پنجشنبه, ۲۲ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د امریکا منځمهاله ټاکنې
بسم الله الرحمن الرحيم
د امریکا منځمهاله ټاکنې

پوښتنه:

جمهوري غوښتونکي ګوند د ډیموکراټ ګوند په پرتله د لږ زیاتو رایو په اخیستو د استازو پر مجلس تسلط پیدا کړ؛ دا مجلس له ۴۳۵ استازو جوړ دی،  CBS News شبکې، چې په متحده ایالاتو کې د بي بي سي همکاره ده، اټکل کړی چې ډیموکراټ ګوند له دې ډلې لږ تر لږه ۲۱۸ څوکۍ خپلې کړې. (سرچینه: بي بي سي؛ ۲۰۲۲م کال د نومبر ۱۷مه) خو ډیموکراټانو "د دې لپاره چې چې ګوند یې د امریکا په سنا مجلس کې لا هم اکثریت څوکۍ ساتلې، دا بریا یې ولمانځه او په مناسبت یې نڅا او خوشالۍ وکړې." (سرچینه: الجزیره؛ ۲۰۲۲م کال د نومبر ۱۴مه) له بلې خوا د نړۍ د ډیری حکومتونو کورنیو رسنیو د امریکا د کانګرس د دواړو مجلسونو "استازو مجلس او سنا مجلس" د ټاکنو اړوند خبرونه منعکسول. پوښتنه دا ده چې ولې د امریکا داخلي تحولات او پیښې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لویې پېښې ګڼل کېږي؟ په داسې حال کې چې له امريکا پرته په نورو سيمو کې دغه ډول تحولاتو او پېښو ته دومره پام نه اړول کېږي؟ آیا امریکا له خپلو غلامانو او پیروانو غواړي چې د دوی داخلي پېښو ته جدي پام وکړي او یوه نړیواله مسله يې وګرځوي؟ لکه څنګه چې د انګلستان غلامې رسنۍ، د انګلستان د پاچاهانو په اړه ډېر بې ارزښته خبرونه په خورا شوق او لېوالتیا لاس په لاس کوي؛ لکه د دوی د واده، اولادونو او ... ؟ او که خبره دا ده چې د امریکا د کانګرس ټاکنې پر نړۍ رښتینی اغیز لري؟

ځواب:

هو، انګلستان یې له خپلو غلامانو او پیروانو غواړي چې د دوی بې ارزښته خبرونه خپاره کړي او د دې لامل د دوی د لوړوالي او برترۍ ژور احساس دی؛ ته به وایې چې د دوی هغه څه چې دوی پخوا امراتوري ورته ویله او لمر به نه پکې ډوبېده، اوس هم شته. په انګلستان کې خبره همداسې ده؛ خو د امریکا مسله بیا په بشپړه توګه توپیر لري. د دې توپیر د روښانه کولو لپاره لاندې مسایل څېړو:

۱. په نړیواله صحنه کې د امریکا د داخلي پېښو پر اغیزو د ښه پوهیدو لپاره، موږ د امریکا د ولسمشر بایډن وروستیو څرګندونو ته اشاره کوو چې ویې ویل: باید په پام کې ونیسو چې روسیه د اوکریان له خرسون سیمې څخه له وتو وړاندې په تمه وه چې د امریکا د کانګریس ټاکنو پایلې څنګه کېږي. (سرچینه: الجزیره، ۲۰۲۲م کال د نومبر ۱۱مه) همداراز د اوپیک پلس سازمان په چوکاټ کې د سعودي عربستان پریکړې ته هم اشاره کوو چې د نفتو تولید یې په ورځ کې دوو ملیونو بیرلو ته را ټيټ کړی. دا پرېکړه په دې موخه شوې، چې په نړیواله کچه د نفتو بیې لوړې شي او امریکايي وګړي د نفتو د بیو لوړېدو په غبرګون کې اعتراضونه وکړي او د ډیموکراټانو پر ځای جمهوري غوښتونکو ته رایه ورکړي. دغه راز په چین کې وروستیو قرنطینونو ته هم اشاره کولی شو چې د کرونا په پلمه وشول؛ موږ ډاډه نه یو چې د دې لامل په ریښتیا همدا خبره ده چې دوی وايي او که په ټاکنو کې د بایډن د ګوند د ملاتړ کولو لپاره وو. دا به په راتلونکو څو ورځو کې روښانه شي.

لنډه دا چې د ۲۰۲۲م کال د نومبر په ۱۸مه د امریکا د کانګرېس منځمهاله ټاکنې په نړۍ کې یوه لویه پېښه تمثیلوي؛ ان ویلی شو چې که په امریکا کې د ننه کوم ټکان پېښېږي، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې نورې سیمې هم لړزوي. له همدې امله د امریکا د ټاکنو نړیوال ارزښت ته باید په کمه سترګه ونه کتل شي. هغه څه چې دا ارزښت ډېر ښيي، دا دي چې د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر ټرمپ دورې په متحده ایالاتو کې د خلکو، حکومت، ګوندونو او سوداګریزو شرکتونو په ګډون په دغه هېواد کې له لویو درځونو او اختلافونو پرده پورته کړه. دې ته په کتو، نړۍ په تمه وه چې د امریکا د کانګرس ټاکنو پایله به څه شي.

۲. د نړۍ د تر ټولو مشهورې او سترې پانګوالۍ، سیاسي نظام داسې جوړ شوی چې یوازې دوه ګوندونه له یو بل سره سیالي کوي او هر یو د ټاکنو د ګټلو لپاره پر پانګوالو شرکتونو تکیه کوي! په حقیقت کې د امریکا خلک نه، بلکې لوی پانګوال شرکتونه د ټاکنو پایلې ټاکي؛ که د دواړو مجلسونو په ګډون د کانګرس ټاکنو د نوماندانو د ملاتړ په برخه کې د یادو شرکتونو لګښت وڅېړل شي، سږ کال یې کچه شاوخوا ۱۷ میلیاردو ډالرو ته رسېږي. «متحده ایالات په هر مناسبت کې له نوې بېلګې سره ډګر ته راځي، په داسې حال کې چې دا هېواد له یوه لوی تاریخي تورم څخه ځوروېږي، د منځمهاله ټاکنو د کمپاین لګښت یې ریکارډ جوړ کړ. یوه امریکايي سازمان په دغه هېواد کې د ۲۰۲۲ کال د منځمهاله ټاکنو په لګښت کې د نوي ریکارډ خبر ورکړ او ویې ویل چې د دغو ټاکنو لګښت له ۱۶،۷ میلیاردو ډالرو څخه اوښتی دی». (سرچینه: سکای نیوز عربي؛ ۲۰۲۲م د نومبر ۱۳مه) دا کچه د ځينو افریقایي او نا افریقايي دولتونو له کلنۍ بودیجې سره مساوي ده. له دغو پرېمانه لګښتونو ښکاري چې په امریکا کې همدا پانګوال او د لویو شرکتونو مالکان دي چې خلکو ته ور ښيي چې څوک وټاکي او څوک نه.

نو د امريکا د ټاکنو ظاهري بڼه داسې ده، چې واک د خلکو په لاس کې دى، خو په باطن کې بیا اصلي واکمنان لوی شرکتونه دي؛ هغه شرکتونه چې کولی شي د یو ځانګړي نوماند د ملاتړ لپاره سلګونه ملیونه ډالر ولګوي؛ ان تر دې چې ویل کېږي په امریکا کې د دې پر ځای چې رایه ورکوونکي سیاسیون وټاکي، سیاسیون رایه ورکوونکي ټاکي. مثلاً؛ څوک چې د جنین د سقط د آزادۍ شعار ورکوي، د ټاکل کېدو لپاره یوې ډلې ښځو ته اړتیا لري؛ څوک چې د کډوالۍ د دفاع او ملاتړ شعار ورکوي، اقلیتونو ته مخ ور اړوي، یا هغه څوک چې د نژادپالنې شعارونه ورکوي، په سپين پوستو پسې وي او همداسې نور...

۳. حقیقت دا دی چې پیسې او شرکتونه تل پر امریکا مسلط وو، خو د پخواني ولسمشر ټرمپ ادارې له هغو جدي تحولاتو پرده پورته کړه چې په امریکا کې پېښېږي. د دغو تحولاتو مهم سرلیک دا دی چې د لویو شرکتونو ترمنځ سخته سیالي د پخوا پشان نور یوه ورزشي سیالي نه ده؛ بلکې د ګرمېدو په حال کې ده، ان دا چې د جوش ټکي ته رسېدلې یا دې ټکي ته نیږدې ده. د پانګوالو حرص دوی ته اجازه نه ورکوي چې د خپلو متضادو ګټو په سیوري کې له یو بل سره سوله‌ایز ژوند وکړي. دلته شرکتونو تر منځ پانګواله سیالي دومره ګرمېږي چې سیاسیون، چې اصلاً د دغو شرکتونو استازي دي، د یو بل د هډوکو په ماتولو پیل کوي.

لنډه دا چې پانګوال په دوو برخو ویشل شوي دي: لومړۍ؛ هغه ډله ده چې د ټیکنالوژۍ شرکتونه پرې غالب دي، لکه ډيموکراټ ګوند. دویمه؛ هغه ډله ده چې د نفتو او انرژۍ شرکتونه پرې برلاسي دي، لکه جمهوري غوښتونکی ګوند. دا دوې برخې د امریکا د لویو شرکتونو ګټو او هر ایالت ته چې د دغو شرکتونو ګټې ورباندې متمرکزې دي، په کتو، تل پر نورو برخو د ویشل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د یادولو ده چې د امريکا د تېلو او انرژۍ شرکتونو د څو لسيزو لپاره د امريکا د پانګوالۍ نظام د ماهيت استازولي کوله؛ د امریکا د ننه یې لوی واک درلود او له امریکا بهر یې هم نفوذ ډېر و؛ داسې چې د نفتو جګړو او دولتونو تر منځ د نفتو د نل‌لیکو احداث او د لویو نفت‌کشونو جوړولو دغو شرکتونو ته پراخه ګټه او نفوذ ور په برخه کړ؛ خو په تیرو دوو لسیزو کې د ټیکنالوژۍ شرکتونو سر راپورته کړ، د دغو شرکتونو عواید په ډیرې چټکۍ لوړ شول، ځینو خو ان تر دوو لسيزو کمه موده کې دومره پانګه ترلاسه کړه چې د نفتو او انرژۍ شرکتونو په یوه پېړۍ کې نه وه ټوله کړې.

دا ستونزه د کرونا ویروس د خپریدو پر مهال نوره هم زیاته شوه؛ ځکه چې د قرنطین پالیسۍ د دې سبب شوې چې د نفتو شرکتونه ډېره ګټه ونه کړي، د نفتو بیه به کله ان منفي هم شوه. له بلې خوا؛ د ټیکنالوژۍ شرکتونو پرېمانه ګټه وکړه، خلک په خپلو کورونو کې ناست وو او د مخابراتي ټیکنالوژۍ په کارولو یې له یو بل سره اړیکې نیولې او خپلې ډېرې چارې یې له مخابراتي دستګاوو او کمپیوټر څخه مخته وړلې. سوداګریزې او د پيسو د راکړې ورکړې معاملې هم د دغو شرکتونو له لارې ترسره شوې، لکه امازون امریکايي شرکت چې د سوداګرۍ د ډېرو برخو کنټرول خپل کړ او هغه یې په الکترونیکي سوداګرۍ او کور ته د رسولو خدمتونو باندې بدلې کړې. د الکترونیکي کمپنیو دغه ستر او بې ساري ګام سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ له تګ سره په یوه وخت پیل شو؛ دلته د لویو ګټونکو او بایلونکو شرکتونو تر منځ د اختلاف اور ګرم شو، تر دې چې د یو بل د هډوکو ماتولو هڅې یې کولې. دا چې یاد شرکتونه خپلې موخې د سیاسیونو له لارې پلې کوي، دغو سیاسیونو په نورو زیاتو وېشونو پیل وکړ.

۴. د امریکا په ایالتونو کې وېشونه ورځ په ورځ زیات شول، د ډیموکراټانو تر واک لاندې ایالتونو د تیلو شرکتونو پر وړاندې قوانین تصویب کول پیل کړل؛ لکه صفر ته د ګلخانه‌اي ګازونو د کچې راټیټول او تر ۲۰۳۵م کال پورې په بشپړه توګه پر برېښنایي موټرو تکیه. له بلې خوا، د تګزاس په څیر ایالتونه، چې جمهوري غوښتونکي پرې واکمن دي او د نفتو شرکتونه پکې دي؛ د "شنه" صنعت شرکتونه یا هغه شرکتونه چې د ګلخانه‌اي ګازونو د تولید سیاست پر مخ وړي، په تور لیست کې اچولي. د دې وېش شدت هغه وخت زیات شو چې د جمهوري غوښتونکو تر واک لاندې ایالتونو، د رایې ورکولو د مرکزونو وېش پیل کړل او داسې قوانین یې وضع کړل چې له مخې به یې په راتلونکو ټاکنو کې پر دغو ایالتونو د جمهوري غوښتونکو واک زیاتېږي؛ لکه هغه قوانین چې د پوسټ له لارې رایه ورکول ستونزمنوي؛ د ډیموکراټانو پلویان له دې لارې رایه ورکول خوښوي.

له بل لوري؛ د ډيموکراټانو تر واک لاندې ایالتونو د رایې ورکولو مرکزونو پر وېش پیل وکړ او ځينې قوانین یې وضع کړل؛ لکه د پوسټ له لارې د رایې ورکولو کې اسانتیا، چې له دې لارې په خپلو ایالتونو کې د جمهوري غوښتونکو نفوذ ختموي. سربېره پر دې د فرهنګي وېشونو یادونه هم کولی شو؛ لکه د جمهوري غوښتونکو تر واک لاندې ایالتونو په درسي نصاب کې د «نژادي لید» شاملول او د کډوالو پر وړاندې د مخالفت فرهنګ خپرول. په مخالف ګوند کې هم هڅه کېږي چې تر خپل واک لاندې ایالتونو کې د جنین د سقط د ازادۍ فرهنګ دود شي، ځکه چې دا د جمهوري غوښتونکو له محافظه‌کارانه یا ځان‌ساتي لیدلوري سره په ټکر کې ده. دغه راز هڅه کوي چې د کډوالو د هرکلي فرهنګ ته وده ورکړي.

په دې توګه، د امریکا ایالتونه په دوو برخو وېشل شوي دي: سره؛ چې د جمهوري غوښتونکو تر واک لاندې دي او اکثریت یې سپین پوستي دي. شنه؛ چې د ډیموکراټانو تر واک لاندې دي او د کډوالو لږکي ورسره دي. دا په دې معنی ده چې دغو وېشونو نژادي رنګ اخیستی او دا تګلاره ورو ورو ثابته او پایداره بڼه خپلوي او سیاسیون په ټولو ایالتونو کې د اختلافي مسایلو د لویولو لور ته روان دي.

۵. امریکا او د نړۍ حکومتونو د امریکا د کانګریس د منځمهاله ټاکنو پایلې څارلې؛ دا کار هر حکومت د خپلو ګټو پر بنسټ کاوه. مثلاً روسیې غوښتل چې «د ټرمپ ګوند» یې وګټي چې د بایډن د ادارې له لوري اکراین ته د لویو مرستو مخه ونیسي. اروپا، په ځانګړي ډول المان دې ته اندېښمن و چې که «د ټرمپ ګوند» بریالی شي دا به د روسیې د پراختیا غوښتونکې تګلارې په برخه کې له اروپا څخه د امریکا پر ملاتړ منفي اغېزه وکړي. ښايي چين هم اندېښمن و چې امريکا به يې پر ضد نور خصمانه ګامونه پورته کړي او يا به سویلي کوريا او جاپان په اټومي وسلو سمبال کړي. په اسلامي خاورو کې هم د امریکا غلامانو د دغو ټاکنو پایلې څارلې، مثلاً ځینو یې، لکه سعودي پر دې باور دي چې «د ټرمپ ګوند» د «د بایډن ګوند» په پرتله ښه دی او ځينې یا بیا مخالف نظر لري. سمه ده چې دا د ولسمشرۍ ټاکنې نه دي، خو داسې ښودل کېږي چې ته به وایې دا ولسمشریزې ټاکنې دي؛ سره له دې، د دغو ټاکنو پایلې په ۲۰۲۴م کال کې د ولسمشریزو ټاکنو پر پایلو ډېره اغېزه لري.

په امریکا کې د لوی تورم، لکه د نفتو د بيو لوړوالي، د جمهوري غوښتونکي ګوند د بریا لپاره فضا برابره کړې وه؛ ټولپوښتنو هم دا اټکل کاوه او رسنیو هم همدا خبره ترویجوله؛ ان تر دې چې ډیموکراټان یې په هغه څه وېرولي وو چې «سره وهونکې څپه» یې بلله. یعنې د ټاکنو شرایط په ټولیزه توګه د جمهوري غوښتونکو په ګټه وو، خو کومې پایلې چې تر اوسه خپرې شوې، ټولپوښتنې او رسنۍ یې حیرانې کړې، په ځانګړي ډول هغه رسنۍ چې د ډیموکراټانو په صف کې دي او د «سرې وهونکې څپې» اټکل یې کړی و. پخواني ولسمشر ټرمپ د جمهوري غوښتونکو نوماندانو د ملاتړ لپاره بېلابېلو ایالتونو ته سفرونه وکړل؛ لکه دا چې د ولسمشریزو ټاکنو کمپاین وي. د دې پر وړاندې ډیموکراټانو د اوسني ولسمشر بایډن او پخوانیو ولسمشرانو لکه اوباما او کلنټن په مشرۍ کمپاین پیل کړ؛ غوښتل یې د «سرې وهونکې څپې»، چې ډېره لویه اټکل شوې وه، مخه ونیسي؛ خو دا څپه را نه غله. ان د ټاکنو پایلې ښيي چې جمهوري غوښتونکی ګوند به بیا هم په کم اکثریت سره د استازو په مجلس واکمن وي؛ دا مجلس له ۴۳۵ استازو جوړ دی،  CBS News  شبکې، چې په متحده ایالاتو کې د بي بي سي همکاره ده، اټکل کړی چې ډیموکراټ ګوند له دې ډلې لږ تر لږه ۲۱۸ څوکۍ خپلې کړې. (سرچینه: بي بي سي؛ ۲۰۲۲م کال د نومبر ۱۷مه) خو ډیموکراټانو «د دې لپاره چې چې ګوند یې د امریکا په سنا مجلس کې لا هم اکثریت څوکۍ ساتلې، دا بریا یې ولمانځه». ډیموکراټان اوسمهال ۵۰ څوکۍ لري، دا د ولسشمر د مرستیالې، کاملا هریس چې د سنا مجلس مشره هم ده، د رایې سربېره دي. جمهوري غوښتونکي ۴۹ څوکۍ لري. یوه بله څوکۍ پاتې ده چې تر اوسه د سنا مجلس په ټاکنو کې پرېکړه نه ده پرې شوې او تمه ده چې په جورجیا ایالت کې د ټاکنو په دویم پړاو کې چې د ډسمبر په ۶مه کېږي، معلومه شي. دیموکراتان ممکن د دې دورې له لارې خپل اکثریت پیاوړي کړي. (سرچینه: الجزیره؛ ۲۰۲۲م د نومبر ۱۴مه) دا پایلې د ټولو تمو او ټولپوښتنو خلاف وې.

۶:که هغو ایالتونو ته وګورو چې د جمهوري غوښتونکو تر واک لاندې دي، والي او اکثریت داخلي استازي او سناتوران یې جمهوري غوښتونکي دي، هماغسې جمهوري غوښتونکي پاتې دي او ډیموکراټان په دې نه دي توانیدلي چې په دغو ایالتونو کې څه لاسته راوړنه ولري. البته کوچنۍ استثناوې شته، لکه د کډوالو د شمیر زیاتوالی، په ځانګړي ډول هغه چې له لاتینې امریکا څخه راغلي. د دوی شتون د دې سبب شوی چې د ټګزاس غوندې ایالت ځينې استازي، چې شمېر یې کم دی، د ډیموکراټانو پلوي وي. خو جمهوري غوښتونکي لا هم پر دغو ایالتونو نیږدې بشپړ کنټرول لري. په هغو ایالتونو کې چې د ډیموکراټانو تر واک لاندې دي، د دې برعکس صدق کوي او داسې ښکاري چې دا وېشونه ډېر ژور دي او ریښې یې غځولې. دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر نور ایالتونه اوس هم د دواړو ګوندونو ترمنځ د جګړې ډګر دی او ټاکونکي ایالتونه بلل کېږي، لکه جورجیا، اریزونا، نیواډا او پنسلوانیا. د دغو ټاکنو د پایلو د تمې خلافوالی ښايي د دې ښکارندوی وي چې هغه امریکایي دولتونه چې د امریکا د پلازمینې واشنګټن تر امر لاندې دي؛ اوس د پخوا په څېر یو موټی نه دي او اختلاف یې تلپاتې کېږي. له بل لوري؛ د واک پر سر د دواړو ګوندونو شخړه او د هغو لویو شرکتونو متفاوتې ګټې چې د دغو ګوندونو تر شا دي، ممکن په ټاکونکو ایالتونو کې ډېر زیاتې شي. ځکه په دغو ټاکنو کې پر دغه هر ایالت د یوه ګوند واکمندېل او په دغو ایالتونو کې د مقابل لوري پر وړاندې د نوو قوانینو وضع کول او له هغو سره د مخالفت فرهنګ خپرېدل، دا ایالتونه له مقابل لوري لرې کوي او دا هغه څه دي چې ناکام لوري ته به د منلو وړ نه وي. نو ښايي په دغو ټاکونکو ایاتونو کې د تاوتریخوالي اور بل شي او ټوله امریکا د لا ډېر تاوتریخوالي لور ته بوزي او په دې توګه د دولت په بهرني سیاست کې بدلون راشي. ان ویلی شو چې دا بدلونونه سر له اوسه لیدل کېږي. د نفتو د تولید د کموالي په مسله کې « د ټرمپ له ګوند» سره د سعودي درېدل، د دغې تګلارې ښکاره او خطرناکه نښه ده.

تر ټولو مهمه خبره چې د وروستیو ټاکنو په ترڅ کې روښانه شوه، داخلي اختلافات وو؛ داسې چې دواړه لوري د واک په برخه کې تقریباً مساوي دي او د تېلو د بیو لوړېدلو په څېر متغیر شرایط د دوی پر واک اغېز نه کوي؛ خو دا چې حزبي تعصب زیات شوی، دا ډېره خطرناکه مسله ده. دا تعصب په وروستیو ټاکنو کې ښکاره دی؛ د "ټرمپ ګوند" ځینو نوماندانو، ان ښځو په داسې حال کې کمپاین کاوه چې ټوپک یې پر اوږه و. ښايي په راتلونکو ورځو کې د ایالتونو ترمنځ د لا ډېر واټن او د دغه واټن د قانوني کېدو شاهدان وو او ښايي له هغو سیمو د ډېرو نا سپين پوستو د کډه کېدو شاهدان وو چې د جمهوري غوښتونکو تر واک لاندې دي او په دغو سیمو کې د سپين پوستو د برترۍ فکر ته وده ورکړل شي.

۷:هغه څه ته په پام سره چې د متحده ایالاتو په منځمهاله ټاکنو کې پیښ شول، کولی شو تر یوه حده یې پر پایلو داسې رڼا واچوو:

الف. دا چې په امریکا کې داسې څوک نه برېښي چې وکولی شي په واشنګټن کې د واک پر سر د دواړو اړخونو ترمنځ رامنځته شوې تشه ډکه کړي، او دا چې امریکایان ورځ تر بلې په سیاسي تړاو او صف جوړولو کې ډېر تعصب ښيي؛ د بایډن اداره به په راتلونکو دوو کلونو کې له ډېرو خنډونو سره مخ شي. دا خنډونه به د جمهوري غوښتونکو «سرو» ایالتونو او استازو مجلس له لوري جوړ شي؛ د دې په پایله کې به دولت اړ شي چې داخلي وضعیت ته ډېر پام وکړي او پر بهرني سیاست تمرکز کم کړي.

د ټرمپ په اړه باید ووایو چې تر ټاکنو مخکې داسې ښکارېده چې هغه په بشپړه توګه د جمهوري غوښتونکي ګوند کنټرول په لاس کې اخیستی دی؛ خو د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته څرګنده شوه چې د ټرمپ ملاتړ لرونکي یو شمېر نوماندان بریالي شول او یو شمېر نه. دا مسله ښايي په ولسمشریزو ټاکنو کې چې ټرمپ غواړي د دویم ځل لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند په استازیتوب ځان نوماند کړي، د ستونزو راولاړېدو لامل شي.

ب. د جمهوري غوښتونکي ګوند تر شا لوی امریکايي شرکتونه په نړیواله کچه ډېر نفوذ لري، د نفتو د تولید د کموالي په اړه د سعودي وروستۍ پرېکړې دا ښکاره کړه. نو د متحده ایالاتو د نړیوال نفوذ د ټوټه کېدو احمال هم شته. دا به امریکا په نړیواله کچه کمزورې کړي او دا داسې مسله نه ده چې کمه وګڼل شي؛ لکه څنګه چې د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جان کیري، چې دیموکرات دی، اړیکو د ټرمپ د ادارې هغه سیاستونه ضعیف کړل چې غوښتل یې پر ایران فشار زیات کړي او جمهوري غوښتونکو د بایډن د ډيموکراټې ادارې پر وخت د نفتو د تولید لپاره د سعودي په تحریک، د دې ځواب ورکړ. دغه ځواب پر روسیې د بایډن د ادارې فشارونه کمزوري کړل. دا واقعیت به د دې سبب شي چې د امریکا نړیوال نفوذ په دوو برخو ووېشل شي او په ورته وخت کې به ځينې سټراټېژیکې ګټې د ګډو ګټو په توګه پاتې شي؛ لکه له روسیې او چین سره مبارزه، چې دغې مبارزې د مخته وړو په څرنګوالي کې هم د دواړو لورو تر منځ د اختلاف امکان شته.

ج. د بایډن اداره لا هم دوه کاله وخت لري چې د اوکراین په مسله کې پر روسیې فشار راوړي، او ان که متحده ایالات د اوکراین او روسیې تر منځ د خبرو اترو دروازه پرانیزي، پر روسیې به فشار ته دوام ورکړي چې په اوکراین کې یې له لنډمهاله لاسته راوړنو بې برخې کړي. نو روسیه به د متحده ایالاتو لخوا د سختو بندیزونو تر بار لاندې پاتې شي، تر هغه چې امریکا وکولی شي د اوکراین له صحنې بهر نورې لاسته راوړنې پیدا کړي؛ لکه د دې تضمین رامنځته کول چې د روسیې اټومي وسلې متحده ایالاتو ته ګواښ نه جوړوي. داسې ښکاري چې د بایډن د ادارې په وخت کې د امریکا پالیسي همداسې ده او که بایډن دا لاسته راوړنې ونه لري، روسیه به له غربي نړۍ او اتباعو يې لرې پاتې شي؛ اقتصاد به یې ټکنی وي او د مقاومت توان به ونه لري.

د. د بایډن اداره په دې بریالۍ شوه چې له روسیې سره د مرستې په برخه کې د چین په وېرولو، دغه هېواد له روسیې لرې وساتي، که څه هم چین او روسیه په خپل منځ کې د اړیکو په اړه بې بنسټه څرګندونې کوي؛ خو دا ریښتیا نه دي. باید پوه شو چې د لرې کولو دا پروسه لا بشپړه نه ده؛ روسیه پوهېږي چې چین یې تر شا نشته او د امریکا او ناټو سازمان غړو هېوادونو پر وړاندې یې یوازې پرېښې؛ دا هېوادونه ناټو ته پراخې پوځي مرستې لېږي او پر روسیې یې لوی اقتصادي بندیزونه لګولي؛ خو چین خپل متحد ته هېڅ راز اغېزناکه او ګټوره مرسته نه ده لېږلې؛ همدغه متحد یې د اوکراین له جګړې وړاندې دوه اړخیزه همکارۍ «نامحدودې» بللې وې.

هـ. د غربي اروپا دولتونه دې ته اندیښمن وو چې ټرمپ یو ځل بیا واک ته ونه رسېږي؛ دا که بیا ځلي ولسمشر کېدل وي او که یې پر کانګرس د حزب تسلط؛ ځکه چې هغه یوه داسې سیاست په مخ کې نیولی و چې یعنې د «ناټو» تاریخ تېر دی دا چې د اروپا پوځي ځواک د روسیې د پراختیا غوښتونکي سیاست پر وړاندې کمزوری دی، اروپا خوشاله شوه چې د بایډن ادارې مخ ور واړاوه. دغه راز د امریکا د ګازو شرکتونو اروپا ته په امریکا کې د ګاز د بیې په پرتله څلور برابره زیات، د روسیې د بدیل په توګه د ګاز په برابرولو د بایډن پر ادارې فشار راوړ او اروپايي دولتونو یې پر وړاندې اعتراض وکړ. بایډن پخپله هم پر دغو شرکتونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د اوکراین د جګړې پر مهال یې زیاته ګټه ځان ته اخیستې او خبرداری یې ورکړی چې د دوی پر ګټو به اضافي مالیات ولګوي. طبیعتاً بایډن په کور دننه هم د نفتو د بیې پر لوړېدو نیوکه کوي، ځکه چې په اروپا کې د نفتو د بیې لوړېدل ده ته دومره مهم نه دي، بلکې کوم سیاست چې اوس بایډن د المان په محور رهبري کوي، موخه یې د اروپا پاشل دي او دا سیاست د امریکا د پخواني ولسمشر، ټرمپ سیاست ته ورته دی چې د «انګلستان د برېګزېټ» په محور یې د اروپا وحدت ته د زیان رسولو په موخه پر مخ یووړ.

۸. لنډه دا چې معلومه شوه چې د امریکا د کانګریس منځمهاله ټاکنې ډیرې داخلي او بهرنۍ اغیزې لري او په ټوله نړۍ کې د امریکا د تسلط لپاره دا ټاکنې یوه نړیواله پېښه ګرځیدلې؛ دا چې دا ټاکنې د امریکا پر بهرني سیاست اغېز کوي، نو پایله یې د نړۍ ډېرو هېوادونو څارله او پام یې ورته کاوه. دا ټاکنې د انګلستان له داخلي تحولاتو سره نه شو پرتله کولی، ځکه چې انګلستان له سیاست، لوړوالي او برترۍ سره د سختې مینې په سبب له خپلو غلامانو غواړي چې د خپلو رسنیو پام ور واړوي.

دا د تش په نامه لویو دولتونو حقیقت او هغه یې د داخلي تحولاتو ارزښت دی. کله چې الله سبحانه وتعالی د اسلامي دولت د تاسیس اراده وکړي، د اسلامي امت لپاره په نړۍ کې د نفوذ لاره پرانستل شي او دا امت نړۍ ته د هدایت پیغام ورسوي؛ هغه وخت به د مسلمانانو هر کوچنی او لوی تحول کفري دولتونو ته سیاسي او رسنیز ارزښت لري؛ داسې چې د هغو د پایلو د تحلیل له مخې به ځان جوړوي. اوس هم لوى کفري دولتونه په اسلامي نړۍ کې هرې لويې او وړې پيښې ته ډيره پاملرنه کوي او په دوامداره توګه د اسلامي حرکتونو څارنه کوي. په دوی پورې تړلې رسنۍ هڅه کوي چې ځینې هغه حرکتونه چې دوی یې "منځلاري" بولي، راپورته کړي او لوی یې وښيي او امت له نورو حرکتونو چې په اخلاص کار کوي، لرې کړي. دا کفري دولتونه شپه او ورځ د مسلمانانو د مخلصو حرکتونو او خوځښتونو فعالیتونه څاري، محاسبه کوي یې او له خپلو غلامانو غواړي چې دا حرکتونه په نطفه کې خنثی کړي. هو، د دوی دا انديښنې په داسې حال کې دي چې اسلامي دولت، خلافت لا نه دی تاسیس شوی. د کفارو حالت به هغه وخت څنګه وي چې اسلامي امت او ټولې وړتیاوې یې تر یوې مخلصې رهبرۍ لاندې د الله سبحانه و تعالی د رضایت او د امت ګټو ته د خدمت لپاره رهبري شي؟ هغه وخت به اسلامي امت خپل له لاسه ورکړی عظمت بېرته لاسته راوړي او د دغو تش په نامه لویو دولتونو سستي او کمزوري به ښکاره شي. الله تعالی فرمایي:

﴿وَسَیَعلمُ الّذینَ ظَلَمُوا أیّ مُنقَلَبٍ یَنقَلِبُون﴾ [شعراء: 227]

ژباړه: او ظالمانو ته به ژر معلومه شي چې له څه ډول برخلیک سره مخ کېږي!

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې