دوشنبه, ۱۱ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د افغانستان او ایران ترمنځ نښتې
بسم الله الرحمن الرحيم
د افغانستان او ایران ترمنځ نښتې

(ژباړه)

پوښتنه

د هلمند سیند د اوبو پر سر اوږدو شخړو په سبب د افغانستان او ایران ترمنځ اخ و ډب بیا زیات شوی. هلمند سیند د دواړو هېوادونو لپاره د اوبو اصلي سرچینه ده. دويچه ویله خبري وېبپاڼې د ۲۰۲۳م کال د جون په ۳مه خبر ورکړ چې: «د ایران او طالبانو سرحدي ځواکونو تېره اونۍ ګډې پولې ته نیږدې سخته نښته وکړه چې په پایله کې یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله واوښته. دغه نښته د دواړو خواوو ترمنځ د شخړو زیاتېدو نوې څپه ګڼل کېږي؛ دواړه اړخونه د نښتې د پيلولو پړه د یو بل پر غاړه اچوي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هلمند (په ایران کې هیرمند ورته وایي) سیند د اوبو پر سر د کابل او تهران ترمنځ اختلاف زیات شوی. د یادولو وړ ده چې هلمند سیند د دواړو هېوادونو لپاره د اوبو اصلي سرچینه ګڼل کېږي.»

الجزیرې هم د ۲۰۲۳م کال د جون په لومړۍ نېټه په خپله وېبپاڼه کې د "ازویستیا" روسي ورځپاڼې په حواله ولیکل: «د افغانستان د کورنیو جګړو پر مهال د طالبانو له مخالفې ډلې "شمالي ټلوالې" د ایران د ملاتړ په سبب د ایران او طالبانو د حکومت ترمنځ اړیکو هسکې ټیټې لرلې. د اوبو پر سر ستونزو سربېره؛ دواړه هېوادونه مذهبي او سیاسي اختلاف هم لري. په ۱۹۷۳م کال کې د شوې هوکړې له مخې؛ افغانستان باید هر کال له دغه سیند څخه ۸۵۰ ملیونه متر مکعبه اوبه ایران ته ورکړي. دغه مسله واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته لا پېچلې شوې.»

پوښتنه دا ده چې چې د دواړو اړخونو ترمنځ د دغو ستونزو او نښتو سببونه څه دي؟ پایله به یې څه شي؟ بله دا چې ایا د نړۍ زبرځواکونه په دغو اختلافاتو کې لاس لري او هڅه کوي چې د خپلو استعماري پروژو پلي کولو لپاره ګټه ترې واخلي، که نه؟

ځواب

د دغو نښتو د سببونو د روښانه کولو لپاره او دا چې پایله به یې څه شي؛ لاندې مسایل څېړو:

۱. فارس خبري اژانس د ۲۰۲۳م کال د مې په ۲۷مه وویل: «د ایران او طالبانو سرحدي ځواکونه ګډې پولې ته نیږدې سره ښکېل شوي.» یاد اژانس د یوې باخبره سرچینې په حواله وویل چې «د ایران سرحدي ځواکونه او طالب وسله‌والو لفظي شخړه کړې او دا شخړه د دواړو لورو ترمنځ د ډزو د تبادلې سبب شوې. د ایران د کورني امنیت د عمومي قومندان مرستیال، قاسم رضايي په خپلو لومړنیو رسمي اظهاراتو کې وویل: «تهران له افغانستان سره پر پوله د هېڅ ډول نا خوښه پېښې اجازه نه ورکوي. طالبانو د افغانستان او ایران ترمنځ پر ګډه پوله څو ځله تېروتنې کړې. ګاونډیو دولتونه ته وایو چې زموږ پولې د دوستۍ دي او باید پر دغو پولو کومې نا خوښه او غمجنې پېښې ته اجازه ور نه کړو. طالب ځواکونو نن سهار د ایران لوري ته ډزې کړې او ایراني پوله‌ساتو هم غبرګون ښودلی. نښتې یو څه وخت ودرول شوې؛ خو په دې وروستیو کې بیا زیاتې شوې او تر اوسه دوام لري.» ده وویل چې د ایران د کورني امنیت عمومي قومندان، احمد رضا رادان پوله‌ساتو ځواکونو ته امر کړی چې پر پوله هر ډول سپکاوي او تېري ته جدي غبرګون وښيي» د ایران رسمي خبري اژانس "ایرنا" وویل: «د پوله‌ساتو او طالبانو ترمنځ د نن ورځې، ۲۰۲۳م کال د مې ۲۷مې نښتې په پایله کې دوه طالب ځواکونه وژل شوي او دغه راز د دوو ایراني ځواکونو د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو سبب شوې.»

۲. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالنافع ټکور پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل: «دوه تنه نن په نیمروز ولایت کې د نښتو په پایله کې ووژل شول؛ یو یې ایرانی او بل افغان دی؛ یو شمېر نور ټپیان شوي. د یادولو ده چې اسلامي امارت له ګاونډیو سره د نښتو پلوی نه دی.» (سرچینه: طلوع نیوز، ۲۰۲۳م کال د مې ۲۷مه). د افغانستان پولیسو د ۲۰۲۳م کال د مې په ۲۹مه ټینګار وکړ چې د افغانستان او ایران ترمنځ لار "د ورېښمو پل"، چې د ۲۰۲۳م کال د مې په ۲۸مه د نښتو په سبب څو ساعته تړل شوې وه، بیا پرانیستل شوه.  

دا ټول په دې معنی دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې پر سر وضعیت ماتېدونکی دی او هره لحظه د نوو نښتو امکان شته. په تېرو دوو کالو کې چې طالبان واک ته رسېدلي، د ایران او طالبانو ترمنځ تر ۱۰ ځلو ډېرې دا ډول نښتې شوې؛ دا ښيي چې د دواړو اړخونو ترمنځ دغه نښتې نیمه دایمي دي.

۳. د ایران او افغانستان ترمنځ د هلمند یا هیرمند سیند پر سر اختلافات زیات شوي. دغه اختلافات له پخوا وو؛ په ۱۹۷۳م کال کې د دواړو اړخونو ترمنځ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو چې له مخې یې افغانستان باید هر کال ایران ته له دغه سیند څخه ۸۲۰ ملیونه متر مکعبه اوبه ورکړي. خو ایران ادعا کوي چې هر کال یوازې دوه ملیونه متر مکعبه اوبه ورکول کېږي. نو ښکاري چې د دواړو اړخونو ترمنځ تر ټولو مهمه ستونزه اوبه دي چې پیل یې یوې نیمې پېړۍ وړاندې وخت ته رسېږي؛ هغه وخت چې انګلستان دواړه هېوادونه سره بېل کړل. د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، موسوي د ۲۰۲۳م کال د مې به ۲۸مه پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل: «باید ویښ وو؛ نن چې د زابل-نیمروز پر پوله څه وشول، په حقیقت کې د استعمارګرو د دسیسو دوام دی. که ګولډ سمېټ په خپل چل او فرېب په ۱۸۷۲م کال کې سیستان آباد ننني وضعیت ته راورساوه؛ باید پوه شو چې د نن ورځې وارثین یې غواړي ایران او افغانستان ړنګ کړي. زموږ خلک او د دواړو هېوادونو پوه کسان باید درک کړي چې هر ډول شخړه او نښته به د دواړو هېوادونو د سټراټېژۍ د زیانمنېدو په معنی وي.»

۴. نو د دغې کیسې پیل هغه وخت ته رسېږي چې دواړو هېوادونو د جنرال ګولډ سمېټ په رهبرۍ انګلستاني منځګړي پلاوي ته پناه یوړه؛ یاد پلاوي په ۱۸۷۱م کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوله رسمول پیل کړل او دغه کار یې په یوه کال کې بشپړ کړ. د افغانستان او ایران ترمنځ اوږده ګډه پوله ده چې د افغانستان، ایران او ترکمنستان ترمنځ د پولې مثلث کې له ذوالفقار تنګي پیلېږي او د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ د پولې مثلث کې تر ملک سیاه غره پورې رسېږي؛ ټول ۹۴۵ کیلومتره کېږي.

د هلمند سیند د اوبو پر سر ستونزه له دغه ځایه پیل شوه؛ انګلستان د پولې د وېشلو پر وخت سیستان او بلوچستان سیمې له یو بله بېلې کړې او د درې واړو اسلامي هېوادونو "افغانستان، ایران او پاکستان" ترمنځ یې د دوامداره اختلافاتو پلمه رامنځته کړه؛ استعمارګرو دغه مکر په ټولو هغو اسلامي او نا اسلامي هېوادونو کې کړی چې اشغال کړي یې وو. انګرېزانو اشغال شوي هېوادونه ووېشل او له دې سره یې په وېشل شوو سیمو کې د نښتو او شخړو اور بل کړ. انګرېزانو د درې واړو هېوادونو ترمنځ دغه ټکي کې خپلواکي غوښتونکی خوځښت رامنځته کړ چې د انګلستان دسیسو او مداخلې ته لار هواره شي او درې واړو اړخونو ترمنځ د شخړو دوام ته پلمه وي؛ د دغو سیمو خلک یو بل ووژني او په پایله کې یې انګلستان خپل نفوذ وساتي او د دغو هېوادونو خلک په کمزوري حالت کې پرېږدي چې د انګلستان تر ولکې لاندې وي او که انګلستان خپل نفوذ له لاسه ورکړ، دغه خوځښت یې بېرته ورته ترلاسه کړي.

۵. د پولې دواړوو خواوو ته د دغو هېوادونو ترمنځ اختلاف دوام وکړ؛ په ځانګړي ډول کله چې په ۱۸۹۶م کال کې د هلمند سیند مسیر بدل شو. هلمند سیند شاوخوا ۱۱۵۰ کیلومتره اوږد دی؛ د افغانستان له څو ولایتونو او دغه شان د ایران له سیستان او بلوچستان ولایتونو –چې انګلستان د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ ووېشل- تېرېږي، بلاخره له ایران سره ګډې بحيرې، هاومن ته رسېږي. په ۱۹۰۵م کال کې یو ځل بیا د افغانستان او ایران ترمنځ پوله رسم او د هلمند سیند اوبه ووېشل شوې؛ دا ځل دا کار انګرېز جنرال، هنري مکمهان وکړ. یاد جنرال شرط کېښود چې افغانستان پر هلمند سیند داسې بندونه نه شي جوړولی چې د ایران د اوبو سرچینو ته زیان ورسوي؛ دغه راز یې ایران ته امر وکړ چې یوازې د دغه سیند درېیمه برخه اوبه واخلي. افغانستان د امیر حبیب الله خان په وخت کې یاده پرېکړه ونه منله او ویې ویل چې یاده پرېکړه د ایراني لوري په ګټه شوې.

دغه اختلاف لسګونه کاله روان و؛ بېلابېل پرېکړه کوونکي پلاوي وټاکل شول، ګڼ هوکړه‌لیکونه لاسليک  شول او بېرته تر پښو لاندې شول.

د دواړو اړخونو ترمنځ شخړې په ۱۹۳۴ کې زیاتې شوې او پرېکړه یې وکړه چې د هغې معاهدې لسمې مادې ته مراجعه وکړي چې د دواړو لوریو ترمنځ په ۱۹۲۱ کې لاسلیک شوې وه. یاده ماده وايي: "برېتانیا به د پولې پر سر اختلافونو کې منځګړیتوب کوي". د دې پر ځای دواړو خواوو یوه ترکي پلاوي ته مراجعه وکړه چې په دې اړه پرېکړه وکړي؛ خو یاد پلاوی بریالی نه شو. بیا په ۱۹۳۶ او ۱۹۳۹ کې د دواړو لوریو ترمنځ خبرې اترې وشوې؛ ایران د کمال خان بند نیمې اوبه وغوښتې، خو افغاني لوري یاده غوښتنه رد کړه او دغه خبرې اترې هم ناکامې شوې. ورپسې د ۱۹۵۱ او ۱۹۵۸ کلونو خبرې اترې هم ناکامې شوې؛ بلاخره په ۱۹۷۳ کې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې ایران ته به د دغو اوبو ۱۰ سلنه ورکول کېږي؛ خو د افغانستان پارلمان دغه پرېکړه تصویب نه کړه. په ۱۹۷۸ کې په افغانستان کې کمونیستانو کودتاه وکړه؛ هغوی دغه هوکړه په بشپړه توګه رد کړه؛ افغانستان د روسیې له لوري اشغال شو او د هلمند سیند د اوبو قضیه هم په خپل حال پاتې شوه.

۶. دغه موضوع د روسانو له ماتې، ګډ تړون او له افغانستانه یې له شرمناک وتلو؛ د مجاهدینو د حکومت له تشکیل او په لومړي ځل واک ته د طالبانو له رسيدو – ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱- وروسته وخت پورې هماغسې پاتې وه. بیا امریکا تېری وکړ او افغانستان اشغال شو؛ دغه وخت او په ځانګړي ډول د اشرف غني د حکومت پر مهال په ۲۰۱۴ کې هغه پرېکړه وکړه چې په ختیځ او لوېدیځ کې پر هغو سیندونو ابګردان بندونه جوړ کړي چې له افغانستان څخه سرچینه اخلي او پرته له دې چې افغانستان ته یې ګټه ورسېږي ګاونډیو هېوادونو ته ځي؛ دی بریالی شو چې ۴۹ بندونه جوړ کړي. په نیمروز ولایت کې له ایران سره پولې ته نیږدې کمال خان بند جوړولو ۴ کاله ونیول او په ۲۰۲۱ کې پرانیستل شو؛ دغه بند د افغانستان له اوبو څخه د ایران پر ونډه ډېر اغېز وکړ. اشرف غني په خپلو خبرو کې وویل چې که ایران د اوبو په بدل کې نفت ور نه کړي، نه غواړي چې ایران ته یې اوبه روانې وي.

کله چې د ۲۰۲۱م کال د اګېسټ په ۱۵مه طالبان بیا واک ته ورسېدل؛ ایران له دغه نوي حکومته وغوښتل چې د ۱۹۷۳م کال هوکړه‌لیک ته بیا وروګرځي. د یادولو وړ ده چې پخپله ایران هم له ګاونډیو هېوادونو سره ګډې اوبه لري او د اوسنیو استعماري وېشونو د دوام په صورت کې دغه ګډې اوبه د لا ډېرو ستونزو راولاړېدو سبب کېږي.

۷. د ایران ولسمشر، ابراهیم رییسي د ۲۰۲۳م کال د مې په ۱۸مه د سیستان او بلوچستان ولایت چابهار ښار ته په سفر کې د افغانستان حکامو ته خبرداری ورکړ او ویې ویل: «د هیرمند سیند حقابه د سیستان او بلوچستان سیمې د خلکو حق دی؛ په دې اړه معاهدې او هوکړه‌لیکونه صراحت لري.» ده په داسې حال کې چې د افغانستان حکامو ته یې خبرداری ورکاوه وویل: «د افغانستان حاکمان دې پوه شي چې دا یوه طبیعي مسله نه ده. دوی دې دغه مسله جدي ونیسي او موږ خبرداری ورکوو چې د پاکستان په سیستان او بلوچستان په سیستان کې خلکو ته د هیرمند سیند اوبو حق ژر تر ژره ورکړي.» ده زیاته کړه: «حکومت خپله ټوله هڅه کوي چې د عمان له بحر څخه اوبه د ایران ختیځ ته ورسوي، خو دغه پروژه وخت نیسي.» سرچینه: العالم ایران انټرنېټي پاڼه، ۲۰۲۳م کال د مې ۱۸مه)

د ایران "ایرنا" خبري اژانس په افغانستان کې د ایران د سفیر، حسن کاظمي په حواله لیکلي: «که ثابته شي چې په کجکي بند کې اوبه شته او طالبان د ایران ونډه نه ورکوي؛ نو طالبان یې باید مسولیت واخلي، هغه وخت به فرصت نه وي او د ایران حکومت پوهېږي چې څه ډول غبرګون وښيي.» (سرچینه: العربیه، د ۲۰۲۳م کال د مې ۲۵مه)

په افغانستان کې د دغه ایراني ډیپلوماټ له خبرو ښکاري چې ایران د دواړو هېوادونو ترمنځ د وضعیت د کړکیچن کولو خبرداری ورکوي. ایران پخوا د امریکا د شتون او د هغې د مزدورو حکومتونو پر وخت دا ډول خبرداري نه ورکول او له هغو حکومتونو سره یې اړیکې ښې وې؛ که څه هم د اوبو ستونزه له لسیزو راهیسې شته. نو د ایران د ولسمشر او نورو چارواکو ګواښونه او خبرداري ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ وضعیت ښه نه دی او ستونزې به همداسې زیاتې وي؛ تر هغه چې ایران د سیستان او بلوچستان سیمې د اوبو ستونزه حل کوي، لکه د ایران ولسمشر چې وویل چې حکومت یې له عمان بحر څخه د اوبو را رسولو باندې بوخت دی؛ دغه اوبه باید لومړی خوږې شي او پر کرنیزو ځمکو ووېشل شي.

داسې ښکاري چې ایراني مسولین غواړي له دغې قضیې په خپله ګټه کار واخلي او د افغانستان حکومت د دغې ستونزې د سبب په توګه وښيي؛ داسې چې هغوی له افغانستان څخه د راتلونکو اوبو مخه نیسي. د دې ترڅنګ باید ووایو چې یاده ستونزه تر یوې نیمې پېړۍ زیاته سابقه لري؛ د سیمې خلک دوی ته د دولت د نه پاملرنې او دولت لخوا د دوی د منزوي کېدو په سبب په ایران کې حاکم نظام ته په غوسه دي؛ په یاده سیمه کې څو ځله د نظام پر وړاندې اعتراضونه او خوځښتونه وشول او داسې کسان شته چې له ایران څخه د بېلتون غوښتونکي دي.

۸. د افغانستان اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد د ۲۰۲۳م کال د مې په ۲۷مه پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل: « کابل پر خپلو ژمنو ولاړ دی؛ خو د سختو وچکالیو په سبب د اوبو کچه کمه شوې.» ده زیاته کړې: «د ایران له لوري په دې اړه نا مناسب اظهارات د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې زیانمولی شي. نو ښه ده چې دا ډول څرګندونې ونه شي.» دا یو مناسب او له ګواښ پرته غبرګون دی؛ خو د مقابل لوري ګواښ ردوي او خبرداری ورکوي چې باید تکرار نه شي؛ هغه که د رییسي لخوا وي او که د نورو چارواکو. داسې ښکاري چې افغانستان له ایران سره د اړیکو خرابولو لېواله نه دی.

۹. د افغانستان او ایران ترمنځ پر پوله ګڼ سیندونه دي؛ لکه هلمند سیند، فراه سیند او هریرود سیند. کوچني سیندونه هم شته لکه؛ هاروت، خاش او بودايي؛ دا ټول له افغانستانه سرچینه اخلي او بلاخره پوزک او صبري بحیرو ته تویېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې پولې شاوخوا موقعیت لري. هلمند سیند د سیستان د ځمکو د اوبو اصلي سرچینه ده او د سیستان او بلوچستان ولایت لپاره، چې له سختې او دوامدارې وچکالۍ کړېږي، د ژوند د رګ ارزښت لري.

داسې ښکاري چې د افغانستان سیندونه، په ځانګړي ډول هلمند سیند د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې مهم جیو-سیاسي رول لري او افغانستان کولی شي اقتصادي او سیاسي موخو ته د رسېدو لپاره د اوبو له مسلې څخه پر ایران او دغه راز پر نورو هېوادونو د فشار د وسیلې په توګه ګټه واخلي؛ په ځانګړي ډول دې ته په کتو چې د دغو اوبو شاوخوا ۹۵ سلنه د افغانستان د ننه روانې دي.

۱۰. له دغو خبرو داسې پایله اخلو چې د یادې ستونزې بنسټ انګلستان د مسلمانانو په «تجزیه او وېش» اېښی؛ انګلستان د سیستان او بلوچستان سیمه په درېیو برخو ووېشله؛ یوه برخه د ایران خواته، بله د پاکستان او درېیمه د افغانستان خواته. دغه وېش د دې سبب شوی چې د یوې سیمې خلک د یوه سیند پر سر چې له همدغې سیمې سرچینه اخلي او په بله برخه کې یې تویېږي، د درېیو مخالفو لورو په توګه د یو بل پر وړاندې ودرېږي. په داسې حال کې چې که دغو درې‌ګونو سیمو یو اصل او اساس لرلی او لکه څنګه چې الله سبحانه و تعالی امر کړی، د یوه دولت تر چتر لاندې وی؛ دغه ستونزه به ډېره په اسانۍ د حل وړ وه.

د دغې ستونزې - چې تر پوځي شخړې ورسېده- حل تر هغه وخته ممکن نه دی، ترڅو د ایران او افغانستان په نامه دغه دولتونه او په اسلامي نړۍ کې ټول بشري دولتونه لرې نه شي او پر ځای یې یو دولت چې د اسلام پر اساس وي، تاسیس نه شي. دغه واحد اسلامي دولت به ټولو هغو نژادي، مذهبي او د پولې پر سر اختلافونو ته د پای ټکی کېږي چې بنسټ یې انګرېزانو اېښی! نو د ستونزې اساس د اسلامي ځمکو استعماري وېش دی؛ ټول مسلمانان تر نننه پورې د استعمار او د هغو د پایلو په اور کې سوځېږي. ځينو ایراني چارواکو یې یادونه کړې چې موږ پورته اشاره ورته وکړه.

د دغو ستونزو حللاره یوازې دا ده چې اسلامي ځمکې تر استعمار وړاندې بڼه غوره کړي او په یوه واحد دولت بدلې شي چې اساس یې اسلام وي؛ هغه دولت چې ټول اساسات، جزیات او اړخونه یې د ګران اسلام پر بنسټ وي؛ هغه وخت به ټولې اوبه په خپل ځای کې تویېږي او انسانان، حیوانات او نباتات به ښه پرې ماړه شي او د الله سبحانه و تعالی په خوښه به د ځمکو خیر او برکت زیات شي. دغه راز به د نفتو پانګه په سمه توګه او یو شان ټولو ته ورسېږي او په دې توګه به ټول خلک له الهي خیر او برکت څخه برخمن شي او د حنیف اسلام تر حاکمیت لاندې به د نېکمرغۍ او هوساینې احساس وکړي.

له دې پرته هر ډول حللاره به جزي او لنډمهاله وي او هغه ساعتي بم ته به ورته وي چې هره لحظه یې د چاودېدو احتمال وي. نو له ټولو اړخونو غواړو چې په پوره جدیت د نبوت پر منهج خلافت د تاسیس لپاره هڅې وکړي؛ خلافت به اسلامي ځمکې سره یوځای کړي، وحدت به ورکړي او مسلمانان به د اسلام په واسطه خپل ریښتینی عزت ترلاسه کړي او د وروڼو په توګه به د الله سبحانه و تعالی په بندګۍ بوخت وي.

دا هغه حللاره ده چې اسلام مو وربولي؛ هغه حللاره چې عزت، سرلوړي او ابرومندانه ژوند پکې دی! الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا للهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ

ژباړه: «ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! د الله او د هغه د رسول بلنې ته لبیک ووایئ چې کله پیغمبر تاسو ته د هغه څه پر لور بلنه درکړي چې تاسو ته ژوند بښونکی دی. او وپوهېږئ چې الله د انسان او د هغه د زړه ترمنځ حایل دی. او تاسو به د همغه لوري ته ورغونډ کړای شئ.» [انفال: ۲۴]

۱۴۴۴ هـ.ق کال د ذی القدې ۱۷مه

۲۰۲۳م کال د جون ۶مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې