شنبه, ۲۴ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د کينيا ولسمشريزې ټاکنې
بسم الله الرحمن الرحيم
د کينيا ولسمشريزې ټاکنې

پوښتنه:

«د کينيا اپوزيسيون مشر، اوډينګا، دوشنبه د ۲۰۲۲م کال د اګېسټ په ۲۲مه سترې محکمې ته د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو په اړه - چې مرستيال ولسمشر ويليم ريتو ګټلې - رسمي عریضه وکړه. د اسوشيټيد پرېس د راپور له مخې، اوډينګا نن سهار سترې محکمې ته خپله عریضه وسپارله او د قانون له مخې بايد د ۱۴ ورځو په جریان کې ځواب ورکړل شي» (انادولو خبري اژانس، ۲۲/۸/۲۰۲۲). د ۲۰۲۲م کال د اګېسټ په ۱۵مه اعلان وکړ چې ويليم ريتو خپل سيال اوډينګا ته په ولسمشريزو ټاکنو کې په لږ توپير سره ماتې ورکړې ده. يادې ټاکنې د ۲۰۲۲م کال د اګېسټ په ۹مه وشوې... په دغه ټاکنیز کمپاین کې څرګنده شوه چې مخکينی ولسمشر، کينياتا د خپل مرستيال ويليم ريتو مخالف دی او د هغه له سيال او د مخالف ګوند مشر، اوډينګا سره یې تر پخلاينې وروسته د ده ملاتړ پیل کړ. له اوډینګا څخه ملاتړ او د خپل مرستیال مخالفت ايا د خپل مرستیال د بري ډاډمنولو لپاره د کينياتا لوبه نه وه؟ د کينيا پر وړاندې د امريکا پټ اقدام څه دی؟ ايا د امريکا او برېتانيې ترمنځ لانجه شته؟

ځواب:

د دې لپاره چې د پورته پوښتنو لپاره ځواب پيدا کړو، د موضوع په تړاو لاندې ټکي تشريح کوو:

۱- د کينيا په اړه زموږ لېوالتيا له دې امله ده چې دا د افريقا د ښاخ سیمې یوه داسې برخه ده چې د يوې سټراټېژيکې او اقتصادي اسلامي سيمې په سترګه ورته کتل کېږي. د دې سيمې ډېری خلک مسلمانان دي او چارې يې د اسلام پر اساس مخ ته وړل کېدې. د افریقا د ښاخ هېوادونه يو له بل سره تړاو لري او ډېری يې تر برېتانوي استعمار لاندې وو. کينيا د مسلمان سلطان، زنګبار تر حاکميت لاندې وه او د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې د برېتانوي استعمار تر حاکميت لاندې راغله. که څه هم د ۱۹۶۳م کال په پای کې کينيا خپلواکي ترلاسه کړه، خو دا خپلواکي تشريفاتي وه، ځکه برېتانيا اوس هم کينيا د خپلو مزدورانو په توګه اداره کوي. تر خپلواکۍ وروسته، په ۱۹۷۸ کې د جومو کينياتا له واکمنۍ پيل، تر ۲۰۰۲ کال پورې د دنيېل ارپ موی تر واکمنۍ، تر ۲۰۱۳ پورې د ماوي کيبکي په واکمنۍ کې او د پخواني ولسمشر جومو کینیاتا د زوی، اوهورو کينياتا تر واکمنۍ پورې کينيا د بريتانيې د مزدورانو له لوري اداره کېده. اوهورو کينياتا د ۲۰۱۷ کال ټاکنې بيا ځلې وګټلې. برېتاینا له پلرونو نيولې تر زامنو خپل مزدوران او لاسپوڅی جوړوي؛ دا لاسپوڅي هغه چا ته واک نه سپاري چې د دوی په څېر غلام او استعمار ته وفادار نه وي.

۲- امريکا وکولی شول چې په اپوزيسيون کې ځان ته مزدوران پيدا کړي؛ په ځانګړي ډول اوډينګا چې له قومي اړخه په هېواد کې له دريېم لوی قوم څخه دی. له همدې امله دا هېواد د قبیلوي کرکټرونو د سياسي استعماري شخړې شاهد و. د ياد هېواد ګوندونه قبيلوي دي او په عمومي ډول د خپلو پلويانو ملاتړ له همدې لارې ترلاسه کوي. قومي تړاو د يوه ګوند د غړو ترمنځ اساس دی. کله چې ټاکنې ترسره کېدې، د ټاکنو د پايلو تر اعلان وروسته لاريونونه کېدل او د قوم په پلوۍ وينې پکې تویېدې. ويليم ريتو چې له کلينجين قبيلې څخه دی؛ په وروستيو ټاکنو کې یې خپل بری اعلان کړ. مخکيني ولسمشر، ډانيل ارپ هم له همدې قبيلې څخه و. ريتو په دې وياړي چې د مخکيني ولسمشر شاګرد او له ۱۹۹۲ کال راهیسې د هغه د ګوند غړی دی.

۳- د ټاکنو رسمي پايلې اعلان شوې چې ريتو يې په لږ توپير سره ۵۰.۵٪ رايي ګټلي وې. په داسې حال کې چې اوډينګا ۴۸.۸٪ رايي خپلې کړې وې. د يادونې وړ ده چې د ټاکنو لوی کميسيون کې اختلاف شته. د ټاکنو د کميسيون مشر وفولا چيبوکتي وويل: «موږ د کينيايانو لپاره ازاد، عادلانه او باوري ټاکنې ډاډمنوو او دا يوه اسانه لار نه ده»، په داسې حال کې چې د نوموړي مرستيال جوليانا چيرا وويل، «موږ هغه پايلې نه شو منلی چې وروسته به اعلان شي؛ ځکه د عمومي ټاکنو د وروستي پړاو ماهيت تت و» (بي بي سي، ۱۵/۸/۲۰۲۲). د ټاکنو د کميسيون له اوو څخه څلورو غړو د ټاکنو پايلې ونه منلې او د فساد ادعاوې يې وکړې. د پايلو په اعتراض کې لاریونونه وشول. اوډينګا وويل: «د شک د لرې کولو په موخه، غواړم تکرار کړم چې موږ هغه پايلې چې پرون د چيبوکتي له لوري اعلان شوې، په بشپړه توګه ردوو.» (انادولو، ۱۶/۸/۲۰۲۲). نوموړي سترې محکمې ته رسمي شکايت وکړ. د امريکايي خبري اژانس، اسوشيټيد پرېس د خبر له مخې «اوډينګا نن سهار، د ۲۰۲۲م کال د اګېسټ په ۲۲مه خپلې اعتراض‌پاڼې سترې محکمې ته وړاندې کړې، چې د قانون له مخې بايد په ۱۴ ورځو کې ځواب شي». که محکمه ياد وړانديز ومني، د قانون له مخې به په ۶۰ ورځو کې ټاکنې بيا ځلې وشي او د اپوزیسیون د غلي کولو لپاره د دې احتمال شته؛ ځکه د دواړو ګوندونو ترمنځ تفاوت ډېر کم دی او د ټاکنو کمېسیون وېشل شوی دی؛ د دې لپاره تاوتريخوالی او ګډوډي هم نه رامنځته کېږي. دویم پړاو ته د ټاکنو تګ اپوزيسيون ته د ګټلو يوه هيله ورکوي؛ يا دا چې د دواړو ګوندونو ترمنځ اوډينګا ته صدر اعظمۍ ورکولو پر سر جوړجاړی وشي.

۴- له معمول سره سم، بایلونکی اپوزيسيون ادعا کوي چې په ټاکنو کې لاسوهنه شوې؛ په ځانګړي ډول په کینیا کې چې اپوزيسيون امريکايي پلوی وي او ګټوونکی برېتانوي پلوی وي. په نورو هيوادونو کې چې د امريکا مزدوران واکمن وي، خبره برعکس وي. ځکه هره ډله غواړي له هرې ممکنې لارې ګټوونکې شي او د خپلې واکمنۍ پر وخت خپل نفوذ وکاروي. په ۲۰۰۷ ټاکنو کې هر لوري د ټاکنو د ګټلو ادعاوې کولې. د دواړو لورو ترمنځ نښتې رامنځ ته شوې چې په ترڅ کې یې وينه توی شوه؛ ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او د قبيلوي بريدونو له امله سلګونو زره خلک له خپلو مېنو بې ځايه شول. په اوسنۍ سناريو کې برېتانيې د اپوزيسيون د غلي کولو لپاره له چالاکۍ کار واخيست. بريتانيې داسې لومه په پام کې لرله: اوډينګا دې صدر اعظم شي، کيباکي دې د دولت رییس وي او ټول واک دې ورسره وي؛ د لومړي وزير د صلاحيتونو پر وړاندې به خنډونه راولاړېږي. خو کينياتا چې د ۲۰۱۳ ټاکنې وګټلې، د صدر اعظمۍ مقام يې منحل او ټول واک يې ځان ته محدود کړ.

د ۲۰۱۷م کال په ټاکنو کې، اپوزيسيون په ټاکنو کې د فساد اعاوې کولې او له سترې محکمې څخه يې د ټاکنو د بياځلي ترسره کولو غوښتنه کوله. ټاکنې د ۲۰۱۷م کال په اکتوبر کې بیا وشوې، اپوزيسيون تحريم کړې او کينياتا او مرستيال يې، ويليم ريتو ګټوونکي اعلان شول. دې ته په کتو سره، د امريکا ولسمشر، بارک اوباما هغه وخت منځګړيتوب وکړ؛ ځکه هغه هم کينيايي اصلیت لري! نوموړي د ارامۍ او د ټاکنو د پايلو د منلو غوښتنه وکړه، ځکه هغه پوهېده چې که ټاکنې بیا وشي نو د برېتانيې مزدوران يې ګټي. ځکه چې دوی هغه وخت هم دولت اداره کاوه. اوباما د کينيا له واکمنانو وغوښتل چې خبره یې ومني او پر کینیا د امریکا نفوذ زیات شي. دغه راز یې له فشارونو کار واخيست چې د کينيا راتلونکي واکمنان د امریکا مزدوران وي. برېتانيې په دوامداره توګه په کينيا کې د خپل له ګواښ سره مخ نفوذ ساتلو په موخه سياسي لوبې کوي. د برېتانيې مزدور کينياتا د امريکا له مزدور، اوډينګا سره د دوستۍ لوبه پيل کړه او له بل لوري يې ريتو پرېښود چې ټاکنې وګټي.

۵- دا پنځم ځل دی چې ريلا اوډينګا د ولسمشريزو ټاکنو لپاره ځان نوماندوي، مبارزه کوي او ټاکنې بايلي. نوموړی مخکې څلور ځله په ۱۹۹۷، ۲۰۰۷، ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ کې نوماند و؛ خو د انګليس مزدوران چې د کينيا د سياسي صحنې واک ورسره دی، نوموړي ته اجازه نه ورکوي چې ټاکنې وګټي. نوموړي هيله لرله چې د اوهورو کينياتا ځاینایستی شي، ځکه هغه دوې دورې بشپړي کړې وې او د اساسي قانون له مخې یې درېيم ځل ځان نه شوی نوماندولای. اوډينګا او صالح کينياتا د ۲۰۱۸م کال د مارچ په ۹مه، د خپلو پلويانو تر څو مياشتیني خونړي تاوتريخوالي وروسته ايتلاف وکړ. ځکه مخکې اوډينګا د کينياتا بری په رسميت نه پېژانده او ځان يې د کينيا ولسمشر اعلان کړی و. دواړو لورو د لاس په ورکولو اختلافونه ختم کړل کينياتا يې د ولسمشر په توګه په رسيمت وپېژانده. اوډينګا ځکه کينياتا وستايه چې په وينا يې «نوموړی يو هېوادپال شخص دی او د پخلاينې لپاره يې لاره هواره کړه». ځينو فکر کاوه چې هغوی يوې موافقې ته رسېدلي دي چې په ترڅ کې به یې اوډينګا د کينياتا ځایناستی شي، يا په بل عبارت اوډينګا د بريتانيې مزدور شوی دی! خو کينياتا او د بريتانيې نور مزدوران په رامنځته شوې پخلاينه نه تېر وځي، بلکې ګټه ترې اخلي. کينياتا د ټاکنيز کمپاین په ترڅ کې يوه لوبه وکړه چې ځان د اوډينګا ملاتړی وښيي. نوموړي وویل: «ريتو حق نه لري او بايد په هېواد کې لوړ مقام ترلاسه نه کړي». ريتو یې په ځواب کې وویل چې کينياتا غواړي اوډينګا يې ځایناستی شي؛ ځکه هغه يو مزدور ولسمشر غواړي. (بي بي سي، ۱۶/۸/۲۰۲۲).

۶- د ريتو ګوند په ۲۰۱۲ کې تر توافق وروسته د کينياتا له ګوند سره يوځای شو. واکمن ګوند، جوبيلي د ۲۰۱۶م کال د سپټمبر په ۸مه له ۱۱ نورو ګوندونو سره د ۲۰۱۷ کال په ټاکنو کې برخه واخيسته او مشري یې کينياتا کوله. دا ایتلاف په ۲۰۱۳م کال کې په ټاکنو کې د کینیاتا د ملاتړ لپاره جوړ شوی و. ريتو په دواړو دورو کې متحد او مرستيال و او نوموړی د انګليس د پخواني مزدور، دنيېال ارف مای ملاتړی و. نوموړي ځوانان د هغه د ملاتړ لپاره هڅول، نو ځکه يې د پخواني ولسمشر دنيېال ارف مای ملاتړ راخپل کړ او په حکومتي اډانه کې يې لوړو بستونو ته ترفيع وکړه. نوموړي په دې ډول د کورنيو چارو، کرهڼې او لوړو زده کړو وزير په توګه کار کړی. دی او کينياتا د جرمونو نړيوالې محکمې له لوري په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې په جرمونو متهم شوي وو، خو د اروپا تنظيموونکې محکمې له لوري دواړه مبرا شول. کينياتا په ۲۰۱۴ او ريتو په ۲۰۱۶ کې، د ۲۰۱۷ ټاکنو کې نوماند کېدو په موخه د محکمې له لوري برائت واخيست او په ټاکنو کې یې بريا ترلاسه کړه. کينياتا ولسمشر او ريتو يې مرستيال شو. له همدې امله ريتو د انګليس له متعهدو مزدورانو څخه دی، د تړون له مخې، نوموړی په اسانۍ سره له واکه نه شي ليرې کېدای او د امريکا مزدور اوډينګا يې نه شي ځایناستی کېدی؛ دا د انګليس چالاکي ښيي!

۷- کينياتا په ۲۶-۲۹/۷/۲۰۲۱ نېټه برېتانيې ته لاړ او د دغه هېواد له لومړي وزير، بوريس جانسن سره يې وکتل. ده وویل چې د لیدنې موخه یې د «کينيا او بريتانيې ترمنځ د سټراټيژيک مشارکت پياوړتيا ده». دواړو لورو د نوې دفاعي همکارۍ تړون لاسليک کړ. نوموړي اعلان وکړ چې د تړون موخه «د دواړو هيوادونو ترمنځ په ختيځه افريقا کې د ګډو امنيتي ګواښونو پر وړاندې د همکارۍ پياوړتيا ده.» (بي بي سي). کينياتا چې امریکا ته لاړ، هلته پرې د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو او فساد کې د ښکېلتيا تورونه ولګيدل او د ده په اړه پندروما اسناد افشا شول؛ په داسې حال کې چې برېتانيې ته د سفر پر وخت هېڅ کوم تور پرې ونه لګېد؛ دا ځکه چې دی د برېتانيې وفادار مزدور دی! د يادونې وړ ده چې برېتانيه په کينيا کې د يوه تړون له مخې دوې نظامي اډې لري، چې يوه يې د کينيا پلازمېنې نايروبي ته څېرمه پرته ده او دنده يې په کينيا کې د بريتانيې نفوذ ساتلو په موخه د کينيا له سياسي ثبات سره مرسته کول دي او د دغه نفوذ ساتلو په موخه د يادې اډې پوځيان تل د تیارۍ په حال کې وي. بله اډه يې د کينيا په شمال کې پرته ده چې دنده يې د بريتانوي ځواکونو روزنه ده چې په صحرايي او نيمه صحرايي سيمو کې یې جګړې ته چمتو کړي. بريتانوي ځواکونو په يو داسې سيمه کې په ریښتینو وسلو ریښتیې جګړې ته ورته پوځي مانورونه ترسره کړل چې په خپل هېواد کې یې د پوځیانو لخوا کارېدونکې سیمې څلور برابره ده. د راپورونو له مخې، په افغانستان کې جنګېدونکو برېتانیوي سرتېرو ته په همدغه اډه کې روزنه ورکول کېده. د بريتانوي اډو د شتون له امله، امريکا کينيا ته ارزښت ورکوي او هڅه کوي چې دا اډې بندي کړي.

۸- داسې ښکاري چې بريتانيې له کينياتا څخه غوښتي چې امريکا ته د دې لپاره يو سفر وکړي چې له اوډينګا سره خپله پخلاينه تاييد کړي، ترڅو امريکا په راتلونکو ټاکنو کې تحريموونکي اقدامات ونه کړي.

له همدې امله، د پلان له مخې کينياتا له بريتانيې څخه تر ليدنې دوې مياشتې وروسته امريکا ته لاړ. په ۱۴/۱۰/۲۰۲۱ نېټه د امريکا ولسمشر، جو بايډن د کينيا له ولسمشر، اوهورو کينياتا سره وکتل. نوموړی لومړنی افريقايي ولسمشر و چې له سپينې ماڼۍ يې ليدنه وکړه. د سپينې ماڼې وياندې جن ساکي وويل چې دواړه ولسمشران به «د امريکا-کينيا د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا او اړتيا په موخه په کورني او بهرني مالي سيستم کې روڼتيا او حساب ورکونه رامنځته کړي».

نړيوالو څېړونکو ژورنالستانو د «پندورا په اسنادو» د کينياتا نوم ذکر کړی دی، چې پکې راغلي دي چې کينياتا د فساد پر وړاندې مبارزه کې خپله ژمنتيا نه ده ښودلې. دی او د کورنۍ شپږ غړي یې په پټه د ۱۱ کارخونو څښتنان دي؛ يو یې ان د ۳۰ مېليونو ډالرو ونډه پکې لري. د دې معلوماتو په ځواب کې جن ساکي زياته کړه، «ولسمشر په پراخه کچه په نړيوال مالي سيستم کې دغه بې نظمۍ (د پېسو ناوړه کارونه) غندي. د دې مانا دا ده چې موږ به له هغو خلکو سره نه کېنو چې له موږ سره توافق نه لري. يو شمېر مسايل شته چې موږ يې د کار کولو په تړاو لېواله یو او هغه به د دوو ولسمشرانو ترمنځ اصلي هدف وي. دواړه ولسمشران به له ډيموکراسۍ او بشري حقوقو څخه د دفاع، د سولې او امنيت ټینګښت، اقتصادي ودې غوړېدو او اقليمي بدلون پر هڅو باندې متمرکز وي» (فرانس پرېس، ۱۴/۱۰/۲۰۲۱). امريکا پر کينياتا له فشارونو څخه کار اخلي چې نوموړی د اوډينګا له نوماندۍ ملاتړ وکړي؛ نوموړي همداسې وکړل او ظاهراً ښکاري چې هغه د اوډينګا پلوی دی، خو دغه ملاتړ جدي نه دی، له منافقته ډک دی او موخه یې دا ده چې خپله رسوايي پټه کړي او امريکا يې پر وړاندې پاروونکي اقدامات ونه کړي او بدنام نه شي. د نوموړي لپاره ستونزمنه ده چې د درېيم ځل لپاره په ټاکنو کې نوماند شي. امريکا له دې خبرې سره خپل مخالفت وښود ... د امريکا بهرنيو چارو وزير، انتوني بلينکين په ۱۷/۱۱/۲۰۲۱ نېټه د افريقا د سفر په ترڅ کې کينيا، نايجريا او سينګال ته په اووه ورځني سفر لاړ. نوموړي د نايجريا په پلازمېنه کې وويل: «حکومتونه لږ راڼه دي. موږ په افريقا کې دغه شی وينو، مشران خپلې ټاکنيزي دورې له پامه غورځوي، په ټاکنو کې لاسوهنه کېږي يا يې ځنډوي، د قدرت لاسته راوړلو او ساتلو په موخه له ټولنيزو شيکايتونو څخه په خپله ګټه کار اخلي، مخالفې څېرې نیسي، رسنۍ ځپي او امنيتي ځواکونو ته امر کوي چې د کرونا ناروغۍ محدوديتونه په زور او جبر پلي کړي. (شرق الاوسط، ۲۱/۱۱/۲۰۲۱)

په ورته وخت کې، د کينياتا ګوند د ريتو د ملاتړ په موخه لاريونونه کول، د ګوند دننه د برېتانيې مزدوران په لوبه پوهېدل او پر مخالفت سربېره يې بیا هم ريتو وټاکه.

۹- په افريقا کې د کينيا او سينګال په ګډون - چې د اروپا تر اغېز لاندې دي- ګڼ هېوادونه هڅه کوي چې د امريکا پر وړاندې له چين سره اړيکې پياوړي کړي. چين غواړي هلته خپل نفوذ پراخ کړي. سينګال چې د فرانسې تر نفوذ لاندې دی، له چين سره خپلې اړيکې پياوړي کوي. دا هېواد په ۲۹-۳۰/۱۱/۲۰۲۱ نېټه د چين-افريقا د همکارۍ غونډې کوربه و. د سينګال د بهرنيو چارو مرستیال وزير وويل: «موږ غښتلې ديپلوماسي لرو چې هېڅوک نه شو ترې بهر کولی». په داسې حال کې چې د بريتانيې او فرانسې په پرتله د امريکا نفوذ محدود دی، دا هېواد هڅه کوي چې له بېلابېلو لارو خپل نفوذ زیات کړي او هڅه کوي چې د چين له اقتصادي نفوذ سره سيالي وکړي؛ هغه اقتصادي نفوذ چې په مټ يې برېتانيا او فرانسه غواړي په افريقا کې خپل مزدوران ځواکمن کړي. په دې وروستيو کې، د چين بهرنيو چارو وزير، وانګ يي په ۶/۱/۲۰۲۲ نېټه کينيا ته لاړ او هلته یې له ولسمشر کينياتا سره وکتل. کينياتا وويل: «چين يوازې د کينيا ريښتنی ملګری نه، بلکې د نیږدې همکارۍ يو پرمختللی همکار دی... د کينيا پراختيايي لاسته راوړنې به د چين له پياوړي ملاتړ پرته نه وای ترلاسه شوې... کينيا کلک هوډ لري چې د عامه پرمختګ په موخه له چين سره دوه اړخيزه سوداګريزه همکاري لا زياته کړي.» د چين د بهرنيو چارو وزير، وانګ يي وويل: «چين کلک هوډ لري چې له کينيا سره هر اړخيزه همکاري پياوړې کړي، ترڅو کينيا په نړيوالو او ګډ مليتي چارو کې خپلې انکشافي وړتياوې لوړې کړي، صنعت پراخ کړي او پيوستون او همږغۍ ته وده ورکړي». وانګ د «افريقا لپاره سوله‌ايز پراختايي پلان» وړاندې کړ. کينياتا وويل چې دا پلان د افريقايي هيوادونو مهمې اړتياوې پوره کوي او نوموړي په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ. (شينهوا، ۶/۱/۲۰۲۲). امريکا چې په افريقا کې د اروپا د اغېز د له منځه وړلو او همدا رنګه د چين مخ پر زياتېدونکي ځواک محدودولو په موخه کار کوي، پورتنیو خبرو نهيلې کړې ده.

۱۰- په پايله کې ويلای شو: په کينيا کې د برېتانيې نفوذ ډېر دی او ګڼ شمېر سياسي لوبغاړي يې مزدوران دي. برېتانيا ده چې دا کسان اړتیا ته په کتو سره یو ځای کوي یا یې بېلوي. که د بريتانيې د مزدورانو او د امريکا د مزدورانو ترمنځ د تړون  اړتيا وي، نو کله چې يې مزدوران قدرت ته رسېږي بيا واک د امريکا له مزدورانو سره شريکوي، په دې صورت کې هغه خپلو مزدورانو ته لارښوونه کوي چې د امريکا له مزدورانو سره يو ځای شي او په دې برخه کې تړون ورسره وکړي. که هغه (بريتانيا) د دې توان لري چې خپل مزدور، ريتو واک ته ورسوي او اپوزيسيون غلی کړي، نو له خپلو مزدورانو څخه د واک شريکولو غوښتنه نه کوي؛ ځکه مزدوران د هغې په ولکه کې دي او  د امریکا د مزدورانو پشان يوازې صلاحيت غواړي. دا په هر هېواد کې د مزدورانو فطرت دی. امريکا به ياد هېواد پرې نه ږدي او هڅه به وکړي چې په کینیا کې خپل نفوذ پياوړی کړي. دوی په کينيا او نورو افريقايي هيوادونو کې د وینې تویېدنې، ګډوډۍ او ناارامۍ په اړه اندېښنه نه لري؛ له بېلا بېلو لارو کار اخلي، هغه که اقتصادي وي او که سياسي، امنيتي يا پوځي. امریکا هڅه کوي چې په دوو برخو کې؛ امنيتي پانګونې او د پوځ او امنيتي ځواکونو د روزنې په برخه کې د مرستې تر نامه لاندې مزدوران پيدا کړي. وروسته کار کوي او کودتاوو لپاره چمتووالی نيسي؛ لکه په مالي کې یې چې وکړه. يا لکه په چاد کې یې چې خلک پاڅون ته وهڅول او د دې پاڅون په پايله کې د فرانسې مزدور، ادرس ديبي ومړ.

ځکه نو ياد هيوادونه او ډېری اسلامي هيوادونه د امريکا، بريتانيې او فرانسې له لوري د نړيوالو شخړو په ډګر اوښتي دي. د کينيا لپاره هيڅ هيله نشته چې له هغه استعماري شخړې څخه چې د ياد هيواد د وروسته پاتې والي لامل شوې ده، ځان وژغوري او یو شتمن هېواد دې شي. دا کار یوازې د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر منهج د خلافت له بیا تاسیس کولو سره کېدای شي. رسول الله صلی الله عليه وسلم یې د بیا تاسیس کېدو په اړه زېری راکوي چې:

«ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: «بیا به د نبوت پر منهج خلافت وي» [احمد]

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې