پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
سياسي بحثونه  د ځينو شبابو د پوښتنو ځوابونه
بسم الله الرحمن الرحيم
سياسي بحثونه د ځينو شبابو د پوښتنو ځوابونه

۱- یو چا پوښتلي چې: ايا شونې ده چې امريکا له چين سره هم يو تړون وکړي، لکه څرنګه چې په ۱۹۶۱ م کې د کينيډي او خروشچف ترمنځ شوی و. ايا موږ داسې ويلی شو؟ په ځانګړي ډول د دې لپاره چې چين يو نړيوال اقتصادي ځواک او د امريکا لپاره لومړۍ درجه ګواښ دی؟ همدارنګه په ټایوان کې د چین پر وړاندې د امریکا ګواښ له دې مسلې سره څه تړاو لرلی شي؟

ځواب: له چين سره داسې يو تړون ناشونی برېښي. د تړون پر ځای، امريکا هڅه کوي چې چين په ټايوان کې ښکېل کړي او په دې ډول يې مهار کړي، د خپلې ارادې تابع يې کړي او په اوکراين کې یې د روسيې له ملاتړ څخه منعه کړي. امريکا د چين لمڅولو په موخه يو شمېر اقدامات کوي؛ د دغه هېواد پر وړاندې متحدین راټولوي چې پر ضد يې کار وکړي او بنديزونه پرې وضع کړي. امريکا په حقیقت کې د چين پر وړاندې سوداګريزه جګړه اعلان کړې او ښکاري چې په يو ډول د ټايوان د ستونزې تر حلولو پورې به خپلو پاروونکو اقداماتو ته ادامه ورکوي؛ ځکه چين په دې خبره ټینګار کوي چې ټايوان، که په زور هم وي، باید له خپلې خاورې سره یو ځای کړي. ولسمشر شي جين پينګ، چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره یې خپله درېيمه ولسمشريزه دوره پيل کړه وويل: «چين حق لري چې په سختو حالتو کې د وروستي انتخاب په توګه د ټايوان پر سر له زوره کار واخلي» (الجزيره، ۱۶/۱۰/۲۰۲۲). چين په اوکراين کې اوسنۍ او راتلونکې پېښې د دې لپاره څاري چې که روسيه په اوکراين کې له درنې مرګژوبلې سره مخ شي، چين به په ټايوان کې له ښکېلېدو ډډه وکړي.

چين که څه هم په پیل کې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی و او د نامحدودې همکارۍ تړون یې لاسلیک کړ، په اوکراين کې د روسيې له ملاتړ څخه لاس په سر شو او د بې طرفۍ درېځ یې غوره کړ. ياد درېځ روسيه زيانمنه کړه او پوتين ځکه متوازن درېځ وباله چې که هغه پر چين نيوکه يا اعتراض وکړي، ښايي د چين همدغه کم ملاتړ هم له لاسه ورکړي. له همدې امله، امريکا له چين سره تر هغه وخته د پخواني شوروي اتحاد پشان د نړيوال مشارکت تړون نه کوي چې ټولې چارې يې پای ته نه وي رسولې. امريکا همدارنګه له چین سره د دغه هېواد په سوېل او ختیځ سمندرونو کې د نفوذ سیمې رامنځته کولو پر سر هم تړون نه کوي؛ امريکا د دې سيمو شاوخوا هېوادونه هڅوي چې د چين پر ضد اقدامات وکړي او په دې سيمو کې د چين مخه ونيسي.

۲- بل کس پوښتي چې: (روسيه کولی شي د کیوبا د توغوندیو د بحران پشان په ګواښ سره امریکا ته ځواب ورکړي؛ لکه شوروي اتحاد چې وکړل؛ روسیې ولې تر اوسه دا کار نه دی کړی؟

ځواب: پورته بيان د روسيې په اړه ریالیستیک نه دی؛ ځکه روسیه پوهېږي او احساسوي یې چې امريکا تر دوی ځواکمنه ده. شوروي اتحاد له امريکا متحده ايالاتونو سره موازي ځواک و. که ياده موضوع په ژوره توګه تحليل کړو، دواړه هيوادونه د اټومي ځواک له پلوه سره مساوي دي، خو امريکا د توغنديو ضد داسې یو سيستم لري چې د روسيې د توغنديو دفاع کولی شي؛ دا سیستم له روسیې سره نشته. روسيې چې د توغنديو ضد سيستم جوړولو په اړه کوم اعلان وکړ؛ کار یې لا په لومړیو پړاوونو کې دی؛ یعنې د روسې د هغو فعالو توغنديو شمېر ډېر کم دی چې امريکا ته رسېږي او د توغنديز ضد سیستم څخه تېرېږي؛ برعکس د امريکا پخواني نصب شوي توغندي چې د روسيې خاورې ته رسېږي؛ ټول شته.

امريکا په معمولي وسلو کې په حيرانوونکي ډول پرمختګ کړی دی، لکه؛ بې پيلوټه الوتکې، نه کشفېدونکې الوتکې او ځيرک توغندي او روسيه په دې برخه کې له امريکا سره د پرتلې وړ نه ده. د اوکراين په جګړه کې د روسيې د هوايي ځواک کمزوري ښکاره شوه چې ان د اوکراين په څېر هېواد هوايي حریم يې مهار نشوای کړی او بې پيلوټه الوتکې يې نيمګړتياوې لري. د راپورونو له مخې، روسيه د اوکراين په جګړه کې له ايراني بې پيلوټه الوتکو څخه کار اخلي. د اکراین جګړې د روسي ځواکونو کمزوري هم افشا کړه. دا څنګه ابرځواک دی چې په شاوخوا اتو مياشتو کې یې د اکراین پشان يوه کوچني هيواد ته، که څه هم د غرب ملاتړ ورسره و، ماتې ور نه شوی کړی!؟ روسیه د جګړې په لومړيو کې د غربي ملاتړ تر ډېرېدو وړاندې، د پلازمېنې کېيف له شاوخوا په بيړه ووتله، دا څنګه لویوالی دی؟ هغه وخت خو له اکراین سره دومره زور نه و! نو، لکه مخکې مو چې وويل؛ دا خبره چې (روسيه کولی شي داسې ځواب ورکړي لکه څرنګه چې د «کيوبا د توغنديو کړکېچ» په وخت کې پخواني شوروي اتحاد امريکا په نیږدې کېدو وګواښله)؛ له واقعیت څخه لرې ده؛ ځکه روسیه د هغه شوروي اتحاد په څېر نه ده چې د کیوبا د توغندیو د کړکېچ پېښېدو پر وخت و.

۳- په پوښتنه کې چې د نړیوال مشارکت خبره شوې؛ په دې اړه باید ووایو چې د امریکا لپاره نړیوال مشارکت په دې معنی دی چې لوی هېوادونه باید د امریکا په موافقت او له نړیوالو ګټو او عوایدو څخه د لږې برخې په بدل کې د امریکا د ګټو لپاره کار وکړي؛ لکه روسيې چې هوکړه وکړه چې په سوريه کې د امريکا ګټي خوندي کوي، دوی په ۲۰۱۵ کې په سوريه کې پوځي مداخله وکړه، روسيه د يوه لوی هېواد په توګه راپورته شوه او په امنيت شورا کې یې د ويټو حق وپېژندل شو؛ دغه يو نړيوال رشوت و چې سترګې نه شي پرې پټېدای. بیا امريکا وغوښتل چې د روسیې خدمت د چین حوزې او هلته د چین او شمالي کوريا پر ضد د امریکا لپاره کار کولو ته بدل کړي؛ خو روسیې رد کړه. کله چې امريکا ډاډمنه شوه چې روسيه په دې برخه کې کار نه ورته کوي؛ په سوريه کې يې د زياتېدونکي رول په کمولو پيل وکړ او په نورو برخو، لکه د اذربایجان او ارمنستان په جګړه کې یې هم پر روسیې فشار راوړ او همداسې ډېرې نورې برخې.

دا امريکايي فکر دی؛ واشنګټن یې خپل نفوذ له چا سره نه شريکوي، بلکې په دې اړه فکر کوي چې له لویو هېوادونو ګټه واخلي او له دې لارې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپلو ګټو ته ورسېږي؛ امریکا د دغې مرستې په بدل کې دغو هېوادونو ته د نړيوالو ګټو يوه برخه ورکوي. امريکا د چين، روسيې او اروپايي هيوادونو پر وړاندې همدا فکر لري. نن ورځ امريکا په ختيځه اروپا کې د روسيې پر ضد د المان رول پراخ کړی دی، خو دغه رول د امريکا تر مشرۍ او پلان جوړولو لاندې څارل کېږي. که المان د امريکايي مشرۍ او پلان جوړولو پرته پخپله کوم کار وکړي؛ امريکا زیان ورته رسوي. د امريکايي فکر منطق همدا دی.

۴- بله پوښتنه دا وه، چې «ولې امريکا پر هند بنديزونه نه لګوي؟ په داسې حال کې چې هند له روسيې څخه د تېلو پر واردولو هوکړه کړې.»

ځواب: امریکا پر هند بندیزونه نه لګوي؛ که دا کار وکړي، د امريکا د ګوډاګي مودي او د ده د ګوند، بهارتیاجاناتا برخلیک له ګواښ سره مخ کېږي. نو امريکا د هند پر وړاندې له روسيې څخه د ګازو او تېلو واردولو په تړاو غبرګون نه ښيي؛ ځکه چې بدیل نه شي ورته پیدا کولی. که هند د المان په څېر له روسيې څخه د انرژۍ سرچینو واردات ودروي، په دغه هېواد کې بيې دوه برابره کېږي او خلک به يې د پېرلو توان ونه لري. دا بیا په هند کې د مودي پر امريکايي پلوي حکومت باندې اغېز کولی شي؛ هند کې د کانګرېس ګوند غړي چې د انګليس مزدوران دي؛ دې فرصت ته په تمه دي. امريکا ان هند ته د روسي وسلو پيرلو اجازه هم ورکوي، ځکه دا کار د کانګريس ګوند له تاسيس څخه ۱۹۴۷ تر ۱۹۸۸ پورې چې پر هند واکمن و، دود و. د هند ملتپال بهارتیاجاناتا ګوند (BJP) په لومړي ځل تر ۲۰۰۴ کال پورې په هند کې واکمن و او وروسته کانګريس ګوند تر ۲۰۱۴ پورې په هند کې واکمن و. وروسته تر هغه د هند ملتپال ګوند بیا واکمن شو او تر نن ورځې پورې یې د بریالیتوب دلیل د پاکستان د لاسپوڅو حکامو شاتګ دی؛ په ځانګړي ډول د کشمیر په مسله کې چې د امریکا په امر پر شا شول.

پاکستان د امريکا په امر کشمير هند ته وسپاره او په دې سره د هند د ملتپال ګوند محبوبیت زيات شو. کله چې هند له روسیې څخه S-400 توغندي وپېرل، امريکا د ترکیې په څېر بندیز پرې ونه لګاوه. امريکا، هند د بنديزونو له لارې د امريکا د سيالانو د مخنيوي قانون یا CAATSA له مخې له بندیزونو معاف کړ او د امريکا د استازو جرګې هم په ۱۴/۷/۲۰۲۲ نېټه د ۲۰۲۳ کال لپاره د امريکا دفاع وزرارت بوديجه د يوې برخې په توګه دا پرېکړه تایید کړه او ویې ویل «چې دا معافیت به د امريکا او هند ترمنځ دفاعي اړيکې پياوړي کړې» (انادولو، ۱۶/۷/۲۰۲۲). د مور ميرې چلند ته په کتو، د دې قانون په چوکاټ کې پر ترکيه بنديزونه لګول کېږي او پر هند له دې وېرې بنديزونه نه لګول کېږي چې ګواکې امريکا خپل نفوذ له لاسه ورکوي، که هند د روسيې د انرژۍ له پېرلو منع شي، نو مودي او هندو ملتپال ګوند به يې له واکه لري شي. په داسې حال کې چې دغه څه پر اردوغان او حکومت يې چې د امريکا پر محور څرخي، اغېز نه کوي؛  برعکس د هغه شهرت ډېروي او له امريکا سره يې اړيکې پټوي.

۵- د تېلو او ګازو په تړاو د نورو پوښتنو په ځواب کې بايد ووايو چې:

الف: د روسيې انرژۍ د بنديدو لومړۍ درجه قرباني اروپا ده، ځکه اروپا خپل لور ته د روسيې پراخوالي ته د خطر په سترګه ګوري، که د روسيې پر ګازو او تېلو د اروپا تکيه کمه شي، اروپا له امريکا سره په همغږۍ چمتو ده چې له روسيې سره ښکېله شي او راتلونکې پايلې ومني.

له همدې امله، امريکا، اروپا د روسيې د انرژۍ له پېرلو نه منعه کوي، که څه هم دا د امريکا مخکينۍ ستراتيژي ده. امريکا په اوکراين کې د روسيې په ښکېلولو سره، اوکراين د غرب لور ته مايل کړ، يعنې، امريکا په اوکراين کې د لسيزو مداخلې په ترڅ کې په دې وتوانيدله چې روسيه منزوي کړي او ټولې اروپا ته يې يو ګواښ معرفي کړي. کله چې د روسيې ګواښ د اروپا لپاره واقعي شو اروپايي هېوادونه په داوطلبانه ډول د امريکا له تګلارې سره يوځای شول او د روسيې انرژي يې پرې کړه. په دې سره په اروپا کې د هغو ګازو بيه لوړه شوه چې د بحري ټانکرونو له لارې لېږدول کېده، چې مايع ګاز دي او هغه ګاز چې د نليکو له لارې انتقاليدل د هغو بيه بيا هم ارزانه ده. کله چې د ګازو نل‌ليکې پرې شوې، اروپا مجبوره شوه چې د ټانکرونو له لارې ګاز وارد کړي او دا ګاز ګران ځکه دی چې په صادروونکي هېواد کې ګاز لومړی په مايع بدلېږي او تر انتقالېدو وروسته په واردوونکي اروپايي هيواد کې بيرته په ګاز بدلېږي.

ب: له ګازو پرته، د تېلو بيې په نړيواله کچه نه يوازې په اروپا کې بلکې په ټوله نړۍ کې لوړې شوې دي. په امريکا کې هم د تېلو بيې لوړې شوې او همدا رنګه د اوکراین د جګړې له امله د غلو دانو بيې هم لوړې شوې دي. یعنې د غلو دانو بيې هم نه يوازې په اروپا، بلکې په نړيواله کچه لوړې شوې. له اوکراين او روسيې پرته، په اروپا او نوره نړۍ کې د غلو دانو او تېلو کموالی د بيو د لوړوالي له امله دی او بل لامل يې له نورو سيمو څخه انتقال دی. د طبعي ګاز مسله توپیر کوي. د طبعي ګاز د بیو لوړېدو سبب د ګاز د مایع کولو صنعت او د لېږدوونکو ټانکرو کموالی دی.  همداراز د طبعي ګاز په مصرف پورې د نړۍ ډېر تړاو یې بل سبب دی؛ یعنې دا چې له ګاز څخه ډېره ګټه اخیستل کېږي چې د ډبرو سکرو او اټومي انرژۍ په سبب د هوا ککړتیا او نور ګواښونه کم کړي.

ج: امريکا غواړي چې د طبيعي ګازو پېر او پلور په ډالر وشي، دا یوه جدي مسله ده خو پر وړاندې يې ډېر خنډونه شته؛ مثلاً روسيې له چين او يو شمېر نورو هېوادونو سره هوکړه کړې ده چې سوداګري به په محلي پولي واحدونو وي؛ له ۲۰۱۴ کال راهيسې د روسیې تګلاره همدا ده. کله چې ګڼ هېوادونه پوه شول چې پر امريکايي ډالر يې تکيه زياته شوې ده، نو د ۲۰۰۹ کال له مالي بحران راهيسې د ورته تګلارې په اړه فکر کوي. په دې توګه ویلی شو چې له ډالر پرته پر نورو پولي واحدونو سوداګریزه راکړه ورکړه دود شوې خو لا محدوده ده. په امريکا کې د سود کچې زياتوالی او د ډالرو نوې پياوړې تګلاره چې په ۲۰۲۲ کې منل شوې ده، امريکا پورته تګلارې ته په پام سره، غواړي چې پر ډالر باندې اعتبار بيرته زیات کړي او په محلي پولي واحدونو سوداګريزه راکړه ورکړه کمزورې کړي. په اوږد مهال کې اقليمي سیاست په نړيواله کچه پر طبيعي ګاز تکيه ډېروي او د يادې انرژۍ ارزښت هم ډېروي، له همدې امله یې په ډالرو بیه ټاکل امریکا ته لویه ګټه رسوي.

د: امريکا د روسيې او اروپا ترمنځ د نلیکې له لارې د ګازو پرې کولو کې بريالۍ شوه، د نارډ سټريم نل‌لیکې یې پرې کړې ځکه هغه د امريکا له کنترول څخه بهر وې. خو د روسيې يوه بله نل‌لیکه د ترکيې له لارې اروپا ته ګاز لېږدوي او امريکا پر ترکيې ځکه فشار نه راوړي چې ورپورې تړلې ده. د روسيې ولسمشر، پوتين په ترکيه کې د ترکي مرکز د تاسيسولو اعلان وکړ چې اروپا ته ګاز لېږدوي، يعنې امريکا غواړي چې په راتلونکي کې اروپا ته د روسيې ګاز ولېږدول شي؛ خو دا کار دې له هغو لارو وشي چې واشنګټن یې کنټرولوي.

 

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې