۳- داسې ښکاري چې چين پوهېږي چې دا اصلاً د تایوان موضوع نه ده، بلکې د امريکا د لويې پاليسۍ اړوند پلانونه دي چې په مټ يې چين مهاروي. ځکه خو چين خپلې پوځي وړتياوې ښيي. د چين پوځ ختيځي قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي: «د چين د خلکو د ازادۍ پوځ د اګسټ پر ۱۵مه د ګډو ځواکونو د چمتوالي په موخه يوه ګزمه ترسره کړه؛ دغه راز یې په سمندرګي کې مانورونه او د تايوان شاوخوا يې پوځي الوتنې وکړې.» (انډېپنډنټ عربي، ۱۴/۸/۲۰۲۲). د چين پوځ دغه راز نن وويل چې تايوان ته نږدې يې مانورونه ترسره کړي چې د دوی په خبره واشنګټن او تايپي ته جدي خبرداری دي، ځکه دوی د تايوان په تنګي کې د سولې او ثبات زيانمنولو په موخه خپلو سياسي چلونو او نیرنګونو ته ادامه ورکوي. د چين پوځ د ختيځې قومندانۍ په وینا؛ د چين د خلکو د ازادۍ پوځ په سمندرګي کې د ډزو جګړه‌ييز تمرينونه او د تايوان شاوخوا پوځي الوتنې ترسره کړې. په ورته وخت کې، د چين دفاع وزارت وويل چې ځواکونه يې د چمتوالي په موخه روزنې ته دوام ورکوي، په کلکه د ملي حاکميت دفاع کوي او د تايوان د خپلواکۍ هره بڼه او بهرنۍ هر ډول لاسوهنې به وځپي. دوی امريکا او په تايپي کې واکمن ډيموکراټ مترقي ګوند ته خبرداری ورکړ چې د چين د مهارولو په موخه تايوان د يوې وسيلې په توګه کارول له ناکامۍ پرته بل څه په لاس نه درکوي. (الجزيره نټ. ۱۵/۸/۲۰۲۲). همدا رنګه، په (۱۷/۸/۲۰۲۲) نېټه، چين خپل ځينې ځواکونه روسيې ته له روسي ځواکونو سره د ګډو تمرينونو ترسره کولو په موخه واستول، چې په دې ډول امريکا وګواښي او ويې پوهوي چې د تايوان په کړکېچ کې روسيه د چین پلوې ده.

اووم: امريکا د تايوان د کړکېچ  د بېلابېلو اړخونه د رامنځته کېدو په مټ غواړي چين د ځان تابع کړي. د يادونې وړ ده چې په دې تړاو څلور مهم موضوعات دا دي:

۱- امريکا د چين له اقتصادي جګړې څخه ويره لري ځکه د چين اقتصاد ډېر ځواکمن دی. خو له پوځي اړخه امريکا تر چين زياته پياوړې ده او له چين سره له پوځي ښکېلتيا وېره نه لري؛ نو د تايوان په موضوع کې د امريکا پاروونکو کړنو ته بايد د يوې روښانه او ډېرې جدي امريکايي تګلارې په سترګه وکتل شي، چې غواړي د اقتصادي ډګر پرځای په پوځي ډګر کې له چين سره ښکېله شي. په داسې حال کې چې امريکا په بشپړه توګه له پوځي اړخه له چين څخه پیاوړې ده. دا چې روسيه په اوکراین کې ښکېله ده، ښايي له چين سره د تايوان د جګړې د پېښېدو په صورت کې پوځي مرسته ونه شي کړی. په دې جګړه کې به د اټومي وسلو کارول لرې خبره وي.

۲- که امريکا په دې کې بریالۍ شي چې چین د تایوان په مسله کې راښکېل کړي؛ نو له خپلو متحدینو سره به پر چين اقتصادي بنديزونه ولګوي؛ لکه پر روسيه یې چې ولګول. له دې سره به د چين اقتصادي زبرځواکي له ستر ګواښ سره مخ شي او د چین په مهارولو به د امریکا هیله پوره شي. پر تایوان د برید په صورت کې پر چين دغه احتمالي بنديزونه د امريکا د ډېر نفوذ لامل کېږي او په چين کې به شتمن پوړ ته -چې د کمونېست واکمن ګوند جګ‌پوړي غړي دي- ډېر دردوونکي تمام شي. که د يادو متنفذينو ګټې په پراخه کچه زيانمنې شي، نو د چين کمونېست ګوند دننه به د امریکا لپاره د پنځمې ستنې په توګه کار پيل کړي!

۳- دغو ټولو خبرو ته په کتو، بيخي روښانه ده چې امريکا غواړي وضعیت ترینګلی شي او خبره لویه کړي. دا هم روښانه ده چې اکراین ته د امريکا پام له چين سره د ترینګلتيا په کمولو کې مرسته نه ده کړې. د دې خبرې د لا روښانه کولو لپاره، امريکا له پولنډ څخه وغوښتل چې اوکراين ته د شوروي لخوا جوړې شوې ميګ (MiG) جيټ الوتکي چمتو کړي، پولنډ د دې په بدل کې له امریکا څخه د ايف-۱۶ امریکایي جيټ الوتکې وغوښتې. امريکا يې په ځواب کې وويل چې امريکايي کمپنۍ د تايوان لپاره د جنګي الوتکو په چمتو کولو بوختې دي؛ يعنې د اوکراين جګړې له چین څخه د امريکا پام نه دی اړولی. دا و د تایوان د کړکېچ اوسنی وضعیت او انګېزه یې.

۴- که دغه کړکېچ د جګړې يا اوربند لور ته ولاړ شي، ډېر احتمال شته چې چين د خپل کور په خوله کې په کړکېچ کې ښکېل کړي، چې په دې سره چين له روسيې سره د اوکراين په جګړه کې مرسته نه شي کولی. د دې په پايله کې، امريکا د روسيې لپاره په اوکراين او د چين لپاره په تايوان کې کړکېچ رامنځ ته کوي او ګټه به يې د دواړو لورو په کمزوري کولو سره امريکا ته رسېږي. که روسيه او چين پوه نه شي چې امريکا په اوکراين او تايوان کې کړکېچونو ته په لمن وهلو سره د دوی پر وړاندې څومره خطرناکه لوبه پيل کړې ده؛ موږ وايو د جګړې د پېښېدو ډېر احتمال شته، يا لږ تر لږه ممکن اخ وډب وشي، ځکه د پوځونو له بسيج کولو تر پاروونکو اقداماتو پورې، په دې قضيه کې هر ډول غلطه محاسبه د جکړې احتمال رامنځته کوي.

اتم: د پایلې په توګه ، زبرځواکو هېوادونو نننۍ نړۍ اغېزمنه کړې؛ عدالت او نېکۍ ته هيڅ ارزښت نه ورکوي او سر تر پايه په بې عدالتۍ او شرارت کې ډوب دي. د يادو هيوادونو ګټې که د ځمکې په فاسدولو او د خلکو په له منځه وړلو سره ترلاسه کېږي، له شک پرته چې دا کار کوي؛ که يې ګټې د وينې په تويولو، فساد خپرولو او ګمراهۍ دودلو سره ترلاسه کېږي، دا کار هم هرو مرو کوي. که تېر تاريخ ته پام وکړو، فارس او روم «لوی دولتونه» وو، خو مومنانو فتحه کړل. نن به هم مومنان دغه دولتونه له منځه يوسي او د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر منهج راشده خلافت به بيا تاسيس کړي، الله سبحانه وتعالی نړۍ ته د ښېګڼې  ورکولو اراده لري. 

[... وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَنْ يَكُونَ قَرِيباً] [الإسراء:۵۱]

ژباړه: «... دوی وايي دا به كله وي؟ ته ووایه، شاید چې نیږدې وي»

 

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې